د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د انګرېزي ژبې زده کړه حه حکم لري ؟

حذيفه
18.06.2012

ملګرو سلاموه !
راشئ يوه بله نوې موضوع سره شريکه کړو !
د نامسلمانو ژبه لکه انګرېزي يا بله ژبه زده کول څه حکم لري ؟
په انساني نسل کي د ژبو اختلاف د الهي قدرت له ښکاره نښو څخه دي او په دې اړه د قران کريم وينا همدا ده ، لکه چي وايي :
وَمِنْ آَيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآَيَاتٍ لِلْعَالِمِينَ(الروم ، سورت نمبر : ۳۰ ، ايت نمبر : ۲۲)
ژباړه : او د الهي قدرت له نښو د اسمانونو او ځمکې پيدا ئښت او د ژبو و رنګونو اختلاف دئ ، بې شکه په دې کي د عالميانو لپاره د عبرت سترې نښې دي .
نو کوم شی چي الله يې د خپل قدرن نښه ګڼي هغه به څرنګه حرام شي ؟ الله ژبې د همدې لپاره پيدا کړې دي چي انسانان يو بل سره پوه کړي ، افهام او تفهيم پرې وکړي ، يو بل ته لار ور ښيي ، د خپل حق دين بلنه نور ته ورسوي او هغوئ د همدې ژبې په وسيله خپل دين ته دعوت کړي ، نو داسي شی چي تر دې هم سترې ګټې په کي نغښتې وي او الله تعالی هم د خپل قدرت يوه ستره نمونه بللې وي هغه به ولي او په څه شي حرامه وي ؟
که رښتيا په شريعت کي همدا حکم وي نو انګرېز مسلمان وګړي به څه کوي ؟ خپله ژبه به بدلوي ؟ بيا به په کومه ژبه خبرې کوي ؟ پښتون به ترې چوړېږي او که فارسي ژبی ؟ ايا رسول الله  چي به څوک مسلمان کړ هغه ته يې د دې امر هم کاوی چي خپله ژبه مه وايه او زما په ژبه خبرې کوه ؟ عبدالله بن السلام يهودي وو خو کله چي مسلمان شو نو په هيڅ حدیث کي د دې يادونه نه شته چي رسول الله  دي هغه ته امر کړی وي چي په عربي خبرې کوه د يهودو ژبه پرېږده ، سلمان فارسي  د فارس يا اوسني ايران اوسېدونکی وو ، کله چي پر رسول الله  ايمان راوړ هغه دا نه دي ورته ويلي چي ستا قوم کافر دئ ځکه نو ته له دې وروسته په خپله ژبه خبرې نه شې کولای ، رسول الله  چي د ايران ، روم او نورو هيوادونو ولس مشرانو ته ليکنونه ولېږل په هغو کي يې دا يادونه نه ده ورته کړې چي مسلمان شئ او خپله ژبه مه واياست ، په هغه وخت کي انګريز قوم نه وو ، امريکا نه وه کشف شوې ، د مسلمانانو ستر دښمانان همدا يهود ، روميان چي عیسايي مذهبه ول او فارسيان اور لمانځوونکي ول ، دا هغه دښمنان ول چي د رسول الله  له ژبې پرته په بله ژبه ږغېدل ، خو که به له دې قومونو څوک مسلمان شو نو هيڅ وخت رسول الله  هغه ته امر نه دئ کړی چي خپله ژبه مه وايه ، دا ګنا لري ځکه زما دښمنان په همدې ژبه خبرې کوي ، زما په وړاندي په دې ژبه پلانونه بسته کېږي ، له دې وجې به ته په دې ژبه خبرې نه کوې . په دې اړه صرف هغه تش په نامه ديني پوهان چي علم تر سپينې لنګوټې او سپينو جامو پورې منحصر ګڼي دا فکر کوي چي د نامسلمانو ژبه ژده کول ګنا ده که نه تر ننه په اسلامي ټولنه کي د داسي خندونکې مسئلې يادونه هم چا نه ده کړې ، دا تش په نوم ملايان دا غواړي چي نا مسلمان وګړي پر مسلمانانو ښه وخندوي او زموږ درناوي او عزت د هغوئ په زړونو کي له یوې مخې ختم کړي ، چي نه بيا هغوئ زموږ دين ته زړه ښه کړي او نه مو دعوت يا بلنه ومني ، ځکه د هغه ژبه خو تش په نوم ملايانو راته ناروا کړه نو اوس زه هغه ته په کومه ژبه بلنه ورکړم ؟ زما ژبه خو د هغه نه ده زده زه به هڅه کوم چي جامع شخصيت له ځانه حوړ کړم او په هره ټولنه کي ځای وموم او خلکو ته اسلامي دعوت ورسوم ، لکن ملاصيب په دې فکر کي نه دئ ، که د نړۍ په هر ګوټ کي د ده پر خلاف چا ږغ پورته کړ نو دی يې په همدې ډول مقابله کوي او له دې ها خوا نه پوهېږي څه وکړي ، ژبه الله د افهام او تفيهم لپاره پيدا کړې ده او د حرمت لپاره يې هيڅ دليل نه شته له دې وجې که څوک د انګرېزي يا بلې ژبې پر زده کړه بنديز لګوي هغه تېر وتی دئ او په اصل کي د خپل دين په اساساتو نه دي پوه شوی .


