د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دپښتنو وفا او دتورن اسماعيل خان کينه

pattang
12.07.2012

دپښتنو وفا او دتورن اسماعيل خان کينه:
[img:d935ae7ae8]http://www.benawa.com/images/anzor/uploads/600_ap_energy_minister_0909.jpg[/img:d935ae7ae8]

نظرمحمد مطمین
ملاعبدالحی مطمئن وايې چې کله مې دتورن اسماعيل خان دغه له درده ډکه خاطره مشر ملاصاحب ته دهغه د کار په دفترکې وويله دمشرملاصاحب په سترګه کې ډنډ اوښکي راغلي،
ملا عبدالحی مطمئن چې په کندهار کې د اطلاعاتو کلتور رئيس او د افغانستان د اسلامي امارت وياند وو، په خپلو خاطرو کې يې د مشر ملاصاحب (ملامحمد عمر آخند) او تورن اسماعيل خان خاطره هم ثبت کړی ده.
هغه ويل چې کله تورن اسماعيل خان د طالبانو سره په کندهار کې بندي وو، زه د مرکي له پاره ورغلم او مرکه مې ورسره وکړه، د مرکي په پای کې مې پوښتنه ورڅخه وکړه چې که تاسي کومه خاطره لرئ؟

تورن اسماعيل خان وويل چې کله د روسانو او د هغوی له پلويانو سره جهاد پېل شو، زه هم د جهاد له پاره له کورڅخه ووتلم او ترشپږو کلونو پوري په غرونو کې پاتي شوم او بيرته کورته رانه غلم، شپږکاله وروسته چې کله کورته پر تګ وتوانېدم، کله چې کورته ورنږدي شوم، يوه ماشوم زما مخته منډي راوهلې او لږ وروسته هغه شپږ کلن ماشوم زما په مخکي د کورنۍ دغړو سره يوځای ولاړ وو، چې ما نه ووليدلی، او دلومړي ځل له پاره مې په خپل مخکې له ميرمني سره وليدی، دا زما ځوی وو، چې جهاد ته زما له تګ څخه لږ موده وروسته پيداشوی وو.

ملاعبدالحی مطمئن وايې چې کله مې دتورن اسماعيل خان دغه له درده ډکه خاطره مشر ملاصاحب ته دهغه د کار په دفترکې وويله دمشرملاصاحب په سترګه کې ډنډ اوښکي راغلي، په غور سره يې دتورن صاحب خاطره واوريدله او بيا يې د خپلي سترګې او ښکي پاکې کړي.

ددغه ډول دردناکو خاطرو په اوريدو د هرمسلمان په سترګو کې اوښکي راځي، او تورن اسماعيل خان به هم دغه خاطره ځکه ورته ويلي وي ، چې موږ مجاهدينو له روسانو سره سپيڅلي جهاد وکړ، قرباني مو ورکړي، تکليفونه او زحمتونه مو وګالل، خو دهغو زحمتونو نتيجه داشوه چې نن زه د مسلمانانو په بندکې شپي او ورځي تيروم.

د مشر ملاصاحب له سترګي به ځکه اوښکي راتوی شوي وي، چې هغه تورن اسماعيل خان چې د جهاد دوخت مشهور قومندان وو، په زرګونو مجاهدينو دده ترقومانده لاندي جهاد کړی دی، ډير زيات تکليفونه او زحمتونه يې ګاللي دي، د ژمي سړي او د دوبي ګرمي ورځي يې په غرونو او سنګر کې تيري کړي دي، د خپلي کورنۍ څخه ليري يې د الله عزوجل د رضا له پاره د روسانواو د هغوي د پلويانو پرضد جګړه کړي ده، خو له دغو ټولو ښيګڼو سره سره، دجهاد ترکاميابيدو وروسته تورن اسماعيل خان مسلمانان ووژل، د واک او قدرت په خاطر يې خپل د جهاد او سنګر ملګري شهيدان کړل، او ځينې يې د قومي تعصب له امله ووژل، دهغوي بچيان يې يتيمان او دهغوي ميرمني يې کونډي کړي.

دمشرملاصاحب به داهم په ذهن کې ورګرځيدلي وي چې د پرون ورځي دغه مجاهد نن زما ډير مسلمان طالبان په فراه،ګرشک او دهلمنداو فراه په دښتونو کې په دي ګناه له منځه يوړل چې هغوي ددوی د جرمونو، وژنو، بې ګناه خلګو نيولو، او په ټوله کې ددوی له واک او منګولو څخه د مظلوم افغان ولس خلاصول غوښتل.

