نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
راځئ جهـــــاد وکړو!
محمود سعيد
03.07.2012
راځئ جهــــــاد وکړو!
د افغان مسمومو شوو، معصومو، ماشومو زده کوونکو شمېر له لس زرو واوښت!
هره ورځ له پنځو څخه تر لسو پورې افغان ماشومان د جګړې له کبله مړه او يا ټپيان کيږي.
په افغانستان کې زرګونه ښوونځي تړلي او له پنځه اعشاريه پنځه ميليونو زيات افغان ماشومان ښوونځيو ته له تګ څخه محروم دي.
افغانستان د نړۍ پر مخ یوازينی هېواد دی، چې پر وګړو ېې ښوونځي ته د تګ په تور تېزاب شيندل کيږي او يا هم په بېلابېلو بڼو تهديديږي.
راځئ د جهالت، تيارو او شاتګ پر وړاندې جهاد وګړو.
راځئ له خپل ځان او چاپېريال څخه ېې پيل کړو...
Re: راځئ جهـــــاد وکړو!
pattang
03.07.2012
محمود سعيد صيب وېيلي شعرونه د هلته داشعارو په فوروم کې ( جګړه ماره..... )
ډېر دقدر وړدي او هم دې داليکنه ډېره پاکه دقدر وړده.
دافغانستنان دجنګ او بدبختي علت خارجي اشغال دی که چېرې اشغالګر ورک شي
جنګ ورکېږي او په نورو ټولويې زمونږ زور بر دی!
زمونږ په ولايت کې مکتبونه خلاص مسمومېدل نشته او له اشغالګرو او لاسپوڅي
دالري خيراتخورو سره هر چېرته نيښتې روانې دي خو پر دې اخرو ختو کې
امريکايانوډېرې کورنۍ له وړو ازړو سره نا حقه ترور او ووژ لې نو خلک ورته ډېر
په قهر شول ، داچې ښونځی دولتي ترتيب شوی تنظيم دی نواولسي خلکو وتړل ا
و غواړي چې خپل زامن ديني مدارسو ته ورکړي نه مکتبونو ته !
ريښتيا هم چې محافظت مې نشې کولی او وژنې مې نو مکتب دې زه څه کومه !
دجهاد په برخه کې ګمان نکوم چې انډيوالان پيدا کړې !
يو جهاد خو روان دی نو دابل به يې څرنګه وي?
?[quote:5f762a1bbf="محمود سعيد"]راځئ جهــــــاد وکړو!
د افغان مسمومو شوو، معصومو، ماشومو زده کوونکو شمېر له لس زرو واوښت!
هره ورځ له پنځو څخه تر لسو پورې افغان ماشومان د جګړې له کبله مړه او يا ټپيان کيږي.
په افغانستان کې زرګونه ښوونځي تړلي او له پنځه اعشاريه پنځه ميليونو زيات افغان ماشومان ښوونځيو ته له تګ څخه محروم دي.
افغانستان د نړۍ پر مخ یوازينی هېواد دی، چې پر وګړو ېې ښوونځي ته د تګ په تور تېزاب شيندل کيږي او يا هم په بېلابېلو بڼو تهديديږي.
راځئ د جهالت، تيارو او شاتګ پر وړاندې جهاد وګړو.
راځئ له خپل ځان او چاپېريال څخه ېې پيل کړو...[/quote:5f762a1bbf]
محمود سعيد
04.07.2012
دلته زما هدف ځانګړې ډله یا اشخاص نه دي، زه په ټوليزه توګه د تيارو او جهالت پر ضد پر مبارزه باور لرم. هر څوک چې په هر نوم، په هر دليل او هر ځای کې ښوونځی سوځوي، پر زده کوونکو تېزاب شيندي، په ښوونځيو کې زهر شيندي، ښوونکی او ډاکټر وژني، د اسلام، افغانيت او انسانيت دښمن دی او بايد پر وړاندې ېې ټول ولس لاسونه سره ورکړي او له بېخه ېې ورک کړي .که ولس دا جهاد پخوا پیل کړی وای، نو نن به د نړۍ هر بدغوني او يرغلګر زموږ دروازې نه ټکولې. نن به موږ د نفاق او ځانځانۍ په لمبو نه سوځېدو. نن به موږ د طالب، حزبي، مجاهد، کمونست او غربي په نوم خپل وروڼه نه وژل...
