د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دټولټاکنوپه درشل کې جګړه مارانوته يوه کتنه

salou
05.10.2004

دټولټاکنوپه درشل کې جګړه مارانوته يوه کتنه:

دجګړه مار يا جنګساﻻرکليمه پدې وروستيودوه نيمولسيزوکې له مختلفوپړاؤنوڅخه تېره او تردې
ځايه رارسيدلې ده.

دوی يوه ډله خلک دی چې داسلام ډبره پرخپله سينه وهي اوخپل ځانونه مجاهدين بولي .
په زوراوټوپک باندې تکيه کوي اوپخپله خپلوځانونوته قهرمانان وايي.خوخلک يي په ډول ډول نومونو
يادوي.

دبېلګې په توګه: څوک يي مجاهدين اوڅوک يي هم ټوپکيان بولي، څوک يي دجګړه مارانواو
جنګساﻻرانوپه نوم اوڅوک يي هم دبې مسؤليته وسله والو په نوم پېژني، خوځيني خلک . يي ﻻ تر
اوسه هم داشرارو په نوم يادوي.

که چېرې لږ فکر ؤکړو اوواقعيت ته ځيرشو، نوپروطن ، اسلام اوخپلواکۍ مين مجاهدين خودخپلو
ميړانواوسرښندنوله أمله ياپه جهادکې دشهادت لوړمقام ته ورسيدل ، يادجهادي خائينو رهبرانوله
ناوړه رهبرې اوکړو وړوڅخه زړه بدي شول اوياهم له تنظيمی کورنيوجګړوڅخه ﻻسونه ﻻس پرسرشول.
دوي که ژوندي هم نه وي ، نومونه به يي تل ترتله ژوندي وي.

خوځينوته بياټوپک په روزي رسان بدل شواوهمدايي خپل کسب اوکار وګرځاوه اود
همدې ټوپک خوله يي دبيګناه اوبي دفاع افغانانوپرلورراواړوله اوچې هرڅه يي غوښتل وه يي کړل.
نه يي دچاپرسرصرفه وکړه اونه يي هم دچاپرمال ، نه يي دچاپرلورصرفه وکړه اونه يي هم دچاپرزوی ،
نه يي هم دچاپرعزت صرفه وکړه اونه يي هم دچا پرننګ اوناموس.

همداکسان نن پداسې حال کې چې له ږيرو څخه يي شرابونه څاڅي اوله ﻻسونوڅخه يي دوينوبوی ځي ،
دهېوادله تريبون څخه دمجاهداومجاهدنارې وهي اوپرکرزي باندې مجاهدينوته دخيانت تورلګوي.

له نېکه مرغه افغان ؤلس چې ددوي ظلم، جفااومسلماني يي په خپلوسترګوليدلې ده، له بل هرچا
څخه ددوي کرغيړنې څېرې ښې پيژني. ځکه يي هم درناوۍ کوي ، ﻻس په نامه ورته ږدي اوپه خپلې
حياکې ﻻر ورکوي.
دا نه ددې لپاره چې دوي دټوپکيانو درناوۍ کوي،يا ورباندې ګران دي اويايي هم په زړونوکې ځاي
لري.
نه هم ددې لپاره چې دوي ته په درنه سترګه ګوري اوياهم کومه تمه اوتوقع ورڅخه لري.
نه پدې خاطرچې دوي جهادکړۍ دې، غازيان اوياهم دأزادې پړانګان دي.
اونه هم پدې خاطرچې دوي وطنپالونکي ، خدمتګاران اودخاورې ساتندويان دي.

داځکه چې دوي په مافيايي ډلواوبانډونوباندې بدل شوي دي اوهېواديي دواک اوقدرت په ساحوسره
ويشلۍ دې.که څه هم پخپلوکې سره وژني اوديوه اوبل سرته سره ناست دی، خودمرکزي حکومت پرضد
يوﻻس اويوه خوله دي اوپه ډاګه پخپلوکې ددولت پرضدخواخوږی هم نه پټوي.