رښتینی
18.06.2012

ښاغلی حذیفه دا کوم ملا ویلي دي چې انګریزي ژبه نارواده
ایا دکومي سیمي عالم درته معلودی چې داخبره یې کړي وې ؟
اوکه د علماودغندني له پاره دپلموپه لټه کې یې ؟

وروره دا ډیره پخوانی خبره ده اوداد هغه مهال خبره ده چې انګریزانو
یرغل کړی و نو له هغوی نه دکرکي له کبله خلکو دهغوی ژبه هم بده
ایسوله اوچیري به کوم یوه ملادا خبره هم پکي شتی کړي وې چې
انګریزي حرام د ه .


حذيفه
20.06.2012

سلامونه !
رښتينی صیب ! ته خو هم لکه د ديویند يا بريلویانو صوفي داسي خبرې کوې ، ته وا ټوله سيمه ستا تر نظر لاندي ده او په هر څه يې خبر يې ؟ مراقبه خو به دي نه وي کړې چي د سيمې کشف ردته سوی وي ؟خبره تر دې هم درنه ده او که د سيمو څو ملایان درته ياد کړم نو خلک به خپه سي ښه به دا وي چي موضوع له شرعي اړخه روښانه شي او د خلکو له نوم یادولو تېر سو ، څو ورځې وړاندي مي په کور کي څو ميلمانه لرل او يوه راته وويل : د فلانۍ سيمې فلانی ملا پېژنې ؟ ما ورته وويل : هو ! هغه وويل : ياره ! ولا نادرې کوي ، ما وويل : څرنګه ؟ ده وويل : اوس لا هم هغه زړه خبره او هغه يې فکر دئ ، په عام مجلس کي يې وويل چي مکتب حرام دئ او د انګرېزانو ژبه زده کول حرامه ده .
له يوه بله ملګري مي واورېدل چي ويل يې په يوه غونډه کي ناست وم يو ديني ملا مکتب او انګرېزي حرام وبلل ، نو زه چي کورته راغلم مشر ورور ته مي وويل : ماشومان له مکتبه وباسه ځکه ويلي يې حرام دي نن فلاني ملا په عامه غونډه کي دا خبره وکړه خو هغه يو بل ملا ته خبره وړاندي کړه چي په په مکتب يې د استادۍ دنده لرله نو هغه د دې شرعي اړخ روښانه کړ او زه يې ډاډه کړم .
تر دې لا هم بله حیرانوونکې داده چي يو زده کوونکي او زموږ د انجمن برخوال په مسجد کي خپله وينا په انګرېزې مرتبه کړې وه کله چي يې وينا وکړه نو يوه شيخ الحدیث صیب د طالبانو د دستار فضیلت (لنګوټو تړلو) په ورځ هغه زده کوونکی د ګمراه ، خبیث او بې تمیزه په القابو ونازاوی او په مسجد کي يې په انګرېزي خبرې کول حرام وبلل چي په ټوله جلسه کي بل ديني ملا د دې خبرې ترديد نه دئ کړی .
اوس باید پوه سې چي دا فکر اوس هم سته او لا هم ښه پوره لارويان لري .



ع کريم حليمي
20.06.2012

ښاغلی حذيفه ته سلامونه
[quote:7c348a1758] که د سيمو څو ملایان درته ياد کړم نو خلک به خپه سي[/quote:7c348a1758]
یاد ئې کړه ، له چا نه خوابدي شي ؟؟


وزیري
21.06.2012

السلام علیکم:

ژبه یادول که د کافرو وي او که د مسلمانانو بی شکه چی روا عمل ده. هغه ملایان چی انګریزي ژبي ته بد ګوري هغه صرف له کافرو سره د کلکي دښمنی نښه ده. زه خو بهتره دا بولمه چی مسلمان دي اول عربي ژبه یاده کړي او بیا دي انګلیسي یاده کړي. دا په دی خاطر چی عربي به ده سره په اسلامي کتابونو کی کومک وکړي کوم چی لوستل یی د هر مسلمان دنده ده او انګلیسي به له ده سره په نني عصر کی په زیاتو کارونو کی کومک وکړي.

