نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
څوارلس بیګناه ملکيان شهیدان شول
تيمور
08.07.2012
ګرانو هیوادوالو، د قندهار څخه رارسېدلي خبرونه وایي، چې د دې ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د مین په چاودنه کې څوارلس تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي، او په دې پیښه کې درې تنه ملکي مسلمانان ټپیان شوي هم دي.
دا پیښه له پاکستان سره ګډې پولې ته نږدې شوې او دوه موټر چې یو د بل پسې پر ماینونو الوتي دي.
پرون هم په بېلابېلو راکټي حملو او چاودنو کې د څلورو ماسومو ماشومانو او بیګناه ښځو په ګډون یوولس تنه ملکي وګړي شهیدان شوي وو.
دغه راځ اعمال خو ټول زمونږ د دینی د مبارکو ارشاداتو پر خلاف کارونه دي، لکه چې الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي دي:
وَلَا تَقۡتُلُواْ ٱلنَّفۡسَ ٱلَّتِى حَرَّمَ ٱللَّهُ إِلَّا بِٱلۡحَقِّۗ
ترجمه: او مه وژنئ تاسی نفس هغه چې حرام کړی دي الله (وژل د هغه) مګر په حقه سره ( چې ارتداد او زناء مع الاحصان او قصاص دي).
یعنی چې د هیڅ مسلمان وینه تویول په اسلام کې روا نه دي، دوی په آخرت کې څه ځواب لري؟
والسلام،
درو ځان وژونکو د زرنج موټرسایکل په وسیله چاودنه وکړه او دوه ماشومان یی ووژل او شپږ نور ملکیان یی زخمیان کړه
میوند جان
09.07.2012
سلامونه او نیکی هیلی
د کندهار څخه یو بل خبر :
((په کندهار کی پر امنیتی قومندانی او ممتاز هوټل په بریدونو کی دری نور برید کوونکی ووژل شوی
دا حملی نن د دوی بجی شا و خوا پیل شو لومړی درو ځان وژونکو د زرنج موټرسایکل په وسیله چاودنه وکړه او دوه ماشومان یی ووژل او شپږ نور ملکیان یی زخمیان کړه. د خبرو په اساس پر امنی قومندانی برید کوونکی کسان د پولیسو لخوا وژل شوی دی. په دغه برید کی پنځه کسان زخمیان شوی چی دری ملکیان او دوه پولیس دی. دغه راز د شهیدانو په چوک کی هم پر یوه هوټل برید شوی چی پولیس هڅه کوی برید کوونکی له مینځه یوسی. طالبانو د دی حملو مسولیت منلی او د زیات شمیر د پولیسو د وژلو ادعا کوی)).
وروره زه خو د دوی په مسلمانی نه یم پوه شوی چی دوی په د کوم ځای کی د اسلام زده کړی کړی او کوم جرّت سره دوی د جهاد ادعا کوی. هغه کسان چی دوی جهاد ته استوی او هغه ځان وژونکی چی دوی له خوا بریدونه پر عام خلک کوی خو هم د د وی مسلمان ورونه دی او دوی هم د طالبانو د جهاد په خاطر خپل ژوند له لاسه ورکوی او وژل کیږی. هره ورځ بی ګناه مسلمان افغانان وژنی او د جهاد ادعا کوی. په کوم کتاب کی راغلی دی چی ځان وژل او د د نورو بیګناه ماښومانو وینه تویول او وژل حلال دی او ګناه نه بلل کیږی؟ د ژوند اعطا کول او اخیستل خو یواځی د الله تعالی (ج) په لاس کی وی مګر دوی د دغه امر له منلو څخه هم منکر دی. معلومه نده چی دوی د افغانانو په مقابل جهاد کوی که د بهرنی ځواکونو په مقابل.
په درناوی
میوند جان