هو د پرون ورځي زړور او پياوړي د جهاد قومندان، د روسانو او دهغوی دپلويانو قاتل، دمسلمانانو د عزت او عفت ساتونکي مجاهد تورن اسماعيل خان مې ژړوي، خو دنن ورځي مجرم، دمسلمانانو قاتل، په ژبني او قوم تعصب لتاړ اسماعيل خان مي هڅوي چې په بند کې يي وساتم او مسلمانان دده له شر او فتني څخه خلاص کړم.

زموږ د کلي حاجي عبدل به هره شپه د شپي په نيمايې کې له خواږه خوب څخه راپورته او دشپي به يې دوه رکعته تهجد لمونځ وکی، د لمانځه ثواب به يې تورن اسماعيل خان ته وباخښی، او په نيمه شپه کې به يې په ډير عجز سره دوه لاسونه پورته کړل او الله عزوجل ته به يې زارۍ کولي چې تورن اسماعيل خان دي خدای تعالی د طالبانو له بند څخه خلاص کړي، داهغه وخت وو، چې کله تورن اسماعيل خان د طالبانو سره په کندهار کې بندي وو.

حاجي عبدل، تورن اسماعيل خان نه ليدلی وو، او نه يې هم له هغه سره د تجارت او يا بل کاروبار اړيکي درلودلی، يو ساده او خړ پښتون وو، د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالي په کوم کلي کې اوسيدی، يواځي يې د جهاد په وخت کې د تورن صاحب د ميړاني او له روسانو اودهغوی له پلويانو سره دجهاد کولو کيسي اوريدلي وي، حاجي عبدل په تنظيمي لحاظ هم د تورن صاحب د ګوند غړی نه وو، له حزب اسلامي سره يې اړيکي درلودلي او تورن صاحب له جمعيت اسلامي سره، چې دواړو ګوندونو په مختلفو وختونو کې سختي جګړي يو له بل سره کړي، او همهغه د جهاد په وخت او بيا وروسته وختونو کې د جنګونو نتيجه ده چې اوسمهال هم حزب اسلامي او جمعيت اسلامي يو بل ته په کمين کي ناست دي، او يو دبل ورکه غواړي.

ما دلومړي ځل له پاره په پېښور کې په يوه کور کې چې د جمعيت اسلامي ګوند غړي وو د تورن اسماعيل خان عکس وليدی، په سر يې توردستمال چې سپيني ليکي پکې وي تړلی وو، اوږده ژيره او مخ يې نوراني وو. د کوربه کورنۍ غړي چې هغوی هم په خټه پښتانه وو د تورن اسماعيل خان ډير زيات صفتونه کول او هغه ته يې د جهاد د يولارښود په توګه کتل.

کله چې افغانستان له روسانو او دهغوي له پلويانو څخه ازاد او مجاهدينو حکومت ونيوی، لومړی ولايت چې هلته ډير چوراوچپاول ونه شو، هرات ګڼل کيدی، او هرات د تورن اسماعيل خان له خوا څخه اداره کيدی، په هغه وخت کې چې هرځای د مجاهدينو خپلمنځي جنګونه او جګړي رواني وي، تورن صاحب وتوانيد چې په هرات کې ځينې رغنيز او پرمختيايې کارونه وکړي، تر ډيره وخته يې خپل د جهاد د وخت حيثيت او وقار وساتی.

تورن اسماعيل خان په جنوب حوزه کې د هرچا په زړه کې ځای درلود او خلکو احترام ورته درلود، دا ټول د ده د جهاد او په جهاد کې د قربانيو له برکته وو، داسي معلوميږي چې د جهاد په وختونو کې تورن صاحب د اوس په ډول ژبنی او قومي تعصب نه درلود، او کله چې مجاهدين کامياب شول، کمونسټ پلوه حکومت سقوط وکړ، د استاد رباني د حکومت په لومړيو وختونو کې هم داسي فکر کيدی چې تورن صاحب دغه ناسم او ناروا تعصب نه کاوو، خو د استاد رباني د حکومت په وروستيو کې تورن صاحب ځيني پښتانه مشران په مرموز ډول سره ووژل او ځيني يې له هرات څخه بهر ته په وتلو مجبور کړل، هڅه يې کوله چې په هرات کې د پښتنو د واک او قدرت لاسونه لنډ او پېژندل شوي پښتانه له مخي څخه ليري کړي.

