د موضوعګانو سرپاڼه
اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
زده کوونکو مسموم کولو جرم
میوند
06.06.2012
قدرمن افغان طالب ورونو
تاسو تل ادعا کوی چی تاسو د هیواد د ښوونی او روزنی ښه والی لپاره یو خاص کمیسیون جوړ کړی او تاسو په دیر شمیر مقالو او مرکو کی ویلی دی چی د افغانستان اسلامی امارت هدف او تګلاره په هیواد کی د ښوونی او روزنی پراختیا دی مګر د تاسو د دی ادعا سره سره همدا اوس د تخار په ولایت کی زده کوونکو ته زهر ورکولو او مسموم کولو په جرم کی یو طالب د ملا محمد یعقوب په نامه چی د خواجه غار ولسوالی مسول ؤ، د افغانستان د دولت له خوا نیول شوی دی. د معارف د وزارت د خبر سره سم ۱۲۰۰ زده کوونکی چی اکثر یی نجونی وه په تخار، خوست، بلخ او بامیان ولایتونو کی مسمومی شوی ، تاسو په دغه هکله څه نظر او موقف لری؟
ستاسو د نیکمرغی او کامیابی په هیله
میوند