د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

تقليد او اجتهاد

وصيل پېروز
20.06.2012

ژباړه : وصيل پېروز

انساني ذهن پر دوو ډولونو وېشل کېدای شي : تقليدي او اجتهادي . د تقليدي او اجتهادي ذهن توپير په ساده ټکو داسي بيانېدای شي چي له تقليدي ذهن څخه مراد بند ذهن دئ او له اجتهادي ذهن څخه مراد خلاص ذهن . د تقليدي انسان ذهني سفر يوه حد ته په رسېدلو تمېږي خو د دې برعکس د اجتهادي انسان ذهني سفر روان وي او تر مرګ وړاندي هيڅکله هم پای ته نه رسېږي .
په دې اړه يوه بېلګه :
سيکسپئر د انګرېزي ژبې يو ستر اديب دئ ، نوموړی په ( ۱۶۱۶ م ) کي وفات شو. تر ده وروسته د انګرېزي ژبې اديب برناډشا دئ چي په ( ۱۸۵۶ م ) کي وزېږېد. د زمانې د تسلسل له مخې د دواړو تر منځ تقريبا د درو سوو کلونو فاصله ده ، په انګرېزي ژبي ادب کي د برناډ شا مقام تر شيکسپئر کم دئ . برناډشا د شيکسپئر په يادولو وويل: زما قد که څه هم تر شيکسپئر کم دئ خو زه د شيکسپئر پر اوږو ولاړ يم .
I as smaller in stature than Shakespeare , but I stand upon his shoulder.
دا د مجتهدانه فکر يوه بېلګه ده ، له دې ډول فکر څخه لوړ نظر او حوصله پيدا کېږي . د کومې ټولنې په خلګو کي چي دا مزاج وي هلته د ذهني ارتقاء سفر له کوم خنډ پرته روان وي ، د هر نسل خلګ د تېرو خلګو پر علمي سرمايو زياتونې کوي او هغو ته په زياتې ترقي ورکولو سره يې تر راتلونکي نسله رسوي .
اوس مسلمانې ټولنې ته ځير شئ ، اوس مهال په مسلمانانو کي د ذهني ارتقاء عمل بالکل درېدلی دئ . د دې وجه داده چي په دوئ کي دننه مقلدانه فکر رواج موندلی دئ او مجتهدانه فکر په داسي ډول له منځه تللی لکه يوه بدي چي وي او پرېښودل يې غوره وي . په عام ډول د خلګو ذهن داسي جوړ شوی چي د علم او څېړنې يا تحقيق کار مخکينيو او سلفو علماوو کړی دئ . اوس زموږ دنده يوازي داده چي موږ د دوئ کتابونه ولولو او اتباع یې وکړو خو داسي فکر د فکري ترقي په وړاندي يو مستقل خنډ دئ . په دې لړ کي د مسلمانانو لپاره دوې فکري لارې دي :
۱ - زما قد تر اسلافو کم دئ خو زه د هغوئ پر اوږو ولاړ يم .
۲ - زما قد تر اسلافو کم دئ نو ځکه زه د اسلافو په قدمو کي پروت يم .
په پورتني وېش کي د فکر لومړی طرز مجتهدانه دئ ، دا ډول فکر مسلمانان په مسلسل ډول د علمي او ذهني ترقي پر لور بيايي . په کومه ډله کي چي دا فکري روايت وي د هغو هر راتلونکی نسل د خپل پخواني نسل په بشپړ احترام د هغوئ ترقي د يوې زينې په بڼه استعمالوي . په دې ډول هر راتلونکی نسل له خپله پخواني نسله په ګټې اخيستنې وړاندي تګ کوي .
د دې په مقابل کي د فکر دويم طرز مقلدانه دئ . دا ډول فکر د مسلمانانو ذهني سفر پر يوه حد دروي ، د فکر دا ډول پر يوه مهال دوه زيانونه لري لومړی دا چي داسي خلګ د اسلام لوړو فکري درجو ته له رسېدلو بې برخې پاتېږي ، هغوئ به له اضافه منونکي معرفت سره اشنا نه شي . د دې ډول فکر بل زيان به دا وي چي هغوئ به په علمي او فکري ډګر کي تر نورو قومونو وروسته پاتي کېږي او د انسانيت په دې روانه قافله کي به پر لار پاتي شي .
دا هماغه تقليدي فکر دئ چي د جاهليت د وخت مشهور شاعر عنتره بن شداد العبسي ( مړينه ۶۱۵ م ) د خپلې معلقې په يوه مطلع کي داسي بيانوي :
هل غادر الشعراء من متردم
د دې مطلب دادئ چي ايا پخوانيو شاعرانو د پينې لګولو کوم ځای پرېيښی؟ يعني هغوئ هر څه ويلي دي ، اوس د کوم شاعر لپاره داسي څه نه دي پاتي چي هغه پرې زياتونه وکړي .
د ادب د نړۍ دا ډول فکر چي کله په دين کي داخل شي نو تقليدي فکر ګڼل کېږي ، داسي تقليدي ذهنيت د ترقي لپاره د قاتل حيثيت لري او خلګ په ذهني جمود اخته کوي او بې شکه د يوې ډلې او فرد لپاره له ذهني جمود پرته هيڅ شی خطرناک نه شي ثابتېدای .
په دې موضوع د ښه پوهېدا لپاره به زه د احاديثو له ذخېرې يو څو بېلګي راوړم :

نور بيا ...


اکرم
20.06.2012

[quote:0452ba7907]سيکسپئر د انګرېزي ژبې يو ستر اديب دئ ، نوموړی په ( ۱۶۱۶ م ) کي وفات شو. تر ده وروسته د انګرېزي ژبې اديب برناډشا دئ چي په ( ۱۸۵۶ م ) کي وزېږېد. د زمانې د تسلسل له مخې د دواړو تر منځ تقريبا د درو سوو کلونو فاصله ده ، په انګرېزي ژبي ادب کي د برناډ شا مقام تر شيکسپئر کم دئ . برناډشا د شيکسپئر په يادولو وويل: زما قد که څه هم تر شيکسپئر کم دئ خو زه د شيکسپئر پر اوږو ولاړ يم .
I as smaller in stature than Shakespeare , but I stand upon his shoulder.
[color=darkred:0452ba7907]دا د مجتهدانه فکر يوه بېلګه ده [/color:0452ba7907]، له دې ډول فکر څخه لوړ نظر او حوصله پيدا کېږي .[/quote:0452ba7907]

یاره پیروز خانه ! !!!
که دا موضوع دې دناندریزو بحثونو خونه کې ټومبلی وی تر دې به ډیره غوره وه چې داسلامی او دینی مسایلو په خونه کې مو خوندی کړي !!!

