اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د زړه خواله
حمید هڅــاند
19.06.2012
[color=blue:b0f4dceaee]سات مه تېروه چې سات به دي تېر کړي[/color:b0f4dceaee]
له ځان او بل نه به مو اورېدلي وي چې سات (ساعت) تېروم. د سات تېرولو مانا داده چې د دې لپاره چې وخت ژر تېر شي، په یو نه یو کار ځان بوختوم. لاندي درې ډوله خلک به مو لیدلي وي:
۱) یوه ډله وایي: دا نن څومره ستړې ورځ ده، هیڅ نه تېرېږي، که دي یو سګرټ راکړ خو وبه مې ګټې!
۲) بله ډله وایې: یاره دومره وخت نه لرم چې سر وګروم، دا وخت هم هسې د مازیګر لمر دی، چې مخ را اړوي بیا یې درک نه وي!
۳) دریمه ډله بیا هیڅ ګیله نه لري. نه به داسي ووایي چې وخت زیات دی او نه به ووایي چې د وخت له کمښت سره مخ یو.
شاه روخ خان به پېژنۍ، راځۍ یوه کیسه یې درته واوروم:
ډاکټر ذاکر نایک، شاه روخ خان، د سیف علي خان خور او ځیني نور سینماستوري په یوه تلویزیوني خپرونه کې میلمانه ول چې موضوع یې د مسلمانانو بنسټپالنه وه. له شاه روخ خان څخه پوښتنه وشوه چې ته خو په می نیم از خان فلم کې په لمانځه لېدل کېږي، ایا په حقیقي ژوند کې هم لمونځ کوې؟ ده ځواب ورکړ: زه د زړه له تله غواړم چې لمونځ وکړم خو لمانځه ته [u:b0f4dceaee]وخت نه لرم[/u:b0f4dceaee]، یواځې په دې چې زه لمونځ نه کوم زما نه کم مسلمان نه جوړېږي.
رښتیا خو داده چې ژوند باید هدف ولري او مسلمانان هغه خلک دي چې ژوند یې پرهدفه او له مانا ډک دی. زموږ اره موخه د الله پاک د رضا حاصلول دي. د مسلمان د ژوند ښه والی دادی چې په ژوند کې یې هرڅه مالوم دي، لار ورکي کېږي نه؛ هدف مالوم دی او کړن لاره روښانه، چېري چې له خوښیو او بریاؤ پرته بل څه نشته. ځکه خو یو مسلمان باید خپل مهال ویش او دکار لومړیتوبونه وپېژني.
[color=white:b0f4dceaee]ایا کله متوجه شوي یاست چې وخت څنګه برکت پیدا کوي؟ کله چې سهار په وخت پورته شو، نو ټوله ورځ مو له برکت څخه ډکه کېږي، د ورځي لومړي ساعتونه هغه مهال دی چې برکت پکې اوري. راځۍ له دې برکت څخه ګټه پورته کړو او اسلامي مهال ویش او لومړیتوبونه وپېژنو تر څو داسي و نه وایو چې یاره دا وخت څنګه تېرېږي او یا دا چې بیخي د سر ګرېدو ته نه یم وزګار.
[/color:b0f4dceaee]
[color=green:b0f4dceaee]نوربیا......[/color:b0f4dceaee]
حمید هڅــاند
23.06.2012
[color=blue:68b5ae70ca]د ټولیزو رسنیو ټولې خبرې مه منه[/color:68b5ae70ca]
وړاندي تر دې چې په یوڅه باور وکړې او بل مسلمان ته یې واوروې، مهمه ده چې اول یې په صحت ځان ډاډه کړې. د ټولیزو رسنیو ډېری مواد نن ورځ یا خو داسي خبرې دي چې ارزښت نه لري او یا خو له حقیقت څخه لري. د ټولیزو رسنیو مهمې برخې ته یې Mainstream Media ویله کېږي. دا برخه رسنۍ د نړۍ د مالوماتو په لېږد رالېږد کې لویه برخه لري، ځینې خبري او مالوماتي رسنۍ یې، بې بې سې، سې ان ان، نشنل جیوګرافیک او نور دي. د نړۍ د ټولیزو رسنیو ډېری برخه د یهودو له خوا فایننس کېږي. د دغو یهودو موخه داده چې د نړۍ دعوامو، مسلمانانو او غیرمسلمانانو، فکري لوری کنترول کړي. له خبري او مالوماتي رسنیو څخه درواخله بیا تر د فلم جوړول صنعت، سندرغاړي توب، شعر شاعري، لوبې او نور بوختونکي پروګروامونه ټول هغه څه دي چې د دوی له خوا استمالېږي ترڅو زما او ستا د فکر ډول د دوی په اشاره او خوښه و څرخي. دوی له رښتیاؤ څخه دروغ او له درواغو څخه رښتیا جوړولی او په موږ یې منلی شي. که په دې اړه لږ څه شک مو هم په دماغ کې ګرځي راګرځي نو ښه به وي چې یوه وړوکې غوندي څېړنه وکړئ او تنیجې یې وګورئ. راځئ د دې پرځای چې د دوی هره خبره ومنو، رښتیا ته یې رښتیا او دروغو ته یې دروغ ووایو او نور ځینې خبر کړو.