پر افغانستان د بهرنيو يرغلونه او نارواوې هم زموږ د اعمالو پايله ده. همداد موږ وو چې ښوونځي ته مو د کفر مرکز وايه، همدا موږ وو چې د سپينو پاڼو لرونکی کتاب مو کفري کتاب ګاڼه. موږ لا هم د پېړيو پېړيو وړاندې فکرونو په درلودلو سره خپلې پښې په تبر وهو او د خپلو ريښو په کښلو پسې يو. که موږ د خپل برخليک په اړه همداسې چوپ واوسو، نو هغه ورځ لرې نه ده چې په خپله به په خپلو لاسونو کېندل شوو قبرونو کې خښېږو. لسګونه کاله وړاندې زموږ مشرانو د توپونو خولو ته ځانونه تړل، هغوی نه غوښتل چې په کلي کې ېې ښوونځی جوړ شي او دا دی اوس هم په کليو او بانډو کې خلک د هغه چا پر وړاندې چوپ دي او يا ېې ملاتړ کوي، چې د دوی ښوونځی سوځوي او يا ېې پکې زهر شيندي.
اوس هم دا کارونه که بهرني استخبارات کوي، هم ېې زما او ستا په مټو کوي. دلته ځينې له اسلام او انسانيت ناخبره کسان د څو پیسو او يا عقيدوي تيارو په لومو کې داسې کارونو ته زړه ښه کوي او د خپل هېواد او هېوادوالو پر مخ د رڼاوو د بندولو هڅه کوي. په دې هم بايد سترګې پټې نکړو، چې د طالب او مجاهد له نامه څخه هم ځينې کسان په پټه او ښکاره ناوړه ګټه اخلي او طالب مشران يوازې د دې له کبله پرې سترګې پټوي، چې په هره سيمه کې يوازې خپل شتون ثابت او د ورځينو خبرونو سرليکونه پرې برابر کړي.
موږ څه کولای شو؟
د هیواد د یوه ریښتیني بچي په توګه دا د هر ځوان دنده ده چې په خپل ټول ځواک د خپلو خلکو او هیواد د لوړتیا، سمسورتیا او سوکالۍ لپاره مټې راونغاړي. هیڅ وخت چاته انتظار مه کوئ، لاس په کار شئ او هر ډول مو چې لاس رسیږي مرسته وکړئ. د یوه افغان ماشوم لاس ونیسئ او تر ښوونځي ېې ورسوئ، یوه افغان ماشوم، ځوان او یا نالوستي بوډا ته ښوونکی جوړ شئ او یو څه ورزده کړئ. یوه افغان زده کوونکي او یا زده کړیال ته یو څو کتابونه واخلئ او یا ېې په ښوونیز مرکز کې د زده کړې لګښت پر غاړه واخلئ...یوه علمي لیکنه وکړئ که څه هم هغه څو کرښې وي او یا هم یو کتاب او که نه وي یوه لنډه علمي لیکنه وژباړئ...
زموږ هیواد او خلک زښت ډیر زیار ته اړتیا لري او باید هیڅ کله باید د ستړیا احساس ونه کړو. وروڼو او خویندو! مټې راونغاړئ او لاس په کار شئ، همدا مو وخت دی چې خپل هیواد او خلک وژغورو. راځئ نور پرېنږدو چې څوک مو له لاسونو نه تيارې ومروړي، راځئ نور پرېنږدو چې خلک مو د پرديو جګړو او دسيسو ښکار شي. راځئ خپل خلک وژغورو. راځئ افغانستان وژغورو.
په مينه او درنښت
larghonay laraway
05.07.2012
السلام عليکم!
محمود سعيد صيب همداسې بختور اوسې!
وروره ستاسو خبرې پر ځای دي. ځوچې دا ويده قوم راويښ نه شي او له بې ځايه باټو لاس وانخلي نو کله به ګوډ ملا ترې ګډې جوړې کړې وي او قربانوي به يې او کله ړوند ملا!
قوم بايد ويښ شي او ځان وپېژني. څو چې ځان ونه پېژني او د نيکونو په کړنو باټې وهي همداسې بده ورځ به يې وي.
