اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د طیب صیب په وينا د اهل حقو ديوبنديانو په اړه د ارشد بريلوي غوره ليکنه(زلزله)
حذيفه
23.06.2012
څو ورځې وړاندي مي د زابلي صیب په سلسلواره ليکنه د ديوبنديانو په برخه کي وليدل چي هر اهل حق ديوبندی دئ ، دا خبره يې په دومره جرائت کړې وه چي ګني له دې پرته نور اهل حق نه دي او حقيت هم په دې نوم کي په داسي حال کي چي زما د معلوماتو له مخې نه د ديوبنديانو نوم حق دئ او نه يې هم مسلک ، که څوک په دې اړه زيات وضاحت غواړم نو زه يې ورکوم ، خو تر دې مخکي چي هر يو خپله په دوئ پسي څراغ راواخلي او عقائد يې د اعمالو په تله کي وګوري نو به ورته جوته سي چي ديوبندی معنی څه ؟
خو زه په دې ليکنه کي د ارشد القادري بريلوي د هغه کتاب په اړه څه ليکل غواړم چي نومړی ليکوال د ديوبنديانو په اړه ليکلی دئ ، ارشد القادري په دي کتاب کي د ليکنې انګېزه دا په ګوته کوي چي زموږ د انبياؤ په اړه عقيده داده چي هغوئ ته الله دا وس ورکړي په پټو خبر سي او هم له مظلومانو سره مرسته وکړي الله هغوئ ته د تصرف قوت هم ورکړی دئ چي هغوئ په ځينو شيانو کي د تصرف حق هم لري ، خو دی وايي په دې اړه د ديوبند علماء په دې اند دي چي دا عقيده د نبي په حق کي کفر ده او له قران وسنت څخه پرې زيات دلائل راوړي اوس مهمه خبر داده چي ايا ديوبنديان دا د قران وسنت عقيده د هر چا په اړه لري ؟
که داسي نه وي نو دده په ټکو چي زه مسلمانانو ته فرياد کول غواړم ، په دې سره خپل په حلق کي بند سو اواز رسول غواړم ، دا وايم که ستاسو مسلک له قران وسنت څخه اخذ سوی وي نو تاسو يې بايد په هر حال کي پابندي وکړئ کومه عقيده چي تاسو د انبياؤ په اړه کفر وشرک بولئ هغه به د خپلو مرشدانو ، پيرانو او وليانو په اړه هم کفر وشرک ګڼئ لکن افسوس چي داسي نه ده ، کومه خبره چي د نبي په حق کي کفر ده هغه يې د خپل کور د ولي حق کي عين اسلام ده ، په کومه ګروهه چي مسلمان دنبي په حق کي له اسلامه وزي هغه عقيده د کورنيو بزرګانو په حق کي بعینه ايمان ده ،د بريلوي صیب دا استغاثه ده اوس تاسو او انصاف چي که په کومه عقيده بريلوي کافر دئ نو هغه خو ديوبندي هم لري ، دا څرنګه امکان لري چي په يوه عقيده بريلوی کافر دئ خو ديوبندی تر هر چا ښه مسلمان دئ ؟ديوبندی څه حق لري چي بريلوی مشرک کړي ؟ ځکه بريلوی خو خپله عقيده د همدې فقهې په کتابونو ثابته وي نو بیا مشرک ولي دئ ؟ ديوبندي چي د کوم مذهب پيرو دئ بريلوی هم د هغه متبع دئ ، په هغه مذهب کي چي هر څه دي هغه ټول مني نو زه خو بريلوی په احنافو کي هغه اصلي حنفي او مذهبي بولم ، ولي په هغه ټولو عمل کوي چي فقه کي سته او د دوئ اسلافو ورته ليکلي دي بد خو ديوبندی سو چي کله بريلوي ته ورمخ سي نو له قران او سنت څخه دليل وايي او کله چي له وهابي سره مخ سي نو بيا يوه او بله بانه کوي چي په دې خوموږ نه پوهېږي اړ يو چي د اسلافو تقليد وکړو هغوئ تر موږ ښه په پوهيدل له دې کبله موږ په هغوئ حسن ظن لرو نو ځکه يې خبره په دين کي حجت بولو .
خير دا بيا وروسته ګورو چي ديوبندي معنی څه ؟ عمل يې کوم دئ او عقيده يې څه ده ؟ خو دلته به د ارشد القادري يوه يادونه هم وليکم ، دی د خپلې سريزې په پای کي د يادونې تر سرليک لاندي داسي ليکي :
د ديوبنديانو په اړه د دواړو برخو په حوالو کي که چا يوه هم غلطه ثابته کړه نو لس زره (۱۰۰۰۰) روپۍ انعام ورکول کېږي .
اوس نو غوره چانس دئ ديوبنديان دي اوس په يوه غشي دوه نښانه په نښه کړي هم دي له خپلې عقيدې دفاع وکړي او هم دي لس زره روپۍ تر لاسه کړي .