زما حیرا نتیا په دې کې ده چې د دهری ویلیم شیکسپیر او تقریباً نیمه مارکسیست خو پوره سوشیالیست جورج برناردشو ، په مقولو د استلال ربط دې داسلامی مسایلو اوبلخوصوص د فقهی اجتهاد سره په څه کې وي ؟؟؟( برنارد شو ) د انګلیسی دراماتیک ادب په اړه لګیادی او ته یې فقهی اجتهاد پورې تړې ! داد فقهی اجتهاد شرایط هم در ته معلوم دي او کنه؟؟؟؟؟ دازمونږ غوندې خوار مسلمان چې نه په عربی پوهیږي او نه په فقه او نه هم په دینی علومو دوي هم په دینی مسایلو کې اجتهاد کولای شي ؟؟؟ نه ،خو تقلید به کوي .
او که ته په دې فکر یې چې دامام صاحب ابوحنیفه رح په ځای دې ستا تقلید وشي خوب به دې لیدلی وي :wink:


وزیري
20.06.2012

اکرم صاحب دا بله نادره لا پسي وګوره.
[وفات شو]

خیر ده که وفات د مړه معني ورکوي خو په عرف کی د احترام لپاره د مړه په ځاي استعمالیږی. پیروز صاحب مردار شوي ته هم وفات شو وایی.


وصيل پېروز
20.06.2012

[quote:638bc97420="اکرم"]

زما حیرا نتیا په دې کې ده چې د دهری ویلیم شیکسپیر او تقریباً نیمه مارکسیست خو پوره سوشیالیست جورج برناردشو ، په مقولو د استلال ربط دې داسلامی مسایلو اوبلخوصوص د فقهی اجتهاد سره په څه کې وي ؟؟؟( برنارد شو ) د انګلیسی دراماتیک ادب په اړه لګیادی او ته یې فقهی اجتهاد پورې تړې ! داد فقهی اجتهاد شرایط هم در ته معلوم دي او کنه؟؟؟؟؟ دازمونږ غوندې خوار مسلمان چې نه په عربی پوهیږي او نه په فقه او نه هم په دینی علومو دوي هم په دینی مسایلو کې اجتهاد کولای شي ؟؟؟ نه ،خو تقلید به کوي .
او که ته په دې فکر یې چې دامام صاحب ابوحنیفه رح په ځای دې ستا تقلید وشي خوب به دې لیدلی وي :wink:[/quote:638bc97420]

اکرم جانه ! ته نه غواړې چي ليکنه په سړه سينه ولولې بلکي له يوې عادي موضوع ډېره لانجمنه کشاله جوړوې . ما چي کومه بېلګه وړاندي کړې ، که يو عاقل انسان يې پر سياق او سباق غور وکړي ورته جوته به شي چي که دا بېلګه وي او يا هم بله يوه هيڅ پروا نه لري .
دا صرف يوه بېلګه او يو مثال دئ چي له فقهي تقليد او څلورو مذهبونو سره هيڅ تړاو نه لري ، دلته زه يوازي دا ثابتول غواړم چي موږ بايد يو مجتهدانه فکر ولرو لکه برناډشا چي درلود ځکه دا ډول فکر د ټولنې د راتلونکي لپاره اغېزناک ثابتېدای شي او د ذهني ترقۍ په لړ کي مهم ځای لري . مګر ستاسو په څېر بې ځايه تعصب کوونکي څېرې هر څه ته د حسد او تعصب له عينکو ګوري ، تاسو بايد ټوله ليکنه په بشپړ انصاف ولولئ وروسته پرېکړه وکړئ چي د ليکنې محتوا څه ده او پر څه شي بحث کوي؟.

ما دا نه دي ويلي چي خلګ دي زما تقليد وکړي او نه زه غواړم چي خلګ مي مقلدين شي بلکي زه په هيڅ حالت کي د تقليد ملاتړ نه کوم . ستاسو په څېر اشخاص که نور هيڅ نه شي کولای دومره خو به کولای شي چي له مولوي د يوې مسئلې په اړه د قرآن او حديث په رڼا کي توضيحات وغواړي . کوم وخت چي يو ملا او يا عالم فيصله په قرآن او حديث وکړي نو په خپله د تقليد رېښې وختلې خو اوس مهال زموږ په ټولنه کي فيصله د قرآن او حديث پر ځای د خلګو پر فکرونو ، اندونو او نظرياتو کېږي نه پر الهي وحې .


وصيل پېروز
20.06.2012

[quote:272032a3d4="وزیري"]اکرم صاحب دا بله نادره لا پسي وګوره.
[وفات شو]

خیر ده که وفات د مړه معني ورکوي خو په عرف کی د احترام لپاره د مړه په ځاي استعمالیږی. پیروز صاحب مردار شوي ته هم وفات شو وایی.[/quote:272032a3d4]

وزيري صاحب ! ته هم مازي بانې لټوي د وفات او مړينې هيڅ توپير نه شته ، کوم څوک چي وفات لفظ د احترام په ډول استعمالوي دا د هغوئ خپل کار دئ البته زه ورسره موافق نه يم . زه د وفات او مړينې هيڅ توپير نه کوم ، دواړه را ته يو دي او په ليکنه کي خو دا راته هيڅ معقوليت او پوهي نه برېښي چي يو چا ته مردار وليکم ( لقد کرمنا بني آدم ) ( القرآن )


اکرم
20.06.2012

[quote:95bf2631ff]ما دا نه دي ويلي چي خلګ دي زما تقليد وکړي او نه زه غواړم چي خلګ مي مقلدين شي بلکي زه په هيڅ حالت کي د تقليد ملاتړ نه کوم . ستاسو په څېر اشخاص که نور هيڅ نه شي کولای دومره خو به کولای شي چي له مولوي د يوې مسئلې په اړه د قرآن او حديث په رڼا کي توضيحات وغواړي . کوم وخت چي يو ملا او يا عالم فيصله په قرآن او حديث وکړي نو په خپله د تقليد رېښې وختلې خو اوس مهال زموږ په ټولنه کي فيصله د قرآن او حديث پر ځای د خلګو پر فکرونو ، اندونو او نظرياتو کېږي نه پر الهي وحې .[/quote:95bf2631ff]

پیروز خان صاحب ته سلامونه اودرناوی!

