نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
العلم علمان: علم الاديان و علم الابدان
Anonymous
06.10.2004
محترمو لوستونكو اوګرانو ليكوالانو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
العلم علمان: علم الاديان و علم الابدان
اورېدلي مي دي چه دغه علم ريښه د ورزګار په هره برخه کي سته او په دغه خاطر اسلام ډېر اهميت ورکړي
او وايي چه مسلمانانو و دغه علم ته بې اندازې پېشرفت ورکړي ٠
که داسي څوک وي چه څه معلومات مونږ لوستونکوته د خپل دعلم له بحره عطا کړي ٠
زمونږ تنده به راماته کړي ٠
د ليکوال مخلص
Anonymous
15.11.2004
ښاغلی ميلمه ډېره ښه پوښتنه دي را پورته کړې ده
دا عربي عبارت د علم او پوهي په ځای دين او ديني ملايانو ته مطلقه برترې
ورکوې، نورعلوم توهين کوي او کم ئي بولې. دا ملا ته اجازه ورکوي چې علوم
مسخره او بي بازه وبولي. همدا وجه ده چې ملا له علم سره دوښمنې کوې او کفر ئي بولې.
Anonymous
17.11.2004
کله چې داسې ميلمه صيب کله چې داسې يوه موضوع وړاندې کوي نو لږ ترلږه پښتو ترجمه خو يې هم وليکه ټول افغان دافغانانوويب سايت دی اودلته هرڅوک په عربي نه پوهيږي او نه ورته کوم ضرورت ويني.
که دليکنې مانايې داسې وي لکه چې ورته بل ميلمه ورور اشاره کړيده نو بيا زه ورسره سل په سلو کې موافق يم. ملايان او موليان تل دعلم اوپوهې په ضد وو. دنالوستو خلکو په منځ کې ملايان او موليان ډير قدر لري. لاسونه او پښې يې مچ کيږي. خيراتونه، زکاتونه او سرسايه ګانې ورکول کيږي، دنالوستو خلکو څخه په دمونو او تعويضونو ډيرې پيسي او شکرانې ترلاسه کوي. دساينسي زده کړو خاوندان اکثره روڼ اندي دي او دملايانو په داډول فريبونو نه غوليږي. ملايان دمعاصرو دزده کړو دښمنان دي او هيڅ کله دټولنې د ترقۍ او پرمختګ پلويان نه دي، ځکه هلته يې خپلې ګټې په خطر کې دي. دتاريخ په اوږدو ملايانو دخپلې دنياوي ګټو له پاره خپل ځان او مذهب پلورلی دي.دامان الله خان په وخت کې انګريزانو واخيستل، په وروستيو کلونو کې کله د سعودي عربستان ، کله د پاکستان ، کله دايران او کله هم دامريکا داستخباراتي ادارو سره همکاړۍ ته دپيسو او چوکۍ په خاطر دوام ورکړی دي.
Re: العلم علمان: علم الاديان و علم الابدان
Anonymous
04.12.2004
[quote:52d2348fdf="Anonymous"]محترمو لوستونكو اوګرانو ليكوالانو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
العلم علمان: علم الاديان و علم الابدان
اورېدلي مي دي چه دغه علم ريښه د ورزګار په هره برخه کي سته او په دغه خاطر اسلام ډېر اهميت ورکړي
او وايي چه مسلمانانو و دغه علم ته بې اندازې پېشرفت ورکړي ٠ [/quote:52d2348fdf]
محترمه وروره عليکم سلام و رحمت الله و برکاته .
لومړی خو په علم العلمان کې د علمان او ورپسې د ابدان عربي تخليقات ډير ملا يي او د تعجب وړ بريښي چې دې ډول نومونو ته ملا صيب څۀ ضرورت درلود، پرته له دې چې پرې وښيي چې په عربي لغتو پو هيږي .
پر اديان او ابدان باندې د علمان له ويشلو څخه د ملا صيب په نيولي فال کې له علمان څخه علوم او له ابدان څخه يې ښايي طب مطلب اوسي ، نوسره ددې چې د ( علوم او طب) دواړه کلمې شته، بيا هم ملا صيب ورته د علمان او ابدان لغات د حاشيو له کوم پټ ځايه څخه رالټولي او پيدا کړي دي.
د علومو ويش پر علم الاديان او علم الابدان سم نه دی، ښه داده چې ملا صيب علوم پر علم اليقين او علم التلقين باندې ويشلي وای . ځکه ديني علوم د تلقين پر بنسټ وﻻړ دي او ميتود يې هم تلقين دی ، نه ثبوت تحقيق او څيړنه .
خو پوښتنه داده چې بيانو علم ورته ويل هم سم نه دي ، بلکې يوه ښوونه بايد وبلل شي چې د اخلاقوسره سروکار لري . يعنې اخلاقي ښوونې ورته وويل شي،کومي چې ډيرې مهمې دي، ځکه له اخلاقو پرته په ټولنه کې ژوند امکان نه لري ، په تيره تيره بيا په يوه فيوډالي ټولنه کې . والسلام