[img:68b5ae70ca]http://a3.sphotos.ak.fbcdn.net/hphotos-ak-ash4/c0.32.403.403/p403x403/224865_489080331117495_791219574_n.jpg[/img:68b5ae70ca]
نوربیا.....
حمید هڅــاند
26.06.2012
[color=blue:bd54fadae4]ایا کله مو له ځانه پوښتلي چې د پردې تر شا به څه روان وي؟؟
[/color:bd54fadae4]
ډېرې داسي خبرې شته چې که لږ څه هڅه وکړو، سر مو پرې خلاصېږي...دا هغه خبرې دي چې د اوسنۍ نړۍ د حالاتو په شننه کې راسره مرسته کوي. اسلام دښمنه کړۍ، چې اوس په درز کې خپل کارونه مخته بیایي، ټینګه هڅه کوي چې حقیقت زموږ له سترګو پناه کړي، دوی ان په علمونو کې بې ځایه موضوعګانې ننویستې دي ترڅو د خلکو وخت ضایع کړي، زه د اقتصاد د زده کوونکي په دې توګه شاهدي ورکوم چې دا خلک بل څه نه غواړي بلکې دا چې په یو نه یو ډول له حقیقت څخه خلک لري و ساتي. په داسي حالاتو کې زموږ لپاره یواځي یوه د ژغورنې لاره پاتې ده او هغه داچې، په پوره مانا په اسلام منګولې ولګوو. که مو داسي وکړل، د دوی دسیسې به انشاالله پخپله خنثی شي ، ځکه اسلام چې څومره اسان دی، هغومره زیات د ستونزو حل لاره ده. له محصلینو څخه زما هیله داده چې، هره خبره دي یواځي په دې نه مني چې (ام ال جنګان) په کتاب کې لیکلي دي یا ډاکتر پلانکي په خپل کتاب کې داسي وايي. ځوان محصلینو ته ښایې چې زیات پلټونکي و اوسي او هڅه وکړي چې له خپل دین څخه ځان پوره خبر وساتي.
زموږ دښمنان پرون، نن او سبا بل څوک نه بلکې یهودي او عیسوي مشران او د دوی تر مشرتابه (ناټو) لاندي راغونډ لوري دي.
[img:bd54fadae4]http://a6.sphotos.ak.fbcdn.net/hphotos-ak-ash4/198396_316296921794714_1432818186_n.jpg[/img:bd54fadae4]
نوربیا....
حمید هڅــاند
31.07.2012
[color=darkblue:1fc4506587]ماشومان او تنکي زلمیان او کمپیوتري ګیمونه [/color:1fc4506587]
له نیټ څخه:
د کپیوتري ګیمونو له کارونې سره به بلد یاست. لاندي انځور د یوه نړیوال مشهرو ګیم ( جې ټې اې) دی. په دې ګېم کې د کاروونکي اهداف داوي چې څنګه غلا وکړي، څنګه یو پیسه لرونکی کس ولوټي، په څه چل او ول موټر وتښتوي، څنګه یوه نجلۍ بدلمنې کړي او نور. دا ګیم ماشومانو او تنکیو زلمیانو ته جوړ شوی دی، چې به کارولو سره یې انسان د بدو په لور هڅول کېږي.
[img:1fc4506587]http://a7.sphotos.ak.fbcdn.net/hphotos-ak-snc7/578823_508469755845219_1432417159_n.jpg[/img:1fc4506587]
دا یواځې یوه بېلګه وه. بې شمېره ګیمونه او بوختوونکي پروګرامونه ( مثلا کارتون) په دې موخه را میدان ته کړای شوي چې بې لاري ته نوي ځوانان و هڅول شي. له بده مرغه، نن ورځ د ماشومانو د ساتېري لپاره په زیاتو کورونو ( په ځانګړې توګه د اوبادو خلکو هغو کې) کې ګیم سټيشنونه، تلویزیونونه او کمپیوترونه د ساتېرۍ لپاره ځانګړي شوي دي. په داسي حال کې چې، نوي ځوانان او ماشومان د مسلمان امت راتلونکې ده، موږ ته په کار ده چې په دې هکله له خورا احتیاط او وېښتابه څخه کار واخلو.