ګوره وروره ! چالاکی او تعصب به یواخواته پریږدو ، اود فقهی اجتهاد په باره کې به ستاسو له خوا د George Bernard Shaw په مقولې د بې ځايه استناد او مثال په اړه به سره لنډ فکر وکړو ، که مو خوښه وي !!!
په لنډه : یو داسلامی شرعې په فرعی ((بښنه غواړم تاسو خو اصل اوفرعه هم نه منئ)) او نا روښانه مثایلو کې فقهی اجتهاد دی ،[color=darkblue:95bf2631ff]چې ځانته خاص شرایط لری [/color:95bf2631ff]. اوبل دژوند په عامو برخو ، اوعلومو کې ابتکار اونوښت دی ، دابتکار او نوښت اجازه په نورو دنیوی علومو کې هم هر شاګل او سورګیری ته نشته . چې مثال ته اړتیا نلری .
خو ،په اسلامی شرعی فقه کې ابتکار او نوښت په خاصه بیا ستاسو په څیر (مزعومه )غیر مقلیدینو تر منځه بدعت اوبلکل شرک دی .( مزعوم ځکه چې تاسو هم مقلیدین یاست خو نه یې منئ !) نوداستا دریز او خبرې به متضاد نوي؟؟؟

ولکم احترامی


وزیري
21.06.2012

مسټر پیروز باندي اوس الله جل جلاله دومره هم سترګي پټي کړي چی د (ولقد کرمنا بنی آدم) او (أولئک کالانعام بل هم اضل) فرق هم نه شي کولاي.

دا زما د کلونو تجربه ده چی هر هغه کس چی له څلورو مذاهبو نه وتلای وه، دده محبت به د کفر خواته ډیر وي او کافر ته به په عزت ورکولو کي کوشش کوي. مثلا زمونږ یو شناخته ده چی نن سبا په دولت کی رئیس ده او په مذهب کټر لامذهبه ده، د شرعیاتو له دیپارتمنت نه فارغ شویده. ما ترینه په خپلو غوږونو اوریدلي دي چی ویل به یی چی زه ارمان کوم چی کاش ما له کافرو سره کار کولاي. او دا د نن سبا مسلمانانو نه کافران ډیر ښه دي. استغفرالله ثم استغفرالله.

اللهم ارحمنا فإنك بنا راحم .. ولا تعـذبنا فأنت عـلينا قادر
اللهم ارحمنا يوم تبدل الأرض غـير الأرض والسماوات
اللهـم إذا جاء منكر و نكير .. وألقيا عـلينا السؤال .. اللهم ألهمنا الجواب
اللهم ثبتنا بالقول الثابت في الحياة الدنيا وفى الآخرة
اللهم ارحمنا يوم يفر المرء من أخيه .. وأمه وأبيه.. وصاحبته وبنيه .. لكل أمريء منهم يومئذ شأن يغنيه
اللهم ارحمنا إذا التفت الساق بالساق .. إلى ربك يومئذ المساق
اللهم ارحمنا إذا أقمنا للسؤال .. وخاننا المقال .. ولا ينفع مال ولا جاه ولا عيال
اللهم ارحمنا إذا ورينا التراب .. وغلقت من القبور الأبواب .. فإذا الوحشة والوحدة وهول الحساب
اللهم ارحمنا يوم تقول لجهنم هل امتلأت .. وتقول هل من مزيد
اللهم اغـفـر للمسلمين والمسلمات


larghonay laraway
21.06.2012

السلام عليکم!
په دې اړه ډېر معلومات نه لرم خو له ځينو مې اوريدلي چې (تقليد) له قلادې اخيستل شوی او قلاده (غړوندي) ته وايي. نو غړوندی خو د څاروي لپاره وي نه د انسان لپاره!
بله دا چې زه به م. وصيل پيروز ته ووايم چې دغه د شکسپير او د هغه بل مثال دې ليرې کړه نو بيا به هم ستاليکنه او استدلال نه کمزوری کېږي !
همدا راز به د اکرم او وزيري صيب خبره هم وڅېړو چې دوی بايد په اسلامي مسأله کې له قرآن او حديث نه کار واخلي څو مونږ ته سمه لار راپه ګوته کړي په تاوېلو ماوېلو خو مسأله نه حل کېږي.
همدا راز اکرم صيب وايي:
دازمونږ غوندې خوار مسلمان چې نه په عربی پوهیږي او نه په فقه او نه هم په دینی علومو دوي هم په دینی مسایلو کې اجتهاد کولای شي ؟؟؟ نه ،خو تقلید به کوي .

اکرم صيب نو يوازې خوار او ناپوه مسلمان خو د تقليد مخالف نه دی، خو غټ غټ ديني علماء هم د تقليد مخالفت کوي چې په عربي او فقه هم پوهېږي، دا ولې؟

راځئ چې له دين نه دود او عنعنه نه جوړوو بلکې په ريښتونې معنی يې د پوهېدو کوښښ وکړو. په همدې ترتيب که څوک په عربي نه پوهېږي نو د دې خو دا معنی نه شوه چې محض تقليد دې وکړي، بلکې (فاسئلو اهل الذکر ... )
مننه
کور مو ودان