د طالبانو سره تورن اسماعيل سختي جګړي وکړي، يوځل داسي هم وشول چې د تورن اسماعيل خان پوځونو چې د جنګ د لومړۍ کرښي مشري يې بيا هم دکندهارقومندانانو کوله فراه ونيوله او د هلمند ولايت دمهم او ستراتيژک ښار ګرشک ته راورسيدل، ګنګوسي او اوازي داسي وي چې تورن اسماعيل خان به ډير ژر کندهار چې د طالبانو مرکز وو ونيسي، خو يو ناڅاپه هر څه بدل او د تورن صاحب پوځ د ګرښک ښار لا بشپړ تر خپلي ولکي لاندي نه وو راوستلی چې دغه نامنظم او په درنو وسلو او ټانکو سمبال پوځ ماتي وخوړه، طالبانو تيت او پرک پاشلي پوځ تر هرات پوري تعيقيب کړ او ډيره زياته مرګ ژوبله يې وکړه، چې ددغي جکړي اصلي قربانيان دواړو خواوو ته د کندهار او هلمند پښتانه ګڼل کيدل.

جنرال مالک چې کله يې دعبدالرشيددوستم سره د واک او قدرت پر سر اختلافات پيدا شول، له طالبانو سره يې اړيکي ونيولي او طالبان چې دغه وخت يې پرکابل او د شمال پر ځينو سيمو کنټرول درلود د مزارشريف د نيولو او شمال نورو ولايتونو تر کنټرول لاندي کولو د پاره خپلي هلي ځلي اوهڅي کولي.

جنرال مالک په چل او فريب تورن اسماعيل خان شمال ته وغوښت، او طالبانو ته يې لاس تړلی د حسن نيت او د طالبانو له خوا پر ده د اعتماد ترلاسه کولو په خاطر وسپاره.

د جنرال مالک په غوښتنه او دطالبانو د هغه وخت د بهرنيو چارو وزير ملامحمد غوث اخند د موافقي له مخي د طالبانو پوځونه شمال ته داخل، او تر ټولو زيات طالبان مزارشريف ته ننوتل، چې ډير ژر د جنرال مالک لخوا څخه په خورا مکرانه ډول سره د طالبانو نيول او له منځه وړل پېل شول، او د څو ورځو په دننه کې په زرګونو طالبان د جنرال مالک له خوا څخه په شهادت ورسيدل.

تورن اسماعيل خان بيا هم يوه پښتون هلک حکمت الله د براسو ځوی چې دهلمند اوسيدونکي وو له دي امله د طالبانوله بندڅخه دده د پهري پرمهال وتښتاوو چې پخوانی مجاهد وو، او دحکمت الله پلار د مجاهدينو په لومړيو وختو او بيا تر اخره د مجاهدينو په منځونو کې له دي امله زيات محبوب وو چې هغه يو تکړه موټر چلوونکي وو، اوپه سختو لارو او ځايونو کې به مجاهدينو ده ته سترګي اړولي ترڅو يې په موټر چلولو کې مرسته وکړي.

د حکمت الله پلار چې د مجاهدينو د وخت د دښتونو، ريګو او غرونو تکړه موټر چلوونکي وو، او د هلمند، کندهار او نيمرو په ريګو، او دښتونو کې ښه بلد وو، دهمدغه مهارت له امله وتوانېدی چې په لږ وخت او له خطره خالي لار هغه د ايران سرحد ته ورسوي.

زما دغه ټولي يادوني ددي له پاره دي چې تورن صاحب ته ورياد کړم. چې ستاسي دغه له پښتون قوم سره د تعصب تګلاره غلطه او اشتباه ده، او له دغه له برمه ډک، زړور او په ازادي مېن قوم سره تعصب او ناسمه کړنه ستاسي په زيان ده.

تورن صاحب! بيا هم داسي ورځي په مخکې لرو چې کيدای شي ته ددغه قوم ځوانانو ته اړتيا ولري، ستا دمجبوريت په وخت کې ستادنن ورځي دوستان ستا په درد نه خوري او نه هم په ښه درځي، خو ددغه قوم بچيان په ښه ورځ ستاڅخه بې پرواه او په بده ورځ دي په درد خوري او په ښه درځي، دغه قوم په تاريخي لحاظ دا جوته کړي چې په ښه ورځ دي مجلس پرې ښايسته کيږي او په بده ورځ دي ملا پري تړل کيږي.