نوربیا.....
حمید هڅــاند
01.08.2012
[color=blue:2e1deb8059] د خوب لپاره په ښي اړخ پرېوتل[/color:2e1deb8059]
د روژې په روانه مبارکه میاشت کې مې اړتیا احساس کړه چې دا موضوع دلته رانقل کړم.
د ساینسپوهانو مشوره داده چې د څملاستو په مهال غوره داده چې په ښي اړخ پرېوزو ( نه په کیڼ) او لامل یې دا په ګوته کوي چې د سږي د جوړې ښۍ هغه لویه ده او که څوک په کیڼ اړخ پرېوزي نو زړه د سږي د جوړې له ښې هغې څخه تر فشار لاندي راځي او په سمه توګه انقباض او انبساط نه شي ترسره کولی، له بله پلوه، د زیات فشار له امله معده هم اغېزمنه کېږي او د هاضمې کار په سم ډول نه شي سرته رسولی. ډاکټران، په ځانګړې توګه، هغه خلک په کلکه د کیڼ اړخ له پریوتو څخه د راګرځولو هڅه کوي چې یو نه یو ډول د زړه ناروغي ولري او یا د زیات عمر لرونکي وي.
په زړه پوري داده چې موږ ته څوارلس سوه کاله مخکي د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خوا مشوره را کړل شوې چې که په کوم اړخ پرېوزو نو ښی اړخ غوره دی.
د روژې په میاشت کې په ښي اړخ د پرېوتو ګټې به داوي:
۱) د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه د ژوند کولو څو برابره ثواب؛
۲) سالمه روغتیا.
[img:2e1deb8059]http://a5.sphotos.ak.fbcdn.net/hphotos-ak-ash4/306721_508916905800504_160989598_n.jpg[/img:2e1deb8059]
نوربیا......
حمید هڅــاند
04.08.2012
[color=darkblue:c1fe0e0aa9]بله روژه، څوک مړه څوک ژوندي[/color:c1fe0e0aa9]
د روژې مبارکه میاشت هغه دی تر نیمایي واوښته او خورا چټکه ځان ورنغاړي؛ راځئ یوڅو پوښتنې له ځانه وپوښتنو:
ـــ څومره مو له راستۍ کار واخیست؟
ـــ د قران له تلاوت څخه مو څومره ځان برخمن کړ؟؟
ـــ زموږ د لمانځه، تراویحو، ذکر، صدقې... څه حال دی؟؟؟
ـــ د خوراک، څښاک او یوځایوالی ترڅنګ، ایا له دروغو، غیبت، موزیک اوریدلو، فلمونو کتلو او نورو ګناهونو څخه مو څومره ځانونه لري ساتلي؟؟؟؟
په هر حال، ښه خبره داده چې لا مو هم فرصتونه مخته پراته دي... د نیمایې روژې ترڅنګ، وروستۍ لس ورځې هم په مخکې لرو، ښایې چې پکې د قدر شپې څخه ګټه اخیستلو لپاره هڅه وکړو. حضرت محمد صلی الله علیه و سلم په وروستیو لسو ورځو کې هر کال اعتکاف کړی دی.
[color=green:c1fe0e0aa9]
بخاري، دریم کتاب، ۳۳ جلد، ۲۶۰ حدیث
له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی:
محمد صلی الله علیه وسلم به هر کال د روژې وروستیو لسو ورځو کې اعتکاف کاوه، د رحلت په کال یې اعتکاف شل ورځې ؤ.
[/color:c1fe0e0aa9]
[img:c1fe0e0aa9]http://a3.sphotos.ak.fbcdn.net/hphotos-ak-ash4/c38.0.403.403/p403x403/404010_508479792510882_523141628_n.jpg[/img:c1fe0e0aa9]
خدای خبر چې څومره مسلمانان به هره شپه د دوزخ له اوره څخه ژغورل کېږي! راځئ هڅه وکړو چې موږ هم دد غه کاروان ملګري شو.
د بښنې، رحمت، او اور څخه ژغورنې به دې مبارکه میاشت کې په کار ده چې په ټوله مانا روژه ونیسو. د حدیث شریف مطلب دی چې که څوک په روژه کې له ناوړه کړو او ناوړه ویلو څخه لاس وا نخلي نو الله پاک یې یواځې وږی او تږي پاتي کېدو ته اړتیا نه لري.
