د موضوعګانو سرپاڼه
نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په پکتیا کې د مچلغو بند د پروژې پر کارکوونکو بمي حمله شوې
Ghani
20.07.2012
اسلام علیکم،
د پکتیا ولایت څخه راپورونه وايي، چې په دې ولایت کې د مچلغو بند د پروژې پر مسلمانوکارکوونکو بمي حمله شوې، دغه چاودنه نن د مچلغو د اوبو بند پر کار کوونکو چې د کار پر لور روان ول شوې درې تنه مسلمانان په کې شهیدان شوي او څلور نور ټپيان دي.
وسلوالو طالبانو د پیښې مسئولیت پر غاړه اخیستي او ادعا یې کړې، چې حمله د ناټو د اکمالاتو په امنیتي کارکوونکو شوې او اته تنه یې په کې وژلي دي.
الله اکبر،
د دوی اکثر اعمال دغه شان د مسلمانانو پر خلاف دي، او بیا ځانونه د اسلام خدمتګاران وايی. دوی څنګه خلک دي، او د څوک لپاره خدمتونه کوي؟