کله چې د ښاغلي کرزي په مشري انتقالي حکومت راغی، او تورن اسماعيل خان بيا ځل د هرات والي شو، لومړنۍ دښمني يې له پښتون قوم سره راواخيستله، هلته يې پښتانه وټکول، بنديان يې کړل او د پښتنو بانفوذه مشران يې تر تيغ تير کړل.

زما ښه ياد دي چې د ګرشک د فرقي مشر معليم ميرولي (اوس په پارلمان کې د هلمند ولايت څخه وکيل) ته يوه ډله د کندهار تجاران راغلل او د تورن اسماعيل خان څخه يې شکايت کاوو، چې زموږ مالونه يې په هرات کې ګرځولي دي، کندهار ته يې نه را پريږدي، او په هرات کې داسي چلند راسره کيږي چې ويريږو داسي نه چې په مرموز ډول به موږ پښتانه تجاران د تورن اسماعيل خان د کسانو له خوا څخه ووژل شو.

داځل د تورن صاحب څيره بدله شوی وه، په هرات کې له پښتون سره دومره بد چلند کېدی چې ډيری پښتانه هلمند، فراه، کندهار، او نميروز ته کډه شول. خپلي شتمني او ځمکي يې پريښودي، او دځان ژوندي ساتلو په فکر کې له هرات څخه ووتلل.

معليم ميرولي ته چې څو ځله بيا هم دکندهار او هلمند سوداګر راغلل او د تورن اسماعيل خان د بد چلند او کندهار او هلمند ته ددوی د مالونو نه راپريښودل يې ورته وويل هغه د هلمند دګرشک د فرقی د مشر په صفت نور شرم ګاڼه چې د هلمند او کندهار د سوداګرو مالونه دي د هرات په ګمرک کې بند پاتي وي، او دده دفرقي ترمخ د کندهار-هرات په لويه لار دي د هرات د سوداګرو ډک ټيلرونه تيريږي، چې کله به هم معليم ميرولي د فرقي دروازي څخه ووت او يابه فرقي ته ننوتي نو د هراتيانو په موادو اوسامانو ډک ټيلرونه به يې ليدل.

معليم ميرولي چې په هلمند او هغه سيمه کې په جګړو کولو مشهور دی، د طالبانو سره د جنګ پرمهال يې په شمال او نورو سيمو کې هم شهرت پيداکړی وو، تورن اسماعيل خان دهغه په اړه تر بل هرچا ښه پوهيدی، معليم ميرولي، تورن اسماعيل خان ته احوال واستاوو، او ليک يې ورته وليږی چې د پښتنو سوداګرو سره بدچلند پای ته ورسوي او دهغوی مالونه ايله کړي، تورن اسماعيل خان د هغه ليک ته پام ونه کړ او خپل تعصبي چلند ته يې دوام ورکړ.

داځل معليم ميرولي بيا کسان ورته واستول چې له دغه ناوړه چلند او تعصب څخه لاس واخلي، تورن صاحب چې دهرات په څير ولايت والي او دشمال ټلوالي پوره ملاتړ يې له ځان سره درلود او په خاص ډول د قسيم فهيم چې د دفاع وزير وو،او دهغه وخت د شمال ټلوالي د کورنيو چارو وزير، د معليم ميرولي استازو او ليک ته په ارزښت ورکولو قايل نه وو.

معليم ميرولي مجبور وو چې دکندهار او هلمند سوداګرو ته ځواب ووايې، په تکليف سره يې تورن اسماعيل خان د مخابري دلاري پيدا کړ او په سټلايټ ټلفون يې د کندهار او هلمند د سوداګرو د مالونو د بنديدو او له هرات څخه د باندي دوتلو اجازه نه ورکولو خبره ورسره وکړه، تورن اسماعيل خان ډول ډول بهاني کولي، لږ وروسته ددواړه ترمنځ خبره تونده شوه، معليم صاحب د پښتنو سره د بد چلند خبره هم په تونده لهجه ورته وکړه، او اخطار يې ورکړ که د کندهار او هلمند د سوداګرو مالونه پري نه ږدي، او له پښتنو سره بد چلند ته دوام ورکړي نو ستادقوم او هراتيانو لار هم زما دفرقي مخته تيريږي او ستاسي لار د هميش له پاره زما په ښار (ګرشک) کې تيريږي. زه مجبور يم چې خپلو خلکو ته ځواب ووايم، لاره بندوم، دهراتيانو مالونه، نه پريږدم، او نور ته پوهيږي چې زه به څه وکړم؟

تورن اسماعيل چې د معليم ميرولي دا ډول خطرناکې خبري واوريدلي او دهغه د جنګونو او وژنو او له ملامحمد رسول آخند سره د جنګ کولو کيسي ټولي ورته معلومي وي، مجبور شو چې دخپلو قوميانو او هراتيانو خيال وساتي او پښتنو سوداګرو ته د مالونو وړلو اجازه ورکړي.