له خواشينۍ ډکه خبره خوداده چې دې په ډاګه مافيا زمونږ په هېوادکې قانوني بڼه غوره کړي دې ، له جهاد
اواسلام څخه ﻻپې وولي اوسياست کوي.

داچې نن افغانی ټولنه دداسې کسانولخوااداره کيږي دخواشينۍ وړخوڅه چې له سره نورمال عمل نشي
ګڼل کيدلۍ.

بله خواشينوونکې اوحيرانوونکې خبره خوداده چې دامريکامتحده اياﻻت پخپل هېوادکې داډول کسان
په هرقيمت دقانون منګولوته سپاري ، په اعدام ، عمري اوياهم اوږده بنديي محکوموي اونه يي پريږدي
چې دامريکايانوژوندپه خطرکې واچوي.

دنړۍ په نوروحقوقي هېوادونو کې هم چېرته چې قانون حاکم وي دداسې جنايتکارانوځاي دبنديخانو د
پنجروشاته په توروکوټوکې وي ، نه دهېواد په تريبون کې.................................نورهم لري!!!!!!!!!!!!!!!!


salou
05.10.2004

دطالبانودرژيم له ړنګيدوسره سم دې جنايتکارانوته يوځل بياموقع پلاس ورغله چې
داځل دأمريکاترسيورې ﻻندې يوځل بيادواک پرکورسۍ کښېني.
که څه هم پدې کارسره أمريکا دهېوادجګړه ځپلي ؤلس ته دطالبانوپر ګناه سخته جزا
ورکړه، خو خپلې ملي اونړيوالې اتورېتې ته يي هم زيان ورساوه. داځکه چې دغلومل
هم غل وي.
پدې توګه أمريکايانو افغانستان له خوږ اودردمن ځاي څخه نيولۍ دې اوچې هرڅومره
نوموړي ځاي ته فشارورکوي همدومره دردکوي.


salou
05.10.2004

جګړه مارانوپدې وروستيو دروکالونوکې نه دقانون پروالرله، نه دملت
اودولت اونه هم دعدالت.
هرڅومره چې کرزۍ لدوي سره مصلحتونه کوي اوامتيازونه ورکوي همدومره
ددوي دواک ستنې ټينګيږي اوهمدومره ددوي دجنايتونولمني پراخيږي.

دجنګساﻻرانواوطالبانوله تهديدونواووژنوسره سره بياهم ربړيدلواوکړيدلو
هيوادوالوپتييلې ده چې خپلې رايي به دکرزی په صندوق کې أچوي او له ده
څخه هيله لري چې دبرياليتوب په صورت کې ددوي غوښتنې په نظر کې ونيسی.
اوکه فهيم،قانوني،عبداله،سيدمخدوم اوداسې نوروکسانوته پخپله کابينه کې
بياهم ځاي ورکړي ، دابه نه يوازې له راي ورکوونکوسره جفا وی بلکې له ګران
هېوادافغانستان سره به هم لويه جفا وی !!!!!!!!!!
ومن اله توفيق
سالوخان


