د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د غزني پاڅون ولسي دی.

محمود سعيد
27.06.2012

په غزني کې ولسي پاڅون د طالبانو پر ضد نه بلکې د جهالت پر ضد پاڅون دی. هغو کسانو ته چې د ښوونځي دروازه تړي، سرک، پل او روغتون ورانوي، په ښوونځيو کې زهر شيندي، د بېګناه وګړو کورونه سوځوي...د طالب نوم ورکول علم او د دينې مدرسو زده کوونکو ته سپکاوی دی.
نور افغان ولسونه د جهالت او افغان وژنې څخه تر پوزې راغلي دي او نه غواړي، تل په تيارو کې واوسي. خدای د وکړي چې دا پاڅون د پرديو او خپلو د ناپاکو دسيسو ښکار نشي او لړۍ ېې د هېواد هر ګوټ ته وغزيږي.
ژوندي دي وي د اسلام، افغانيت، انسانيت، سولې او پرمختګ ساتونکي.


Re: د غزني پاڅون ولسي دی.

pattang
27.06.2012

وروره احساسات هغې خواته ، داټول پلانونه د cia دي او دالر بازي کوي ، داکار
cia په عراق کې هم شروع که چې سني او شيعه يې په جنګ سره واچول اوس پنجيان
او cia د پښتنو او اسلام دوښمنان غواړي چې پښتانه کامونه په جنګ سره وا چوي
داکار cia په شمال کې هم کړی دی او وروسته اولس ترې بېزاره شه ځکه چې
اربکيانو چور او چپال واچاوو او دخلکو په ناموس به يې تعرضونه کول !
دروغ دايمان زوال دی دا اولسي پاڅون ندی دا دحزبې اسلامي ديوو لنډغر غړی
پروپاګنده او اړدوړ دی چې څو لنډغرو ته يې دالر ورکړي دي چې له cia نه
تقويه کېږي او پردی چپړ وهي ٠ انشاالله طالبان وروڼه به يې ډېر ژر درته وځبي !

[quote:f2a8715468="محمود سعيد"]په غزني کې ولسي پاڅون د طالبانو پر ضد نه بلکې د جهالت پر ضد پاڅون دی. هغو کسانو ته چې د ښوونځي دروازه تړي، سرک، پل او روغتون ورانوي، په ښوونځيو کې زهر شيندي، د بېګناه وګړو کورونه سوځوي...د طالب نوم ورکول علم او د دينې مدرسو زده کوونکو ته سپکاوی دی.
نور افغان ولسونه د جهالت او افغان وژنې څخه تر پوزې راغلي دي او نه غواړي، تل په تيارو کې واوسي. خدای د وکړي چې دا پاڅون د پرديو او خپلو د ناپاکو دسيسو ښکار نشي او لړۍ ېې د هېواد هر ګوټ ته وغزيږي.
ژوندي دي وي د اسلام، افغانيت، انسانيت، سولې او پرمختګ ساتونکي.[/quote:f2a8715468]


pattang
27.06.2012

د طالب ضد ملي پاڅون ناکامه هڅه
لیکوال: ابو انس مجاهد .

[img:8dbbbc2624]http://www.nunn.asia/images/stories/news/article/Afghan_Local_Police-US-Forces.jpg[/img:8dbbbc2624]

الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين ، نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين ، وبعد
محترمو مسلمانانو وروڼو، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دا لنډه لیکنه له دی لپاره کوم چې زما په اند دا د افغانانو لپاره یو ډیر اساس پړاو دی، امریکا او د هغوئ غلامان غواړي د افغانانو په منځ کې کورنی جنګ پیل کړي او د وتلو نه مخکی افغانان د یو بل سره په ناښوالي اخته کړي.

پاملرنه!

