د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

خپل نظر مو شريک کړئ!

حذيفه
21.07.2012

ټولو ملګرو او ګډونوالو ته سلامونه !
اشنايانو په دې موضوع کي له تاسو ټولو ګډونوالو نظر غواړو هیله خپله نه سئ او په ورين تندي خپل نظر را سره شريک کړئ ، غواړم له دې لاري ځيني هغه مسائل مطرح کړم چي د احنافو وروڼو په فقه یا اصول الفقه کي سته البته له قران او نبوي احاديثو سره اړخ نه لګوي ، که د هر ملګري که هر ډول نظروي يعني د هو او که د نه وي دلته دي را سره شريک کړي ، که خلک په خلاصه سينه بحث پرې کوي نو زه يې فهرست ذکر کوم او نور لوستونکي به بحث پرې وکړي ، خپل نظرونه به سره شريک کړي او ځانونه به اصلي مسئلې ته ورسوي او هم به يې د مسئلې دلیل زده کړي .
په دې توګه موږ کولای سو چي هم سالم بحث وکړو او هم ځيني هغه تېروتنې اصلاح کړو چي زموږ مشران په کي تېروتلي ول ، هغوئ اجتهاد کړی وو الله به يې اجر ورکړي خو موږ يې په پيروي مکلف نه يو ځکه که دلته که بحث پرې وسي له ګټو به خالي نه وي .
ستاسو د نظر شريکولو په تمه !
حذیفه


اکرم
21.07.2012

وعلیکم السلام ورحمه الله ....

حذ یفه صاحب ، مهربانی وکړه ! له خپل نظر او لیدلوره چې کوم مسایل در ته په حنفی مذهب کې، د قرآن شریف او نبوی احادیثو خلاف ښکاری !!!! را میدان ته کړه ، منتظر څه ته یې ؟
د امام اوبو حنیفه رحمه الله علیه او دحنفی مذهب د پیژاندل شو علماؤ نظر ، او خپل اجتهاد دې هم ورسره په دلایلو مطرح کړه ، هغه هم که ته ځان مجتهد ګڼې !؟
او که بده نه ګڼې اول به اجتهاد تشریح کړې ، او بیا به د مجتهد په صفت خپل علمی مدارک هم دبحث ګډونکونکو ته وړاندې کړي ،چې له کوم علمی مقام څخه په احنافو دا مرحمت لوروئ !
دا به مو لویه مهربانی وي .

په درناوی


larghonay laraway
22.07.2012

السلام عليکم!
حذيفه صيب که يو مسلمان په ژوند کې خپله تېروتنه سمه کړي نو هغه نېمکرغه دی او دا چې ستاسو له خوا ورپه ګوته شي نو په ثواب کې تاسو هم شامل يئ! بلکې د ثواب تر څنګ به مو د (حق کتمان) نه وي کړی او خپل مسؤوليت به مو ادا کړی وي!
الله جل جلاله ته به مو غاړه خلاصه وي چې څه مو زده وو هغه مو نورو ته رسولي دي!
په همدې هيله
لرغونی لاروی


رښتینی
22.07.2012

حذیفه ، مومن مهاجراو وصیل پیروز صاحبانو ته ما په مکررډول ویلي دي چې
داخبري په غیر اهم بوختیا ده او تردي ډیر اهمیات دي چې تاسوشاته پری ایښې دي
داهل تشیع په اړه هیڅ نه وایې ، دعیسویت او تنصیر په لومه کې بي شمیره افغانان
راګیردي هغه ده همدي نویو عیسایې شویو افغانانوپه ډیلي کې قران هم وسیزه داراز
ډیر نور فاشیستان بوخت دي په پښتنو پسي هره سپکه او هره بیکاره وایې داراز د
لویدیځ داستشراق پلویان هره ورځ په مختلفو هڅو بوخت دي تاسو ندئ لیدلي چې په
فیسبوک کې یې ګروپونه جوړ کړي دي اود اسلام په خلاف هیڅ نه سپمووې خو هغه دي
په خپل ځای پآته وې تاسو دحنفیت پرخلاف په اصطلاح تحقیقاتو او نویوڅیړنوته تږې
یاست !

