د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

روژه په پاکو زړونو استقبال کړئ !

رښتینی
08.07.2012

له مشهور صحابي عبدالله بن مسعود رضي الله عنه نه پوښتنه وشوه چې تاسو( صحابه کرامو) به رمضان څنګه استقبالاوه ؟ ده ورته وویل : زموږ یوه هم دا جرات نشوی کولی چې رمضان په داسې حال کې استقبال کړې چې په زړه کې یې له خپل مسلمان ورور سره یوه ذره حقد او کینه شتون لرې

سئل إبن مسعود رضي الله عنه كيف كنتم
تستقبلون شهر رمضان؟ قال: ما كان أحدنا يجرؤ
أن يستقبل الهلال وفي قلبه مثقال ذرة حقد على
أخيه المسلم

یعني درمضان په راتګ سره باید مسلمانان دیوه بل پرخلاف غوسه او کینه له زړونو لرې کړې او رمضان په پاکو زړونو سره استقبال کړې لویه خدایه ! موږ افغانانو خو هروخت دیوه بل سپوږمو اوګریوانونه ته لاسونه غځولي وې ، موږ خو تل دیوه بل په ښکنځنه ، ترټنه او غندنه
بوخت یو ته زمو پر حال ورحمیږه او زړونه مو پاسته او نرم کړه !

درنو وروڼو او خوندو ! زه ددي کرښو دلیکلو پرمهال همدا اوس اعلان کوم چې له هیچا سره حقد او کینه نلرم او که مې لاره له هغه مې هم توبه ده څو رمضان په پاک زړه استقبال کړم تاسو دا ژمنه او اعلان کولی شئ ؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more