اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دناروغ دقضا سوی لمنځو اوروژو فدیه
خیریوسی
09.07.2012
محترمو ورڼو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
یوه پوښتنه لرم کیدای سی چي مخکی بحث پر سوی وی
که یو ناروغ په شپه او ورځ او هم دارنګه په لوږه او تنده نه پوهیږی اویا ډیری ورځی یا هم کلونه بیهوښه وی ترمرګ وروسته پرهغه فدیه سته که وی څه اندازه
په درنښت
وزیري
10.07.2012
خیریوسی وروره، د لمونځونو کفاره بعد له مرګ نه ورکول کیږی. په ژوندون کی د لمونځونو کفاره نشته. او کفاره یی پاو کم دوه کیلو (۱۷۵۰ ګرامه) غنم دي. په شپه او ورځ کی ۶ لمونځونه حسابیږی یعنی له وترو سره. (هدایه، باب قضاء الفوائت، اول جلد، صفحه ۱۳۷) نو د یو شواروز حساب به لس نیمي کیلو غنم شي. اختیار لري چی غنم ورکوی او که نغدی، خو نغدي بهتره دی ځکه چی په نغدو سره ټول حوائج پوره کیږی. که دیني کتابونه پری واخلی او چاته یی هدیه کړي هم درسته ده، خو پام دي وی چی باید یو چاته ورکړل شی او هغه یی مالک وګرځول شي. که په مدرسه کی یی کیږدي او د مدرسي په نوم وقف شی کفاره نه اداء کیږی.
که یو څوک ډیر وخت مریض وي او په همدي مرض کی وفات شی یعنی په مینځ کی صحت یابه نشی نو د روژو کفاره پری نشته ولی د لمانځه کفاره پری شته ده. (ردالمختار باب قضاء الفوائت، اول جلد، صفحه ۶۸۶)
والسلام
خیریوسی
11.07.2012
محترم وزیري صاحب خدای دی وکړی چي جوړاو روغ یاست
رب العالمین دی دهر حرف په بدل کي په جنت کی کورونه ، حوری او غلمیان درکړی.
که دناروغ څخه څلور کاله لمنځونه قضا سوی وی
(1440 ورځیx10.5 کیلوغنم = 15120 کیلو غنم )او یا دغنمو قیمت به ورکوی .
که وریث د15120 کیلو ګرامه غنمو توان ونه لری دهغه پر ځای لمنځونه وکړی دمړی غاړی خلاصیږی ؟
وزیري
12.07.2012
خیریوسی وروره، زما د معلوماتو له مخي ان شاء الله دا خبره ډیره واضحه ده حتی چی حوالي ته هم ضرورت په کی نشته چی بدني عبادات لکه لمونځ د متوفی له طرف نه نه اداء کیږي.
الله جل جلاله دي هر وارث ته د کفاري د اداء کولو پیسي ورکړي ترڅو زمونږه له دي دنیا تللي وروڼه او خویندي احساس د راحت وکړي. دعاء ورپسي کوی، الله جل جلاله ډیر مهربانه ذات ده.
(فرحین بما اتهم الله من فضله و یستبشرون بالذین لم یلحقوا بهم من خلفهم الاخوف علیهم و لا هم یحزنون)
والسلام
حذيفه
12.07.2012
وزیري صیب !
دلته کړې خبرې دي هم له قران او سنت څخه دلیل نه لري او تش په نوم کتابونو ته دي حوالې ور کړې دي ، دا خو ثابته کړه چي په دې اړ د قران او سنتو حکم څه دئ ؟ دا فتوا چي له دې کتاب څخه دي اقتباس کړې ده د کوم ايت يا حدیث تفسیر دئ ؟ ليږ خو يې ته په ګوته او لوستونکو ته دا ثابته کړه چي رښتيا هم زموږ فقه د قران او حدیث تفسیر او تشريح کوي ؟.
زوروره !
وزیري
12.07.2012
حذیفه صاحب، دا چی تاسو فقه نه مني او نه پری پوهیږی دا ستاسو اشتباه او کم علمي ده. هر شی تاسو له قرآن او حدیث نه نشی اخیستلاي. همدا فقه او دفقهی علماء دي چی د قرآن او حدیث په رڼا کی یی فتوی صادري کړیدي او د اهل السنت والجماعة علماء کرامو هغه په کتابي ډول لیکلي او تعقیبوي یي.
