نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ښاغلی کرزی! مبارک دې شه!
محمود سعيد
20.06.2012
کرزيه مبارک دې شه!
يو ځل بيا دې د خپل تاريخ په پاڼو کې يوه کارنامه ثبت کړه. هغه کسان دې په ډېره بېړه له دندې ګوښه کړل، چې له رښتيا او حقيقت څخه ېې پرده پورته کړې وه. د دوي ګناه دا وه چې يوازې د پخوانيو سرشمېرنو پر بنسټ ېې د هزاره قوم شمېر نهه سلنه ښوودلی وو او هغوي ېې د علمي څېړنو پر بنسټ له مغولو سره تړلي وو.
تا د دې کسانو د لسګونه کلونو زيار او علمي څېړنو ته په سپکه سترګه وکتل او يو ځل بيا دې (د افغانستان د علومو اکاډمي) د خپلو مصلحتونو قرباني کړه.
ته د هغه چا پر وړاندې پټه خوله ېې چې په عمل کې ېې پښتنو ته له ۲۰ په سلو کې کمه ونډه ورکړې ده او په رڼا ورځ ېې په حقوقو تېری کوي. تا له دې پرته پر نورو ټولو هغو سپکو سپورو سترګې پټې کړې دي، چې ستا لوی قوم، مشرانو او ټول افغانستان ته کيږي.
تا تر ننه د افغان له نامه څخه منکر کسان په شا ټپولي دي او هغوي دې د ملي مصلحتونو! په نوم تر څنګ ساتلي دي. تا د هغه چا پر وړاندې ګام نه دي پورته کړی چې احمدشاه بابا او ميرويس نيکه ته ېې سپکاوی کړی دي او هغوي ېې د ملتاني او بدوي په نوم ياد کړي دي. تا د هغه چا پر کړنو سترګې پټې کړې دي، چې پښتانه ته (اوغو)، وحشي، ترورېست او غول وايي.
تا پر هغو نارواوو هم سترګې پټې کړې دي، چې د همدې ډلې له لوري له بېګناه کوچيانو سره تر کيږي، خېمې ېې سوځول کيږي، مېرمنې او ماشومان ېې وژل کيږي.
تا پر هغو ناراوو هم سترګې پټې کړې دي، چې ستا له قوم سره په تخار، سرپل، بادغيس، جوزجان، کندز او نورو سيمو کې کيږي او د خپل سرو قوماندانو له لوري ېې ځمکې او شتمنۍ لوټ کيږي.
ستا په واکمنۍ کې، ملي يوالی په بې ساري توګه زيانمن شوی، دهيواد ملي ارزښتونه او يو ټوټه توب، له ګواښ سره مخ شوي دي. دهيواد خپلواکي د پلورلو په درشل کې ده. دولتي بنسټونه ددې پر ځاي چې پياوړي شي د شړيدو په حال کې دي. د بيګناه کسانو د مرګ ژوبلې کچه له زغمه وتلې ده. خلک له بيوزلۍ او بيکارۍ پوزې ته رسيدلي دي. د بيوزلو او شتمنو تر منځ واټن زيات شوي دي...
ستا کارنامه په لوړو څوکيو د مخدوم رهين په شان متعصبو کسانو بيا بيا ګمارنه، په لوي لاس د افغانانو تر منځ د نفاق اور ته لمن وهل او خپل خلک له ځانه شړل او پردي کول دي. رهين په لوي لاس د افغانانو دودونو او ژبو ته سپکاوي کوي. په خپلو خبرو کې د افغانستان په ځاي د خراسان نوم اخلي او غواړي په افغانانو پردی فرهنګ وتپي او خپل کلتور ترې واخلي. د همدې رهين د مستقيم امر له مخې د افغان پېپر، تاجک مېډيا، کابل پرېس او نورو پرانستل شوو برېښناپاڼو ليکنې او څرګندونې ولوله او بيا ېې د بېنوا او سرنوشت سره مقايسه کړه، هغه چې رهين ېې د تړلو امر کړی دی.