کاشکې يې لس کاله وړاندې دا فکر کړی وی او خپل لس نسلونه يې نه بې زده کړې کولی!
مننه
لاروی
د خدای لپاره جنګ بس کړئ!
تيمور
05.07.2012
محمود سعید صیب، هیله ده چې زما سلامونه او ښې چارې ومنې، زه هم د نورو بادردو افغانانو په شان تاسو سره بلکل موافق او هم نظر یم، او دا منم چې دا ټول زمونږ د مظلوم ولس هغه واقعیتونه ده چې هر بااحساس افغان پوهېږي او زمونږ سره طرفداری کوي.
خدایه ټوپک ورته په غاړه کړی د ټول عمر
څوک چې قلم نه پریږدي زما د پښتنو سره
زه د وطن هر یو پریوتی دیوال داسې ګڼم
لکه چې ماته د ځلمی ورور جنازه پرته وي
په درنښت،
pattang
05.07.2012
محمودسعيد خانه !
دغه کوم درد چې ته يې لرې زه يې له تا څخه ډېر لرم ،کم نه !
خو ددې خبرې دحل لپاه احساساتي ليکنې ، هو خلک بيداروي ، په درد نخوري
ځکه په اوسنويو شرايطو کې ستا دهدف ستراتيږي او عملې کول يې امکان نلري
او ټول عملي اعضا يې مړه دي ,اولس دنيستي ا و لوږې په ډانګ وهل شوی او
دولتواله لوړزپان په دالرو مستي کوي او داسې حال له خدايه غواړي !
يواځېنۍ لار يې دخارجي قواوو ايستل او يو اسلامي دولت رامنځ ته کول دي
اوبس . دسياست او ازادي له مخې اقتصاد د ملا تير دی ٠ افغانستان اقتصاد
او اقتصادي تولدي مفکوره نلري انه يې پېژني چې خپلو فارغ تحصيلانو ته کار
ورکړي ټول به يې په پاکستان ، ايران کې مذدوري کوي او يا به اروپا او غرب ته
تښتي!
خودابه خيانت وي که څوک ووايې چې مونږ کار نلرو نو ډېر مکتبونه نه غواړو?
نه زه دا نه وايم ! زه دا وايم چې يوخپل دولتي سيستم دکارخلک جوړ او ټو ل
مختلف پروڅيسونه په يوه نقطه کې تقاطع ولري او متناسبه مخته لاړ شي !٠
دغه دولتي لوړه غپان د باغ وحش لياقت لري نعلت پر دوی !
ديوې کنري قيمت له 6000 افغانويو څخه نيولې تر 15000افغانو پورې چې
250 ايرو کېږي رسېدلی دی ! په المان کې ديوې کنري قيمت 12-24 ايرو پورې
دی او داداسې نور !!!!!!!!!!
larghonay laraway
09.07.2012
السلام عليکم!
پتنګ صيب څومره ښه ليکلي دي!
[quote:d63539928a]دغه کوم درد چې ته يې لرې زه يې له تا څخه ډېر لرم ،کم نه !
خو ددې خبرې دحل لپاه احساساتي ليکنې ، هو خلک بيداروي ، په درد نخوري
ځکه په اوسنويو شرايطو کې ستا دهدف ستراتيږي او عملې کول يې امکان نلري
او ټول عملي اعضا يې مړه دي ,اولس دنيستي ا و لوږې په ډانګ وهل شوی او
دولتواله لوړزپان په دالرو مستي کوي او داسې حال له خدايه غواړي !
يواځېنۍ لار يې دخارجي قواوو ايستل او يو اسلامي دولت رامنځ ته کول دي
اوبس .[/quote:d63539928a]
يعنې د ده هدف دا دی چې ولس نيستمن دی او پرېږده چې دملاعمر ډلګۍ څو کلدارې ورکړي چې خپل پل، پلګوټی، ښوونځی او نورې ابادۍ په بمونو والوزوي او راويښوه يې مه؟!
څکڅکڅکڅک
زه خو وايم بايد راويښ شي چې ټګ او برګ (کرزی او عمر) وپېژني چې د شاشجاع زامن دي نو ايله که له بهرنيانو خلاص شي!
