د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دجهاد او مجاهد غندنه دلوی ذلت او سپکاوي نښه ده !

pattang
21.06.2012

له nunn.asia څخه :
دجهاد او مجاهد غندنه دلوی ذلت او سپکاوي نښه ده !

[img:85b47ee388]http://www.nunn.asia/images/551789_278092172288257_311817560_n.jpg[/img:85b47ee388]
رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : کله چې تاسو بیعه عینه پیل کړه ، دغوا لکۍ مو ونیوله او په کشتونوبوخت شوئ ، اوجهادته موشا کړه ؛ الله به موپه داسې ذلت اخته کړي چې څو بیرته دین ته نه یئ راګرځیدلي په دي ذلت اوسپکاوي کې به ژوند کوئ .

"إذا تبايعتم بالعينة وأخذتم أذناب البقر ورضيتم بالزرع وتركتم الجهاد، سلط الله عليكم ذلا لا ينزعه حتى ترجعوا إلى دينكم"( صحیح حدیث دی )

بیعه عینه داسې بیعه ده چې دسود له پاره هیله ده هغه داسې چې یوشی په پور وپلورل شې او بیرته هماغه شی په کمو نغدو وپیرل شې ، لکه یوموټر په دیوه کال په پور په پنځه سوه زره افغانی وپلورل شې اوبیرته یې په څلرنیم سوه زره افغانی وپیرې ؛ دي ته (بیعه عینه )وایې داکه څه هم په ښکاره بیعه ده خوپه حقیقت کې سود ده او حرام کار دی او دومره بدکار دی چې دمسلمانانو دذلت او سپکاوي لامل ګرځې ،

داراز په زراعت او مالداري دومره بوختیا چې دیني کارونه شاته پریښودل شې هم دمسلمانانو دذلت لامل ګرځې او بل جهاد ته شا کول هم دلوی سپکاوې لامل ګرځې نن سبا خو ډیری مسلمانان په جهاد پریښودلو بسنه او کفایت نه کوې بلکي دجهادپر خلاف یې کمپاینونه پیل کړي دي او دمجاهد پرخلاف شپه ورځ ژبي او قلمونه چلوې خو دالله حکمت ته وګورئ چې لوی څښتن دا سپکي ژبي او مزدور قلمونه څومره سپک او ذلیل کړې دي ؟!!

ایا تردي به هم لوی ذلت بل وې چې دیرغلګر او بي رحمه کافر په چوپړ کې یوانسان شپه او ورځ بوخت وې ؟ایاتردي به سپک او ذلیل ژوند وې چې دخپل ولس دقاتل او وحشت پر وړاندي دیوه انسان خوله ډالرو ګنډلي وې او هیڅ نه وایې خو که له یوه مجاهد نه دانساني کمزوري پراساس یوه تیروتنه وشې اویا یې دښمن دده دتورنولو په موخه ګومارل شوې خلک دمجاهدپه نوم په یوه کار وګوماري نوبیا دمجاهدپر خلاف ناري او سوري پیل کړي او دمجاهد دبدنانولو له پاره هم ژبه چلوې او هم قلم ؟!.له دي حدیث نه خودا معلومه شوه چې جهاد ته شا کول دمسلمانانو دذلت اوسپکاوې نښه ده اوکه دجهاد او مجاهد پرخلاف څوک تبلیغات کوې او غندې یې داخلک ترسپکو هم سپک دي
داخلک که دالله دین ته بیرته راونه ګرځي تردي به هم سپک او له زیات ذلت سره مخامخ شې ، بیشکه دالله په دین کې عزت او درنښت پروت دی او دالله دین دسرلوړي او مخروڼي یواځنی لاره ده


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more