Re: دټولټاکنوپه درشل کې جګړه مارانوته يوه کتنه

hotak
05.10.2004

[quote:c0c5b8c3cb="salou"]دټولټاکنوپه درشل کې جګړه مارانوته يوه کتنه:
دجګړه مار يا جنګساﻻرکليمه پدې وروستيودوه نيمولسيزوکې له مختلفوپړاؤنوڅخه تېره او تردې
ځايه رارسيدلې ده.
دوی يوه ډله خلک دی چې داسلام ډبره پرخپله سينه وهي اوخپل ځانونه مجاهدين بولي .
په زوراوټوپک باندې تکيه کوي اوپخپله خپلوځانونوته قهرمانان وايي.خوخلک يي په ډول ډول نومونو
يادوي
دبېلګې په توګه: څوک يي مجاهدين اوڅوک يي هم ټوپکيان بولي، څوک يي دجګړه مارانواو
جنګساﻻرانوپه نوم اوڅوک يي هم دبې مسؤليته وسله والو په نوم پېژني، خوځيني خلک . يي ﻻ تر
اوسه هم داشرارو په نوم يادوي.
که چېرې لږ فکر ؤکړو اوواقعيت ته ځيرشو، نوپروطن ، اسلام اوخپلواکۍ مين مجاهدين خودخپلو
ميړانواوسرښندنوله أمله ياپه جهادکې دشهادت لوړمقام ته ورسيدل ، يادجهادي خائينو رهبرانوله
ناوړه رهبرې اوکړو وړوڅخه زړه بدي شول اوياهم له تنظيمی کورنيوجګړوڅخه ﻻسونه ﻻس پرسرشول.
دوي که ژوندي هم نه وي ، نومونه به يي تل ترتله ژوندي وي.
خوځينوته بياټوپک په روزي رسان بدل شواوهمدايي خپل کسب اوکار وګرځاوه اود
همدې ټوپک خوله يي دبيګناه اوبي دفاع افغانانوپرلورراواړوله اوچې هرڅه يي غوښتل وه يي کړل.
نه يي دچاپرسرصرفه وکړه اونه يي هم دچاپرمال ، نه يي دچاپرلورصرفه وکړه اونه يي هم دچاپرزوی ،
نه يي هم دچاپرعزت صرفه وکړه اونه يي هم دچا پرننګ اوناموس.
همداکسان نن پداسې حال کې چې له ږيرو څخه يي شرابونه څاڅي اوله ﻻسونوڅخه يي دوينوبوی ځي ،
دهېوادله تريبون څخه دمجاهداومجاهدنارې وهي اوپرکرزي باندې مجاهدينوته دخيانت تورلګوي.
له نېکه مرغه افغان ؤلس چې ددوي ظلم، جفااومسلماني يي په خپلوسترګوليدلې ده، له بل هرچا
څخه ددوي کرغيړنې څېرې ښې پيژني. ځکه يي هم درناوۍ کوي ، ﻻس په نامه ورته ږدي اوپه خپلې
حياکې ﻻر ورکوي.
دا نه ددې لپاره چې دوي دټوپکيانو درناوۍ کوي،يا ورباندې ګران دي اويايي هم په زړونوکې ځاي
لري.
نه هم ددې لپاره چې دوي ته په درنه سترګه ګوري اوياهم کومه تمه اوتوقع ورڅخه لري.
نه پدې خاطرچې دوي جهادکړۍ دې، غازيان اوياهم دأزادې پړانګان دي.
اونه هم پدې خاطرچې دوي وطنپالونکي ، خدمتګاران اودخاورې ساتندويان دي.
داځکه چې دوي په مافيايي ډلواوبانډونوباندې بدل شوي دي اوهېواديي دواک اوقدرت په ساحوسره
ويشلۍ دې.که څه هم پخپلوکې سره وژني اوديوه اوبل سرته سره ناست دی، خودمرکزي حکومت پرضد
يوﻻس اويوه خوله دي اوپه ډاګه پخپلوکې ددولت پرضدخواخوږی هم نه پټوي.
له خواشينۍ ډکه خبره خوداده چې دې په ډاګه مافيا زمونږ په هېوادکې قانوني بڼه غوره کړي دې ، له جهاد
اواسلام څخه ﻻپې وولي اوسياست کوي.
داچې نن افغانی ټولنه دداسې کسانولخوااداره کيږي دخواشينۍ وړخوڅه چې له سره نورمال عمل نشي
ګڼل کيدلۍ.
بله خواشينوونکې اوحيرانوونکې خبره خوداده چې دامريکامتحده اياﻻت پخپل هېوادکې داډول کسان