که همداسې ويده وي نو ايله به د پاکستان او نورې نړۍ د استخباراتو لپاره کار کوي او خپل وطن به ورانوي او همدا راز به بهرنيانو ته دلته د شتون لاره هواروي!
pattang
09.07.2012
[quote="larghonay laraway"]السلام عليکم!
پتنګ صيب څومره ښه ليکلي دي!
[quote:16baed5245]دغه کوم درد چې ته يې لرې زه يې له تا څخه ډېر لرم ،کم نه !
خو ددې خبرې دحل لپاه احساساتي ليکنې ، هو خلک بيداروي ، په درد نخوري
ځکه په اوسنويو شرايطو کې ستا دهدف ستراتيږي او عملې کول يې امکان نلري
او ټول عملي اعضا يې مړه دي ,اولس دنيستي ا و لوږې په ډانګ وهل شوی او
دولتواله لوړزپان په دالرو مستي کوي او داسې حال له خدايه غواړي !
يواځېنۍ لار يې دخارجي قواوو ايستل او يو اسلامي دولت رامنځ ته کول دي
اوبس .[/quote:16baed5245]
[quote:16baed5245]يعنې د ده هدف دا دی چې ولس نيستمن دی او پرېږده چې دملاعمر ډلګۍ څو کلدارې ورکړي چې خپل پل، پلګوټی، ښوونځی او نورې ابادۍ په بمونو والوزوي او راويښوه يې مه؟![/quote:16baed5245]
نه اولس نيستي او لوږې په سوټي پر ملا وهلی دی قدرت نلري ( ديوې کنري بيه 8000-15000 افغانويو پورې چې 250 ايرو کېږي رسيږي ) ،خودلته 14-25 ايرو پورې قيمت
لري او نوريې داسې درواخله !
که ته او ملګري دې په وږي نس داولس رهبري کوي نو مهرباني وکړۍ پورته يې کړۍ
اوپه وږي نس يې رهبري وکړۍ !
دملا عمر ملا صيب ډله پرېږده ! که دوی هغه وي او که دغه ،دا دې دوی برکت دی چې دالر داسې در روان دي لکه د ژرندې دناوې اوبه !
[quote:16baed5245] زه خو وايم بايد راويښ شي چې ټګ او برګ (کرزی او عمر) وپېژني چې د شاشجاع زامن دي نو ايله که له بهرنيانو خلاص شي! [/quote:16baed5245]
دملا عمر سره داسې الفاظ زه په خپله خيانت بولم ، چې ويښ هم شې څه دې له لاسه نه
کېږي يواځېنۍ لار يې دخارجيانو ايستل اوبيا که خبرې او کار غلط وو لازم دی چې
جګ شو. لېونيه اصلي غله دشمال لنډغر دي کرزی خوشې سمبول دی !
[quote:16baed5245]که همداسې ويده وي نو ايله به د پاکستان او نورې نړۍ د استخباراتو لپاره کار کوي او خپل وطن به ورانوي او همدا راز به بهرنيانو ته دلته د شتون لاره هواروي[/quote:16baed5245]
څوک چې شعوري کار ورته کوي هغه/ هغوی بايدورک شي cut !
pattang
10.07.2012
ميرويس نيكه د پښتنو په اړه د څه نا څه ۶ پېړيو سياسي چوپتيا ماته كړه او د ملي روح په واك وځواك يې د تېر، حال او راتلونكي تاريخ كړۍ سره كوشېر كړې. د هوتكي خوزښت له ودې ښكېلاك ووېرېده او گډ نادر نومى غل رامنځته شو.
احمد شاه بابا د افغان ځان په توگه د سيمې چوپتيا ماته كړه او هېواد يې د فرهنگي او سياسي پولو لرونكى كړ.
تيمورشاه فرهنگي پولې ړنگې كړې او پردي پالنې ته يې ملي خنډونه له مخې ليرې كړل( په پرديو د ځان او واك ساتنې سياسي لوبه پيل شوه).
دغه مهال د ملي پيدايښت ارزښتونو ته درناوى له منځه ولاړ او د تيمورشاه اولادې پخپلو كې پرهمدې تر لاسه كړي وياړسيالي پيل كړه.
شاه زمان د ملا عاشق په مرسته د شاه محمود د كړغېړنو هيلو ښكارشو او شاه شجاع ځان او د افغانانو واك و ځواك انگريزانو ته وباښه.
