د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ملي شورا(پارلمان) څخه د ستراتیژیکي تړون دتیریدلو پر ضد د ایران او پاکستان ګدې هڅې

پتوال
05.06.2012

لکه څنګه چې د مشارکت ملي د ګوند مشر نجیب کابلی له خوا رسوا او افشا شوه ایران د د ملي اتحاد جبهې له لارې غواړي
افغانستان تجزیه او پراخې برخې یې تر خیټې لاندې کړي، ولې پاکستان بیا د خپلو پلویانو پواسطه د افغانستان
تجزیه او یوه برخه لاندې کول نه غواړي بلکې په ټول افغانستان خیټه اچوي!
سره له دې د ایران پلانونه تر پاکیانو خطرناک بریښۍ!
او دا ځکه چې :
طالبان که هر څومره د پاکستان ترمستقیم اغیز لاندې حرکت کوي ، خو خپل وطن او ملت ته صادق او وفادار دي او د
پاکستان په دوه مخي سیاست او خاینو موخو به ژر وي که وروسته وپو هیږي او تیرایستونکي ټاکټیک او شتراتیژي به يې
له ماتې سره مخ کړي ، ولې ملی متحده جبهه یا شمالي ټلواله له A تر Z پورې د وطن ، ملت او اسلام په وړاندې
خاینه او جنایتکاره جبهه ده چې د ایران په مشرۍ یا تجزیه او که نه داخلي جګړه غځول غواړي!
طالبان دې قدرت ته د رسېدلو سره سم د امریکا په شمول ټول لاسلیک شوی شتراتیژيک تړونونه معتبر اعلام کړي، خو
د هډو د ورکولو له تړون څخه دې کلکه ډډه وکړي! په دې توګه به له یوې خوا تر ډیره پورې د امریکا او نور لویدیځ
د ضربې له ګواښ څخه بچ او مصئون پاتې شي او په اصطلاح د عیسویانو سره به یو ډول سوله قایمه شی !
او له بلې خوا به هم هغه مرستې تر لاسه ګړي چې د خپلې ملي اردو د جوړولو او نور پرمختګ له پاره اړینې وي او هم به د پاکستان مستقیمه خو لا څه چې آن د غیر مستقیمې غلامۍ
له خطر څخه به پرې هم ځان وژغورلی شی! ایران اوپاکستان منافقین دي نو په وړاندې یې له عیسویانو سره دغسې یوه سیاسی سوله د ضررورت سره سمه کومه ناروا خبره نه بریښي .


ډاکتر څپاند
05.06.2012

پتوال صيب سلامونه،

وې وازر وا بيا وازر وا

امريکائي هډې، په کابل کې داوسني فاسد،غلام او"غير افغاني"نظام دابديت او دغرب دې اوږدمحاله ګټودساتنې لپارهرامنځ ته شوي دي٠
ددې ننګين سندپه لاسليک سره دافغانستان ازادي دتل لپار محدوده شوه٠

اوس که طالب راځي او که مطلوب،امريکايان دافغان په کور کې پخپلو هډو
کې پراته دي او په کابل کې هر ډول حکومت به په ناچاره دهغو  اوامر ترسره کوي٠
که فرضا سرغړونه ترې وکړي،ژر به بدنام او نابودشي٠

تاسو ديو ګڼ شمير نورو ازاد خياله افغانانو پشان دامريکائي هډو په موجوديت
ځکه راضي شوي ياست چې ګواکې ددوی له موجوديت نه بغير به ايران او
پاکستان ، زموږ په هيواد خيټه واچوي٠

مګر:
-پردې کټ تر نيمو شپو وی،
-افغانستان دځان ساتنې لپاره يوې واقعي ملي اردو ته اړتيا لرله،خو غربيانو
موږ ته اردو جوړه نکړه اوموږ ئي "دتل لپاره" پخپلو هډو متکي او اړين وساتلو٠

که سوچه واقعي ملي اردو رامنځ ته شوې وی،نو بيا فاسد،غلام او غير افغاني
حکومت بقا لرلی نشوه٠
-ايراني مشربه او پاکستاني مشربه "تش په نامه افغانان" بيا هم دامريکۍ
لخوا حمايه او تقويه کيږي٠
دې ته وائي vicious cercal


