د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په نورستان كې هم د طالبانو ضد پاڅون پیل شو

تيمور
09.07.2012

درنو هېوادوالو اسلام علیکم،

د نورستان ولايت د وايګل ولسوالۍ د ښوونځيو زده كوونكو د وسله والو طالبانو پرضد پاڅون كړى دى، دا هغه وخت وشو چې وسله والو طالبانو د ځينې ښوونځيو دروازې وتړلې، خو د سيمې زده كوونكو د ښوونځيو تړل ونه زغمل او د لومړي ځل لپاره په دغه ولايت كې هم د طالبانو پرضد پاڅون پيل وشو.
د وسله والو طالبانو پرضد په لومړي ځل نږدې دوه مياشتې مخكې د غزني په اندړو كې خلكو پاڅون وكړ. دوى په پيل كې له طالبانو وغوښتل چې د ښوونځيو، روغتيايي مركزونو او پرمختيايي چارو مخه دې نه نيسي، خو طالبانو دا غوښتنه ونه منله او له امله يې په سيمه كې ولسي پاڅون وشو چې اوس هم روان دي.
د وسله والو طالبانو پرضد په فارياب كې هم وړمه ورځ پاڅون شوي و، او ولسي خلكو دوه طالبان وژلي وو.

و من الله التوفیق،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more