ته په دي باندي پوره وپوهیږه چی اهل السنة والجماعة فقه لکه قرآن او حدیث مني او د دلیل لپاره یی استعمالوي. اهل السنت والجماعة دي ته ضرورت نه لري چی تاته د فقهی فتوی هرځل په قرآڼ او حدیث ثابته کړي، ځکه چی دا ثبوت پخواني علماؤ په ډیر صراحت سره کړیده. خوارج که په دي باندي ځان پوه کول غواړي نو پخپله دي مطالعه وکړي او پیدا دي کړي. مونږه اوس له دینه په غناء کی یو چی خوارجو، وهابیانو او سلفیانو ته خپله فقه کرښه په کرښه په قرآن او حدیث ثابته کړو.
احیانا که چیرته ددي ثابتولو ته داسي یو ضرورت پیداشی چی قوي اجتماع جوړه شي یا داسي کوم منافق/مرتد دولت رامنځ ته شي چی ووایی چی د فقهی پیروان دي خپله عقیده یا ټوله فقه په قرآن او حدیث ثابته کړي نو بیا به دا کار په یو ځلي د ټولي فقهي لپاره کیږی او لله الحمد فقه به د قرآن او حدیث ترجمانه ثابتیږی.
تاسو خپلي دوه پښي په یوه موزه کی اچولي چی غیر له قرآن او حدیث نه مونږه بل شی نه منو او پخپله دي دعوه کی دروغژن هم یاستئ.
که تاسو په ریښتیا هم غیر له قرآن او حدیث نه د بل شي حکم نه منئ نو دا د میښې غوښه نو بیا ولې خوري؟؟؟؟؟؟
ته خو ماته راوښایه چی د میښې نوم دي په قرآن یا حدیث کی ذکر شوی وي. او درګرده چاپیر یاستئ او خوری یې.
والسلام
وصيل ( پېروز )
13.07.2012
وزيري صيب ! سخته چالاکي دي زده ده ، حذيفه صيب څه وايي او ته څه وايې؟؟؟
( ( ويل شوي چي وهم دي چيري او ډبا دي چيري خېژي ؟؟؟ ))
تاسو ته څه ويل شوي او تاسو ورته څه واياست؟
ته خو لومړی خپله فتوی په قرآن او حديث ثابته کړه وروسته له حذيفه صيب څخه دا پوښتنه وکړه چي کړې دي ده خو تا له دې پوښتنې ځان پېچلی دئ نو لطفا لومړی د خپلې وړاندينۍ فتوی قرآني او يا حديثي لاسوند راوړه بيا نوري پوښتنې کوه !
وزیري
13.07.2012
که سترګي ولري نو ما د حذیفه جواب ویلی دی. په هر حال، دا زما جواب یی بی دلیله تاسو مهرباني وکړی خیریوسی ورور ته د آیت او حدیث نه جواب ورکړي.
خیریوسی وروره! هرکله چی دوی درته له آیت او حدیث نه ستا د سوال جوابونه درکړل نو آیت او حدیث لومړيتوب لري په هماغو عمل وکړه او زما فتوی په دیواله ووله.
مومن مهاجر
13.07.2012
ښاغلی حذیفه او صیل پېروز السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
وزیري چي پورته کومه فتوا ورکړې، هم له عقل سره په ټکر کي ده او هم له نقل سره . دا چي وزیري تش هوايي ډزې کوي نو دا د ده ناپوهي او تر بېخه بې عقلي ده یوازي دا یې زده کړي چي اهل السنة والجماعة نور نه په منطق پوهېږي او نه هم په دلیل ، که ته نر یې پورتنۍ دعوه او فتوا دي په قرآن کریم او صحیح حدیث ثابته کړه ، که الله یو داسي حکومت پیدا کړ چي له مبتدعینو د خپلې خرافاتي فقهې دلایل وغواړي نو هغه به زما په ژوند کي تر ټولو نېکمرغه او بختوره ورځ وي خو تاسو بدعتیان به نه یوازي ژاړۍ بلکي له وارخطايي به موږ واڼې وتلي او وار پار به مو خطا وي ځکه د فقهې په نوم مو هغه څه لیکلي چي اسلام ، انسانیت او وجدان مو پرې شرمولی دئ . هسي بې ځایه توپونه مه وله ورکړې فتوا دي په قرآن او حدیث ثابته کړه دا یې هم ګز او دا میدان .