پتوال
09.06.2012

څپاند صیب بخښنه غواړم چې ځواب مې ځنډنی شو، ما یو لنډ ځواب لیکلی و خو د تیرولو په وخت کې ړنګ شو او ړنګ باتې شو :
تاسې لیکلي چې:
[quote:71a8d7c354]تاسو ديو ګڼ شمير نورو ازاد خياله افغانانو پشان [color=red:71a8d7c354]دامريکائي هډو په موجوديت[/color:71a8d7c354] ځکه راضي شوي ياست
چې ګواکې ددوی له موجوديت نه بغير به ايران او پاکستان ، زموږ په هيواد خيټه واچوي٠ [/quote:71a8d7c354]

وروره ما خو قدرت ته د طالبانو له رسیدو وروسته وخت ته ګوته نیولې چې د هیڅ بهرني طاقت هډې په کې نه وي!
ما لیکلي و :
[quote:71a8d7c354]طالبان دې قدرت ته د رسېدلو سره سم د امریکا په شمول ټول لاسلیک شوی شتراتیژيک تړونونه معتبر اعلام کړي، [color=darkred:71a8d7c354]خو
د هډو د ورکولو له تړون څخه دې کلکه ډډه وکړي![/color:71a8d7c354][/quote:71a8d7c354]
خو تاسو بیا هم ترې خپله د هډو وازروا جوړه کړې او مطرح کړې او بیا مو
په وازروا جواب کړې ده ! نو د چا خبره چې هم یې پخپله وکرې او هم یې وریبې نو ما پورې به د څشي ځواب اړه ولري ؟؟؟؟

او [quote:71a8d7c354]دامريکائي هډو ...موجوديت[/quote:71a8d7c354] سوال خو هیچا نه دي مطرح کړي! والسلام


ډاکتر څپاند
11.06.2012

پتوال صيب متقابل سلامونه

بښنه بايد زه وغواړم چى په غلط پوهاوى كى مى ستاسو نظر گواكى د امريكائي هډو په تايد گڼلى وو.اوس لغمانى پوى شو چى په اصل کې دواړه هم انده يو :D


پتوال
12.06.2012

[quote:a6e8ba8bd2]بښنه بايد زه وغواړم چى په غلط پوهاوى كى مى ستاسو نظر گواكى د امريكائي هډو په تايد گڼلى وو.اوس لغمانى پوى شو چى په اصل کې دواړه هم انده يو [/quote:a6e8ba8bd2]

دروند څپاند صیب ویاړم چې ستاسې همنظري له ځانه سره لرم، ای کاش چې همنظري په پښتنو کې ډیره شی، دومره ډیره
چې په یو داسې مشر چې لر او بر ، طالب او غیر طالب ټول پښتون پرې راټول او یو موټی شي !
پښتانه یو قومي مشر لکه پیررو ښان ، یا خوشالخان او یا میرویس خان ته اړتیا لري ، نه غیر قومی تپل شویو څیرو لکه تره کي،
امین، کرزي او نورو ته چې پښې یې دلته او سر یې له بهرنیو استخباراتو سره ګرو پاتې وي!
په سلامونه او درناوي!



ع کريم حليمي
13.06.2012

ډېر ګران،محترم او دانشمند پتوال صاحب پسله سلام او احترام نه عرض کوم چه : نن موږ و پیرروښان او أمثالها یا طالب ته هیڅ ضرورت نه لرو ، هغوی و موږ ته تاریخ راجوړ کړۍ ،‌ نن موږ ته لازمه ده چه له تاریخ نه ئې ګټه پورته کړو

دا جهان نن د میثاق ملي عصر ته را رسېدلئ دی ، او الحمد لله علي كل حال او افغانستان یووار بیا د میثاق ملی او نظام نامې ملک او ټولنه شوه
نو هره ټولنه چه دستور ولري نو داسي ټولنه و متعاهدو او متحدو اقوامو (تابع او رعيت ) ته اړتیا لري ، او اقوام ته لازمه ده چه پر میثاق ملی باندي راټول شي او داسي یو رئیس انتخاب کړي چه و میثاق ملي ته وفادار وي
احیانا که داسي پېښه شي چه منتخب رئیس د دستور په تطبق کولو کښي پاته راسي ، نو دا متعاهد او متحد ملت ته لازمه ده چه دستوراً خپل منتخب رئیس له چوکۍ څخه عزل کړي

