نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبان په هیواد کی له نورو سیاسی قوتونو سره د جوجاړی لټه وکړی
مومند
11.07.2012
(ډیره بخښنه سره دغه لیک می لومړی په غلطه ځای کی پوسټ کړی وه)
ګرانو قدرمن هیوادوالو او ټولو پښتنو ته د زړه له کومی سلامونه او نیکی هیلی
ستاسو د ټولو د روغتیا او نیکمرغی په هیله
دغه خبر می په طلوع خبری ځانګی کی ولوستل او د ډیرو تعجب می وکړ.
(د طلوع خبری څانګه خپور کړی خبر په اساس د طالبانو یو ډیر لوړپوړی قومندان چی نوم یي نه دی اخیستل شوی منلی ده چی په افغانستان کی دوی جګړه نشی ګټلی او د کابل نیول له انتظاره لیری خبر ده. دئ زیاته کړی دی چی په سلو کی اویا( ۷۰) فیصده طالبان په القاعده باندی په غصه دی او القاعده یو مصیبت ګڼی. د طالبانو دغه قومندان ویلی دی چی دئ د اسامه پر وژل کیدو خوشحاله شوه ځکه چی د همده د پالیسیو له کبله افغانستان وران شو. نومووړی ویلی دی که اسامه بن لادن ریښتیا پر جهاد باور درلود باید د دی پر ځای چی زمونږ هیواد یي وران کړی وای خپل هیواد ته به تللی او هلته به یي جهاد کړی وای. د دغه قومندان نوم ندی یاد کړی او یوازی یي مولوی بللی دی. دغه طالب قومندان ویلی چی د طالبانو له خوا د کابل نیول له انتظاره لیری خبره ده او طالبانو هغه مشرانو چی د کابل د نیولو فکر کوی په لویه تیروتنه کی دی. دی وایی چی د طالبانو مشران په دی پوهیږی خو په عین حال کی پر پر دی مسلی اعتراف نکوی ځکه نغواړی چی د طالبانو روحیه ضعیف شی . نوموړې ویلي، وسله وال طالبان باید بیا د هسې اسلامي امارت د جوړولو خوب چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ م کال پورې یې په کابل کې جوړ کړی و؛ یوې خواته کړي، د دې طالب چارواکي په وینا هر لوری چې غواړي جګړې ته دوام ورکړي په حقیقت کې به یې جګړه د قدرت لپاره وي او که چیرته ملي قدرت نه شي ترلاسه کولی نو بیا ورته ښه دا ده؛ چې دننه په هیواد کې د یو منظم سیاسي ګوند د جوړولو په فکر کې شي).
په درناوی
مومند