Re: دناروغ دقضا سوی لمنځو اوروژو فدیه
مومن مهاجر
13.07.2012
[quote:61703b48f7="خیریوسی"]محترمو ورڼو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
یوه پوښتنه لرم کیدای سی چي مخکی بحث پر سوی وی
که یو ناروغ په شپه او ورځ او هم دارنګه په لوږه او تنده نه پوهیږی اویا ډیری ورځی یا هم کلونه بیهوښه وی ترمرګ وروسته پرهغه فدیه سته که وی څه اندازه
په درنښت[/quote:61703b48f7]
ښاغلی خیریوسې! نیکي هیلې او احترامات مو ومنه! په قرآن کي الله جل جلاله ویلي :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَقْرَبُوا الصَّلَاةَ وَأَنْتُمْ سُكَارَى حَتَّى تَعْلَمُوا مَا تَقُولُونَ( النساء : ۴۳)
ژباړه : اې مومنانو! په داسي حال کي چي بې هوښه یاست لمانځه ته مه نژدې کېږئ،تر هغو چي څه وایاست پرې پوه سئ!
که څوک په ځان نه پوهېږي او له خپله ځانه وچاپیریاله ناخبر وي هغه د قرآن کریم د همدې آیت تر حکم لاندي دئ ، تر هغو به لمونځ نه کوي چي جوړ شوی نه وي ، په دې موده کي چي هر څومره وخت پرې تېر شي پر ده یې نه قضا شته او نه کفاره ځکه په قرآن کریم او نبوي احادیثو کي پر ده دا شیان لازم نه دي بلل شوي .
خو کوم څوک چي په دې مشکل اخته وي نو د مرض له کبله روژه پرې نه شته وروسته به یې راګرزي وي ، ځکه الهي وینا ده :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (183) أَيَّامًا مَعْدُودَاتٍ فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ ( البقرة : ۱۸۴)
ژباړه : اې مومنانو! پر تاسو روژه د مخکینیو خلکو په شان فرض شوې، څو تقوا وکړئ، شمېرل شوې ورځې دي ، نو که په تاسو کي څوک ناروغ او یا په سفر کي وو نو په نورو ورځو کي راګرزول دي .
څرنګه چي دا سړی ناروغ دئ او د روژې نیولو توان نه لري ، له همدې کبله د اوس لپاره ورته معاف ده ، خو که جوړ شو بیا به یې بیرته نیسي ، مګر که همدې حال کي مړ شو او روژه پرې پاته وه نو د هغه خپلوان کولای شي د ده پر ځای روژه ونیسي ، په یو حدیث کي دي :
وَحَدَّثَنِى أَحْمَدُ بْنُ عُمَرَ الْوَكِيعِىُّ حَدَّثَنَا حُسَيْنُ بْنُ عَلِىٍّ عَنْ زَائِدَةَ عَنْ سُلَيْمَانَ عَنْ مُسْلِمٍ الْبَطِينِ عَنْ سَعِيدِ بْنِ جُبَيْرٍ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ - رضى الله عنهما - قَالَ جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- فَقَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنَّ أُمِّى مَاتَتْ وَعَلَيْهَا صَوْمُ شَهْرٍ أَفَأَقْضِيهِ عَنْهَا فَقَالَ « لَوْ كَانَ عَلَى أُمِّكَ دَيْنٌ أَكُنْتَ قَاضِيَهُ عَنْهَا ». قَالَ نَعَمْ. قَالَ « فَدَيْنُ اللَّهِ أَحَقُّ أَنْ يُقْضَى ». ( صحیح مسلم ، کتاب الصیام ، باب قضاء الصیام عن المیت حدیث نمبر : ۲۷۵۰)
ژباړه : ابن عباس وايي : رسول الله ته یو سړی راغی ویې ویل :اې د الله رسوله! زما مور مړه شوه یوه میاشت روژه پرې پاته وه، ایا زه یې قضا راوړم؟ رسول الله وویل : که ستا پر مور پور باندي وای ایا تا د دې له خوا ادا کولای شوای ؟ ده وویل : هو! رسول الله وویل : نو د الله پور ډېر د دې حقدار دئ چي ادا کړای شي .