یو چا راته قصه کوله چی په کابل کی د هودخیلو نه لږ ورکوز دستګاه افغاني په نامه یو ځای ده چی دننه په کمپ کی ترکیان اوسیږي او هلته یو د انګلیسی کورس هم شته ده. یوه ورځ د انګلیسي د کورس شاګردان او ترکیان سره مخ شوي وه او ترکیانو ترینه پوښتنه کړي وه چی دلته څه کوی؟ هغوي ورته ویلي چی دلته د انګلیسي کورس وایو. په خبرو خبرو کی ترکیانو ترینه د لمانځه په باره کی پوښتنه کړي وه چی بدبختانه د یوه شاګرد هم لمونځ صحیح نه وه یاد او نه یی کوم وړوکی سورت یاد وه. نو ترکیانو ورته ویل چی آیا دا به شرم نه وي چی ستاسو دین نه ده یاد او انګلیسي یادوی؟

دا یی یوه، بله چی ما پخپلو ګناهګارو سترګو ورته کتل او په غوږو می اوریدل چی څو کاله مخکي د افغانستان په ملي تلویزیون کی د کابل پوهنتون د شاګردانو نه د سوالونو یو پروګرام وه چی یوه خواته یی دري هلکان ناست وه او بله خواته یی دري انجوني ناستي وي. لس لس سوالونه وه او په اخیر کی یو نوی موټرسایکل جائزه وه.
خدای می دي غاړه نه بندوي چی د انجونو طرف وه او که د هلکانو طرف وه، یو سوال یی ترینه وکه چی قرآن شریف څو سیپاري ده؟ ته یقین په خدای جل جلاله وکړه که به یی جواب ورکړای وي.

نو له داسي تعلیم سره خو زه هم مخالف یمه چی ټول عمر دی انګلیسی، کیمیا، فزیک، هندسه، الجبر او وغیره وغیره ته ورکړاي وی او اسلام درنه پاتي وي.

په داسي حالت کی هم انګلیسي یادول کوم ناروا کار نده خو د نفرت قابل عمل ده.

والسلام


حذيفه
21.06.2012

ښه کريمي صيب !
له دې خلکو يو هم وزیري صیب دئ چي انګريزې زده کول يې د نفرت وړ بللې ده ، بل هم د غزني ولايت يو ديني مولا رحمت الله دئ ، يو بل د کندهار هبة الله دئ عالم دئ او دې ته ورته نور هم سته چي ياد سوي کسان يې څو بيلګې دي . ژبه که د هر چا په وي په هر وخت کي زده کړه هنر دئ او دا چي څوک قران يا نوري ديني مسئلې نه زده کوي دا خو يوازي تر زده کوونکو پوري خبره نه ده محدوده ، بلکي په دې کتار کي دي ډېر نور کسان هم سته د دين د زده کړې مخه مکتب او انګرېزي نه نیسي بلکي تر شا يې نور عوامل دي چي يادول يې دلته مناسب نه بولم .


pattang
21.06.2012

د ليکنې نېټه : ٢ شنبه جون 18, 2012 5:07 pm
[quote:7103dc6bfb] عنوان : د انګرېزي ژبې زده کړه حه حکم لري ؟
ملګرو سلاموه !
راشئ يوه بله نوې موضوع سره شريکه کړو !
د نامسلمانو ژبه لکه انګرېزي يا بله ژبه زده کول څه حکم لري ؟
--------------------------------------------------------
وَأَنَّ هَـذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلاَ تَتَّبِعُواْ السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ [/quote:7103dc6bfb]