ترډيري مودي په هرات کې دپښتنو سره دمور او ميري چلند کېدی، ددي خبري د ثبوت له پاره ښه داده چې څوک د غوريانو او زنده جان ولسوالي له خلکو څخه پوښتنه وکړي.

د شينډنډ ولسوالي خلک خو دده ولايت پرمهال او بيا وروسته دده د وزارت پرمهال دومره وټکول شول چې بشپړ کلي پکې له منځه ولاړل. او ګناه يې داوه چې هغوی پښتانه وو.

زه تعصب نه کوم، او تعصب کول حرام او نارواه دي، خو هغه څه چې حقيقت دی بايد پټ ونه ساتل شي او د حقيقت ويل او په سم ډول له خپل قوم څخه دفاع کول تعصب نه ګڼم.

ښاغلي تورن صاحب اسماعيل خان ! تاسي له څو کلونو راهيسي د اوبو او بريښنا وزير ياست، هرات ته مو د اوبو او بريښنا په برخه کې په غير پښتنو ميښتو سيمو کې د پام وړ خدمت وکړ، په مزار شريف کې مو ورته خدمت ټولو خلکو ته معلوم دی چې پښتانه بې برخي او ستاسي قوم دي له خدمت څخه برخمن دی.

په کابل کې دي ورته چلند کړی دی، هلته چې پښتانه ډير دي په ۲۰۱۲ کال کې هم بريښنا نه لري، چې جوت او څرګند مثال يې احمدشاه بابا مينه (ارزان قيمت) دي، په تيرو لسو کلونو کې له بريښنا څخه بې برخي وو، دوه کاله وړاندي چې کله تورن صاحب تر ډير فشار لاندي وو، دغي پروژي يې بريښنا ورکړه. خو خيرخانه له دغه نعمت څخه په بشپړ ډول برخمنه وه اوده، دغره په سر کې هم کورنه بريښنالري.

د ننګرهار د ګمبيري پر دښت د کانال ايستلو پروژه او په ننګرهار کې د اوبو د بند او بريښنا د توليد پروژه چې په پلان کې وه او ځينو افغانانو يې په پلان او عملي کيدو کې هڅي کولي، تورن صاحب يې په کلکه مخالفت وکړ، او د پروژي مالک ته وويل شول چې ولي دغه ډول پروژه د هيواد په شمال کې نه پلي کوئ.

د خپل وزارت په ټوله موده کې کندهار ته دتعصب له امله نه ولاړی، هغه ولايت چې په هيواد کې د حکومت په راوستلو او چپه کولو کې اساسي رول لري، هغه ولايت چې تاريخي ارزښت يې په هيواد کې د ټولو ولايتونو په پرتله زيات دی، هغه ولايت چې ډير شهيدان، يتيمان او کونډي لري، هغه ولايت چې هره ورځ يې په کليو او کورونو ستاسي د دوستانو امريکايانو له خوا څخه بمبارد کيږي، هغه ولايت چې اوسني جمهور رئيس ورڅخه راغلی دی، او هغه ولايت چې د طالبانو مرکزيت او ملامحمد عمر اخند پکې اوسيدی، هغه ولايت چې احمد شاه باباه له دغه ځايه فتوحات پېل کړي او هلته اوسيدی، هغه ولايت چې هلته ميرويس خان نيکه اوسيدی، هغه ولايت چې هلته د احمدشاه بابا او ميرويس نيکه روضي دي، هلته چې د عينو ادي قبر دی، هلته چې د زرغوني انا قبر دی، او بلاخره هلته چې دملالي ميوندي قبر دی.

قدمن وزير صاحب! تاسي به خبر نه ياست دغه تاريخي ښار ډيره موده ستاسي دوزارت په وخت کې بريښنا نه درلودله، خو برعکس د طالبانو په وخت کې له بريښنا څخه برخمن وو، تاسي به نه ياست خبر چې دغه ښار اوس په ۲۰۱۲ کال کې هم يوه شپه او ورځ بريښنا نه لري او بله شپه يې لري، خو که ګرمي زياته شي دغه نوبتي بريښنا بيا په ۲۴ ساعتونو کې څو ساعتونه وي او بيا يې مخ څوک نه شي ليدلی.