دا یوه اونئ دا اوازه ګډه ده چې ګني د افغانستان د محسنو بچیانو (طالبانو) په وړاندی خدائ مکړه ملي پاڅون پیل شوی او د یو مخی ړ خپل تل پاتی منافقت له مخی د بی بی سی ویب پاڼې دا خبر ښه په زور او شور نشر کړل او په دی اړه یې د الجزیری تلویزون لخوا هغه راپور هم خپر کړل چې په یو تبلغاتي فلم کې د اربکیانو یوه ډله په داسی حال کې لیدلی کیږي چې ځانونو ته یې د افغانانو ملي پاڅون نوم ورکړي . ما دا فلم سر تر اخر ولید خو داسی یوه نښه ما په کې ونه لیدله چې دا یې په ډګه کړي وي چې ګنی دا خلک واقعي یو بی طرفه خلک دی او د ملي احساس له مخی د طالبانو څخه کومه اصلاحي غوښتنه لري، په حقیقت کې دا ټول هغه اربکیان دي چې ولس یې د شر او فاسده هره ورځ سرونه ټکوي او امریکا او داخلی غلامان یې غواړي چې د اربکیانو بدنام نوم ته د ملي پاڅون نوم ورکړي او په دی فلم کې هم دا خلک څه داسی را پیژندل کیږي چې ګني دا د طالبانو په وړاندی یو ملي پاڅون دی او د طالبانو سره دا خلک خپل مخالفت ښائي خو دا او دې ته ورته اوازی د افغانستان مجاهد ولس وخت ناوخته اوری او ګوري.

اساسی خبره دا ده چې داسی ولی کیږي. ددی په اصطلاح ملي پاڅون شاته د چا لاس دی او ولی غواړي چې د افغانستان مجاهدینو او د خلکو په منځ کې نفاق او کورني جنګونو ته بیا لاره هواره کړي.

داسی اوازی صرف د افغانستان اذلي دوښمنان خپروي ولی چې هغوئ په دی ښه پوه شوي چې د طالبانو سره په نظامي، سیاسي، کلتوري او مالوماتي میدان کې ناکامه پاتی دي او نور نه شوی کولی چې د افغان مجاهد ولس جامع مقاومت چې امریکا په مشری د ناټو او دهغوئ د غوړامارنو په وړاندی دا لس کاله روان دی وټالوي نو ځکه غواړي چې د ښونځي، کلینک، بازار د تړلو یا بندلو تر عنوان لاندی په افغانانو کې طالبان بدنامه او کم رنګه کړي او د خلکو په منځ کې د مجاهدینو لپاره د نفرت او بی اعتمادي فضا رامنځ ته کړي، خو الحمدلله اوس خلک هوښیار شوی او د امریکا او د هغوې د ګوډګیانو د داسی شومو دسیسو په هدف او څرنګوالي ښه پوهیږي.

زه د افغانستان ولس ته ډاډ ورکوم چې الحمد الله زما د خپلو کلیوالو په وینا چې"زموږ وروڼه طالبان زموږ په کلي کې هره ورځ آزاد تګ راتګ کوي، دخلکو په هجرو، بانډو او خیمو کې شپی کوي، زموږ د کلی او ولسوالی خلک ورسره ملګري دي او په دی اړه یې زیاته کړه چې الحمدلله موږ تر ننه پوری د مجاهدینو څخه هیڅ کوم بد نه دي لیدلی، او زموږ سره زموږ د ستنوځو د هوارولو لپاره تل کوښښ کوي او موږ ورڅخه ډیر زیات خوشحاله یو". خو دا د ښونځیو سوزول او داسی نوری خبری ټول هغه پوچ درواغ دي چې صرف د کابل اوسنئ اداره، مخکني کمونستان او بعضی ماده پرستو او د دروغجنو مخکښانو اوازی دي چې غواړي د مجاهدینو او افغانانو ترمنځ کورنۍ جګړه او ورو وژنه رامنځ ته کړي.

ګرانو وروڼو هیله ده چې د خلکو د پوهاوئ په لړ کې د خپلو کلیوالو او ولسوالیو خلکو سره ددی شیطاني پلان په عصری وخت کې مخنیوی وکړې او د امریکا او ددوئ د داخلی غلامانو د داسی شومو پلانونو شنډولو او خونسه کولو په هکله خپل افغاني او اسلامي وجیبه سر ته ورسوئ.

په احترام
ستاسو ورور ابو انس مجاهد


pattang
27.06.2012

تفرقه واچوه حکومت وکړه
لیکوال: نورالدين سروري .

