نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
تاسو ټولو نه يوه هيله، پۀ ډېره مينه :)
پښتون ځلمی
05.10.2004
سلامونه او نېکې پېرزوينې مې ومنئ
تاسو قدرمنو او نورو ليکونکو / ليکوالانو نه چې پۀ هر ځای کې وي - کۀ فورم کې، کۀ اخبار / مجله کې، کتاب يا هر ځای کې ليکل کوي - پۀ درناوي دا هيله کوم چې کله پۀ پښتو يو مضمون ليکئ او د بلې ژبې، پۀ تېره د فارسي ژبې يو اقتباس پکې را نقل کوئ، نو مهرباني کوئ د دې نقل پښتو ژباړه هم ليکئ.
نۀ پوهېږم ولې خلک داسې فکر کوي چې هر افغان پۀ فارسي پوهېږي او ان ليک او لوست پرې هم کولای شي. اول خو دا خبره لۀ سره سمه نۀ ده چې پۀ افغانستان کې لوی شوی هر سړی او ښځه پۀ فارسي پوهېږي، او کۀ فرض کړه دا خبره ريښتيا هم وي، نو بيا هم ډېر افغانان شته چې د افغانستان نه دباندې لوی شوي دي او پۀ ټکي فارسي هم نۀ پوهېږي او دې لوستونکو / اورېدونکو ته پاملرنه کول د دوی حق دی پر تاسو.
زۀ ډېري وخت د يوې پښتو ليکنې لوستل ډېر پۀ مينه پيل کړم خو پۀ مينځ کې يې فارسي راشي او زۀ يې پۀ همغه ځای پرېږدم.
هيله من يم چې دا غوښتنه مې پۀ ځای شي.
شاكر الله
07.10.2004
زما د زړه خبره دې وكړه
زه د كوزې پښتونخواه اوسيدونكې يم او په خداى كه د فارسۍ په ټك هم پوهيږم. د ټولو روڼو نه خواهش لرم چې داسې ليكنې كوي ، چې پښتانه پرې پوهېږي، ولې چې دا فورم د پښتنو د پاره دي . فارسي ژبي خپل فورمونه لري، او كه د كوم پښتون ورور فارسي ډېره خوښېږي نو بايد چې د هغه چا خيال هم وساتي چې د چا فارسي نه وي زده.
په درناوي
نقاد
07.10.2004
[color=blue:ce0880ae4d]هو ورونو دا د هر پښتون پر بل پښتون حق دی چې پر پښتو ترې پوهاوی وغواړي او بايد پښتون له ډير نه ډير خجالت وباسي چې د پښتنو سره هم ټت شي فارسي ووايي. خو دا د هيچا حق نه دی چې له يوه فارسي ژبي څخه هم ، چې په خټه پښتون نه وي ، دلته پښتو ليکل وغواړي . هغوی به په ټول افغان کې دري ليکنې کوي ، خو پښتون به لومړی له پښتونولۍ څخه وځي ، بيابه به په دري [/color:ce0880ae4d][color=red:ce0880ae4d]ټينګار [/color:ce0880ae4d]کوي . [color=yellow:ce0880ae4d]مونږ د دري ژبو پښتونولي منو او قدر يې کوو، خو له پښتو پرته د پښتون پښتونولي نه منو ٠ هغه پښتانه چې په پښتو کې ستونځې او نيمګړتياوې لري بايدخپلې ستونځې په هرځای او دلته په دې فوروم کې حل کاندي، مونږ ټول يې مرستې ته چمتو يو . والسلام [/color:ce0880ae4d].
salou
07.10.2004
نقادصيب سلامونه اونېکې هيلې مې ومنۍ!
تاسوډېره ښه اودقدروړخبره کړيدې.زه يي سل په سلوکې درسره منم.
دپښتون ځلمي او شاکرالله وړانديزبيخي پرځاي دې.پخواهم پدې باب
نيوه کې شوي دي.
