د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ستا یادمو لوړ کړ

رښتینی
30.06.2012

ستا یاد مو لوړ کړ

هغه غږ چي هر وخت په نړۍ کي ازانګه کوي هغه آذان دی که چیري تاسو د نړۍ نقشه وګورئ نو درته څرګنده به سي چي په اسلامي هیوادونو کي اندونیزیا د ځمکي په ختیځ کي پرته ده . دا هیواد له زرهاوو ټاپووزمو څخه جوړ دی چي په هغو کي جاوا ، بورینو ، سیلبذا او سماټرا لویي ټاپووزمې دي. د اسلامی هیوادونو سهار د سیلبز د ختیځو ټاپووزمو څخه پیل کیږي ، هورې چې د سهار پنځ نیمي بجې وي په افغانستان کی د شپی یو بجه کیدونکې وي له سپیده داغ سره سم د اندونیزیا په ختیځو ټاپووزمو کی د سهار آذانونه پیل سی او په یوه وخت په زرګونو مؤذنان د لوی څښتن تعالی د وحدانیت او د سپېڅلي پیغمبر صلی علیه وسلم د رسالت د اعلان غږونه پورته کړي دا لړى د ختیځو ټاپووزمو څخه د لویدیځیو ټاپووزمو په لور ستنیږي چې نیم ساعت وروسته په جاکارتا کي د مؤذنانو د آذان کولو وار راځي . د جاکارتا څخه دا لړۍ په سمارټا کي پیل کیږي خو د سمارټرا په لویدیځو کلیو او بانډو کي د آذان له پیل کیدونه وړاندي د ملایا په جوماتونو کې آذانونه پیل کیږي.

د ملایا وروسته د برما وار راځي د جاکارتا څخه چې د آذانونو کومه لړى پیل سوې وي هغه یو ساعت وروسته بنګله دیش ته رارسیږي، په بنګله دیش کې آذانونه پای ته لانه وي رسیدلي چه د کلکتې څخه تر سریلانکا پورې د آذانونو لړۍ پیل سی بل لورته دا لړۍ د کلکتې څخه د بمبئ په لور اوږدېږي چي د ټول هندوستان په فضا کي د توحید او رسالت اعلانونه روان وي په سرېنګر او شالکوټ کې د سهار د آذانونو وخت وي له شالکوټ څخه تر کوټي ، کراچی او ګوادر پورې د څلوېښتو دقیقو توپير دی چې په دې وخت کې په پاکستان کې د سهار آذانونه پورته کيږي ، په پاکستان کې د آذانونو د لړى د پای ته رسېدو مخکې په افغانستان او مشهد کې آذانونه پیل سي بیا د افغانستان څخه تر بغداد پوري یو ساعت توپیر دی چي پر دې مهال په يوار په سعودې عرب، یمن، عرب متحده امارات، او کویټ کې آذانونه اورېدل کیږي.

د بغداد څخه تر اسکندریې پورې بیا یو ساعت توپیر لري چې په دې وخت کې په شام ، مصر، صومالیا او سوډان کې آذانونه شروع کیږي ، اسکندریه او استنبول په یوه لیکه کې په ترکیه کې آذانونه پیلوي د اسکندریې څخه تر طرابلس پورې د یوه ساعت ځنډ دی چې په دې ځنډ کې په شمالي افریقا کې په لیبیا او تیونس کې د آذانونو لړۍ روانه وي ، د سهار آذان چې د اندونیزیا د ختیځو ټاپووزمو څخه پیل کیږي نه نیم ساعته وروسته د بحر اقیانوس وختیځو څنډو ته رسیږي، بحراقیانوس ته چې د سهار د آذان وخت نه وي رسېدلی په ختیځه اندونیزیا کې بیا د ماپښین د آذانونو لړى پيل سي خو په ډهاکه کی د ماپښین تر آذان وړاندې بیا په ختیځه اندونیزیا کې د مازدېګر آذان د هوا څپې څیروي، دا لړى په یو نیم ساعت کې جاکارتا ته رسیږي چي په ختیځو ټاپووزمو کي د ماښام د آذان وخت را رسېږي د ماښام آذانونه چې له سلبیز څخه تر سماټرا پورې رسیږي نو په دې وخت کي د اندونیزیا په ختیځو ټاپووزمو کې د ماخستن د آذانونو لړۍ پیل سي په دې وخت کي په افریقا کې د سهار د آذان لپاره د مؤذن ګوتي په غوږونو کې وي، تاسو لږ ځیر سئ ، چې د مځکي پر کره باندې یوه ثانیه هم داسې نه تیریږي چې په هغه کې دې په سلګونو او زرګونو مؤذنان د لوی څښتن تعالی د توحید او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د رسالت اعلان نه کوي . او انشاء الله لوی څښتن تعالی به دا لړى د قیامت تر وررځې پورې همداسې روانه وساتي او په قران کریم کي چې الله تعالی حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمایلي دي چې:
وَرَفَعْنَا لَكَ ذِكْرَكَ (سورت الانشراح ۴)
ژباړه: ستا یاد مو لوړ کړی دی
د دغه آیت مفهوم هم له دې پورته مضمون نه ښه څرګندیږي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more