[img:66442afe5f]http://www.nunn.asia/images/stories/afghan_police/arbaki_force.jpg[/img:66442afe5f]

کله چې امريکايانو په عراق حمله وکړه نو په لومړيو څو کلونو کې يې د تلفاتو اندازه ورځ تربلې زياتيدله، ډيويډپتريوس چې ډير وخت يې د امريکا په پوځ کې کار کړی او اوس د سي آی اې استخباراتي شبکې مشر او مخکې يې په عراق کې هم د امريکايې ځواکونو قومانده په غاړه وه، په دې پوه شو چې په عراق کې يې د پوځ شمير او جنګي وسايل که هر څومره زيات شي بيا يې هم تلفات نه کميږي.

له همدې امله يې په داسې يو پلان کار وکړ چې د شيعه او سني مسلمانانو تر منځ يې جګړو ته لاره هواره کړه،

د نوموړي دغه پلان دومره بريالی و چې په څو مياشتو کې د امريکايانو تلفات په سلو کې پنځوس ۵۰ فيصده راکم شول، ځکه هوښياران وايې چې د قومونو تر منځ جګړه نه ختميدونکې ده، شيعه په سني او سنيانو په شيعه ګانو بريدونه کول، په دې سره امريکايان په عراق کې تر څه اندازې بريالي شول او د تيلو غټې ذخيرې اوس دهغوی په لاس کې دی.

خبره به رالنډه کړو د امريکا جمهور ريس بارک اوباما چې کله د پتريوس نسبتا بريالی پلان وليد نو ډير زر يې نوموړی افغانستان ته راوليږه او په افغانستان کې يې د امريکايې ځواکونو لوی قومندان وټاکه.
کله چې پتريوس افغانستان ته راغي نو وروسته له څه وخته يې له کرزې او نورو ګوډاګيانو سره يوه ستره غونډه راوغوښته په غونډه کې د افغانستان د قومونو مشران هم راغوښتل شوی و، دا غونډه ددې لپاره رابلل شوې وه ترڅو په کليو کې قومی مليشې جوړي کړي.
پتريوس او د افغانستان مزدور دولت دې مليشو ته د محلي پوليسو يا (اربکيانو) نوم ورکړ او داسې فکر يې وکړ چې په دې کار سره به په افغانستان کې هم جګړه وګټي، خو مسله برعکس شوه، په لومړی سر کې هغوی په کندوز، بغلان او ميدان وردګو ولايتونو کې د محلی پوليسو په نامه مليشې رامنځته کړې ،په کندوز او بغلان کې دا پروسه له ناکامي او بدنامي سره مخ شوه خو په ميدان وردګو ولايت کې بيا دې پروسې ښه نتيجه ورکړه،د دې ولايت والي حليم فدايي ددې کار د کاميابۍ لپاره له امريکايانو نه په سلګونو زره ډالر واخيستل او خپل مشر لالا (امريکا) ته يې سينه وډبوله چې ددې ولسوالۍ په ناامنه سيمو خاصتا په هغه ولسوالۍ کې چې هره ورځ د دوی (امريکا) عسکر وژل کيږي دې سيمې لپاره ښه پلان لري، دغه سيمه د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ ده چې مرکز ميدانښارته ډيره نږدې پرته ده، فدايي د نرخ په ولسوالۍ کې د حزب اسلامي تر بيرغ لاندې يو حرکت رامنځته کړ چې مشر يې عزيزالله چې فکر کوم د نرخ ولسوالۍ د کريمدادو دکلي اوسيدونکی دی وټاکه، په دغه ولسوالۍ کې څو قومونه دی چې ځيني يې په طالبانو او ځينی يې په حزب اسلامي پوری تړلی دی، ددغو دواړو ډلو ترمنځ يې جګړه پيل کړه، په لومړی سر کې دواړو خواوو ته تلفات واوښتل د حزب اسلامي قومندان عزيزالله ترې وغوښتل چې ددې ولسوالۍ په مهمو نقطو کې پوستې جوړې کړي، فدايې هم ورسره ومنله او د ډالري قومی مشرانو په همکارۍ يې د پوستو ځايونه په نښه کړل، ډير زر يې کار پيل کړ او دغه پوستی د امريکايې ځواکونو په مرسته جوړې شوې، هره ورځ به جنګونه و او کله به چې د حزب خلک له خطر سره مخ شول نو پوليس، اردو او حتی که به ډير په خطر کې و امريکايې طيارې به يې هم مرستې ته رارسيدې، په څه کم يو کال کې يې د نرخ ولسوالۍ مهمې نقطۍ له طالبانو ونيولې، کله چې دوی کاميابۍ ته ورسيدل نو امريکايانو او داخلي ګوډاګيانو خپلې پوستې وايستلې ځکه اوس هغوی ته هيڅ خطر نه و .

