د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ځمکه، اسمان ، لمر ستوري ـ کوم یې لومړی پیدا شوی او کوم ترې وروسته رامنځته شول؟؟؟؟

پتوال
15.06.2012

محترمو ، معظمو او مکرمو دینپوهانو السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته !

بسم الله الرحمان الرحیم :
[color=blue:f42f802b92]وسمآأ رفعها [/color:f42f802b92][color=white:f42f802b92]ووضع المیزان [/color:f42f802b92]( سوره رحمان ).

الله سبحانه وتعالی آسمانونه (له مځکې څخه ) پورته کړل او (د ځمکې په شمول یې)
د هغوی تر منځ تعادل او توازن وضع ( برقراره ) کړ!
[color=darkblue:f42f802b92]سبحان الله العظیم! [/color:f42f802b92]

آیا ځمکه د کایناتو مور نه ده چې ۷ آسمانونه ترې ( د بیګ بنګ په ترڅ کې) پورته شوي او د ا د کایناتو
د زړي غوندې ( په دننه کې یې هم د ۷ طبقو سره) پاتې شوې ده ؟؟؟؟

ځمکه ، لمر ستوري او نور .. کروي شکلونه لري ، نو آیا آسمانونه
هم د کروي ځمکې کروي طبقې نه دي چې
له ځمکې څخه دغځېدلو په حالت کې پورته شوي دي؟؟؟؟؟ او بیا یې (لکه ۷ منزله ماڼۍ ) کاینات د ستورو
او لمرونو ( د ګروپونو) پواسطه روښانه کړي دي!

هیلمن یم د وروستیو تفاسیرو له مخې دا موضوع روښانه کړئ . والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته !



ع کريم حليمي
19.06.2012

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته
محترم ، مکرم او دانشمند پتوال صاحب ، لمړې زما سلامونه ومنئ او خدای دي وکړي ان شاء الله چه صحتین ( جسماً او روحاّ )‌ به لری
دانشمند پتوال صاحب ، ستاسو پوښتني ډیري ژوري او عمیقي ریښې لري ، او زه له تاسو تشکر کوم ، ولي چه ستاسو پوښتني زما او د لوستونکو د پوهي سبب کیږي یعني زه مجبوره یم چه مطالعه او څېړنه وکړم او واقف شم

لمړی غواړم چه د ۷ اسمانونو او مثلهنَّ په باب څه ولیکم
اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَمِنَ الْأَرْضِ مِثْلَهُنَّ يَتَنَزَّلُ الْأَمْرُ بَيْنَهُنَّ لِتَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ وَأَنَّ اللَّهَ قَدْ أَحَاطَ بِكُلِّ شَيْءٍ عِلْمًا

په کلام الله سره سابته ده چه رب العزت ۷ اسمانونه خلق کړي دي او ځمکه مثلهن ، او د مثلهن نه مراد هم ۷ ځمکي دي ، نه مراد ۷ طبقې او جيولوجی نه وائي چه ځمکه ۷ طبقې ده !!!!سردار عالم فرمايي چه :
هَلْ تَدْرُونَ مَا الَّذِي تَحْتَكُمْ قَالُوا اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ قَالَ فَإِنَّهَا الْأَرْضُ ثُمَّ قَالَ هَلْ تَدْرُونَ مَا الَّذِي تَحْتَ ذَلِكَ قَالُوا اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ قَالَ فَإِنَّ تَحْتَهَا أَرْضًا أُخْرَى بَيْنَهُمَا مَسِيرَةُ خَمْسِ مِائَةِ سَنَةٍ حَتَّى عَدَّ سَبْعَ أَرَضِينَ بَيْنَ كُلِّ أَرْضَيْنِ مَسِيرَةُ خَمْسِ مِائَةِ سَنَةٍ

د سنن الترمذي له حدیث نه داسي څرګندېږي ، لکه څنکه چه د اسمانون تر مینځ د پنڅو سوو کالو فاصله ده ، نو همدا رنکه د ۷ ځمکو تر مینځ هم د پنځو سوو کالو لاراو فاصله ده ، نو حال دا چه نو موږ نشو کولای چه ۷ اسمانونه مطالعه کړو ، او همدغه رنګه نشو کولای چه هغه نوري ۶ مځکي تر مطالعې لاندي ونیسو ، او د لیدلو قدرت يې هم نه لرو ،