اکرم
21.06.2012

[quote:290fba2e03]په دې اړه ډېر معلومات نه لرم خو له ځينو مې اوريدلي چې (تقليد) له قلادې اخيستل شوی او قلاده (غړوندي) ته وايي. نو غړوندی خو د څاروي لپاره وي نه د انسان لپاره! [/quote:290fba2e03]
لاروی صاحب، وعلیکم السلام ... !
دتقلید داپورتنۍ بې ربط معنی دې زما په خیال دغورزنګی نه اوریدلې !!!
خو هسې نه ده په شرعی چارو کې تقلید دمجتهد دپیروی په معنی دی . دبل پسې دتلنې په معنی دی ،
[quote:290fba2e03]اکرم صيب نو يوازې خوار او ناپوه مسلمان خو د تقليد مخالف نه دی، خو غټ غټ ديني علماء هم د تقليد مخالفت کوي چې په عربي او فقه هم پوهېږي، دا ولې؟[/quote:290fba2e03]لاروی صاحب ! په دې پورتنیو خبرو دې زما سر چندانې خلاص نشو ، خو غټ دیني علما‌ء که داجتهاد واجد الشرایط وي فَبِها ونِعمة تر دې څه بهتر !؟ خو یو شی باید هیر نکړو چې اجتهاد دهر چا کار ندی.
[quote:290fba2e03]راځئ چې له دين نه دود او عنعنه نه جوړوو بلکې په ريښتونې معنی يې د پوهېدو کوښښ وکړو[/quote:290fba2e03].
لاروی صاحب که دا ته غواړی او کنه دین عنعنه ده ، خو که څوک یې په ریښتوني معنی ځان پوهول غواړي تر دې لا بهتره څه !؟ خو(( ما أسهل القول و أصعب العمل ))
چې داسې آسانه وی ټوله دنیا به دینی عالمان وو!!! زه ته اوبل به هم پوره ملایان وو!! تا ته خو به معلومه وي چې پوره ملایي څومره وخت او زیار غواړي !!!
[quote:290fba2e03]په همدې ترتيب که څوک په عربي نه پوهېږي نو د دې خو دا معنی نه شوه چې محض تقليد دې وکړي، بلکې (فاسئلو اهل الذکر ... )[/quote:290fba2e03]
زما مطلب هم همدا دی خو په یاد لرئ چې کله مو دبل چا شاګردۍ ته ملا وتړله
تر هغې به یې دښونې پیروی کوئ تر څو ددې استاد علمی مقام ته نه یئ رسیدلی ، او یا هم ددې استاذ خبره درته ناسمه نوي ښکاره شوي ، تر هغې ، دې ته تقلید او پیروی وايي .

په دې کې څه مشکل دی ؟؟؟

داجتهاد ځیني شرایط دا دي :
۱- اسلام.
۲-عقل.
۳-بلوغ.
۴- په قرآنی نصوصو پوه وي، په خاصه په هغو آیاتو چې د احکامو په باره کې دي .
۵- په هغو آحادیثو پوره پوهه کوم چې د احکامو په باره کې دي .
۶- په اجماع اوخلاف پوهه ، داسې نه چې داجماع خلاف فتوی ورکړی .
۷- په قیاس پوهه.
۸- په عربی ژبه پوره تسلط ، يعنی په عربی ژبه کې دصریح ،ظاهر،مجمل، مبین،عام اوخاص،حقیقت او مجاز و غیر ذالک باندې پوه وي .
۹ـ په ناسخ اومنسوخ پوره پوهه.
۱۰- دآحدیثو دروایاتو ترمنځه دقوی او ضعیف، صحیح اوفاسد، مقبول اومردود په توپیر پوره پوهه.
۱۱- داحکامو داستنباط استعداد باید ولري ، دا توان هلته رامنځته کیږي چې داحکامو له فروعو هم خبر وي .
۱۲- عدالت، دفاسق اجتهاد نور ته مردود دی ، خو د ته جواز لری.

په درنښت


larghonay laraway
23.06.2012

السلام عليکم!
اکرم صيب ما خو ويلي چې تقليد له قلاده نه اخيستل شوی نو ستا دليل څه شی دی چې تقليد دمجتهد د پيروۍ په معنی ده؟
زه وايم تقليد دې نه کېږي بلکې زده کړه دې وشي. که څوک په کومه ديني مسأله نه پوهېږي نو هغه دې له عالم (اهل الذکر) نه پوښتنه وکړي. د څاروي غوندې دې بې پوښتنې په هيچا پسې هم نه ځي. حتی په مجتهد پسې دې هم نه ځي. دا ډېره غلطه خبره ده چې په پښتنو کې مشهوره ده (چې څنګه د امام هغسې زماهم)
د تقليد او تعليم توپير په همدې کې دی چې تقليد د انسان کار نه دی او تعلم يا زده کړه د انسان کار دی.
که زه په قوه ديني مسأله کې نه پوهېږم نو تر کومه به ګورم چې ته ودرېږه ملا څه کوي؟
ښه دا ده چې له ملا وپوښتم چې په دې اړه د شرعيت حکم څه دی؟

تاسو يوه خبره ليکلې چې علم اسان نه دی او که داسې وای نو هر څوک به ديني علماوو
خو ما اوريدلي چې (الدين يسر) دين اسان دی.
نو که دين دومره سخت وای چې د زړه کړې وړ نه وای بيا الله جل جلاله پر انسانانو نه فرض کاوه.
پاتې شوه د ديني زده کړې د درجې خبره چې ځينو ډېره سعی او کوښښ کړی ډېر يې زده کړی او ځينو کم کړی دی.
دين دود نه دی که دود يې بولو نو زمونږ ډېر دودونه بودایی دی چې دې ته هيڅ مسلمان دين نه شي ويلی.


