اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
زمونږ ديني علماء ولې په بحث نه پوهېږي؟
larghonay laraway
04.06.2012
السلام عليکم!
له ډېره وخته راسره دا پوښتنه ده چې زمونږ ديني علماء ولې د حل لارې او سپيناوي لپاره بحث نه کوي؟
د ديني علماوو ډېرې مناظرې مې اوريدلي او د ځينو په اړه مې اوريدلي چې دوی هميش په دې هڅه کې وي چې يو بل ته ماتې ورکړي.
ملا چې يوه خبره وکړي نو بيا ورسره دا هم وايي (ملا ان است که حصار نه شود)
که ښه پوه هم شي بيا هم له خپلې خبرې نه ترېږي او يو ډول دليل به ورته ګوري.
راځئ خپلو ديني علماوو ته قناعت ورکړو چې دين د هيچا ځانګړی مال نه دی که په يوه خبره کې کوم ملا د بل مخالفت وکړ نو هغه لومړی ملا دې دا نه وايي چې که زما خبره غلطه ثابته شي نو زه به بې علمه معرفي شم، بلکې پرېږده چې ډېر بحث پرې وشي او په سړه سينه بحث وشي څو خلکو ته واقعيت ورپه ګوته شي او حل لاره ومومي.
مننه
ستاسو لاروی
حذيفه
04.06.2012
لرغونی صیب ! سلامونه او ښې چاري!
زموږ په ټولنه کي تندي، احساسات، جذباتي فتواوې او تېزي ټاپي هغه مفکوره ده چي له ډېره وخته یې زموږ ټولنه یې له هره پلوه ځپلي او د پرمختګ،سالم نقد، فکري ودې او منطقي بحث لاري یې پرې تړلي دي او له بده مرغه دا ناولی او مردار دود اوس هم حاکم دئ او په ټوله کي زما د تجربې او مطالعې اخذ دا دئ چي زموږ په ټولنه کي اصلا پر اصولو برابر دیني پوهان نه شته صرف څو رواجي ملایان دي .
larghonay laraway
05.06.2012
سلامونه!
حذيفه صيب کور مو ودان. په رښتيا چې زمونږ په ټولنه کې ډېر شمېر خلک يو څو سورتونه زده کوي چې امامت وکړي او ډوډۍ وګټي!
دا خو ستونزې دي نو حل لاره يې څه شی ده؟
د هغو ځوانانو دنده څه ده چې په دې درې لسيزو کې يې په مصر، سعودي عربستان او نورو هېوادونو کې لوړې ديني زده کړې کړې دي؟
زه خو يو شمېر افغانان پېژنم چې په مصر کې يې زده کړې کړي نو اوس نه غواړي چې راشي همدارنګه په مدينه منوره کې يې چې زده کړې کړي هغوی لا خپل تخلصونه هم مدني ايښي او افغانستان ته د راتګ هڅه نه کوي نو څه به کېږي؟
زمونږ خلک به کله په دين پوهېږي؟
په داسې حال کې چې ځانونه تر هر چا کلک مسلمانان او دينپوهان بولي؟
باور وکړه که په جومات کې دې له يو اخوند او حتی امي سره مباحثه راغله نو په څلورمذهبه به دې کافر کړي خو لمونځ به يې هم سم نه وي زده
حل لاره راوښيه!
مننه
ستاسو لاروی
حمید هڅــاند
05.06.2012
لاروی صیب؛ علما به خپل کار ته پرېږدو، د دوی په اړه زموږ لپاره قضاوت یو څه سخت کار دی. د محترمو مومن مهاجر او وزیری صیب ترمینځ بحث په دې خورا ګټور ؤ چې ما د یادې موضوع په اړه د دوه اړخونو دلایلو ته اړتیا لرله ترڅو زه په خپله سمې پایلې ته ورسېږم. د دریم کس په توګه بیا لږ ترلږه دومره کولی شو چې خپله پایله واخلو چې د چا دلایل رښتیا هم دلایل ول. زما موخه داده چې د دوی خپل مینځي بحث زموږ لپاره خورا ګټور دی؛ دا نو بیا بېله خبره ده چې دوی څومره په یو بل خواري باسي ( مهاجر او وزیري ملګرو څخه په بښنې).
