د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

فدایي بريدونه د اسلام له نظره

حذيفه
26.06.2012

په فورم کي راسره پوهانو په دې اړه هم خپلو معلومات راسره شريک کړئ !
إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنْفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ وَالْقُرْآَنِ وَمَنْ أَوْفَى بِعَهْدِهِ مِنَ اللَّهِ فَاسْتَبْشِرُوا بِبَيْعِكُمُ الَّذِي بَايَعْتُمْ بِهِ وَذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ (التوبه :۹/ ۱۱۱)


وزیري
27.06.2012

حذیفه صاحب، یوه موضوع دي د ږیري را اخیستي او بله دي اوس د فدائی بریدونو را واخسته. دواړه دی همداسي ګنډوي پریښي دي. که زما مني یوه موضوع شروع کړه او پري ور بسم الله که. د خلکو نظرونه څه کوي، که معلومات درسره وي نو مهرباني وکړه میدان ته یی را وړاندي کړه چی خلک ترینه مستفید شي. که د چا یاد وه نو په تکرار سره به یی نور هم ښه یاد شي او که د چا نه وه یاد نو په علم کی به یی زیاتی راشي. که په منځ منځ کی چا درسره مخالفت وکه نو هغه به هماغه وخت خپل نظر وړاندي کړي که نه وي نو غوږ به یی درته نیولای وي.


larghonay laraway
27.06.2012

السلام عليکم!
وزيری صيب ښه خبره کړې ده زه يې هم تاييدوم. خو دومره وايم چې يو شی وي نو بايد بحث پرې وشي ما او احمدزي ورور يو کال وړاندې په دې موضوع ډېر بحث کړی ؤ خو بحث مو دا نه ؤ چې ځان وژونه ښه ده او که بده، بلکې بحث په دې ؤ چې ځان وژونکي شته او که هسې ډنډوره ده؟

زما له ډېرو دلايلو څخه يو دا ؤ چې مونږ د روسانو سره له جهاده نيولې تر ننه پورې په هر کلي کې د هغو شهيدانو مجاهدينو کورنۍ، خپل خپلوان او دوی پېژنو کې له روسانو سره په جهاد کې شهيدان شوې دي. همدا راز اوس هم ډېر کسان پېژنو چې له بهرنيو ځواکونو سره د طالب په نامه شهيدان شوې دي خو داسې هيڅوک مو ونه پېژندو چې پلانی د پلاني زوی او د پلاني کلي او انتحاري حمله يې وکړه!
زما په نظر چې له ډېرو نورو مې هم اوريدلي انتحاريان نشته دا کارونه په خپله امريکايان کوي او د افغان تاليڅټی حکومت او يو هوايي کريکټر ذبيح الله مجاهد يې ورسره مني.
د ذبيح الله مجاهد خبرې اوس داسې دي لکه د شپون او ليوه کيسه. اوس هيڅوک هم پرې باور نه لري. باور وکړئ څو ورځې وړاندې په يوه محفل کې يو چا وويل ( که زلزله وشي هم ذبيح الله مجاهد يې پړه په غاړه اخلي)
خدای دې وکړي چې د بحث مسير مې نه وي بې لارې کړی.

حذيفه صيب که هم د فدايانو د جوزو او لایجوزو په اړه اسلامي دلايل وړاندې کړئ او هم د انتحاريانو په اړه چې شته او کنه نو ډېر به ښه وي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more