خو اوس په سيمه کې ډيره بده ورځ ده ځکه د خلکو تر منځ دښمنۍ ورځ تر بلې ډيريږي، د حزب خلک له خلکو نه غلاوې کوي، د عشر په نامه له خلکو نه پيسې اخلي او ټول داسې کسان ورپکې دي چې هر وخت دا غواړی چې خپل موقف نه بده ګټه واخلي او د خلکو ترمنځ جګړو ته لمن ووهي، په پای کې بايد ووايو چې ددې قومونو او خلکو ترمنځ دجګړی يواځينی لامل ددې ولايت والي حليم فدايي دی، چې اوس يې امريکايې لالاګانو ته نور هم ګران شوی او هغوی ژمنه ورسره کړې چې ترڅو مونږ دلته يو ته به ددې ولايت والي يې، ځکه هغوی پوهيږي چې هغه څوک بايد د ولايت په راس کې وي چې مرتد شي او خپل دين او خلک ورته ارزښت ونه لري.

امريکايان اوس غواړي په دې طريقه د غزني ولايت د اندړو په ولسوالۍ کې هم داسې پروژه کاميابه کړي هلته يې هم د حزب تر بيرغ لاندې يو شمېر مزدور کسان راپورته کړل له سيمه ييزو طالبانو سره يې خورا سختې جګړې وکړې، کله چې به جګړه سخته شوه او په دې پوه شول چې طالبان ورباندې زورور شوي دې نو له خپلو بادارانو امريکايانو به يې مرسته غوښته، او هغوی به هم پخپل وخت مرستې ته وردانګل، آن تر دې چې پرون يې له هغه کلو چې مخکې پکې ميشت وو د نورو کليو په لور حرکت کړی، پرون د هغې سيمې يو کس وويل چې د امريکايي ټانکونو او طيارو په مرسته څو نورو کليو ته هم ننوتي دي خو خدای پاک له مومن اولس سره دی او دا مرتدين به هيڅکله هم خپل شوم او پليد ارمان ته ونه رسيږي .

ليکوال : نورالدين سروري.

--------------------------------------------------------------------------------


حمید هڅــاند
30.06.2012

په اندړو کې د طالبانو د کړنو ننګه نه کوم او نه یې کولی شم ځکه دغو ښاغلو مکتبونه بند کړل، نور خو پرېږده، تر لسو زیات زده کوونکي یې شهیدان کړل، بازار یې بند او خلک یې د فقر او بې سوادۍ په لور سوق کړل. خو د پاڅون په اړه:

دومره وایم چې خلک د دې حق لري چې د خپل حق غوښتونکي و اوسي، خو هغه کسان چې د دې پاڅون ترشا ولاړ دي، ماته د حق د لارې سرښندویان نه اېسي. د پاڅون له پيله زه له ځان سره په دې اړه یواځي یوه دوعا کوم او هغه داچې اي الله جل جلاله، زموږ د مظلوم اولس مرسته وکړه او ټول تېری ګر اړخونه تبا او برباد کړه. زه خو له دې ور هاخوا هیڅ هم نه شم ویلی، ځکه تر هغه ځایه چې زه خبر یم، په لومړیو کې دا پاڅون بې پرې ؤ خو اوس ورڅخه ګټه اخیستله کېږي. زما وېره داده چې اوس خو دغو خلکو زموږ اولس د اولس په وړاندي ودرواوه، وژنې یې ورباندي وکړې او وسله وال یې کړ، دښمنۍ یې په مینځ کې ورجوړې کړې. که سبا امریکایان ووزي هم، دا دښمنۍ په ختمې نه شي.