رښتینی
23.06.2012

[quote:2a5a264003="larghonay laraway"]السلام عليکم!
اکرم صيب ما خو ويلي چې تقليد له قلاده نه اخيستل شوی نو ستا دليل څه شی دی چې تقليد دمجتهد د پيروۍ په معنی ده؟
زه وايم تقليد دې نه کېږي بلکې زده کړه دې وشي. که څوک په کومه ديني مسأله نه پوهېږي نو هغه دې له عالم (اهل الذکر) نه پوښتنه وکړي. د څاروي غوندې دې بې پوښتنې په هيچا پسې هم نه ځي. حتی په مجتهد پسې دې هم نه ځي. دا ډېره غلطه خبره ده چې په پښتنو کې مشهوره ده (چې څنګه د امام هغسې زماهم)
د تقليد او تعليم توپير په همدې کې دی چې تقليد د انسان کار نه دی او تعلم يا زده کړه د انسان کار دی.
که زه په قوه ديني مسأله کې نه پوهېږم نو تر کومه به ګورم چې ته ودرېږه ملا څه کوي؟
ښه دا ده چې له ملا وپوښتم چې په دې اړه د شرعيت حکم څه دی؟
تاسو يوه خبره ليکلې چې علم اسان نه دی او که داسې وای نو هر څوک به ديني علماوو
خو ما اوريدلي چې (الدين يسر) دين اسان دی. نو که دين دومره سخت وای چې د زړه کړې وړ نه وای بيا الله جل جلاله پر انسانانو نه فرض کاوه. پاتې شوه د ديني زده کړې د درجې خبره چې ځينو ډېره سعی او کوښښ کړی ډېر يې زده کړی او ځينو کم کړی دی. دين دود نه دی که دود يې بولو نو زمونږ ډېر دودونه بودایی دی چې دې ته هيڅ مسلمان دين نه شي ويلی.[/quote:2a5a264003]
لاروی صیب دتقلید چې تاسو کومه معنا کړي هغه یې لغوي معنا ده او اکرم ورورچې کومه معنا کړي هغه اصطلاحي د ه او مراد اصطلاحي معنا وې ، اولاروی صاحب ګومان کوم تاسو پوښتنه کول نه تقلید بولئ
او داسې نده همدا پوښتنه تقلید دی ، اوتاسو وایئ چې دین یسر دی ... سمه ده دین یسر دی خودا یې دعمل
په ډګر کې یسر بللی دی او په نظري توګه خو نو یسر ندی زده کړه خو غواړي او زده کول یې نو اسانه ندي
حتمابه وخت ورکوې نه دطباړوپه کتلو ترلاسه کیږې او نه یواځي دقرانکریم په ژباړه کتلو سره لاس ته راځې
بلکي د علم دین ډیر فنون دي اوبیخې ډیر دي او د دود خبر مو بي ربطه راته ښکاره ....


وصيل پېروز
23.06.2012

[quote:72591c3911="اکرم"][quote:72591c3911]ما دا نه دي ويلي چي خلګ دي زما تقليد وکړي او نه زه غواړم چي خلګ مي مقلدين شي بلکي زه په هيڅ حالت کي د تقليد ملاتړ نه کوم . ستاسو په څېر اشخاص که نور هيڅ نه شي کولای دومره خو به کولای شي چي له مولوي د يوې مسئلې په اړه د قرآن او حديث په رڼا کي توضيحات وغواړي . کوم وخت چي يو ملا او يا عالم فيصله په قرآن او حديث وکړي نو په خپله د تقليد رېښې وختلې خو اوس مهال زموږ په ټولنه کي فيصله د قرآن او حديث پر ځای د خلګو پر فکرونو ، اندونو او نظرياتو کېږي نه پر الهي وحې .[/quote:72591c3911]

پیروز خان صاحب ته سلامونه اودرناوی!

ګوره وروره ! چالاکی او تعصب به یواخواته پریږدو ، اود فقهی اجتهاد په باره کې به ستاسو له خوا د George Bernard Shaw په مقولې د بې ځايه استناد او مثال په اړه به سره لنډ فکر وکړو ، که مو خوښه وي !!!
په لنډه : یو داسلامی شرعې په فرعی ((بښنه غواړم تاسو خو اصل اوفرعه هم نه منئ)) او نا روښانه مثایلو کې فقهی اجتهاد دی ،[color=darkblue:72591c3911]چې ځانته خاص شرایط لری [/color:72591c3911]. اوبل دژوند په عامو برخو ، اوعلومو کې ابتکار اونوښت دی ، دابتکار او نوښت اجازه په نورو دنیوی علومو کې هم هر شاګل او سورګیری ته نشته . چې مثال ته اړتیا نلری .
خو ،په اسلامی شرعی فقه کې ابتکار او نوښت په خاصه بیا ستاسو په څیر (مزعومه )غیر مقلیدینو تر منځه بدعت اوبلکل شرک دی .( مزعوم ځکه چې تاسو هم مقلیدین یاست خو نه یې منئ !) نوداستا دریز او خبرې به متضاد نوي؟؟؟

ولکم احترامی[/quote:72591c3911]
ښاغلی اکرم صاحب ! ستاسو خبرې را ته ډېري خندوونکې دي ځکه ډز کوې خو هدف دي څرګند نه دئ .

هر هغه څوک چي وړتيا لري د ژوند په هر ډګر کي د ابتکار او نوښت حق لري ، دا که د دين برخه وي او يا هم د دنيا ... يو انسان چي په ټولو علمي معيارونو پوره وي ، يا هم په يو ځانګړي دنيوي فن کي مهارت ولري کولای شي چي يو ايجاد وکړي او نوښت را منځ ته کړي ، هيڅوک دا حق نه لري چي له نوموړي دا طبعي وړتيا واخلي او د اجتهاد يا هم نوښت ور پرې وتړي بلکي د دې شخص دا کار چي په دنيوي ډګر کي پر خلګو د نوښت دروازې تړي يو جرم او جنايت وي .
پاتي شوه د دين خبره هر هغه څوک چي په دين کي پوهه لري کولای شي قرآن او سنت ولولي او د قرآن و سنت له حکم سره سم د يوې ديني مسئلې په اړه توضيحات ورکړي . په دې لړ کي موږ اړ نه يو چي خامخا به د دينې مسئلې په اړه د امامانو اقوالو ته ځغلو او لولو به یې چي ته ودرېږه دوئ څه وايي؟. دا کار که مي د تحقيق او څېړنې په موخه وکړ خو نور علی نور دئ ځکه څېړنه او تحقيق يو غوره او ښه کار دئ مګر که زما هدف دا وو چي دا مسئله د يو عالم په قول او وينا ثابته کړم دا به زه د الله له دين سره يو جنايت کوم ځکه الله په قران کي انسانيت ته امر کوي چي تاسو بايد د الله په قانون پرېکړه وکړئ او د الله قانون يوازي د الله کتاب او د هغه د رسول سپېڅلي او صحيح احاديث کېدای شي نه څلور يا پنځه فقهې ...
او په دې احاديثو ځان پوه کول کومه ستونزه هم نه ده ، يو څوک چي په فقه پوهېږي هغه کولای شي په احاديثو هم پوه شي ، يو څوک چي د څلورو مذهبونو پر تنګه ، پېچلې او کږه - وږه لار تګ کولای شي دا یې هم په وس پوره ده چي د قرآن او سنت پر نېغه او پاکه لار ولاړ شي ، لطفا له دې ديني او پاکو سرچينو اوخ مه جوړوئ ، دا زموږ دين دئ او موږ په دې مکلف يو چي يوازي په همدې چينو خپله تنده ماته کړو .
پاتي شوه دا خبره چي موږ په دين کي د نوښت مخالفت کوو دا مو پر ځای خبره وکړه مګر هغه وخت چي دې نبوي فرمان ته پکي پام نه وي شوی : ( من احدث في امرنا هذا ما ليس منه فهو رد ) ( صحيح البخاري ، حديث صحيح )