هيله ده چې ليکونکي ددوي وړانديز په پام کې ؤنيسي اوکه تروسه پورې دپاړسی،
اوردو اوعربی دکارولوڅخه په پښتوکې ډډه ؤکړي ، خپلې ژبې ته به يي په زړه پورې
کارکړۍ وي. که خيريي نه وررسيږي ،نولږترلږه خوبه يي شرهم نه وررسيږي.
پدې کې شک نشته چې که پښتودومره ښکلې ده نو همدومره ګرانه هم ده.زه هم دهغې
په ليکلواوګرامر کې ستونځې لرم،خوانشاالله ديوه اوبل په مرسته به يي سره حلوو.
جوړاوبريالي اوسۍ!!!
سالوخان
ع کريم حليمي
08.10.2004
ډېرو راته ګرانو پښتنو وړونه زما سلامونه ومنۍ او ښې هيلي درته غواړم له درباره د الله
او بيا خاص خپل سلامونه او احترامات تقدمه وم ښاغلي نقاد صاحب ته ٠ پسله سلامه ٠
نه وړونو نو به ولي شر رسوم خپل قوم ته ٠ قوم ته شر رسېودل اصلأ ځانه شر دي ٠ او له قومه سره اخلاقي وضعه
کول له ځانه سره اخلاق دي ٠ داسي درس راکول سو ٠ چه انشا الله هېر به مي نسي ٠
نو که راڅخه هېر سو ٠ نو د کاکړ چم به راسوۍ وي هندو سوۍ به يم (فارسي بان )
ما دادرې ورځي نه کېدې چه دا ټېر مي نوه حزم کړي
نوي حملات شديد را باندي شروع سوه لکه خجالت ٠ چه دا بيخي ثقيل شئ دي ممکن څو ورځي په بر کي ونيسي
چه حزم کيږي ٠ که يو رقيق لغت استعمال سوي واي نو د معدې د ناروغۍ د خطر امکانات به ئې کم وه
نو کوښښ به يو هفته وکړم کافي به نه چښم ٠ نو انشاالله د معدي زخم به پيدانکړم
نو که چا ته يا قوم ته مي تاوان رسېدلۍ وي ٠ نو امر وکړۍ که قدرت راسره وو جبران بئ وکړم ٠
د ټول افغان جماعت ته احترام لرم ٠
په درناوي
salou
08.10.2004
دروندحليمی صيب،
هيله لرم چې زماسلامونه اونېکې هيلې قبول اووعليک کړې.
ترکومه ځايه چې پرماپورې اړه لري ،ما تاسوديوه مشروروراوهمدارنګه پرسولې،
أزادې اواسلام مين وګړی په توګه منلی ياست اودرناوۍ موکوم.ستاسوليکنې په ډېره
مينه لولم اوڅارم.
زماخبره يوازې اويوازې يووړانديزؤ،نه دچاسپکاوۍ اوخوابدی.داچې تاسوپدې خبره
خوابدی شوی ياست خامخابه نوردوستان هم خوابدی شوي وي.
لدې کبله له وطنمل صيب نه هيله کوم چې دا د '' خيراوشر '' جمله زما په ليکنه کې ړنګه
کړی.
پاته شونقادصيب، هغه خوستاسوپخوانۍ ياردې.
روغتيااوخوشحالی موغواړم.
سالوخان
Adil watanmal
08.10.2004
د قدر وړ لوستونكو ،ليكوالانو او محترم پښتون ځلمي صاحب له سلامونو او درناوي څخه ورسته
پښتون ځملي وروره په غوښتنه كې په حقه ئې او بايد چې د ټول افغان ټول ليكوالان خپلي ليكني په پوره توګه سره په پښتو وليكي. د عزت وړه همدغه غوښتنه ما هم يو وخت كړي وه خو متاسفانه چې په بعض وروڼو باندي سخته تمامه شوي وه او خبري ته ئې د تعصب رنګ وركړي وه.
د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
عادل وطنمل
شاكر الله
09.10.2004
نه په فارسۍ نه په هندكو پوهېږم
پښتون بچى يم په پښتو پوهېږم
مور چې زانګو كې به اوده كړمه زه
بس يو په هغې اللو پوهېږم
زما ګران استاذ سعدالله خان حېران