د افغانانو د تينگار توره دوست محمد د ارواښاد قدرت الله حداد د څرگندونو له مخې انگريز استازي مكناتن ته په دې توگه وسپارل شوه:
[ دغه راز رسمونه (انځورونه) چې د انگليسي رسامانو له خوا ځاى په ځاى رسم شوي؛ يوه مجموعه يې له دوکتور طبيبي سره وه.
اميردوست محمد خان پوهيدلي و، چې شاه شجاع انگريزانو د دوه يم ځل لپاره پاچا کړى او د قدرت منبع هم هماغه دى.
دا هغه وخت دى، چې د کوهستان او شمالي خلکو د ميرمسجدي ترمشرۍ لاندې په چاريکارو، گلبهاراو باميانو کې انگريزان مات کړي ول او ترسراى خواجه پورې غازيانو برلاسي درلوده؛ خو دوست محمد خان له غازيانو تري تم شو.
ويل کيږي، چې مکناتن په بالاحصار کې په فکر کې ډوب و، چې احوال ور ورسيد:
دوست محمد خان راغلى !
مکناتن فکر وکړ، چې بالاحصارمحاصره شوى؛ ځکه ټول خبرونه داسې ول، چې غازيان د کابل شاو خواته رارسيدلي او انگليسي کنډکونه په شمالي کې تباه شوي دي.
مکناتن په وارخطايۍ وويل:
څومره خلک ورسره دي؟
وويل شول، چې :
صاحبه ! يوازې دى، حتا سراو پښې يې لوڅې دي.
دغسې يوه شرمناکه تسليمي په گټلي ميدان كې بېخي سابقه نه لري.
داسې ښکاري، چې له دوست محمد خان سره د خپلواکۍ او د انگريزانو د وتلو سوال نه و(لكه اوس، چې له ولسمشر حامد كرزي سره نشته). يوازې يې د كابل پادشاهي غوښتنه وه.
مکناټن دوست محمد خان ته وويل، چې:
دلته به د استوگنې ترتيب د بالاحصار په يوه برخه کې درته ونيسو.
دوست محمد وويل :
صاحبه ! دلته شاه شجاع هم شته. ما هندوستان ته وليږئ او هلته مې وساتئ.
که په دغه حساب امير بې نظير وي او كبير نومول كيږي؛ نو کيداى شي.
په همدې كبل په کوهستان کې د انگليسانو يو غنډ عسکر ووژل شول او خلک ترهغې نه کېناستل، چې انگليسان ټول تباه نه کړي؛ ځکه ملت تل په ملي گټو پوهيدلى.
په پېښليکونو کې ليکل شوي : امير دوست محمد خان له هنده راوستل شو او بيا د کابل پرتخت کېناست. اكبرخان د وزير محمد اكبرخان او د مكناتن د وژونكي په نوم په داسې حال كې ياد شو، چې رجب خان د وردگو ملي مبارز يې له تخرگه پر مكناتن ډز كړى دى. سربېره پردې پلار او زوى ملي مبارزنايب امين الله خان لوگرى په بالاحصار کې بندي کړ او محمد شاه خان بابکرخېل هم د دغه امير او زوى له خوا تعقيب او ورک شو.
لکه څنگه، چې اميرعبدالرحمان خان د افغان - انگليس په دوه يمه جگړه محمد جان خان وردگ او ملا مشک عالم او نورملي مبارزين لکه صاحب جان تره کى په ورته سرنوشت اخته کړل- د افغان ملي تاريخ – حداد فرهاد قدرت الله، د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مركز- لومړى ټوك –لومړى چاپ ۱۳۸۳ل ] .
په دې توگه ۱۵۸ كاله انگريزان په ځانگړي توگه له افغانانو سره جنگيدلي؛ خو يو ځل د امير شېرعلي خان او بيا د ملا محمد عمرمجاهد له ملي مقاومت سره مخ شوي دي.
اوس دادى ۱۲ كاله كيږي، چې په زړې نسخې له امريكايانو سره پرله پسې گډې ميراثي موخې پالي؛ خو ملت تل په ملي گټو پوهيدلى دى.
[color=brown:7889bb694b]خليل الله قتيل زوى خوږياڼى[/color:7889bb694b]