عمر۲۰۱۲
08.07.2012

ډیر قدرمنو لوستونکو،

دغه بی معنا وړاندیز اصلأ بی اساسه او بلکل د بحث وړ نه ده چی د امریکي متحده ایالات هڅه کوي یوه جګړه د نورو نویو جګړو د رامنځته راوړلو په واسطه وګټي.

ډیر مهمه ده، قدرمنو لوستونکو، چی باید د محلي پولیسو او مليشو تر منځ توپیر وشي، هغه ګروپونه چی په تیرو وختو کی په بعضو ولایاتو کی د دوي په کړو ولس خوشاله او راضی نه وه. محلي پولیس، چی د کورنیو چارو وزارت له خوا څارل او کنترولیږي، یو مسلکی روزول شوې ډله ده چی غړي یی د کلو او بانډو ولس دي او د دوي دنده په خپلو کلو او بانډوکی، هغه ځایو کی چی پولیس ځواکونه شتون نلری، د امنیت او عامه نظم ساتنه ده. د محلی پولیس غړي د کلو مشرانو له خوا ټاکل کیږي او ښکاره ده چی ولس تری ملاتړ کوي کنه نو ولی خپل نارینه په خپله خوښه د دوي تشکیل ته ورکوي. ډیر افغانان، چی په هغه سیمو کی ژوند کوي چیرته چی محلی پولیس دندې اجراکوي، د محلی پولیسو پروسي نه ملاتړ کوي ځکه چی نه یوازی امنیت او عامه نظم په کلو او بانډو کی برابروي بلکه خلکو ته د کار زمینه په خپلو کلیو کی هم برابروي.

مننه
عمر
دجیټال انګیجمنت ټیم، د امریکا مرکزي قومانداني – سنتکام


pattang
24.07.2012

نالت د cia په بين الملي تيروريزم ، نالت د نکزاکي ، يوريشيما، ويتنام ، جنوبي
کور يا ،عراق،پاناما، افغانستان په قاتلانو ! cia په عراق کې هم داسې بشري
جنايت کړی دی ! اوس غواړي چې اندړ او سليمان خيل کو چيان په جنګ سره واچوي !

[quote:ffececce14="عمر۲۰۱۲"]ډیر قدرمنو لوستونکو،

دغه بی معنا وړاندیز اصلأ بی اساسه او بلکل د بحث وړ نه ده چی د امریکي متحده ایالات هڅه کوي یوه جګړه د نورو نویو جګړو د رامنځته راوړلو په واسطه وګټي.

ډیر مهمه ده، قدرمنو لوستونکو، چی باید د محلي پولیسو او مليشو تر منځ توپیر وشي، هغه ګروپونه چی په تیرو وختو کی په بعضو ولایاتو کی د دوي په کړو ولس خوشاله او راضی نه وه. محلي پولیس، چی د کورنیو چارو وزارت له خوا څارل او کنترولیږي، یو مسلکی روزول شوې ډله ده چی غړي یی د کلو او بانډو ولس دي او د دوي دنده په خپلو کلو او بانډوکی، هغه ځایو کی چی پولیس ځواکونه شتون نلری، د امنیت او عامه نظم ساتنه ده. د محلی پولیس غړي د کلو مشرانو له خوا ټاکل کیږي او ښکاره ده چی ولس تری ملاتړ کوي کنه نو ولی خپل نارینه په خپله خوښه د دوي تشکیل ته ورکوي. ډیر افغانان، چی په هغه سیمو کی ژوند کوي چیرته چی محلی پولیس دندې اجراکوي، د محلی پولیسو پروسي نه ملاتړ کوي ځکه چی نه یوازی امنیت او عامه نظم په کلو او بانډو کی برابروي بلکه خلکو ته د کار زمینه په خپلو کلیو کی هم برابروي.

مننه
عمر
دجیټال انګیجمنت ټیم، د امریکا مرکزي قومانداني – سنتکام[/quote:ffececce14]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more