راسئ! له بريلوي څخه د خپلو ځانونو دفاع وکړئ ، دا هغه بريلوی دئ چي دیوبنديان يې هر وخت مشرک بولي ، اوس له دې مشرک څخه په خپله عقيده کي ځان خلاص کړئ ؟ بريلوی مشرک دئ ؟ په څه ؟ د نبي په اړه د حاضر وناظر عقيده لري ؟ دا خو دیوبندی د خپل مرشد په اړه لري نو اوس به څه کوو ؟ بريلوی خو دومره ښه دئ چي دنبي په اړه دا عقيده لري بد خو ديوبندی سو چي د کور هر بزرګ يې په هر ځای کي حاضر وناظر دئ ، هر ځای يو ديوبندی بل ته مرسته ورکولای سي او په هر څه يې خبرېږي . دا هم تاسو او دا مو ارشد صیب که يې کوم ديوبندی ځواب لري نو راوړاندي دي سي !.
حذيفه
10.07.2012
وزیري صیب !
که غواړي چي د ديوینديانو په اړه بحث وکړې نو همدا کړکۍ روته خلاصه ده او په دې ځای کي په دې اړه خپل معلومات سره شريکولای سو .
که څوک يې هیله کوي نو زه به يې هم ان شاء الله په سالمو دلائلو استقبال کړم .
وزیري
10.07.2012
سمه ده صاحب، په دی باندي به بیا سره وغږیږو. اوس به همدا د ږيري او ظني موضوع حل کړو.
حذیفه جواب
Mazharee
29.07.2012
حذیفه صیب
خپله کهانت اوتقیه مودلته هم ښکاره کړیده، تاسوسلفیان اووهابیان خوبریلویان مشرکان بولی، اودایوحقیقت دی، ځکه ستاسورسالی اوکتابونه لدی خبروڅخه ډک دی، بیاموڅرقم پری باور راغی چی دده خبره مو ددیوبندیانو پرضدرانقل کړه اوپه هغه مواستنادوکی؟ اوهغه چی کوم سوچه دروغ ویلی دی، هغه ورسره ومنل، چی دیوبند دخپل دکور دیومعمولی سړی په هکله عقیده دحاضراوناظرلری، ګوره سړیه! داسی خوشی چټیاټ اوبی سنده خبری مکوه ، ته دبریلوی خبره چی ستاپشان یوبدعتی اوخرافاتی سړی دی خبره دبل په حق کی مه منه، ته مهربانی وکړی خپله ددیوبند دعلماؤ کتابونه اورسالی وګوره ، چی آیاددوی په کتابونوکی داسی شرکی خبری سته؟ که تاوماته په یوه کتاب کی دغسی وښوله نوزه به هم ستاسره ملګری سم، داهسی درواغ اوبی اساسه خبری دی، ته چی دهرڅه نه ناخبره یی، ورسره ځان خبرکړه چی دبریلویانومسلک دابتداء څخه کله؟ اوچا ؟ دچا په لمسونه جوړکی؟ خوګوره هیردی نشی خپل دسلفیت په هکله هم معلومات ځان ته حاصل کړه او وګوره چی ستاسو دغه دګوډوپښو مسلک چادچاپه لمسون جوړکړی؟.
ستاسوسلفیانوپه هکله می دحضرت مولاناعبدالعلی دیوبندی رحمه الله خبره راته یادیږی چی ویل بئی: سلفیان په وهابیانوکی داسی دی لکه سیکان په هندوانوکی، خوزه تردی پرعجیبی خبری باندی باورلرم اوهغه داچی نن تا اوداستاډول خلګو، عیناهغه مسلک اوکاردیهودو اونصاراوو را اخستی دی ، ځکه دیهودو اونصاوراوو ترمابین هم دتاریخ په اوږدوکی ډیری سختی دښمنی تیری سویدی، خولیکن اوس یی داسلام پرضد اتفاق اواتحاد کړی، تاسوسلفیانواوبریلویانوهم ډیری دښمنی سره درلودلی ستاسودواړو جانبینوکتابونه ددی نه ډک دی چی یوبل ته مومشرک اوکافروایه، خولیکن نن مود دیوبندیانوپرضداتحاد اواتفاق سره کړی. خومطمئن وسه چی داکارونه موهیڅ په درد نخوری، نه تاسوڅوک خپل غلط مسلک ته جذب کولای شی اونه څوک ستاسوپسی ځی، تاسوخپله لاره ورکه کړی وبل چاته به څنګه لاروښایست؟ خلګه تاسوښه پیژنی، اوس داخبره تاسوهم درک کړی ځکه اوس خپله دسلفی اووهابی دنامه څخه بدوړی، پداسی حالکی چی پخوابه موپری افتخارکوی،
* ٱلَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي ٱلْحَيَاةِ ٱلدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعاً
اکرم
30.07.2012
نورالحق صاحب ، دهوښیار سړي خو دستر ګو جارشم ، چې هر خبره یې مناسبه او هر وینا یې خوندوره وي !
