اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
په مچیوکې دالله دقدرت نښې
رښتینی
22.06.2012
په مچیوکې دالله دقدرت نښې
قرانکریم وایې : وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ * ثُمَّ كُلِي مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلاً يَخْرُجُ مِنْ بُطُونِهَا شَرَابٌ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاءٌ لِلنَّاسِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآَيَةً لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ)[النحل: 69].
دقرانکریم ددي ایتونو په هره کلمه کې ستره اعجاز پروت دی راځئ موږ دا کلمات اوعبارات دلته څیړو : (أَوْحَى)دا ثابته شوې ده چې مچۍ د شاتو جوړونه نه زده کوې بلکي الله په دیو کې داسې یوه غریزه ایښې ده چې دهغي په برکت سره دا عجیب کار پرمخ ولي او دوی ته داسې دقیق پروګرام ورښوول شوی دی چې له ملیونوکلونو راهیسي په هغه رواني دی او هیڅ مخالفت ن راځي، د (اتَّخِذِي) په جمله کې هم اعجاز پروت دی مچۍ په غرونو ، ونو او جوړو شویوځایونوکې کورونه
جوړوې که دوی خپل کورونه په لرې پرتو ځایونوکې جوړولی بیا یې نشوی کولی ځانونه خپلو کورونو ته برابر کړي دا لاره دوی ته چا ښوولي ده ؟
مچۍ ډیر انساني خواص لرې لکه سوچ او فکر اوپه خپله خاصه نړۍ کې ددوی ترمنځ پوهول ، کورونه جوړول ،اوخواړ تیارول اوپه دي توګه دوی له انسانانو سره ډیر ورته والی لرې اودي خبري ته قرانکریم داسې اشاره کړي ده :
: (وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا طَائِرٍ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إِلَّا أُمَمٌ أَمْثَالُكُمْ مَا فَرَّطْنَا فِي الْكِتَابِ مِنْ شَيْءٍ ثُمَّ إِلَى رَبِّهِمْ يُحْشَرُونَ) [الأنعام: 38].
یعني په ځمکه کې هیڅ داسې څاروی او نه په وزرونوتلونکی مارغه شته مګر هغه ستاسوپه څیر امتون ديموږ په خپل کتاب کې هیڅ نیمګړتیا نده کړې بیا به دوی خپل څښتن ته ورپورته کیږې .
په علمي توګه ثابته شوې ده چې دشاتو دری غوره ډولونه دي اودا دری ډولونه یې په طبي لحاظ ترنوروډیر ګټور دي چې لومړۍ یې دغرونو شات دي دویم یې هغه دي چې په ونو کې یې مچې تیاروې اودریم ډول یې هغه دي چې کوم کوم کورونه مچیوته خلکو تیار کړې وي او دوی شات پکي تیاروې اوس تاسو دقرانکریم اعجاز ته راشئ دا دری ډولو نه په دي ایت شریف کې په همدي ترتیب سره
بیا ن شوې دي :
1- اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا
2- وَمِنَ الشَّجَرِ
3- وَمِمَّا يَعْرِشُونَ
الله مچیوته معلومي لاري ایل او تسخیر کړي دي هغوی په زرهاو کیلومیتره لاري وهي څو دشاتو دتیارولو له پاره خواړه رایوځای کړې او د دوی له پاره په فضا کې الله معلومي لاري ټاکلي او اسانه کړې دي لکه چې وایې فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلاً)!
هغه کوم ځواک دی چې دي کوچني ژوې ته یې دومره پلانونه تیار کړي دي او دا په ظاهر ډیر ساده او سپک ژوی په حقیقت کې څومره عجیب خوراک تولیدوې !!!