ما اوس هم دمذهبي اختلافاتو په باره کې ستاسو لیکني ندي تعقیب کړي
اونه یې تعقیبوم ځکه دا دوخت ضیاع او ان په داسي نازکو وختونوکې په
دي موضوعاتو بوختیا یاخوډیره ساده ګې بولم او یا هم بله ویره راته پیداشې ....
او په دي کار کې موبریا نه غواړم :(


حمید هڅــاند
22.07.2012

د لیکلو لپاره ډېر کم وخت لرم.
لومړی) د حق ویل د حق له نه ویلو څخه بهتر دي؛
دویم) د حق پټول ظلم دی؛


pattang
22.07.2012

داخبرې خو، ښې دي خو سياسي شعور بايد په نظر کې ونيول شي اود بسوګۍ واده
ترې جوړ نشي; سياسي شعور او دوخت محور حل او ناحل ټاکي !

[quote:c413ee5035="حمید هڅــاند"]د لیکلو لپاره ډېر کم وخت لرم.
لومړی) د حق ویل د حق له نه ویلو څخه بهتر دي؛
دویم) د حق پټول ظلم دی؛[/quote:c413ee5035]


وزیري
23.07.2012

د شخصی نظر په څیر به دا ووایم چی حذیفه به د مسائلو لیست لري په ټول افغان کی یوه مسئله په میاشتو میاشتو څیړل شویده او اخیر ته پري څوک نه دي رسیدلي نو پوره لیست باندي خو به مو کولمي را ووځي. د مثال په توګه د رفع الیدین یا ظني او یقینی بحث ته مراجعه وکړئ.


حذیفه صیب ته وړاندیز


Mazharee
30.07.2012

حذیفه صیب! لومړی خو درته وایم: چی ستا داکار تاته کوم شئ پلاس نه درکوی ، اوسنی شرائط ددی ایجاب نکوی چی مسلمانان دی په خپل مینځ کی اختلافاتو ته لمن ووهی اوکفاروته دی زمینه ددی مساعده کړی چی د مسلمانانوپه مینځ اوپه اسلامی ممالکوکی خپلو اهدافو ته ورسیږی، ترهرشی اوس مسلمانانو ته اتفاق او اتحاد مهم اوضروری دئ، نو کچیری ته هم رښتنئ مسلمان یی، دمسلمانانو په اوسنی مشکلاتوکی ځان شریک بولۍ، مسلمانانوته خدمت اودهغوی سره مرسته خپله ایمانی او وجدانی وظیفه ګڼی ، دکفر او تنصیر اوتبشیرسره سخت مخالف او دهغوی دښمن یی نو دی کارته لاس مه اچوه او داناوړه عمل مکوه، خوکه بیاهم وایی: چی نه! داخبری ماته دمنلو وړندی زه ارو مرو دغه کار کوم نو بیا درته وایم :داگز او دایه میدان، مهربانی وکړه خپل لیست دی خپورکړه، زمونږ فقه کوم نوئ علم ندئ چی ما اوتا غوندی خلګو دی جوړ کړئ وی، علم فقه ډیره اوږده سابقه لری، ترتاغټ غټ پنډ څټی تیرشویدی هغوی ته هم داسی فکرونه په سروکی ګرځیدلیدی آن چی ځنی یی ستاسوغوندی دفقه پرضد ځنی عملی اقدامونه هم کړیدی، خوهیڅ شئ یی په لاس ندی ورغلی. چی په لنډو یی ترته ووایم: خوابدئ نشی! ستا اعتراضونه او انتقادونه پرفقه داسی مثال لری لکه پرمځکه چی ولاړ سپی چی په فضاکی تیریدونکی چورلکی ته غاپی اوس ته ووایه چی سپوته به دغه غپل ګټه وکړی؟ خویوار بیاهم درته وایم:ناځوانی مکوه ځمادپوښتنوځوابونه یوار راکړه ، دخلګوخبری پرځان مه جوړه وه چی سلفیانوبی اختلافی مسائلونورهیڅ شی نه زده، خوګوره هیردی نشی کدی لیست خپره وی کنړ اونورستان ته هم تلفن وکړه هلته هم ستارقم خلګ ډیردی، چی څه ناڅه مرسته درسره وکړی، رښتیا رایادشوه دایران دزاهدان په ښارکښی یوسلفی وو په نامه دمولوی عبدالغنی شاهوزهی، هغه یووقت داحنافودفقه پرضدیولست خپورکړی وو، چی تقریبا شل پنځه ویشت اعتراضونه یی پکښی کړی وه، کچیری کولای شی هغه سړئ پیداکړه هغه لست ځنی واخله بیایی ته خپورکړه،(اذاتکرر تقرر) ګوره !کدی پیدانکړبیاماته خبرراکړه چی زه یی ایمیل آدرس اود ویبلاگ آدرس درکړم، باره نوښه غوری ورسره وکړه. ته باوروکړه چی داحنافوپرضدبه دی ډیرمعلومات پلاس درسی، ځکه هغه سړئ ډیرچالاکه سړئ دئ. ځنډ مکوه همدغه دی وخت دی.


