اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ورورولي د اسلام له نظره!
شاه ولي
26.06.2012
السلام علیکم و رحمة الله و بركاة،
وعن ابن عمر رضي الله عنهما ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : المسلم اخو المسلم لايظلمه وَلاَ يسلمه من کان في حاجة اخيه کان الله في حاجته ومن فرج عن مسلم کربة فرج اللهُ عنه کربة من کرب يو متالقيمة ومن ستر مسلما ستره الله يوم القيمة (متفق عليه )
ژباړه : ابن عمر رضي الله عنهما فرمايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي ،يو مسلمان دبل مسلمان ورور دي، ظلم به پري نه کوي، څوک چي دخپل ورور حاجت پوره کړي، نو الله تعالى به دهغه حاجت پوره کړي اوچا چې دمسلمان څخه يوه سختي لري کړه الله تعالى به لري کړي په سبب د دې سره دهغه څخه سختي دقيامت دورځې اوڅوک چې ديو مسلمان ورور پرده وکړي نو الله به دقيامت په ورځ دهغه پرده وکړي .
شرحه : دپورته حديث شريف څخه څرګنده شوه چې يو مسلمان په بل مسلمان څه حقوق لر ي، (١)ظلم به پري نه کوي، (٢) يو مسلمان ته نه دي پکار چې بل مسلمان دشيطان په لاره تلو ته پريږدي ځکه الله تعالى فرمايي (ان الشيطان لکم عدو فاتخذوه عدوا ) شيطان ستاسې دښمن دي تاسې ورسره دښمني وکړي، (٣)هر شرعي حاجت به يي پوره کوي، (٤)سختۍ اوتکليف ته به يي نه پريږدي (کومک اومرسته به ورسره کوي )، (٥) پرده به پرې اچوي که کوم عيب يا ګناه پکې وګوري خلکوته به يي نه رسوأ کوي مثلا که چا څوک په زنا وليده دا به يي پرده نه اخلي بلکه نصيحت به ورته کوي خو که خبره قاضي اومحکمي ته ورسيده اوداکس يي دګواهۍ لپاره وباله بيابه ګواهي نه پټوي .
والسلام،