د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د صلحې روان کوښښ، دالله او افغان ولس د رضا سبب دئ.

میرویس
18.07.2012

محترمو وطنوالو اسلام العلیکم
اوس چې د قطر د صلحې د خبرو بازار سوړ ښکاري، د افغانستان د حکومت سره دمخالفینو د خبرو اترو د کوښښونو بازار ګرم شویدئ.
کله چې د طالبانو او امریکا تر منځ د صلحې د خبرو اترو ګونګوسې روانې وې، ما د طالبانو د نطاق مجاهد صاحب نه دا لاندنی پوښتنه وکړه، چې تر اوسه یې ځواب هم ندئ راکړئ:

محترم او قدرمن ذبیح الله مجاهدصاحب
د لوي او بښونکي خداي(ج) نه د اسلام د بریالیتوب او نصرت په هیله.
د افغانستان د اسلامي امارت په پیغام کښې داسې راغلي دي:
(تېره ورځ ځینو رسنیو بې اساسه خبر خپور کړ چې د اسلامي امارت یوې ناڅرګندې منبېع د برتانیې څلورم چنل ته ویلي چې د اسلامي امارت او امریکا تر منځ بیا خبرې پیل شوې، او تر اوسه پورې یي د امریکا د استازي سره دوه ځله غونډې کړېدي، پداسې حال کې چې دغه خبرې هېځ حقیقت نلري، یوازې یوه بې بنیا ده ادعا ده).
زه ستاسې خبره د زړه د اخلاص نه منم چې خبرې اترې ندي روانې. خو دا هم یو مسلم حقیقت دی چې دا ډول خبرې اتري په لمړي ځل نه بریا لې کېږي. البته خبرې ډب کېږي او دواړه لوري د خپلو اړخونو سره د سلا مشورو نه وروسته د راکړې ورکړې دپاره بیا خبرو ته کېني. دشیکاګو په غونډه کې هم فيصله شوېده چې د سولې د خبرو بهیر بېرته پر خپل مسير روان کړي شي. بنیادي خبره داده چې تاسې بېرته د خبرو اترو مېز ته را ستانه شي او دا خبره خپل ولس ته ثابته کړي چې ‌‌اسلامي امارت د پراخ بصیرت خاوند دي او ریښتیا سولې ته متعهد دي. تاسې د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړي چې د هغوي آرزو تمثیلوي. ولس سوله او امن غواړي، او اميرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد هم ویلي چې د افغانستان د خلکو د ښېرازې او سوکالې يه لاره کې به زیار وباسي.
اوس داد اسلامي امارت دنده ده چې که سوله کوتره شي او والوزي پسې ورټوپ کړي او د پښو نه یې راونیسي، ځکه چې تاسې افغانان یاست او د خپل ملک په خیر او ښېګڼه بهتره پوهېږي. تاسې چندي مسلمانان یاست او پدې هم پوهېږي چې ( وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ) - ترجمه: او که میل وکړي کفار صلحې ته نو ته هم میل وکړه صلحې ته او توکل وکړه په الله (او مه وېرېږه له مکره ددوي) بې شکه چې دغه (الله) هم دي ښه اورېدونکي. (د تولو اقوامو) ښه عالم (دانا پر ګردو (ټولو) احوالو.

چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي ـ چا ویل په دریاب کې ګوهر نشته؟
=======================================================================
دپاکستان تریبیون ورځپاڼې د طالبانو، پاکستان او افغانستا د حکومت او مخالفینو تر منځ د خبرو اترو د کوښښونو په باب دا لاندې مضمون خپور کړیدئ:

پاکستان، په افغانستان کې د سولې د پروسې لپاره زمینه برابروي

د توکیو تر کنفرانس وروسته، د افغانستان د حکومت سره د سولې مذاکرو ته د طالبانو د راضي کولو لپاره هڅې ګړندۍ شوي دي.

ورځپاڼه د لوړ رتبه پاکستاني او افغان چارواکو په حواله وايي، چې په دې مسله کې پاکستان ډیر مهم رول لوبوي.
د طالبانو د شورا ځیني منابعو دې ورځپاڼې ته ویلي دي، چې طالبان له پاکستان سره د ځانګړو شرایطو پر اساس د خبرو پیل ته تیار دی، خو د جمهور ریس حامد کرزي له حکومت سره خبرو ته زړه نا زړه دي.

پاکستان تربیون لیکي: د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه، چې پاکستان په مشخص ډول څرنګه هڅي کوي تر څو طالبان د کابل له رژیم سره خبرو ته تیار شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دومره ویلي دي، چې هېواد يې په افغانستان کې ټول موجود اړخونه هڅولي دي، چې د بیا پخلاینې په پروسه کې ګډون وکړي.

دې چارواکي ویلي: پاکستان، په افغانستان کې د سولې د پروسې لپاره زمینه برابروي او د افغانانو په مشرۍ د سولې او بیا پخلاینې د پروسې ملاتړ کوي.

د بهرنیوچارو د وزارت یو شمېرسرچېنو ویلي دي، چې د پردې شاته هڅې روانې دي تر څو طالبان او نورې ډلې د افغانستان له حکومت سره خبرو ته تیارې شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت یوه ویاند، پاکستان تربیون ورځپاڼې ته تایید کړې ده، چې د توکیو تر کنفرانس وروسته د مذاکرو میز ته د طالبانو د راوستلو او له افغان حکومت سره یوه جوړ جاړي ته د رسیدو لپاره د هغوي د هڅولو کار چټک شوې دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت ویاند ویلي: د کیوتو په کنفرانس کې، د طالبانو استازي حاضر وو او د کابل د حکومت استازي هم ورغلي وو.
++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
قدرمنو وطنوالو، داسې ښکاري چې د افغا ن ولس دُعا د الله په دربار کې قبوله شویده، او په جنګ کي کیوتې ډلې دې نتیجې ته رسیدلې دي، چې په جنګ خو شل نه شوه، پکار دي چې صلحه وکړو.
که دا د یوې تشې خوشبیني نه پرته بل ځه نه هم وي، راځئ چې ویې ستایو او ملائکې به یي هم راسره آمین کړي، او پاک رب به پدي کوښښونو کې برکت واچوي، او پدې ترتیب به زموږ ټولو درد دوا شي. آمین، یا رب العلمین.

[size=18:cf0092d026][/size:cf0092d026][color=black:cf0092d026][/color:cf0092d026]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more