نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
انتخابات او افغانستان كي د باكستاني كلتور
doctor
05.10.2004
ګرانو هيوادوالو او درنو لوستونكو ليكوالو لمړې مې تاوده سلامونه په دي يخه يخني كي ومنۍ
دا يوه ليكنه ده چې يو پاكستاني ليكوال كړي او ډيره ښه او په زړه پوري ليكنه ده ليكن دا د رنګونو ډيزاين ورته ما وركړي تاسې ددې ليكنې او ډيزاين په اړه څه فكر كوي خپل نظرونه څرګندولاې شي لكه څرنګه چې تاسې ته څرګنده ده چې د افغانستان بيرغ دري رنګه لري او هر رنګ يې يو مفهوم څرګندوي او يوازي د عنوان رنګ نه دي نو پدې اساس زه فكر كوم چې شين رنګ د ودانۍ سور د جنګ او تور به د استعمار لاندې د ژوند تيرولو مفهوم ولري نو له همدي كبله د رنګونو سطحې په مختلفو اندازو دي دا په دي معني چې كه خداې ناخواسته ټولټاكنې وشي او كوم څوك چې د ليكوال په اند منتخب شي نو بيا به دا كوم دور وي او څومره موده به خلك په دغه دور كي تيروي او خداې خبر چې بيا به نورې داسې دورې رامنځ ته كيږي هيله ده چې خپل نظريات څرګند لوستونكي وپوهيږي چي انتخاپات څه؟ د څه لپاره؟ او ايا پاكستان لكه څرنګه يي چې ځنې فكر كوي ازاد دي او كنه؟ او داسي نور
[color=green:2f201c6b37]ليك نور البشر نويد[/color:2f201c6b37]
[color=red:2f201c6b37]په افغانستان کښې دپاکستان سياسى کلچر[/color:2f201c6b37]
[color=black:2f201c6b37]دافغانستان دانتخاباتو پحقله عجيبه خبرې او قياسونه راځى که چرې دا انتخابات وشول نو ډيره موده پس به په افغانستان کښې اولس د پنځويشتو کالو دجنګ اوجهاد نه پس دا ورځ ومومى اوس سوال دادے چې دا ورځ به څنګه وى !!؟ اوپه دې ورځ به افغان اولس په خپله رائې کښې څه وائى او نتيجه به څه راځى !!؟ دافغانستان داانتخابات چې مونږ دپاکستان دسياسى کلچرپه تناظرکښې ګورونو ضروربه ددې ملک په پخواني دورلږ شان هم نظر اچوو ددې وجه د کابل او اسلام اباد نيغ په نيغه پخوانۍ رابطې دى اسلام اباد د کابل تخت ته دپيښور دمعاهدې په رڼاکښې رهبران ليږلي وو اوبيا په هره معاهده کښې پاکستان دکابل تخت ته وخت په وخت نوى نوى رهبران ليږل. دا انتخابات په هاغه ائينه کښې اوس هم ښکارى خوانداز ئې بدل دے يعنې سياسى کلچر ئې دپاکستان دے اوکوم کار چې به اسلام اباد په تيرو دورونو کښې کوو هغه کار اوس پخپله نيغ په نيغه امريکه کوى . دافغانستان انتخابات که دهرچاپه نګرانۍ کښې کيږى او هرڅوک هرڅه اشارې کوى خو مونږ ته دا يوه اشاره بيخى واضحه ده چې دا انتخابات به هم د موجوده دور سياسى کلچر لرى او داسياسى کلچر به دپاکستانى انتخاباتو وى ځکه چې مهاجرو اوانصارو يوبل سره دلته پنځويشت کاله ژوند تيرکړے دے اوديوبل ډير رواجونه دستورونه ،روايات او سياسى کلچر ئې هم له ځانه سره وړې اوقبول کړے دے بلکې په ډيرو انتخاباتو کښې خو افغانانو ووټونه هم اچولى دى اودخپلو طرفدارو په جلسوجلوسونو کښې ئې هم ګډون کړے حالانکې دغه ډلې داخبره نه منى چې لر اوبر يوافغان بلکې داوائى چې لر اوبر يومسلمان. خو دمسلمانۍ دغه شکلونه ئې ورله هم اوس د ډيورنډ دكرښې تقسيم کړىدى په سياسى کلچر کښې هم افغانان مونږ سره شامل دى ډيرو ليکونکو خوئې په احمدشاه ابدالى او نورو اتلانو کرښه نۀ ليکله خوپه قائداعظم اونوابزاده لياقت على خان دوفات او پيدائش په خصوصى خپرونوکښې به ئې ليکنې کولې داهغه سياسى کلچر دے چې اوس به افغانستان کښې دانتخاباتو په شکل کښې څرګنديږى او امريکه که په خپله اشاره هرڅوک راولى خو دانتخاباتو نتائج به دپاکستان دسياسى کلچر په رڼاکښې راځى لكه چې دوړاندې نه يې شوکت عزيز نامزد وزيراعظم وټاکه اوبيا چې نتائج راغلل نو په دواړو حلقوئې په دروند اکثريت ګټات کړے ؤ او اوس وزيراعظم دے خوکه