د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

صليبي لښكري ترخدايي عذاب لاندي(عكسونه)


طالب خان
03.10.2004

له هغه ځايه چي صليبي امريكايانو اوپه تيره بياامريكايي ولس مشرپخپلو ګڼوويناګانوكي ځان دلوي خداي نائب بللى دى اوله صليبيانوپرته يى ټول وګړي په تيره بيامسلمانان له څيلمي واجب القتل بللي دي اودخپل دغه شوم مئال اوهدف دلاسته راوړلو لپاره يى په افغانستان اوعراق باندي يرغلونه وكړل اوهلته يى په لسګونوزره بيګناه مسلمانان پخپلو وينوكي ولمبول خوڅنګه چي بوش ديوه تحريف شوي,منسوخ شوي اوباطل آيين پيرودى ځكه نودالوهيت اوكبريائي په اړه دهغه ټولي ادعاګاني هم له يوې څيلمي درواغ دي اودلوي خداي جل جلاله په وړاندي ديوه داسي چلينج بڼه لري چي پايله يى دسخت ترين الهي عذاب په شكل كي رابرسيره كيداي شي.
اوداڅه دخداي پاك جل جلاله دهغه عادت مألوف اوحكمت معروف مقتضا اوغوښتنه هم ده اوداُمتونو ټول تيرتاريخ دخداي جل جلاله په دغه عادت باندي دال دي.
په كريمه قرآني آياتونوكي ځاي په ځاي لوي خداي جل جلاله دهغوسركشانواوپه هغوي باندي دنازل كړل شويوعذابونوذكر كړى چي په همدغوسركشانو وروسته له هغه راښكته كړاي شويدي چي هغوي دخدايي دعوه كړيده اوبشريت يى خپل غلام ګڼلى دى. نن چي بوش هم په غيرمستقيم ډول دخدايي دعوه كړي اودكلهم بشريت دايلولو اوښكيلولو تابيايى كړيده اوكټ مټ ددجال په څيريى مادي جنت(امريكا) اودوزخ (ګوانتانامو) جوړه كړيده.خپلومنونكو اولاسپوڅوته يى دامريكاپه جنت كي دعيش ونوش امكانات برابركړيدي اودده ددروغژني خدايي منكرين يى دګوانتانامو دوزخ ته اچولي دي.
خو نه!!! بوش هم له الهي عذاب اوغضب نه مستثنى ندى اونه هم دهغه وحشي لښكري لدى څه نه خلاص دى.لوي خداي جل جلاله كه له يوه لوري دموسى تعقيب كونكي زرګونه فرعونيان دنيل په څپولاهوكړل ان يى الحمدلله په عراق اوافغانستان كي دبوش ترقومانده لاندي وحشي لښكرهم دداسي خدايي لښكروتربريد لاندي راوستلى چي امريكايي تخنيك يى له علاجه عاجزدى.
درنو وروڼو اوخوندو! لاندي عكسونه په غوراودقت وګورۍ.دادهغه الهي لښكردپاتي شونو عكسونه دي چي دعراق دسني مثلث دفلوجې,عامريې,خالديې,لطيفيې اوديوانيې په سيموكي دامريكايي لښكرپه منځ كي په ناببره ډول يرغل كړى.دهغوي په يونيفورمونوكي ورننوتلي هغوي يى چيچلي اوپه لسګونو اوآن په سلګونو يى ترى وژلي دي.
دفلوجې دمجاهدينو دشورى مشراوسترديني عالم شيخ عبدالله الجنابي دحسبې دخبري نيټ پاڼي خبريال ته دمركې په وخت څرګنده كړه چي په زرګونو دغه ډول عجيب الخلقته خزندو چي دخورالوي جسامت چنګاښونو ته ورته دي په ناڅاپي ډول دامريكايي لښكروپه ميشت غالوباندي ورغلي دي اودهغوي په سلګونويى چيچلي اوله منځه يى وړيدي.
[img:3091960b35]http://www.ebaa.net/khaber/2004/09/09/images/002.jpg[/img:3091960b35]
شيخ عبدالله جنابي
دشيخ جنابي په وينادعراق دغه ټولي سيمي په وچه محيطي دي اوبحرته هيڅ لاره نلري خودلوي خداي جل جلاله دځانګړي حكمت له مخي خداي په همدغه وچه ځمكه ورباندي بحري خزندي رانازلي كړيدي اوداڅه دعراق په تاريخ كي سارى نلري.
دشيخ جنابي په وينادغوخزنده وو ځايي اوسيدونكوته هيڅ تاوان ندى رسولى اونه يى هم دهغو كورونوته مخه وركړيده.خوپه امريكايي پوځونويى قيامت ګډكړى دى.
امريكايانودهمدغوچنګاښونوله ويري خپلي ګڼي اډې خالي كړيدي.
[img:3091960b35]http://straybirat.jeeran.com/spider1.jpg[/img:3091960b35]
يويوذراع چونګاښونه چي په امريكايي لښكرويئ يرغل كړى
[img:3091960b35]http://straybirat.jeeran.com/spider2.jpg[/img:3091960b35]
هغه چونګاښونه چي په تنوكي يى دامريكايي ټوپكونښي ښكاري
[img:3091960b35]http://straybirat.jeeran.com/spider3.jpg[/img:3091960b35]
اودايى هم دهماغه چونګاښونو پلن واله
[img:3091960b35]http://straybirat.jeeran.com/spider4.jpg[/img:3091960b35]
دوه عراقي ماشومان دالهي لښكرونښي خبريالانوته ورښيي


طوفان
07.10.2004

ګرانوورڼوسلامونه مي ومنئ
داچي څه مودي راهيسي مي ځيني مصروفيات لرل نوځکه مي په دي هکله زمامعذرت ومنی
طالب خانه وروره ډيرښه خدای دوکړي چي صليبيان هروخت دالهي غذب لاندي وي ٠
داچي امريکايان الهي لښکروځپلي دي نوماته دابراهه واقعه راياده شوه ٠
که دابراهه لښکرپه څاښو((( توتکو))) له منځه ولاړ نولوی خدای (( ج )) به اوسني ابراهان (( امريکايان )) هم
دچنګاښانوپه واسطه ياپه نوروالهي عذابونواخته کړي انشأالله ٠اوطالب خانه وروره دادي عکسونوپه ليدو مي دقران کريم دغه مبارک سورت مي سترګو ته ودريد

أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ {1} أَلَمْ يَجْعَلْ كَيْدَهُمْ فِي تَضْلِيلٍ {2} وَأَرْسَلَ عَلَيْهِمْ طَيْراً أَبَابِيلَ {3}

تَرْمِيهِم بِحِجَارَةٍ مِّن سِجِّيلٍ {4} فَجَعَلَهُمْ كَعَصْفٍ مَّأْكُولٍ {5}‏

ستاسو ورور طوفان



طالب خان
09.10.2004

محترمه وروره طوفان صاحبه السلام عليكم ورحمة الله
وروره كه موپه يادوي روسي لښكري په افغانستان كي دزيړي اومحرقې په ناروغيواخته شوي وى.همداراز په ګڼو سيمو كي عجيب الخلقته خزندګانو يى ژوندورتريخ كړى وو او اوس دادى امريكايان خداي په عراق اوافغانستان كي پدغسي عجيبه ډول دخپلو اعمالوپه سزا ورسول.سبحان الله وبحمده ......
ريښتياهم انسان ته دابرهه لښكراوخداي ابابيل ورپه يادشي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more