اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د مفقود مسئله
حذيفه
11.06.2012
ګرانو لوستوونکو او ګډونوالو سلامونه او ښې چارې !
هيله ده روغ ، جوړ او خوشاله به یاست ، دلته به يوه بله اختلافي موضوع مطرح کړو څو يې د بیلابېلو اندونو په رڼا کي داسي وجاجو چي د قران او صحيح نبوي سنتو په رڼا کي حق او حقيقت روښانه شي .
زما معلومات دادي :
د مفقود مسئله
کوم کس چي ورک شي او په اړه يې هيڅ معلومات نه کېږي نو د شريعت په اصطلاح کي دې ته مفقود ويل کېږي ، د مفقود مسئله له ډېره وخته د پوهانو ترمنځ اختلافي مسئله او په اړه يې بيلا-بېل نظريات وړاندي شوي دي ، هر يوه د خپل اجتهادي وس سره سم هڅه کړې چي د مسئلې شرعي حل وړاندي کړي ، الله دې همدې مجتهدينو ته د دوئ له کړنې سره موافقه بدله ورکړي ، البته د هغوئ تر اجتهاد وروسته داسي نه ده چي نور پوهان اجتهان نه شي کولای او هرو-مرو به د هغوئ پر شوي اجتهاد اکتفا کوي او همدا اجتهاد يې د راتلونکي وخت ټولي مسئلې حل کولای شي ، دا ناسم فکر دئ او اسلامي امت له سخت فکري جمود سره مخ کوي او په هر ډګر کي يې د نورو په وړاندي پر ګونډو کوي ، الله تعالی اسلامي شريعت د ټول انسانيت لپاره را لېږلی دين دئ نو مخکيني علماء د خپل وخت سره سم مسائل ترې استنباط کولای شي او د اوس وخت پوهان به د اوس زمانې موافق اجتهادونه ترې کوي او نه الله يا رسول الله تر يو خاصې زمانې وروسته له اجتهاد کولو څخه منعه کړې ده ، د همدې اصل پر پنسټ غواړم زه هم د دې مسئلې په اړه خپل معلومات امت ته وړاندي کړم .
په اسلامي شريعت کي واده شوې ښځې ته درې داسي وختونه دي چي د يادي ښځې مخکينۍ نکاح ختمه او که وغواړي له بل مېړه سره نکاح کولای شي او په دې حالت کي هغه بې مېړه مېرمن بلله کېدای شي ، تر دې درو مروختونو هاخوا بله کومه داسي وسېله نه شته چي په هغې سره مېړوښه مېرمن له خپلې شوې نکاح څخه ځان خلاص کاندي .
په قران کريم کي الهي وينا ده :
وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ النِّسَاءِ إِلَّا مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ(نساء ، سورت نمبر : ۴ ، ايت نمبر : ۲۴)
ژباړه : او پرتاسو مېړوښې مېرمنې حرامې دي مګر نه هغه چي ستاسوراسته لاسونه يې مالکان شي يعني مينځې .
په دې ايت کي مېړوښه مېرمن حرامه بلل شوې ده او له دې حالته د ښځې خلاصون قران په درې ډوله بيان کړې دئ .
هغه درې ډولونه ياوختونه دادي :
۱) د مېړه مرګ يا وفات
۲) د مېړه له لوري ښځې ته طلاق
۳) د ښځې له لوري د خلعې يا د مال په بدله کي د طلاق غوښتنه
په دې درو وختونو کي ښځه له لومړي مېړه بېله او بې خاونده بلله کېږي چي له بل مېړه سره د نکاح جواز لري ، له دې هاخوا په شريعت کي بله ذريعه داسي نه شته چي د هغې په وسيلې دي مېړوښه ښځه بې خاونده وبلله شي .