شوکت عزيز دحکومت نه بغير داسې کول نو نتائج به بل شان راتلل نو نتيجه ښکاره او واضحه ده او اوس چې په دغه رڼاکښې افغانستان کښې انتخابات کيږى نو دهغې نتيجې به هم داسې وى لکه دپاکستان د انتخاباتو نتيجې !! دپاکستان په سياسى کلچر کښې ورته دهاندلى وئيلے شى اوافغانان به ورته ((غلاغلتى)) يانور نورڅه وائى ددې وجه داده چې حامدکرزے دافغانستان صدر دے او څه خلق دحکومت نه بهر دى څه سرکارى عوام دى او څه فقط عوامى عوام دى . پاتې شوه دامريکې خبره نوامريکه خوپه پاکستان کښې هم صحيح جمهوريت دپاره جنرل پرويزمشرف هم څه مودې پورې نه خوښولو خودپينټاګون واقعه چې وشوه نو دپاکستان دجمهوريت شکل ئې د وردى سره تسليم کړو دادپاکستان دباوردى صدرانو خوش قسمتى وى چې امريکه ئې دځان دپاره خوښ کړى جنرل ضياء الحق ئې د ذوالفقارعلى بهټو په دښمنۍ کښې واخستواوجنرل پرويزمشرف ئې دطالبانو په مقابله کښې په جرات مندانه اقداماتوخوښ کړاوس دغه کلچر په افغانستان کښې هم امريکه کوى پس نتيجه واضحه ده چې پدې انتخاباتوکښې به هغه څوک بريالى کيږى څوک چې دامريکې دمفاداتو په ضد نۀ وى[/color:2f201c6b37]
[color=olive:2f201c6b37]نو اوس مو خوشه جي بكي برخه اخلي او كه نه[/color:2f201c6b37]
م ن غروال
10.10.2004
ډاکتر صاحب سلامونه ومنۍ
تر ټو دمخه زموږ ټول افغان پاڼې ته چي ستاسو به هم وي ښه راغلاست وايم٠
خوښ به شم که زمونږ په بحثو کي هم چي اوس مهال هم روانې دي خپل ګډون وکړئ او خپل نظريات به د هېواد د بيا رغونې او سولې د تأمين په هدف سره ليکو٠
په افغانستان کښې دپاکستان سياسى کلچر
ډاکټر صاحب باور وکړئ ډير ناوړه او بدرنګه عنوان دي٠ د پاکستان زوئ مړ دي چې د غرب خواخوږي د افغانستان سره شوې او همدا ډول اوس همدا کلتور لېي چي څرنګه اوضاع د تېر وحت په شان خړه پړه کړي تر څو نور هم ګران هېواد دافغانستان لپاره داسي ستونزې رامنځ ته کړي چې لورۍ يي بيرته دتباهۍ خواته شي، خو خداي ج دي د افغان مظلوم اولس انتقام ورڅخه واخلي٠ آمين
او خداي پاک دې تل ګران هېواد افغانستان د پاکستان له سياسي کلتورچې، زه يي اکثراٌ چټلستان بولم،په خپل امن کي وساتي٠ عجب بد او خطرناکه او نا مسلمانه لوئ افغان دښمنه پليته څېره ده٠
په درناوې
ستاسو ورور غروال
د محترم غروال صاحب په ځواب كښې
doctor
11.10.2004
زما سلامونه او ښې هيلې هم ومنۍ
محترم غروال صاحب تاسې چې پاكستان ته هر څه وايۍ دا ستاسې خپل نظر دې زه يې نشم تائيدولې ځكه چې ملت يي مونږ سره ښه كړي او دا پنځه ويشت كاله مو د كفارو په مقابل كښې دلته د هجرت شپې او ورځې تيري كړي تاسې زما له ليكنې ناوړه او غلط تعبير اخيستې زما مقصد ترې دا ؤ چې په افغانستان كښې ټولټاكنې د افغانانو او يا هم لږترلږه د نړيوال قانون له مخې نه كيږي او ونه شوې بلكه د همدغه ياد شوي هيواد په شكل وشوي چې د ډيموكراټانو مشر بادار ورته ډير ښه هيواد او د ترورستانو او ترهګرو لوې مرد مقابل واېې او په همدې يي څو څو ځله انعامونه هم اخيستې او دادې اوس خو يي په خپل انډيوالانو كښې شامل كړ پدې كښې شك نشته چې دا داسې هيواد دې چې د ترهګرو ځاله يې بللې شو ليكن دا به څوك سپينه كړي چې ترهګر څوك دې او تعريف ته خو يې اوس نړيوال هم ګوته په غاښ دي په هر حال دا به راسره منې چې كه يې ستاسې په وينا چټلستان وبولو نو بيا خو به دا ضرور ومنو چې له چټلستان څخه تللې او يا اوسيدلې خلك يواځې او يواځې چټلې پيژني او بس او دا د منلو وړ خبره نده بلكه د خپلو افغانانو توهين دى او هغه د اسلام ټيكه داران هم له همدغه ځايه تللي ؤ او حتى د ډيموكراسۍ دعويداران هم يو څه وخت همدلته تربيه شو چې اوس په افغانستان كښې يې تجربې پري كوي چې دغه انتخابات يې بيلګه ده