د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ذهن جوړونه

رښتینی
08.06.2012

ذهن جوړونه

دملګروملتونو داقتصادي او تمدني اداري په کړنلاره کې چې کومي خبري لیکلي دي په هغو کې یوه ډیره ممه خبر داده چې : څرنګه چې دجګړو پیل له ذهنونوڅخه کیږې باید دخلکو له ذهنونو نه دامن مورچې جوړې کړو .

دا ډیره کره خبر ده په حقیقت کې که دلارې پرسر د دوو کسانو جګړه وې او یا دجګړي په ډګر کې دوه قومونه په خپلو کې په جګړه بوخت وې ، ددي جګړي اصلا پیل له انساني ذهن نه شوی وې دځیني انسانانو په ذهن کې غوسه او غضب راپورته شې اود غچ اخیستني او کرکي خیالونه یې په کوپړۍ کې ځای ونیسې اوکله چې دا خیالات لمبه شې او عملي بڼه غوره کړي نوهغه حالت ته جنګ اوجګړه وایې ، له دي کبله که که دانسانانو په ذهني سطحه امن او سوله پلي کړل شې نو په عملي بڼه هم امن رامنځته کیدلی شې .

دانسان په ذهن کې منفي خیالات هروخت دغبرګون په توګه رامنځته کیږې که یوڅوک سخته خبر وکړې موږ ته غوسه راشې یوڅوک زموږ پروړاندې نامناسب چلند غوره کړې موږ له غوسې شنه او سره شو او یوڅوک زموږ دوقار دځپلو اقدام وکړې نو موږ دغچ اخیستلو له پاره راپورته شو، داټول هغه څه دي چې له ذهن نه راپیل کیږې اوکله چې بهرته راښکاره کیږې نودجګړو اوپسات پیاده کولو لامل ګرځې .

په داسې حالت کې دانفرادي او قومي جګړو دمخنیوې یواځنی غوره لاره داده چې د خلکو ذهنونه وروزل شې ،په خلکو کې هغه سوچ او مزاج باید پیدا کړل شې چې اسلام (صبر) بللی دی صبر یواځنی هغه لاره ده چې دالله غوره بندګان پیغمبران صلوات الله وسلامه علیهم یې په په خپلو درنو او مهمو دندو کې بریالي کړي دي لوی څښتن خپل پیغمبر صلي الله علیه وسلم ته دصبر توصیه په داسې توګه کړي ده چې هغه ته یې دا نغوته ورکړي ده چې زما لویو او اولو العزم پیغمبرانو صلي الله علیهم وسلم هم خپلو موخوته درسیدلوپه لاره کې د(صبر) لاره نیولي وه : واصبر کما صبر اولو العزم من الرسل .

دي موخي ته درسیدلو ښه او اغیزمنه لاره داده چې باید دخلکو په ذهنونوکې منفي سوچونه ختم کړل شې اوپرځای یې مثبت سوچونه پیدا کړل شې په خلکو کې باید دا مزاج وپنځول شې چې دنورو په سختو او نامناسبو خبرو باید دغوسې لاره ونه نیسې دوی باید دجګړي او پسات پرځای داعراض او مخ اړولو لاره غوره کړې موږ باید دنفرت خپرونکو په مقابل کې دمیني او محبت وسله وکارووموږ باید په سړه سینه اوصبر سره دټولو موضوعاتو په اړه پریکړې وکړو نه په جذباتي توګه سره ،
د ذهن اصلاح دعمل اصلاح ده او د ذهن جوړونه دژوند جوړول دي .

یادونه : لطفا دالیکنه هرځای خپره کړئ



ع کريم حليمي
08.06.2012

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
مکرم او محترم رښتینی صاحب ، تر هر څه نه مخکي ښه صحت او عافیت درته غواړم او خدای دي تا له ابتلا راوساتي

مکرمه ! ستاسو له لیکني سره موافق نه یم ، ولي چه اخلاقا باید هر انسان
د غضب قوه ولري ، او تاســـــــــــو کوښښ کړی چه په انسانانوکښي د غضب قوه له منځه یوسۍ !؟ نه پوهېږم چه ولي‌
(السعادة تکون في التوازن بین قوّة الغضب و الشهوة و العلم )

درنښت


رښتینی
08.06.2012

محترم حلیمي صاحب زه دانسان دغضب او قهردقوي هیڅکله مخالفت
نه کوم ځکه دخپل ځان ، مال ، ناموس او هیواد ژغرونه دانسان مهم وجایب
دی زما موخه داده چې دا قوه په اعتدال کې ولرل شې او داعتدال لاره یې
شریعت ټاکلي ده چې هغه دصبر او تحمل لاره ده او تاسو څه فکر کوئ
چې صبر او حلم شریعت څومره ستایلي دي ؟؟
او په موږ کې دغضب او اعتدال قوه په ډیره في صدي کې له کنترول نه
وتلي ده او ددي ښکاره بیلګه د باندینو اشغالګروپرخلاف له جګړو پرته
داخلي جګړي او مخالفتونه او ددي له پاره باید زما دلیکني تاسو موافقت
کړی وی نه مخالفت خو څه ووایم ؟!!
په مینه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more