اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
بحث چا سر ته نده رسولاي
وزیري
13.07.2012
السلام علیکم
له ډیرو زمانو نه را پدیخوا په مختلفو موضوعاتو باندي مختلف قسم بحثونه د انسانانو ترمنځ کیږي خو دا یو منل شوی حقیقت ده چی که په یو لکو بحثونو کی یو یا دوه چیرته سره قانع شی نو وي به کنه نورټل بی فائدی دي، د وخت ضیاع ده او حتی چی زمونږ او ستاسو بحثونه سر تر پایه ټوله ګناه هم ده.
دا می د زړه یو بړاس وه چی تاسو سره می شریک که.
استغفرالله لی و لکم ولسائر المسلمین.
والسلام
Re: بحث چا سر ته نده رسولاي
وصيل ( پېروز )
13.07.2012
[quote:8e7850269a="وزیري"]السلام علیکم
له ډیرو زمانو نه را پدیخوا په مختلفو موضوعاتو باندي مختلف قسم بحثونه د انسانانو ترمنځ کیږي خو دا یو منل شوی حقیقت ده چی که په یو لکو بحثونو کی یو یا دوه چیرته سره قانع شی نو وي به کنه نورټل بی فائدی دي، د وخت ضیاع ده او حتی چی زمونږ او ستاسو بحثونه سر تر پایه ټوله ګناه هم ده.
[/quote:8e7850269a]
سلامونو ته مو وعليکم
په انساني ټولنه کي د نظر اختلاف له منځه وړل يوه ناشونې چاره ده او د نظر په اختلاف کي تر ډېره حده د انسانانوګټې هم نغښتې دي ، ځيني وختونه د نظر اختلاف ګڼې فايدې لري او له همدې کبله سړی حقايقو ته رسېږي خو د نظر هغه اختلاف دي ورک شي چي يو شخص پرې له کوم دليل او منطق پرته ټينګار کوي .
دا چاره وزيري صيب ! ستاسو په څېر اشخاص ډېره ترسره کوي ، نه يوازي دا چي د خپل نظر لپاره دليل نه لرئ بلکي له دې سره - سره پرې پالتو ټينګار هم کوئ چي دا چاره له هيڅ ډول قانون او اصولو سره سمه نه ده بلکي يو کرغېړن او د غندنې وړ عمل دئ .
زموږ تر منځ که بحث له اصولو سره سم ترسره شي نو ډېر ژر به يو بل قانع کړای شو مګر که تاسو د خپل تلپاتي عادت له مخې يوازي پر حسد ، تعصب او ځان غوښتنې اکتفا وکړئ نو نه شو کولای چي په هيڅ صورت کي يو بل قانع کړای شو بلکي په دې ډول زموږ او ستاسو تر منځ د بېلتون ساحه نوره هم پراخېږي او دا د هر چا لپاره زيانمنې پايلې لري .
تاسو په هماغه کړکۍ کي د حذيفه صيب ځواب ته له منطق او معيار سره برابر ځواب وواياست که نه موږ او لوستونکي به داسي وګڼو چي تاسو ځواب نه لرئ او اوس په دې ډول غواړئ ځان له بحثه وکاږئ ( که څه هم زه له وړاندي لا پر دې باور لرم او را ته جوته شوې چي له تاسو سره دليل نه شته او يوازي بې ځايه ټينګار کوئ ) خو دا به ښه وي چي د ټولو په وړاندي ستاسو د دلايل ضعف او کمزوري څرګنده شي .
زموږ تر منځ بحثونه هغه مهال ګناه ګرزي چي ستاسو په څېر اشخاص مو تر منځ وي ، ښايي تاسو ته به اوس جوته شوې وي چي خوشي - چټي مي د کفر ټاپه ووهله او اوس په دې پوه شوي ياست چي دا ټاپه بيرته پر تاسو را ګرزي ځکه نو د ګناه احساس درته پيدا شو . تاسو بايد هرو - مرو همداسي احساس وکړئ ځکه تاسو پر يوه مسلمان د کفر ټاپه وهلې ده او دا يوه عامه خبره نه ده بلکي نه يوازي دا چي د اسلام قانون دي مات کړی بلکي له انساني اصولو دي هم پښه اړولې ده . الله ته توبه وباسه او د نېغي لارې د هدايت سوال ترې وکړه !
تاسو نوري نړۍ ته په خپلو عينکو کي مه ګورئ بلکي نوره نړۍ کي منطق او استدلال مطرح دي نه شخص او ټولنه ، همالته پرېکړه يوازي سالم برهان کولای شي خبره تر يوه سړي او يا يوې بې منطقه نظريې محدوده نه ده خو ستاسو په څېر خلګ تل له سالم استدلال ، منطق ، معيار او اصولو تښتي .
وزیري
13.07.2012
بالکل دي درسته خبره کړیده، دغه باتوری دي ستاسو مبارک شي.
مومن مهاجر
13.07.2012
وزیري چي کله ستړی شي او د دلایلو په میدان کي ځان بې پانګې وویني نو غواړي د ناهیلۍ په نړۍ کي ځان ته د سکون او ارام درمل ومومي . خو څو چي په پراخه ټنډه او سړه سینه حق ته تسلیم نه شې تل به له همداسي رواني کړکېچ او ذهني اضطراب سره مخ یې .