[quote="پتوال"][quote:de4e22e819]
پښتانه یو قومي مشر لکه پیررو ښان ، یا خوشالخان او یا میرویس خان ته اړتیا لري ، [/quote:de4e22e819]

درنښت


khoshalkhan
13.06.2012

دنيويارک زوړ محترم او غيرتي کاکړ ملا صيب په خپله ليکنه کې د وحشي صليبيانو
اشغال او د cia داجنټ کرزي او دشمال دغلو دغه چټل رژيم چې بوی يې له اسمانه پور
ته شوی دی تائيدوي او وياړ پرې کوي !

- ګورۍ خلکو اوس مو امريکايې ملايان څومره تړلي او څومره غيرې اسلامي او
پښتني لار يې نيولې دي !!

--ګوری خلقو حليمي په بچه بازي، فاحشه ګيري ، وژلو ، تښتولو ، بي قانوني ، اشغال
رشوت غلامي او اشغال سترګي پټوي !

نو اوس سوال دادی چې حليمي دوهم کرزی او که د کرزي دکورنۍ خرڅ شوی دوهم
کرزی او که دشمال دلنډغرو پټ ملګری دی !

** وزې وزې که لغتې وهې او که بو غارې شيدې درڅخه اخلم ،انشاالله!!
ژوندی دوي ملي مقاومت ، نالت په لاسپوڅيو !

[quote:a1109221c4]کريم حليمي :
ډېر ګران،محترم او دانشمند پتوال صاحب پسله سلام او احترام نه عرض کوم چه : نن مو
ږ و پیرروښان او أمثالها یا طالب ته هیڅ ضرورت نه لرو ، هغوی و موږ ته تاریخ راجوړ
کړۍ ،‌ نن موږ ته لازمه ده چه له تاریخ نه ئې ګټه پورته کړو
دا جهان نن د میثاق ملي عصر ته را رسېدلئ دی ، او الحمد لله علي كل حال او
افغانستان یووار بیا د میثاق ملی او نظام نامې ملک او ټولنه شوه
نو هره ټولنه چه دستور ولري نو داسي ټولنه و متعاهدو او متحدو اقوامو (تابع ا
و رعيت ) ته اړتیا لري ، او اقوام ته لازمه ده چه پر میثاق ملی باندي راټول شي او داسي
یو رئیس انتخاب کړي چه و میثاق ملي ته وفادار وي
احیانا که داسي پېښه شي چه منتخب رئیس د دستور په تطبق کولو کښي پاته راسي ،
نو دا متعاهد او متحد ملت ته لازمه ده چه دستوراً خپل منتخب رئیس له چوکۍ څخه
عزل کړي درنښت [/quote:a1109221c4]


پتوال
13.06.2012

دروند او محترم مولینا حلیمی صاحب او درنو دوستانو اسلام علیکم و رحمة الله و برکاته !

چیرې چې امریکایانو جګړه ګټلې او ختمه کړې ده او به امن امنیت کې یې میثاق رامنځته کړی او پلی کړی لکه په جاپان، المان ،
ایټالیا جنوبي کوریا او نورو کې نو هلته میثاق د خلکو په ملاتړ تر نن ورځې پورې کار ورکړی ،
خو چیرې چې امریکایانو جګړه نه ګټلی او نه ختمه کړې ده او د جګړې په حالت کې یې میثاقونه تپلي او تحمیل کړي دي
لکه په ویتنام او افغانستان کې ، نو هلته د خلکو له ملاتړ څخه محروم پاتې شول ، دوی او ددوی میثاق له ماتې سره مخ شوی
او مخ کیږي!
هو ، که د اشغالګرو له وتلو وروسته سرتاسری ملي سوله رامنځته شي نو بیا همدا او یا بل اصلاح شوی اساسی قانون
هم کار ورکولی شي . نو لومړی په سوله یو ملي توافق او ملی میثاق رامنځته کېدل اړین دي ، په دې شرط بیا نورې
ټولې خبرې هم عملي کېدلای شی ! والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more