زموږ دغه خاورینه ځمکه په فضاء کښي له ستورو څخه بیخي لیري ده او دا یوازي ستوری چه رانیزدېٖٖٖٖٖٖٖٖٖ دی ، دغه لمر دی او ډېر ځوان دی تناسب نورو لمرونو ته ، چه روښنايي ئې پسله ۱۲ دقیقو و موږ ته رارسیږي او ستوري کلک جسم نه لري ، ستوري له غازاتو نه جوړ دي

راځم دې خبري ته چه آیاځمکه د کایناتو مور نه ده ؟ نه داسي نه ده
ځکه چه د ځمکي لمر ځوان دي هر کله چه د حیات انرژی د کم عمر وي ، نو بیا داسي پوهیږو چه مځکه تر اسمانونو ورسته خلق شوېده ، او داسي کوم شواهد په لاس کښی نه لرو چه نور کائنات له ځمکي جدا شوي او قرآن فرمايي چه اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَمِنَ الْأَرْضِ مِثْلَهُنَّ ، هر کله چه رب العزت د خلقت خبر راکوي نو لمړی د اسمان خلقت راته په کوته کوي او ورسته د مځکي خلقت ته اشاره کوي ، نو له قرآنه داپه واضح او ښکاره شکل څرګندېږي چه اسمانونه لمړی خلق شویدي

او دا چه داسي تیوري هم سته چه یوه عظیمه چاودنه ( بیګ بنګ) وشوه او کائنات تری پیدا شوه ، که دا ریشتیا فرض کړو نو هر کله چه یوه چاودنه او انفلاق چه پېښ شي نو لمړی شئ دود (دخان) تولیدېږي ، او رب العزت هم فرمايي چه : ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاءِ وَهِيَ دُخَانٌ ( اسمانونه له دود نه جوړ شوي ، او کاربون کلک ترینه ماده ده ( الماس)

هو ! داسي قرآني آیه سته چه فرمايي : أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ

او په دغه باور او ایمان لرم چه رب العزت له اسمانونو مځکه جدا کړه
اما تفسیر او د شرحي پوهه ئې نن نسته راسره ، ان شاء الله چه په لنډو ورځو کښي به ئې راته وښیی

وَالسَّمَاءَ رَفَعَهَا وَوَضَعَ الْمِيزَانَ
او د رفعها نه مراد ایجاد او ترتیب دي او وضع يي کړ میزان
او که د رفعها نه مراد پورته او لوړ واخلو ، نو بیا خبره ښه نه شوه ، ولي چه اصلا عرش تر هر شي لوړ دي

او ستوري د اسمان تر خلقت ورسته راغلی دي ، ولي چه نن هم ستوري مینځ ته راځي او هم هره ورځ له مینځه څخه ځي ، او رب العزت د ستورو د خلقت خبره نه کوي ، د جعلنا لفظ راوړي ، دلته په جعلنا کښي مطلب دا پروت دي چه د مځکي او اسمانونو ورسته ستوري راغله ، رايې وستل
هو ! "جعل" په قرآن مجید کښي په څلورو معنا وو استعمال شوي ، چه دلته ئې تفسیر او شرح ته ضرورت نشته
إِنَّا زَيَّنَّا السَّمَاء الدُّنْيَا بِزِينَةٍ الْكَوَاكِبِ ، او بل دلیل د دې دا دی چه ستوری آخر مینځ ته راغلي ، ولي چه سیوری د آسمان آرایش دي او آرایش همېشه آخر وي نه اول
وَلَقَدْ جَعَلْنَا فِي السَّمَاء بُرُوجًا وَزَيَّنَّاهَا لِلنَّاظِرِينَ
او پر آرایش او زینت بر سېره لمر بروجان هم لري ، او د لمر په باب کښي رب لعزت هم داسي فرمايي 'هُوَ الَّذِي جَعَلَ الشَّمْسَ' نو د لمر سره هم جعل ویل شویدي و لي چه لمر هم ستوری دی او زموږ لمر تر نورو لمرونو څخه ډېر ځوان دي ، زه داسي فکر او ګمان کوم چه د خلقت د آخرو څخه دی ، او بروجونه ئې ورکړي چه د رب العزت د خلیفه په کارېږي
د بروجونو څخه کال ، میاشي ، هفتې ، ورځي ، ساعت تری پیدا کیږي

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more