وطن پال او نور ګټور شعرونه
Khoshal Khatak
      khoshalkhan
      29.06.2012
    
يا د سپينو تورو مرد شه يا عاشق شه 
چې يادېږي په بدلو په سندرو 
د خوشال خټک خوښي به هغه وخت شي 
چې برېښنا د سپينو تورو شي يا زغرو. 
چې بنياد يې پيدا شوى په نفاق 
له هغو نه طمع مه کړه اتفاق. 
                                    *** 
تفحص که څوک د خوږو زړونو کاندي 
د خپل قام له لاسه ورک خوشال خټک دى 
                                    *** 
که هر څو يې سمومه نه سمېږي 
پښتانه دي د کږو تيږو دېوال 
                                    *** 
پښتانه لکه مګس ورباندې ګرځي 
ورته ايښى دى مغول د حلوا تال 
                                    *** 
درست جهان په ناپوهانو سره ډک دى 
ولې زيات که په کې وګورې افغان دى 
                                    *** 
که په نور خلکو کې ښه سړي مونده شي  
ولې ښه سړي به لږ وي افغانان 
------------------------------------
موبي ډيک د سمندر ي يې خوشال خانه
دپښتون دسرشمله يې پر ما ګرانه !
کاشکې زه وی ستا دېرې ته درغلی 
اوس به خلاص وم  د بې ننګو له ګرېوانه  !
عنوان
      tandar
      29.06.2012
    
,,,,,
      رښتینی
      29.06.2012
    
ښاغلی تندر لطفا خپله لیکنه اصلاح او سمه کړئ  
تاسوباید کوم مناسب شعر راوړی وی اویامود خوشال ورور شعر ستایلی 
وی دا  تاسو چې څه لیکلي  له دي داسې معلومیږې چې بیا مو له خوشال 
ورور سره  دلفظي جګړي اراده کړي ده  ! او هغه دپښتون ورور په وینا په دي 
تش فورم کې به اخر ستاسو جکړي ته خلک ګوري او دالس پنځلس کتونکي 
به هم ورک شې  !
زه حیران یم چې زموږ مشران ولي دومره له کینو او منفي سوچونو ډک دي !!
تاسو باید موږ ته  خپلي تجربي او دپوهي او حکمت خبرې رالورولي وی خو 
متاسفانه تاسو نفرت او کیني خپروئ  .....
محترم مشر تندر صیب ډیره بښنه غواړم دا خبري مې دزړه له درده لیکلي دي 
لطفا په خپلو کشرانو اولوستوالو رحم وکړئ او نور دیوه بل له سپکي او ترټلو
لاس واخلئ
      tandar
      29.06.2012
    
...