حذيفه
23.06.2012

د بحث ګډونوالو سلامونه !
په لغت کي رښتيا هم تقليد د قلادې په معنی دئ او په اصطلاحي معنی کي د په پټو سترګو د بل پر ګامونو تللو ته تقليد وايي چي دا په دين کي نه روا دئ او نه د انبياؤ ، اصحابو او ائمه وو تګلاره وه ، د ځينو ملګرو له دې نظر سره توافق نه لرم چي وايي دين ګران دئ او هر څوک پرې نه پوهېږي ، که دين ګران او سخت وي د هر چا کار نه وي او نه هم پرې پوهېږي نو الله د څه لپاره شريعت رالېږی؟ په قران که هر څوک نه پوهېږي نو الله ولي نازلاوی ؟ تاسو دا هم راته وواياست چي اصحابو رضی الله عنهم له دې فنونوڅخه کوم ويلي وو ؟ په ايت يا حدیث کي راغلي دي چي په شريعتو د پوهي لپاره به دا دومره فنون وايي که نه انسان پرې نه پوهېږي ؟ الله تعالی په قران کريم کي وايي :
وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآَنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ(سورت القمر :۱۷)
ژباړه : او موږ قران د پند اخیستونکي لپاره اسانه کړی دئ ايا کوم پند اخیستونکی شته ؟
په قران کي دا ايت څوڅلي مکرر سوی دئ ، اوس دي يو کس فکر وکړي چي الله وايي قران اسانه دئ او خلک وايي نه ګران دئ نو په دې وخت کي به د چا خبره منله کېږي ؟
او که له تاسو دا پوښتنه وکړم چي فقه اسان ده ؟ په فقه له ويلو پرته انسان پوهېږي ؟ تاسو چي د کومې مسئلې په اړه پوښتنه کوئ که يې له فقهې حل کړئ يا له قرانه تاسو ته به ځکه يو ډول وي چي نه پرې پوهېږي عربي توري دي تاسو ورسره نابلده ياست البته که هڅه وشي نو همدا قران ائمه وو يا نورو علماؤ هم د مور په نس کي نه دئ زده کړی هغوئ هم کوښښ کړی او په دين يې ځانونه پوه کړي دي نو تاسو ولي همدا کوښښ نه کوئ ؟ دا سي خو انسان لومړی د دنيا په چارو هم نه پوهېږي کله چي تجربه حاصله کړي نو پرې پوه شي او بله ورځ يې نورو ته ور زده کوي ، يو کس په لومړي سر کي سائنس پوه هم نه سي کېدای کله چي زده کړې وکړي نو بيا په دې فن کي مهارت ترلاسه کړي ، دا تاسو ولي د انسانانو اذهان د تقليدپه ناروغۍ اخته کوئ ؟ ايا الله همدا درته ويلي ؟ رسول همدا خبره کړې ؟ امام په دې امر کړي یاست؟ نو که دا يو نه وي ولي په قصدي توګه دا عمل کوئ ؟ رښتنی صيب ته وايي پوښتنې ته تقليد وايي نو په قران کي الله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته امر کوي چي له بني اسرئیلو پوښتنه وکړه ايا رسول الله د يهودو مقلد سو ؟ د قران ايت دادئ :
سَلْ بَنِي إِسْرَائِيلَ كَمْ آَتَيْنَاهُمْ مِنْ آَيَةٍ بَيِّنَةٍ(سورت البقره : ۲۱۱)
ژباړه : ته له بني اسرائيلو پوښتنه وکړه چي په څومره ښکاره نښو مو ورته راتګ کړی وو ؟
دلته به هم له پوښتنې د تقليد معنی اخلو که څرنګه ؟ زه خو له چا سره پر تقلید خبره نه کوم مهمه خبره داده چي همدې مذهبونو امت پر څو ټوټو وېشلی دئ که همدا حالت وي نو امت کله هم متفق کېدلای نه سي او نه به د مسلمانانو تېر برم او عروج ووينو ، موږ و تاسو خو تل نارې سورې وهو چي امت دي متفق سي او تېر برم به بيا ترلاسه کړي خو پر دې فکر نه کوو چي امت ولي تقسي سوی دئ ؟ چا دا کار وکړ چي امت سره ووېشي ؟ څرنګه کولای سو چي امت سره متفق کړو ؟ او بيا خپل تېر سوی برم تر لاسه کړو ؟
ايا د خلکو پر اندونو به امت سره را غونډ سي ؟ ايا دا به د امت نننۍ ستونزې حل کړي ؟ ايا پر اسلام کېدونکې نيوکې په دې مروجه فقه دفع کولای او ځوابولای سو ؟ که داسي نه وي نو بيا ولي خلک په دې امر کوئ چي هو په همدې فکر کي اوسئ څو مو حالت تر دې هم خراب سي او کله هم امت پر يوه سلطنت ، امارت ، حکومت او دولت سره راټول نه سي .


اکرم
24.06.2012

حذيفه لیکلي:
[quote:4e50fca1de]وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآَنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ(سورت القمر :۱۷)
[color=darkred:4e50fca1de]ژباړه : او موږ قران د پند اخیستونکي لپاره اسانه کړی دئ ايا کوم پند اخیستونکی شته[/color:4e50fca1de] ؟ [/quote:4e50fca1de]
حذیفه ګله! دقران شریف ترجمه له ګيډې مکوه !!! اول ځان پوه کړه او بیا غټې خبرې !!!

خوارنشې


اکرم
24.06.2012

.......