حذیفه صاحب هسې، شه سړی دی خو معلومات یې لږ ګډوډ شوي ، هغه چې وايي اعتراف په جهل نیم علم دی بیخي په ځای خبره ده ، او بې ځایه سر زوری دسر په بیه تمامیږي هم ولا که بې ځایه خبره وي ! که زه دحذیفه په ځای وي ، ددې پر ځای چې وخت مې په بیځایه او تشو دعوو ضایعه کړی واي ، ستاسې محترم څخه مې مننه کوله اوستاسو درنو خبرو ته مې غوږ نیوه ، که مې هسې نشو کولای بیا مې په سم دلیل او منطق بحث ته ادامه ورکوله ، نه په دې بې ربط او بې دلیله چټیاتو چې تر اوسه يې وخت پرې ضایعه کړی !
زه داسې فکر کوم چې هغه نور ملګري یې هم دده ژغورلو ته ځکه نه را دانګي ، چې ښايي پوه شوي وي چې خبره ورانه ده ! او په (ستراتیژی ) باید له سره غور شي ،هههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههه !
نور الحق صاحب په قلم مو برکت شه او خدای مو سرلوړی لره .
مننه
حذیفه کاږلي :
[quote:e3d1361705]د طیب صیب په وينا د اهل حقو ديوبنديانو په اړه [color=darkred:e3d1361705]د ارشد بريلوي غوره ليکنه[/color:e3d1361705](زلزله)[/quote:e3d1361705] لږ شرم هم ښه وي !!!
وزیري
30.07.2012
اکرم صاحب! د حذیفه نور ملګري هم اوس په دي پوه شویدي چی له ښکاره نه پټ ګرځیدل ډیر مفید دي. دا خلک په ټول تاریخ کی یوه هم داسي پیښه نلري چی دوی دي د مذهبي علماؤ په مقابله کی بریالي شوي وي.
ددي ټولو په لیدو سره به هم دوي هیڅلکه بیرته حق ته را ونه ګرځي ځکه چی زړه هم توریګي کنه او په تور زړه به بیا ښه حق او ناحق وپيژنې.
الله جل جلاله دي ټولو هغو مسلمانانو ته چی له حق نه منحرف شویدي هدایت نصیب کړي.
والسلام
دوزیری اواکرم صیب نه مننه
Mazharee
30.07.2012
اکرم صاحب اوزیری صاحب! ډیره مننه.
داسلفیان اووهابیان فکرکوی چی دین اواسلام هم بس دغه څومختلف فیه مسائل دی چی مونږورباندی خپل توان ختم کړیدی اوعلم هم بس دغه څومسائل دی چی مونږدهغوپه درلودلوباندی ځانونوته مجتهدین وایو،دوی خواران، پدی ندی خبراونه هم په پوهیږی چی داخوداسی دریاب دی چی چاندی پای کړی، اوپه دی کارکی هم فکرنکوی، چی ته راسه یووار زمونږسلفیانو اومذهبیانو تازیخ ولوله چی تراوسه داسی پیښ سویدی چی غیرملقددی پرمقلدباندی زورورسوی وی اوهغه دی ملامت کړی وی، خوزه تری ګیله نلرم ځکه هوښیاران وایی: درواغجن حافظه نلری - بی علمه تجربه نلری، کچیری دوی تجربه اوحافظه درلودلی، زمونږ احنافوعلماؤ ددوی سره په هره مناظره کی میدان ګټلی ، خوله بده مرغه ددوی بیاهغه مغلوبیت هیروی اوتجربه هم نه ځنی اخلی، مولانامحمدیوسف بنوری رحمه الله ، چی کله حج ته ځی په ټول سعودی کی اعلان کوی چی هرڅوک پرمذهب داحنافواعتراض لری رامخته دی شی، زه دهرچاسره دمذهب اثبات لپاره مناظری ته حاضریم، په ټول سعودی که څوک نه پیداکیږی چی ددوی سره مناظره وکړی داعلاء السنن مصنف مولانا ظفر أحمد العثماني التهانوي، رحمه الله چی به مجلس ته سلفیانوورغی هغوی به دمذهب په باره کی خپل شروع کړی بحث هم پسی پریښودی، نوداخلګ بیخی اهل دمناظری ندی؛ خولیکن چی مونږورسره مناظره شړو پدی خاطرچی خلګ یی وپیژنی اوددوی بیلاری اوانحراف اوبی علمی وخلګوته ښه ښکاره شی، اوس هم ناوخته ندی کچیری ښاغلی حذیفه اودده ملګری ددعوی څخه داجتهاد توبه وباسی مونږکارنه په لرو. خوکه توبه ونه باسی نوبیازمونږمناظراوشخړه به ورسره روانه وی انشاء الله