وروره / خورې !
له اسلامي او پښتني سلامه وروسته عرض لرم!
زه خو ستا له نوم سره يو څه مشکل لرم چې حذيفه نر دی او که ښځه ! ايا شاغلی درته
ووايم او که اغلې ! (ه) خو زمونږ په کلتور او ژبه کې مونث ته وي !
چې خپه نشې په ليکونو کې دې زه يو ډول ماجراجويې او يو ه غيرې مستقيمه شعوري
يو پلوي وينم او که نه ، زه غلط يم ، طبيعت دې داسې دی !
دژبې په برخه کې خو تاسو او نورو ديني عالمانو خپل نظريات ورکړي چې ټول يې
معقول او دمنلو وړدي !
خو زه يوخبره د خپلې عقيدې درته کوم ، زه په درې خارجي غربي ژبو پوهيږم ،ليکل
اولوستل مې يې زده دي ،خو زه به هيڅ وخت په مسجد او دخپلو مشرانو په مجلس کې
په خارجي ژبه ونه غږيږم ، ژبه دفکر، کلچر ، کړنلارې او عقيدې تر جماني او استازي
توب کوي او زه له پردۍ ژبې هغه شی رااخلم چې زما دکلچر او تخنيکي اړتيا په ګټه
وي اوبس او په مسجد کې يې خبرې اسلام ته لوی سپکاوی بولم !
اوس به دلته دنيويارک ملا صيب اونور ملايان وايې !
هلکه ! په امريکې اوانګليس کې خوهم مسلمانان شته نو که هغوی مسجد ته را شي
نو بيا به څه وي? هغوی به په بسم ا لله شروع کوي او له دينه به خبرې کوي اشغال ته
به بد وايې !
اغلې / ښاغليه! زه اوس په اوسنويو شرائطو کې چې افغانستان لکه د خره يوناسور
شوی زخم چې ديوطفيلي بې کنتروله غيرې اسلامي او پښتني کلچر ميدان
ګرزېدلی دی ،د ملا صاحبانودخبرو پلوي کومه، رښتيا هم چې دانګليس دژبې
وېيونکي زمونږ هېواداشغال او کلچر مو دانګليسي ژبې په افهام او تفهيم له منځه
وړي اوليبرال فاحش سيستم رامنځ ته کوي !
سر بيره پر دې :
- زمونږ واړه انګليسي ژبي وژني
-زمونږ ښځې انګليسي وېيونکو سرتورې کړې
- زمونږ قانون انګليسي ژب ويونکو جوړ کړی دی
- زمونژ ملايان دوی وژني
- په تيرور مونږ دوی متهم کړي يو او خبرې مو نه اوري
- چاپې دوی اچوي
- نرخونه دوی ټاکي اوپورته کوي يې
- په مړيو دوی بولې کوي
- قران دوی سوځي
- له وړو هلکانو سره زنا دوی کوي
.................................................................
نو که زه هم هلته يم له انګليسي به نفرت وړم او په مسجد کې به يې هيڅ پرې نږدم !
==> ژبه هو ، هره ژبه ، خوانګليسي ژبه زمونږ په مقدساتو کې اوس نه !

اغلی / اغلې ! زه خپل ليک ځانګړی هم درلېږم ، ځک چې دنيويارک ملا صيب
زما مضامين کله کله په خپل سر ړنګوي !


حذيفه
28.06.2012

سلامونو ته مو وعلیکم السلام وايم !
وروره ! زه په دې نظر کي ستاسو سره موافق نه يم ، ځکه په افغانستان کي اوس يوازي انګريزان نه جنګېږي بلکي د ۴۷ ملکونو کافران شته چي ټول يې په يوه ژبه نه خبرې کوي او نه ټول د يوې وچې دي ، ژبه زده کول خو يو کمال دئ ته ولي له دې سره مخالفت لرې ، بله خبره داده چي که د انګرېزي ژبې زده کړه حرامه سي نو ودې ژبې ته به خدمت څوک کوي ؟ د دې ژبې ويونکو ته به دعوت څوک ورکوي ؟ قران به څوک ورته ژباړي ؟ په حدیثو به يې څوک پوه کړي ؟ که ته وايي چي انګريز مي هيواد وال وژني نو ستا د هيواد خلک چي ورسره دي يا پښتانه او يا هم غیر پښتانه هغه هم په دې کي ورسره برخه اخلي او خلک وژني نو ايا اوس به ازبکي ، فارسي ، بلوڅي او يا هم غیر پښتون پښتو نه زده کوي ځکه خو پښتون يې هيواد وال وژني ؟ دا خو کوم غوره استدلال او منطق نه دئ ، له دې څخه ته بايد تېر سې او چي پر کوم شي شريعت بندیز نه وي لګولی هغه نه حرام دئ او نه يې څوک مخه نيولای سی ،اوس وخت د انګريزي زده کړه دومره اړينه ده چي ما او تا په کوم کمپيوټر کي خط ليکو هغه هم په دې ژبه دئ نو که مو زده نه وي بيا به څه ورسره کوو ؟ د درملو ټول معلومات په دې ژبه دي که يې زده نه کړو نو څوک به مو په پوه کړي ؟ روغتون ته چي ورسې نو د همدې ژبې راج چلېږي که دې زده نه وي نو څوک درته ګوري هم نه او په روغتون کي ټول معلومات په دې ژبه ليکل سوي وي نو که د چا زده نه وي هغه به يوځل له يوه کسه پوښتنه کوي چي دا څه دي بيا يې ژباړه ورڅخه غواړي او تر دې وروسته به په پوه کېږي . که څرنګه ؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more