روژه به هم بیرته ستنه شي، خو راځئ هڅه وکړو چې ورڅخه په ګټه اخیستلو له ګناهونو څخه ځانونه پاک کاندو او هسي نه چې ورڅخه خړ مخ ووزو او ګناهونه مو معاف نه شي، توښه مو درک و نه لري. هغه کسان چې له داسي برخلیک سره مخ کېږي، د هغوي په برخه یواځي او یواځي لعنت دی.
[color=darkred:c1fe0e0aa9]بله روژه څوک مړه څوک ژوندي!!!![/color:c1fe0e0aa9]
نوربیا....
حمید هڅــاند
15.08.2012
[color=darkblue:c2fc2711aa]صدقه او خیرات
[/color:c2fc2711aa]
[i:c2fc2711aa]ژباړه او زیاتونه
[/i:c2fc2711aa]
لَن تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّىٰ تُنفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ ۚ وَمَا تُنفِقُوا مِن شَيْءٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَلِيمٌ ﴿٩٢﴾
تاسو به هیڅکله نیکي ( اجر) ته و نه رسېږئ، مګر هله چې تاسو هغه شیونه د الله په لاره کې ولګوئ چې تاسو ورسره محب لرئ. او له هر څه چې نفقه ورکوئ، الله پاک ورباندي ښه خبر دی.
د روژې وروستیو ورځو کې یو، په کار ده چې د توان تر کچې صدقه ورکړو. په یاد مو وي چې د صدقې د ورکړې په مهال، له هغه څه نفقه ورکړو چې موږ ته نږدې دي، نه له خپلو هغو څخه چې غورځولي مو دي او ورته هیڅ اړتیا نه لرو......
[img:c2fc2711aa]http://a4.sphotos.ak.fbcdn.net/hphotos-ak-ash4/409590_525124344170718_514963643_n.jpg[/img:c2fc2711aa]
نوربیا...
حمید هڅــاند
29.09.2012
[color=blue:52ef729381]حیا او پرده او د لارې حقوق
[/color:52ef729381]
ابوسعدی الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی:
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل [خبردار اوسئ، د لارو پرسر له کیناسلتو نه ډډه وکړئ. دوی ( خلکو) وویل: اې د الله جل جلاله رسوله، موږ څنګه د لارو پرسر له کیناستلو ډډه وکړو، د کار له امله ورته اړتیا لرو. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که تاسو چاره نه لرئ، بیا نو د لارې حقوق پرځای کړئ. دوی وویل: د لارې حقوق څه دي، اې د الله رسوله. ده (صلي الله علیه وسلم) و فرمایل : (دحیا په موخه) لاندې کتل، د بل نه اذار کول، د سلام او ادب ځوابول، او په ښو باندي امر او له بدو نه منع کول.
(صحیح بخاري، اتم کتاب، څلوراویایم والیم، ۲۴۸مه شمیره حدیث شریف)
اوس پوښتنه داده چې موږ تر کومې کچې د لارې حقوق خوندي کړي دي؟
په دې اړه به یوه په زړه پورې کیسه وړاندې کړم چې همدا نن مې ولیده او ستاسو په وړاندې یې ږدم:
د تبین د سیمې یو مسلمان کس کور کې اودس کاوه چې د کور دروازه یې وټکیده، دا چې دی مصروف ؤ، له خپلې مېرمنې یې هیله وکړه چې وګورې څوک دی. میرمن یې بیرته له دروازې راستنه شوه او ویې ویل چې [هغه ستا ړوند انډیوال دی].
دی حیران شو او میرمنې ته یې وویل چې زما ړوند ملګری! زه کله ړوند انډیوال لرم. کله چې دروازې ته لاړ، خپل هغه انډیوال باندي یې سترګې یخې شوې چې له تیرو دیرشو کالو یې ورسره راشه-درشه لرله!
زړه ته مو لوېږي! یو کس چې د دیرشو کالو په اوږدو کې ښایسته ډېر ځله د دوی کورته میلمه شوی ؤ، بیا هم د کور ښځه په دې ګمان وه چې دا کس ړوند دی، ځکه هر ځل به یې په داسې انداز ښکته کتل چې ښځې ورباندي د ړانده فکر کړی ؤ.
دې ته احترام او حیا وایې!!!
[img:52ef729381]http://sphotos-d.ak.fbcdn.net/hphotos-ak-ash4/482992_536677009691160_520809710_n.jpg[/img:52ef729381]
نوربیا...