Re: حذیفه صیب ته وړاندیز

وصيل ( پېروز )
30.07.2012

[quote:ac827ef6d3="noorulhaqmazharee"]حذیفه صیب! داگز او دایه میدان، مهربانی وکړه خپل لیست دی خپورکړه، خوناځوانی مکوه ځمادپوښتنوځوابونه یوار راکړه ، دخلګوخبری پرځان مه جوړه وه چی سلفیانوبی اختلافی مسائلونورهیڅ شی نه زده، [/quote:ac827ef6d3]
په دې ګز او ميدان کي به حقيقت او حق ان شاء الله ټولو ته روښانه شي ، مظهري صيب ! تاسو غم مه کوئ که غواړئ حقايق درته جوت شي نو لږ انتظار په کار دئ :D :D :D
ياره ! له دې ناځوانۍ خو تاسو جوړ ياست چي د حذيفه صيب په نېغو او رغنده ځوابونو مو سر نه خلاصېږي لکه چي د ذهن پر کړکيو دي د تقليد دومره پردې غوړېدلې چي اوس د تحقيقي او علمي ليکنو د وزن څرنګوالی درته نه معلومېږي؟ :lol: :lol: :lol:
ښايي په دې اړه به هم تاسو ته تقليد غوره لار ښکارې ، هو ! ستاسو لپاره همدا ښه لار ده په دې اړه بايد هرو - مرو له خپل يوه رهبر سره خبره شريکه کړئ څو درته د تقليد په دايره کي دننه د حذيفه صيب د پوښتنو حقيقت ووايي ځکه تاسو خو خپل شعور نه لرئ د بل په رېز روان ياست :cry: :cry: :cry:

[quote:ac827ef6d3="noorulhaqmazharee"]
خوګوره هیردی نشی کدی لیست خپره وی کنړ اونورستان ته هم تلفن وکړه هلته هم ستارقم خلګ ډیردی، چی څه ناڅه مرسته درسره وکړی، رښتیا رایادشوه دایران دزاهدان په ښارکښی یوسلفی وو په نامه دمولوی عبدالغنی شاهوزهی، هغه یووقت داحنافودفقه پرضدیولست خپورکړی وو، چی تقریبا شل پنځه ویشت اعتراضونه یه پکښی کړی وه، کچیری کولای شی هغه سړی پیداکړه هغه لست ځنی واخله بیایه ته خپورکړه،(اذاتکرر تقرر) ګوره !کدی پیدانکړبیاماته خبرراکړه چی زه یی ایمیل آدرس اود ویبلاگ آدرس درکړم، ورته معرفی بدی هم کړم، باره نوښه غوری ورسره وکړه. ته باوروکړه چی داحنافوپرضدبه دی ډیرمعلومات پلاس درسی، ځکه هغه سړی ډیرچالاکه سړی دی. ځنډ مکوه همدغه دی وخت دی.[/quote:ac827ef6d3]
ماشاء الله !
د ښاغلي حذيفه له خوا درته لومړی زه در څخه مننه کوم
دا مو ښه لار ورته ښودلې ده خو بايد هېر مو نه شي چي تاسو خو هم د کشف او له برزخي نړۍ سره د ربط ځانګړي کمالات لرئ ، له همدې کبله کله - کله بايد تاسو هم د بندې په ځای کي خپل ديوبندي اسلاف را وننګوئ د هغوئ د را رسېدنې او اورېدنې قوې خورا ځانګړی سرعت لري چي نننۍ ټيکنالوژي يې هم په سر نه شي کېدای :lol: :lol: :lol:

له هغوئ سره تماس نيول کوم ځانګړي شفر او ځانګړي کيف ته هم اړتيا نه لري بس يوازي يې ننګوه او يا هم ښايي له اوسه دي لا په حال خبري څنګ - منګ ته دي ګوره چيري يو درسره ناست نه وي ځکه هغوئ له تاسو يعني خپلو پيروانو سره د مرستې لپاره د چټک غبرګون ځواک ساتلی دئ ، پام کوه !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more