همدا درې ختونه په قران کي داسي په ګوته شوي دي :
وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنْكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا يَتَرَبَّصْنَ بِأَنْفُسِهِنَّ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا(بقره ، سورت نمبر : ۲ ، ايت نمبر : ۲۳۴ )
ژباړه : او له تاسو چي څوک وفات شوي خپلې مېرمنې پرېږدي نو هغوئ دي څلور میاشتي او لس شپې انتظار وکړي .
بل ځای الهي وينا ده :
فَإِنْ طَلَّقَهَا فَلَا تَحِلُّ لَهُ مِنْ بَعْدُ حَتَّى تَنْكِحَ زَوْجًا غَيْرَهُ(بقره ، سورت نمبر : ۲ ، ايت نمبر : ۲۳۰)
ژباړه : نو که مېړه ښځې ته درېيم ځل طلاق ورکړ ښځه همدې لومړي مېړه ته تر هغو نه ده روا څو له بل مېړه سره نکاح ونه کړي .
بل ځای وايي :
وَلَا يَحِلُّ لَكُمْ أَنْ تَأْخُذُوا مِمَّا آَتَيْتُمُوهُنَّ شَيْئًا إِلَّا أَنْ يَخَافَا أَلَّا يُقِيمَا حُدُودَ اللَّهِ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا يُقِيمَا حُدُودَ اللَّهِ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا فِيمَا افْتَدَتْ بِهِ(بقره ، سورت نمبر : ۲ ، ايت نمبر : ۲۲۹ )
ژباړه : او تاسو ته نه ده روا چي هغوئ ته ورکړي مهرونه بېرته ترې واخلئ مګر که دوئ دواړه پر دې وډار شول چي الهي حدود ته ژمن نه شي پاتېدای نو که تاسو وډار شواست چي الهي حدود نه شي خوندي کولای نو په دې معامله کي څه ګنا نه شته چي مېرمن د فديې په بدل کي ځان خلاص کړي .
په دې ايتونو کي الله تعالی هغه ځايونه يا وختونه په ګوته کړل چي واده شوې مېرمن بې مېړه بلله کېږي ، له دې درو ها خوا په قران يا صحيحو نبوي احادیثو کي د بل هيڅ داسي وخت یا حالت يادونه نه ده په کي شوې چي واده شوې مېرمن بې مېړه وښيي ، نو ويلای شو چي د مفقود په صورت کي به د هغه سړي مېرمن تر هغو انتظار کوي څو يې مېړه راشي يا يې د مرګ درک معلوم شي او يا به هم ټول وخت ناسته وي .
په دې مسئله کي ځيني کسان څلور کاله وخت ټاکي او تر دې وروسته ښځې ته اجازه ورکوي چي له بل مېړه سره نکاح وکړي ، عمر فاروق همداسي اجتهاد کړی وو او د همده په زمانه کي له تاريخي رواياتو سره سم دا هم پېښه شوه چي کله د مفقود ښځې بل مېړه وکړ نو تر څه وخت وروسته يې لومړی مېړه بېرته راغی او دا يوه داسي مسئله ده چي ما ته يې هيڅ حل نه را معلومېږي ، که رښتيا هم تر لس کاله وروسته لومړی مېړه راشي بيا به مېرمن د چا حق وي ؟ په داسي حال کي چي ښځې له دواړو مېړونو سره شرعي نکاح هم کړې وه ، په دې اړه دې ته هم پام کول لازمي دئ چي که دا ښځه بل مېړه وکړي نو مخکيني اولادونه به يې بې روزنې پاتېږي چي په دې صورت کي د څو انسانانو د ضايع کېدلو وېره شته او که يې مېړه تر ډېر وخت وروسته راشي نو دا بيا يوه داسي کشاله ده چي هيڅ حل نه لري او ښايي يوه کورنۍ يا يو قوم او يا هم څو قومونه په سترو لانجو او بديو اخته کړي چي دا هر څه به د يوې غیر شرعي مسئلې له امله پېښ شوي وي .