په هرقيمت دقانون منګولوته سپاري ، په اعدام ، عمري اوياهم اوږده بنديي محکوموي اونه يي پريږدي
چې دامريکايانوژوندپه خطرکې واچوي.
دنړۍ په نوروحقوقي هېوادونو کې هم چېرته چې قانون حاکم وي دداسې جنايتکارانوځاي دبنديخانو د
پنجروشاته په توروکوټوکې وي ، نه دهېواد په تريبون کې.................................نورهم لري!!!!!!!!!!!!!!!![/quote:c0c5b8c3cb]
سالوخانه مينه اوسلامونه مي درونيسه.پام كوه چي درنه تويي نه شي.
ستاتردى خوږو ترخو دوه متله رايادشول.يويى ادبي اوبل يى بي ادبه دي.لومړى داچي دسپي له سپيګاني ګيدړي په بامو وختې اوبله داچي له نه ميړو ملك سوبلو!!!
دغه دنن ورځي زلميان خوځكه ميدان ته راغلل چي موږسړي نلرو اوهغه چي سړي دي هغه بياليوني دي.قومندانان كه له شوروي سره په خپل ناكرده جهاد غره وي نو نن خو هاغه دى دبوش له پاره ترنورو دوي ډيري غوړه مالۍ کوي . يرغلګرآخريرغلګر وي كه څه هم يويى دببرك په غوښتنه راغلى وي اوبل يى له ترهګرۍ سره دجنګ په نامه.هغوي دواړه يوډول ستراتيژيك خصلتونه لري.يوځل چي دوي دامريكايي يرغل په وړاندي دتسليمي دسرونو دټيټولو پريكړه كړي وه نوبيايى دشوروي پرضد ولې وسله رااخيستله.موږته خو له دغومنافقواودوه مخيو امريكايانو هغه مخلص اوايمانداره شوروي دوستان غوره وو.كه مودهغو ددوستي لاره نيولي واي نوافغانستان به اوس له هره پلوه په سيمه كي سارى نه درلود.بله داچي دنړۍ دځواك بيلانس اوتوازن خوبه په خپل ځاي وو.
خوهمدغه حراموني اوبي موره بى پلاره جنګي سالاران ووچي دخپلوشومو شخصي ګټولپاره يى هغه ورځ هم افغانان په اوركي سيزل اونن يى هم سيزي.
پرون يى هم داسلام پر سيخونو افغانان وهل اونن هم . پرون يى لويى ببري ږيري وى او نن يى فرنچ كټ جوړكړي.پرون به يى دزړوګونيوكالي اغوستي وو اونن تري پيس سوټونه اغوندي.پرون به يى دمرداري بوي ترى خوت اونن له خيره سره جيلياټ اوټي روز سپرې ګاني شيندي.پرون هم زمالپاره اسلام اسلام اودده لپاره شراب كباب.اونن هم ولس ته داسلام په نامه دوكه وركول غواړي.خودى په حقيقت كي دامريكايانوپه Gay Club كي ممبرشپ لري.
ډوډۍ زموږخوري اوخدمت دباټاكوي. :lol: :lol: :lol:


ډاکتر وطنمل
08.10.2004

زمونږ د ګران او نازولي ورور هوتک څخه مننه کوم چې خپل ښه نيت او ورورګلوي يې ښودلې ، په پورتنۍ ليکنې يې نه يواځې بسيا کړې، بلکې په ژوندۍ ليکنې سره يې لوستونکو ته د موضوع نوې اړخونه له خپل نظره څخه منعکس او روښانه کړي دي . بايدووايم چې د سرګرمۍ له پاره د ښاغلي هوتک خوندورې ټوکې د ټوکو فوروم کې هر څوک لوستلی شي. زمونږ د ټوکو بنډار د هوتک پر قلم ژوندی او ګړندی دی ، مونږ يې ددغې همګارۍ څخه ډيره مننه کوو. لکه چې لته ګورئ، د نوموړي هره ليکنه ټوکی نه، بلکې جدي ليکنې هم لري.
په درنښت او سلامونو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more