حذيفه
24.06.2012

اکرم خانه !
نو ته چي پر سترګو دي تر اوسه هم د تقليد او حنفيت سترې او توري پردې غوړېدلې دي ته د دې ايت ترجمه د کوم مجتهد په قول راته ثابته کړه ، ستا د امام قول راوړه چي د دې ايت ژباړه ته پرې وکړې که نه نو ته يې هم له خپله فهمه کوې ، ستا سره هم د خپلو سلفو کوم لاسوند نه سته او ته يې د خپل مقلدانه طبیعت موافق کوې که نه تاته چېلنج دئ چي په قران کي د لسو اياتونو ترجمه د خپلو امام په قول ثابته کړه نو زه درته تسليم يم او تل به د هغه په اقوالو د قران ترجمه کوم او که داسي نه وي نو ته يې د خپل مسجد له اوسني ملا زده کوې او به د هغه مقلد جوړېږي ځکه ستا په اند خو پوښتنه هم تقليد دئ .


رښتینی
24.06.2012

ِِښاغلی حذیفه دلته په ټول افغان کې دتقلید او مذاهبوپرخلاف ماله نورو
وروڼو سره څوځله بحث کړی دی اوتاسو که نوی ګډونوال یئ هغه کتلی شئ
او که په نوې لباس کې زوړ ملګری یې نوشاید درته معلوم وې
وروره زموږ ملي یووالی له منځه تللی او ملي هویت مو له ګواښ سره مخ ده
دڅو لسیزو جکړو په سلو نه په زر هاو بدمرغیو اخته کړي یو
او دا ټول داختلاف اوخپل منځي بدمرغیو له لاسه دخدای په پار زموږ افغانان
تقریبا ټول حنفیان دي او شاید تاسو ته د خپل قوم (افغانانو) مزاج او پوهه هم
ښه معلومه وې نو اوس که ستاسو ملګرتیا وکړو او دحنفیت پرخلاف یاد تقلید
پرخلاف کمپاین پیل کړو نو دا شته جنجالونه به څوچنده شې ؟
داسې ده که نه ؟
او که په حکمت سره په حنفیت کې دافراط او بیځایه فقهي توجیهاتو یا په کمزورو
روایاتو سره دصحیح حدیثو پریښودلو ستونزه په پام کې ونیول شې او پرخلاف
یې کاروشې دابه یوه معتدلانه لاره وې او هم به مو له اختلافاتو ځان ژغورلی وې

تاسو چې هره موضوع څیړئ یافکر پکي کوئ نو ټولنیز او دچاپیریال حالات هم
باید په نظر کې ونیسئ او په فعلي شرایطو کې زموږ دهیواد حالت او زموږ دقوم
پوهنیز او نور ټول اړخونه باید په نظر کې ونیول شې له هغه وروسته باید دیوه کار
دکولو اقدام وشې .

تاسو محترم دومره نشی کولی چې دلته په بحث کې له یوه نسبة پوه ملګري سره
په نرمه ژبه بحث وکړئ او په مختلفو القابو یې نازوئ ! نو دهیواد په ځیږو پښتنو او نوروافغانانو کې به دخپل دریځ خپرول ډیري ستونزي درته پیدا کړي او دا ستونزي
مو ندي درباندي پیرزو

مننه


larghonay laraway
24.06.2012

السلام عليکم!
ريښتينی صيب ريښتينی نظر مو ورکړی دی!
له فقهې مطلق انکار هم ناشونی دی ځکه باور وکړه ما اکثره پښتانه اهل حديث علماء ليدلي چې معاملات د فقهې له مخې حل کوي!
هغه فقه چې له قرآن او حديث سره سمه وي مخالفت يې نه کوو.
بله دا چې رښتيا هم زمونږ ټولنه دوديزه مذهبي ټولنه ده چې په يو وار او رټلو خبرو نه سمېږي بلکې له حکمته بايد کار واخيستل شي. کله چې خلک پوه شي په خپله هغه خبرې ردوي چې په قرآن او سنت کې نه وي.
مننه
ستاسو لرغونی لاروی


حذيفه
24.06.2012

رښتنی صیب ! رښتنی اوسې
زه هم نه غواړم چي د خلکو احساسات مجروح کړم ، ستاله دې نظر سره موافق يم چي بايد له حکمته کارو واخلو او خلک د پوهې لارې په دين پوه کړو ، د هيواد اکثره برخه رښتيا هم احناف دي او مزاج يې هم راته معلوم دئ ، ښه خبره مو کړې ده موفق اوسې ، البته ځيني کسان داسي هم دي چي خلک په قصدي توګه همدې خبرو ته اړ کوي که نه زه داسي څه نه درته وړاندي کوم چي په جنجال کي پرې واچوم البته هر انسان کمزوری دئ کله که ترې تېروتنه وسي نو انساني کمزوري يې بايد وبولو .
تر بيا


وصيل پېروز
24.06.2012

[quote:60196de46d="وزیري"]مسټر پیروز باندي اوس الله جل جلاله دومره هم سترګي پټي کړي چی د (ولقد کرمنا بنی آدم) او (أولئک کالانعام بل هم اضل) فرق هم نه شي کولاي. [/quote:60196de46d]
ملا وزيري صاحب ! که ته د دې دوو اياتونو سياق او سباق وګورې نو درته جوته به شي چي دا دواړه له يوه او بل سره ډېر توپير لري ، لومړنی ايت د انسانيت شخصي درنښت ته نغوته کوي او دا وايي چي انسان ته په شخصي ډول درنښت ورکول شوی دئ او موږ داسي پيدا کړی دئ چي درناوی لري ، عزت مو ورکړی او ...
او دا دويم ايت د هغوئ د فهم او عقل په اړه دئ ، دا ايت موږ ته وايي چي دوئ د فهم او عقل له لارې تر څارويو هم ها خوا دي مګر دا د دې دليل نه شي کېدای چي بايد د مطلق انسان سپکاوی وشي چي دا کار په ټولنيز ډول ډېري بدۍ را پاروي او د اسلام پر خلاف د خلګو کرکه زياتېږي او داسي به وانګېري چي ګواکي اسلام نور خلګ څاروي ګڼي حال دا چي داسي نه ده بلکي الله د خپل ذات او دين په اړه د هغوئ فهم او عقل ته ګوته نيسي او په دې ساده مسئله د نه پوهېدلو له کبله يې تر څارويو هم ها خوا ګڼي مګر له دې ايت څخه موږ داسي استدلال نه شو کولای چي بايد هر ځای يې ووينو په دومره بد ډول يې سپک کړو لکه څاروی .
که دا اياتونه ستا پر ډول تفسير کړو نو په خپل منځ کي به نعوذ بالله قرآن هم سره ټکر شي .
[quote:60196de46d="وزیري"]
دا زما د کلونو تجربه ده چی هر هغه کس چی له څلورو مذاهبو نه وتلای وه، دده محبت به د کفر خواته ډیر وي او کافر ته به په عزت ورکولو کي کوشش کوي. مثلا زمونږ یو شناخته ده چی نن سبا په دولت کی رئیس ده او په مذهب کټر لامذهبه ده، د شرعیاتو له دیپارتمنت نه فارغ شویده. ما ترینه په خپلو غوږونو اوریدلي دي چی ویل به یی چی زه ارمان کوم چی کاش ما له کافرو سره کار کولاي. او دا د نن سبا مسلمانانو نه کافران ډیر ښه دي. استغفرالله ثم استغفرالله.

