د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

آیا په اسلام کی د فلمونو او ویډیوګانو کتل ګناه دی؟

میوند
04.06.2012

اسلام علیکم و رحمه الله

د (ګوډاګیان څوک دی) فلم می وکاتی ډیر شه معلوماتی فلم و، خو دا پوښتنه منځ ته راوړی چی آیا دغه فلمونو او ویدیوګانو ته کتل ګناه دی که نه؟ ځکه چی د طالبانو د حکومت به دوران کی دوی ټول فلمونه او کسټونه ویجاړ کړه او له مینځه یوړل، او ویل ئی چی عکس اخیستل او عکسونو او ویډیوګانو او فلمونو ته کتل، او کسټونو ته غوږ نیول دیره ګناه دی، مګر اوس دوی خپله به انټرنټ کی په یوټیوب او نورو انټرنټ صپو کی خپل ویډیوګانی د خلکو ننداری لپاره په نمایش ایږدی نو زما سوال دا دی چی اوس د دغو فلمونو او ویډیوګانو کتل ګناه بولی او یا ثواب؟


حذيفه
04.06.2012

طالب فکره وګړي دي اوس ځواب در کړي چي دوئ ولي پرون دا کارونه حرام بلل خو اوس يې روا بولي ؟


میوند
07.06.2012

اسلام علیکم و رحمت الله
ستاسو د ځواب او نظر نه مننه، د یو مسلمان افغان په ټوګه د دغه سوال ځواب می د دوی څخه غوښتلی مګر ز ما په فکر دوی سره کوم قانع کوونکی ځواب نشته او ځکه دوی د ځواب ورکوولو څخه ډډه کوی.

ستاسو د نیکمرغی په هیله
میوند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more