د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په کندهار کی ځانمرګی برید

میوند جان
03.07.2012

د تاسو ټولو ورونو د روغتیا او نیکمرغی په هیله
دا لاندني خبر چی می ولوستل زړه می وسوځید، خدای مو وشرموی دا تاسو (طالبان)څه کوی؟ دا د کوم ځای مسلمانی ده؟ دا څنګه پښتون والی ده؟ دا تاسو ولی ښوونځیو او د زده کړی ځایونه ورانوی او زده کوونکی ځوروئ؟ ولی ښوونځی او پوهنتونونه سوځوئ او له مینځه وړئ؟ خدای تعالی (ج) خو په قرآن کی هم ذکر کړی دی چی هیڅ څوک بیله خدای تعالی (ج) د بل سړی اور لګولو حق نلری (چاودنه اور لګول دی) او همداسی خود کشی (ځانمرګی) ډیره سخته ګناه بللی ده. تاسو خو د اسلام او مسلمانان رنګ بد کړی دی. او بیا په ډیر فخر سره خپل په ویب پاڼه کی داسی خبرونه چاپوی. تاسو خو د افغانانو دښمنان په شان عمل کوی. څنګه ستاسو زړونه نه سوځی او نه ژاړئ؟ تاسو د اسلام او د اسلام لومړنی اصول او بنسټ چی زده کړی ده له مینځه ولړئ. زما خو د پوهه نه بهر دی چی تاسو په ریښتیا مسلمانان یاست او که نه. ځکه چی مسلمان خو داسی نه کوي، هغه کافر لا هم خپل هیواد او د خپل د هیواد ښونځی او د زده کړی بنسټونه نه ویجاړوی، تا سو خو تر هغه کافران لا بد تر یاست. خپل خلک، خپل ماښومان او خپل پښتانه په وژولو نه مړیږی. تاسو نه د یوه مسلمان په ټوګه عمل کوی او نه هم د یوه پښتون په ټوګه. دغه ځانمرګی بریدونو او اعمالو سره زما او د نورو افغانانو اعتبار او اعتماد په تاسو باندی کمیږی.

په درناوی

میوند جان

خبر

2 Jul 2012, 8:05

افغانستان په جنوب کې د یو ځانمرګه برید په لړ کې لږ تر لږه ۷ کسه وژل شوي او د ۲۳ کسه ټپیان شوي دي. دغه برید د کندهار ولایت د پوهنتون مخې ته شوی دی او په پېښه کې ټول وژل شوي کسان بې ګناه افغانان دي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more