[/quote:60196de46d]
ملا وزيري صاحب ! ستا دا يو عادت هيڅکله هم مات نه شو چي تل بې ځايه او غير مدللې نيوکې کوې ، زه د هر چا په اړه هغه دريځ لرم چي قرآن او سنت يې په اړه حکم کوي . له دې پرته د بل هيڅ امر منلو ته هم چمتو نه يم ، که تاسو ته د قرآن او سنت تګلاره له کفارو سره دوستانه ښکاري نو بيا جلا خبره ده ... !!!


وصيل پېروز
24.06.2012

[quote:a82a1ad677="larghonay laraway"]
بله دا چې زه به م. وصيل پيروز ته ووايم چې دغه د شکسپير او د هغه بل مثال دې ليرې کړه نو بيا به هم ستاليکنه او استدلال نه کمزوری کېږي !
[/quote:a82a1ad677]
ښاغلی لاروی صاحب ! زما په ليکنه کي د شکسپير بېلګه يو پر ځای مثال دئ ، ځکه د برناډشا خبره يو داسي فکر دئ چي موږ هر يو یې بايد ولرو.


وصيل پېروز
24.06.2012

[quote:9c1c3ce8cb="رښتینی"]ِِ

وروره زموږ ملي یووالی له منځه تللی او ملي هویت مو له ګواښ سره مخ ده
دڅو لسیزو جکړو په سلو نه په زر هاو بدمرغیو اخته کړي یو
او دا ټول داختلاف اوخپل منځي بدمرغیو له لاسه دخدای په پار زموږ افغانان
تقریبا ټول حنفیان دي او شاید تاسو ته د خپل قوم (افغانانو) مزاج او پوهه هم
ښه معلومه وې نو اوس که ستاسو ملګرتیا وکړو او دحنفیت پرخلاف یاد تقلید
پرخلاف کمپاین پیل کړو نو دا شته جنجالونه به څوچنده شې ؟
داسې ده که نه ؟
او که په حکمت سره په حنفیت کې دافراط او بیځایه فقهي توجیهاتو یا په کمزورو
روایاتو سره دصحیح حدیثو پریښودلو ستونزه په پام کې ونیول شې او پرخلاف
یې کاروشې دابه یوه معتدلانه لاره وې او هم به مو له اختلافاتو ځان ژغورلی وې

تاسو چې هره موضوع څیړئ یافکر پکي کوئ نو ټولنیز او دچاپیریال حالات هم
باید په نظر کې ونیسئ او په فعلي شرایطو کې زموږ دهیواد حالت او زموږ دقوم
پوهنیز او نور ټول اړخونه باید په نظر کې ونیول شې له هغه وروسته باید دیوه کار
دکولو اقدام وشې .
[/quote:9c1c3ce8cb]
ښاغلی رښتنی صاحب !
حکمت د قرآن تګلاره ده او هر هغه کس چي قرآن ته معتقد وي بايد خلګ نېغي لارې ته په ښو خبرو خلګ راوبولي نه په تونده تګلاره ، ما تل په بحث کي همدا تګلاره خپله کړې او تر ډېره مي هڅه کړې چي بحث په سالم ډول پر مخ ولاړ شي ، هدف مي دا وي چي هره خبره په دلايلو ثابته کړم او د استدلال له مخې له خپلو مقابلو ملګرو سره د بحث د پای نقطې ته ورسوم خو په دې بحث فورم کي داسي خلګ شته چي د سالم بحث پر ځای تل له غير منطقي او غير معقولو انتقادونو کار اخلي ، خپل مقابل لوری په يوه او بل نوم تورنوي او د روپو او ريالونو ټاپې ور بانډي وهي چي دا په هيڅ ډول هم د سالم بحث له سالمو اصولو سره سر نه خوري .
ستاسو دا د حکمت خبرې بايد ټولو ته عامې وي ، په دې لړ کي بايد يو فرد معلوم نه کړئ ، ټول بايد وپوهوئ چي هره خبره بايد د استدلال او دليل له مخې حل کړای شي نه د توندۍ ، خواشينۍ ، تعصب او حسد له مخې ...
زه غواړم دلته هغه اختلافي مسائل تر بحث لاندي ونيسم چي له نورو ملګرو سره پکي د استدلال له مخې اختلاف لرم ، غواړم له ملګرو سره په ګډ بحث د سالم استدلال له مخې ځان حق ته ورسوم . زما هيڅکله هدف دا نه وي چي خلګ وپاروم او يا خپل نظر پرې وتپم بلکي غواړم د دليل او منطق له مخې تر اصل حقيقت پوري ځان او نور ورسوم او هيله لرم چي په دې لار کي مي نه يوازي دا چي تاسو مخالفت ونه کړئ بلکي بايد زموږ ملا وتړئ ځکه که موږ دلته پر خپلو ستونزو خبرې ونه کړو نو سبا په يوه غونډه ، په عام مجلس او نورو ځايونو کي بېخي خپلې ستونزې نه شو هوارولای . دلته بايد هيڅکله هم د خلګو پر سالمو اندونو بنديز ونه لګېږي ، اوس مهال موږ دې ته اړتيا لرو چي فکر مو ازاد وي ، بايد د هيچا پر فکر او اند بنديز ونه لګېږي چي دا د اسلام امر هم دئ او فطرت يې هم تائيد کوي خو خبره بايد له هر چا سره د سالم استدلال له مخې حل کړای شي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more