په ښار کې دغه ډول حالت دی، د ولسواليو او د ښار د نږدي ناحيو په اړه پوښتنه مه کوه؟ هلته خو واړه ماشومان بريښنا پېږني هم نه.

دهلمند ولايت چې په هيواد کې تر ټولو د زياتي بريښنا توليدونکی بند کجکي پکې پروت دي، ستاسي د وزارت په لومړيو کلونو کې دغه ښار (لښکرګاه) هم د بريښنا له نعمت څخه بې برخي وو، کله چې ناټو دنړي په سطحه دلوي کاروان په بدرګه کې هلته د بريښنا دتوليد توربين ورساوو، هغه هم په کاغذونو او کارټنونو کې تر اوسه بند ساتل شوی او ايښودل شوی دی. او هيڅ ډول کار ورڅخه نه دي اخستل شوی.

د لښکرګاه د بريښنا حال هم دا ډول دي چې الله دي د بريښنا رياست او مامورينو ته څوک نه احتياجوي، کله يې لاين شکولی وي، کله يې فيوز کښلی وي، او کله بيا بريښنا د جنکشن څخه بندوي، داچې ولي داکارونه کوي؟ او بيا يې په څه ډول بيرته بريښنا ايله کوي؟ تاسي تر بل هرچا ښه پوهيږئ؟

زموږ دکلي حاجي عبدل هم اوس ځکه خفه دی چې ستا دخلاصون له پاره به يې د شپي تهجد کاوو، او ستاسي دخلاصون دعاوي به يې کولي، هغه له مرکز لښکرګاه څخه ۱۵ کيلو مټره ليري د مسجد سره نږدي په يوه خټين کور کې اوسيږي، د طالبانو د بندڅخه ستاسي د خلاصيدو دخبر په اوريدو ځکه خوشحاله وو، چې هغه ويل تورن صاحب ته الله پاک زما دعا قبوله کړه، د اوبو اوبريښنا د وزير په توګه ستاسي پرټاکلو د افغانستان ترټولو خلک هغه ډير خوشحاله وو، هغه فکر کاوو چې تورن صاحب به دکجکي د بند څخه سمه ګټه واخلي او دلښکرڅخه بيا زموږ ترکلي د ظاهر شاه دوخت د بريښنا لکړي به يوځل بيا ورغوي او زموږ مسجد، کور اوکلي ته به بريښنا راولي، داچې ستاسي دحکومت موده مخ په پوره کيدو ده، ستاسي ملاتړي بهرني قوتونه به له هيواده د وتلو لاري سنجوي، او د ډالرو په دي نابرابر باران کې ددوی ترکلي بريښنا ونه رسيده، هغه خواشيني معلوميږي، پردي خفه نه دي چې ولي بريښنا ورته ونه رسيدله، هغه اوس چا پوه کړی دي او دهغه په غوږ کې يې پټ ورته ويلي دي چې حاجي عبدله! ته غلط شوی وي ،تورن صاحب زموږ دوست نه دی، هغه پخواني تورن صاحب نه دی، اوس هغه د ټولو پښتنو سره تعصب کوي، ترڅو چې تورن صاحب وزير وي پښتانه ميښته سيمي به د بريښنا له برکته بې برخي وي.

© http://www.benawa.com/fullstory.php?id=49860#ixzz20PeA62Uk


larghonay laraway
14.07.2012

السلام عليکم!
پتنګ صيب طالبانو ته اصلا پاکستان او امريکا او انګليس دستور نه ؤ ورکړی چې اسماعيل خان ووژني کنه دی حتی د جهاد له پيله له پښتنو سره وران ؤ او د مجاهدينو د حکومت په وخت کې خو يې له شينډنډ سره سمه دښمني شروع کړه. د ده او د امان الله خان جګړې له هيچا هم پټې نه دي !
ټوکه:
تاسو ليکلي: [quote:b507d10995]
دمشرملاصاحب په سترګه کې ډنډ اوښکي راغلي[/quote:b507d10995]
پښتو کې متل دی وايي چې زړه درد وکړي له ړندې سترګې هم اوښکې ځي
ستا له جملې معلومېږي چې د ملاعمر زړه درد نه ؤ کړی ځکه يې يوازې له روغې سترګې اوښکې تللې وې!
هاهاها
ټوکه ده په غوسه نه شې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more