دې حدیث ته په پام ویلای شو چي که څوک مړ شي او روژه پرې پاته وي نو دهغه خپلوان دي یې ادا کړي ، په دې اړه ګڼ احادیث راغلي چي ما صرف دا یو درته نقل کړ ، ځکه د موضوع د اثبات لپاره یو صحیح حدیث هم کفایت کوي .
طیب زابلی *
28.07.2012
السلام علیکم ورحمة الله
نیکی هیلی او سلامونه می ومنئ ،
مومن مهاجر صیب لیکلی :
ښاغلی خیریوسې! نیکي هیلې او احترامات مو ومنه! په قرآن کي الله جل جلاله ویلي :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَقْرَبُوا الصَّلَاةَ وَأَنْتُمْ سُكَارَى حَتَّى تَعْلَمُوا مَا تَقُولُونَ( النساء : ۴۳)
ژباړه : اې مومنانو! په داسي حال کي چي بې هوښه یاست لمانځه ته مه نژدې کېږئ،تر هغو چي څه وایاست پرې پوه سئ!
که څوک په ځان نه پوهېږي او له خپله ځانه وچاپیریاله ناخبر وي هغه د قرآن کریم د همدې آیت تر حکم لاندي دئ ، تر هغو به لمونځ نه کوي چي جوړ شوی نه وي ، په دې موده کي چي هر څومره وخت پرې تېر شي پر ده یې نه قضا شته او نه کفاره ځکه په قرآن کریم او نبوي احادیثو کي پر ده دا شیان لازم نه دي بلل شوي .
مهاجر صیب دلته دوی ۲ غلطۍ کړی دی یوه دا چی دلته ده په أیت کی دسکاری تفسیر په بیهوښۍ سره کړی ده ، او دسکاری دامعنا نه ده کومه چی ده کړی ده ، سکاری دسکران جمع ده سکران هغه چاته ویل کیږی چی دشرابو یانورو نشئی موادو له کبله مست یا نشه وی لکه دآیت له شان نزوله هم همداسی معلومیږی ، او دبیهوښې لپاره په عربی کی داغماء لفظ راځی ،
دمفسر لپاره ضروری ده چی دعربی الفاظو په ټولو معانیوو پوه وی ترڅو چی دیو لفظ غلط تفسیر ونکړی او دیوی کلمی په معنا بدلولو سره دپوره آیت معنا او حکم بدلیږی
نو وای وهم دی چیری ډبا دی چیری ده ، خیریوسی د بیهوښۍ دحالت پو ښتنه کوی او ته جواب دنشی په حالت سره ورکوی او دادوه ډیر فرق سره لری . او قیاس خو هم تاسو نه منئ چی بیهوښی پرنشه ورقیاس کړئ .
او دوهمه غلطی مهاجر صیب داکړی ده چی دی وایی : په دې موده کي چي هر څومره وخت پرې تېر شي پر ده یې نه قضا شته او نه کفاره . نو زما سوال داده چی په دی آیت سره که ته داثابتوی چی پرده نه قضا شته او نه کفاره نو په دی آیت کی خو داهم راغلی دی چی تاسو دجنابت په حال کی لمانځه ته مه نږدی کیږئ ترڅو چی مو غسل نه وی کړی ،
( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَقْرَبُوا الصَّلَاةَ وَأَنْتُمْ سُكَارَى حَتَّى تَعْلَمُوا مَا تَقُولُونَ وَلَا جُنُبًا إِلَّا عَابِرِي سَبِيلٍ حَتَّى تَغْتَسِلُوا)
نو ستا دفتوی پر مطابق خو پرجنب هم دلمانځه قضا اوکفاره نشته .
نومهاجر صیب یاسم جواب ورکړه یافقه ومنه ، هسی دخپل جواب حاصلولو لپاره دآیاتونو تحریف مه کوه .
من يرد الله به خيرا يفقه في الدين