تا همدا شان د اسماعيل خان په شان کس يوازې ددې لپاره چې د هرات له ولايت څخه لرې وساتل شي، د اوبو او بريښنا په شان د لوي بنسټيز وزارت په دنده ګومارلی دي. هغه چې په خپلو درواغجنو وعدو ېې څو ځله زموږ خلک دوکه کړي دي، د خپل څو کلن وزارت په ترڅ کې په دې ونه توانيد چې يوازې د کابل وګړو ته په پوره ډول برېښنا ورسوي. دنوموړي په زيار له ازبکستان څخه يوازې د بريښنا د مزو او ستنو په غزولو تر زر ميليونه ډالره ډير ولږيدل. په داسې حال کې چې هر کال به ددې مزو او ستنو د ساتنې او بيا رغونې لپاره څلرويشت ميليون ډالره او ازبکستان ته هر کال د بريښنا په بدل کې تر يو سلو پنځوس ميليونه ډالر ورکول کيږي. پورتنيو لګښتنو ته په کتو چې د يو غير مسلکي وزير له لوري تر سره شوي دي، ښايي موږ په تيرو اتو کلونو کې په خپل هيواد کې د ننه بريښنا د پنځونې لوی بندونه رغولي وای.
ستا له لورينې په ښوونيزه برخه کې د پښتون ميشتو سيمو حالت ډير د انديښنې وړ دي. په سويلې او سويل ختيځو ولايتونو کې په سلګونه ښوونځي تړلي او په ميليونونه وګړي ښوونځيو ته له تګه محروم دي. ددې تر څنګ له ښارونو پرته نږدې په ټولو سيمو کې د نجونو ښونځي يا خو بيخي پرانستل شوي نه دي او هغه چې پخوا پرانستي وو هم اوس تړل شوي دي. تا د خپلې ماڼۍ په مينځ او يا هم څو مترۍ کې د ښوونځيو د زنګ په کړنګولو ډير ښوونيز کالونه پيل کړي دي، خو تر اوسه دې د نورو ميليونونه افغانانو په اړه هم فکر کړی دی او که نه؟
د لوړو زده کړو پر وزارت هم ستا ګمارل شوي ناست دي. هغه کسان چې د مرګ له ويرې سره يو ځاي په کړاو دوولس کاله ښوونځي ته ځي. له ښوونځي وروسته د لوړو زده کړو له يوه داسې وزارت سره مخ کيږي چې له دوي سره ډير له کرکې او دوه مخۍ ډک چلند کوي. دې وزارت ته تر اوسه داسې څوک وړاندې نه شو چې لږ تر لږه له ټولو زده کوونکو سره يو ډول چلند وکړي. د خلکو له غوښتنو او کانکور د ازموينو د ګډون کوونکو له لاريونونو او هر ډول نارو سورو سره، سره تر اوسه تاسې ښاغلي په دې ټولو خبرو ځان ناګاره اچولی دی
تا د پنجشېر او دايکندي کلي په ولايتونو بدل کړل، په دې تمه چې په ټاکنو کې رايې تر لاسه کړې، تا غله ته د قهرمان لقب ورکړ، تا جګړه مار ته د مارشال لقب ورکړ، تا قاتل ته د غازي امان الله خان مډال ورکړ...
دا دي ستا له لس کلنې واکمنۍ او زرګونه ميليونه ډالرو سره سره بيا هم زما او ستا هېواد د نړۍ په کچه شپږم ناکام هېواد دي، لا اوس هم د مېرمنو او ماشومانو د مړينې کچه بېسارې ده. لا اوس هم د کوکنارو او قاچاق د لومړيتوب وياړ افغانستان لري. لا اوس هم ميليونونه کسان بېکاره دي.
ښاغلی کرزی! دا خبرې د زړه له درده درته ليکم! هيله ده يوازې يو ځل ېې ولوله او غور پرې وکړه. هيله ده د خپلې واکمنۍ دا وروستۍ ورځې د تاريخ په تورو پاڼو مه ليکه.