په د ي لوړ انځور کې د مچۍ دماغ شوول شوی دی پوهان وایې دمچۍ دومره کوچنی دماغ د دومره عجیبو کارونو ترسره کولو هیڅ صلاحیت او وړتیا نلرې خو بیا هم دا دومره عجیب او لویکارپر مخ ولي نو دا دنویو پوهانو او دبیولوژي دماهرینو له پاره اوس هم نه حل شوې موضوع ده او لا یې د حیرت او هیښتیا ګوتي په غاښونو نیولي دي
اوپه اخر کې باید ووایو چې دا خبره شاید هرچا ته معلوم وې چې په شاتو کې دمختلفو ناروغیو له پاره شفا ده اوددي خبرې یادونه داسې شوې ده : (يَخْرُجُ مِنْ بُطُونِهَا شَرَابٌ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاءٌ لِلنَّاسِ)
اودا خبره اوس روښانه شوې ده چې شات د مچیو په ګیډو کې تیاریږې او کوم کور چې دوی تیار کړی وې په هغه کې ساتل کیږې پوهان وایې په دي کور کې دشاتو دساتني له پاره مچیو ډیر عجیب او حیرانوونکی ترتیبات نیولي او هغه داسې چې دشاتو دساتلو له پاره ۳۵ c لازمي ده او دمچیو کورونه داسې تیارشوې وې چې دا درجه هوا ساتلی شې او هغه داسې چې دوی دشاتو ځایونه داسې تیار کړي وې چې هغه اوبه جذب کوې او هغه دوی لانده لرې او بل یې کور حتما په یوه شې پورې ځوړند کړی وې څو یې هوا ووهې اوپه دي توګه معلومه درجه ساتل شوې پاته وې او که فرضا وا ودریږې نو بیا ځیني مچې موږ وینو چې په خپل کور راټولي وې او دهغو یوډول اواز هم اوریدل کیږې او داځکه چې هغوی په خپلو وزرونو سره دشاتو خونوته ته هوا ورکوې څو معلومه درجه وساتل شې !!
دهندسې په حساب مسدس شکل ترټولو نورو اشکالو قوې او ډیر شی ځایوونکی دی او مچېو د شاتو له پاره دا مسدس شکل غوره کړی دی ایا دا دقیقه شوونه مچیو ته ړانده طبیعت کړي ده ؟ دا د طبعیت دبندګانو دعقل دویښوولو له پاره یو قوې درس دی دا یواځی دستر څښتن له حکمته او کره والي ډکې کړني دي چې دي ناچیزه ژویو ته یې دومره پوهه ورکړې ده : واوحي ربک الي النحل .
ددي ایتونو پ اړ تاسو دا لنډي خبرې واوریدلي اوس موږ د ي پایلي ته رسیږو چې په دومره کمزوري مخلوق کې دومره له اسرارو او حکمتونو ډکي خبري دغور او فکر وړ خبرې ندي ؟ او دي خبرې ته دایت په اخر کې الله داسې نغوته کړې ده :(إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآَيَةً لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ).
په دي کې د هغه قوم له پاره دالله دقدرت نښې دي چې فکر کوې .
یادونه : ددي لیکني اساس د عبدالدائم الکحیل یوه لیکنه ده
او نورمعلومات له نوروځایونو رایوځای شوې دي اوبل دي لیکني
ځیني انځورونه لرل چې دلته مو ونکړی شوی پورته یې کړو او له
انځورونو سره یې زما په بلوګ ( رښتیا ) کې کتلی شئ
پتوال
27.06.2012
رښتینی صیب طبیعت ټول الهی اعجاز دی، له اتوم الکترون او بروتون څخه نیولې تر کایناتو پورې ټول
د الهي قوانینو تابع دي او لعب و مهملتیا په کې نشته .
د بیلابیلو instinctiv سلوکونو او حرکتونو پیدا یښت او شتون هم د الله تعالی معجزې دي، که د شاتو دمچیو حرکتونه وي ،
د مېږیو حرکتونه وي او که د ماهیانو او زاڼو یا نورو مرغانو ټول د هغو قوانیو تابع دي چې الله تعالی په طبیعت کې پیدا کړي او
پر دوی یې مسلط کړي دي! طبیعت ټول تر سترو او وړو اج زاو پورې په یو عام او کلي تړاو کوزالیټي سره تړلې او مرتبط دی او هغه الله تعالی رامنځته کړی دی ، جزي، موقتی قطع کول او
ختمول یې هم د همغه ذات په لاس کې دي چې دهرې نړۍ یواځینی خالق او پالونکی دی!
د طبیعي قوانینو علمي تشریح هم د طبیعت د خالق اعجاز بیانوي او د انکار معنی نه لري!
که ځمکه او هر ستوری او هره سیاره په خلا کې وزن نه لري نو ولې وغورځیږي خو آیا د خلا پیدایښت معجزه نه دّ؟؟؟؟
او په خلا کې د سماوي اجرامو په ثابت او مساوي سرعت سره حرکت قانون هم معجزه ده لکه څنګه چې د شاتو د مچیو د قانومندانه حرکتونو غریزوي قوانین هم که هر څومره د طبیعي علومو
(بیلوژي) له خوا روښانه شوي دي ټول د الله تعالی اعجاز دی او بس !
larghonay laraway
28.06.2012
السلام عليکم!
في كل شيءٍ له آيتٌ ------------تدل على انه الواحدُ.
مننه
لرغونی لاروی