د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه
پتوال صيب چېرې دی !
      pattang
      24.07.2012
    
پتوال صيب چېرې دی !
که وطن ته تللی وي او يا بل چېرې تفريح کوي ورڅ يې ښه غواړم او خدای پاک دې
 دکرزي ددولت له ويروس  څخه  و ساتي !
اوکه صحت يې ښه نه وي ، مريض وي ،الله دې روغ صحت ور کړې عمر يې دراز کړې
 او ژريې بېرته راکړې !
امين يارب العالمين .
      پتوال
      24.07.2012
    
سودا مه کوئ  ورورنو  له روژې سره میلمه یم
................................ څه پاکه فرښته ده فرښتې سره میلمه یم
خوانچې خوانچې مې مخکې د اروا د غذاګانو
.......................... د روح د مینځلتون یوې نفحې سره میلمه یم
دعا کوم چې  ربه اسلامي نظام قایم کړې
.......................... ژړا ژړا : په خیال کې له کعبې سره میلمه یم
.....................[color=blue:f43102ea1d]والسلام علیکم و رحمة الله وبرکاته![/color:f43102ea1d]
      larghonay laraway
      29.07.2012
    
سلامونه!
پتنګ لالا کور دې ودان چې سړی دې راپيدا کړ باور وکړه له ماسره هم انديښنه وه او غوښتل مې چې شخصي پيغام ورواستوم خو نه پوهېږم چې وامې ستوه او که پاتې شو 
پتوال صيب که په روژه کې ټول افغان کتل ګوناه وي چې مونږ هم له روژې سره مېلمانه شو کنه نو لږ لږ سر راښکاره کوه!