البته یوه هیله لرم او هغه داچې، کله هم دینپوهان یو بل ته دلیل وړاندي کوي نو که به عربي وي هغه دي له پښتو ژباړې سره رانقلوي ځکه زما په څېر ډېر کېدای شي عربي کې ستونزې ولري.
درنښت
larghonay laraway
05.06.2012
السلام عليکم!
هڅاند صيب تاسو ښه خبره کړې، د مباحثې، مناظرې يا debate هدف همدا دی چې اوريدونکي قضاوت وکړي او يوې نتيجې ته ځان ورسوي خو دا په هغه صورت کې چې بحث د موضوع د روښانتيا لپاره وي نه د يو بل پړ کولو په نيت.
که مباحثه د يو بل د پړ کولو لپاره وي نو بيا به درېمګړي لارورکي شي!
هڅاند صيب زما هدف يوازې مهاجر او حذيفه نه دي بلکې دوی خو لا ښه دي يو بل ته ليکنی ځواب وايي. خدای دې له هغو ساته چې مخامخ سره ناست وي او يو د بل د غلطولو په هڅه کې وي.
که بحث کوونکي رښتيا هم غواړي چې ټولنې ته خير ورسوي نو په پای کې بايد يوې نتيجې ته ورسېږي څو دريم ګړو ته يوه ښه حل لاره ورپه ګوته کړي!
داسې نه چې د ځينو مبتدعينو په څېر ووايي: (ملا ان است که حصار نه شود)
مننه
مومن مهاجر
05.06.2012
ټولو ګډونوالو په ځانګړي ډول ښاغلي لاروي ، هڅاند او حذيفه ته په مينه سلامونه ډالۍ کوم .
رښتيا هم زموږ په ټولنه کي دين پوهانو تر اوسه هم د حوار يا ډيالوګ اصولي او فني لار نه ده پېژندلې ، د انساني فکر د ودې او سمون لپاره له يو بل سره مباحثه ، يو بل ته خپل اند وړاندي کول او د بېلابېلو نظرونو اورېدل لازمي چاره ده مګر د بحث پر مهال د اصولو ، شخصيتونو او شخصي وقار درناوی هم يو مهم اصل دئ کله چي پر يوه موضوع بحث کېږي نو بحث کوونکي بايد د ټاکلو ضوابطو په رڼا کي داسي خبرې اترې وکړي چي هم په نېغ ډول له موضوع سره تړاو ولري او هم هيڅ لوري ته په سپکه ونه کتل شي ، نتيجې او يا پايلې ته رسېدل اړين دي مګر داسي نتېجه چي دواړو لورو ته د منلو وړ وي فکر کوم ځکه يو څه سخته ده چي په موږ کي لا هم د رجوع او يا له خپله ناسمه دريځه د تېرېدلو جرأت نه شته خو الله دي وکړي چي په موږ کي دا سپېڅلی عنصر هم پيدا شي خو په هر حال د سالم بحث ګټه دا وي چي لوستونکو ته د قضاوت لار اسانه کوي او هغوئ پوهېږي چي د چا دريځ سم او د چا ناسم دئ؟.
د ښاغلي لاروي د خبرې په تايد رشتيا هم زموږ ټولنه له علمي او فکري پلوه ځپل شوې کوم کسان چي په بهر کي ديني او يا عصري زده کړې وکړي هغوئ د دې پر ځای چي خپلې ټولنې ته د خدمت مرجع وګرزي يا په اړوندو هيوادونو کي پاتي شي او يا لاس تر زنې ناست وي د دې تر ټولو ښه لار داده چي کومو کسانو دا مهال دا ستونزه درک کړې هغوئ بايد د خولو په تويولو داسي يو کمپاين پر کار واچوي چي موجود پوه کسان د ټولنې اصلي خدمت ته را وبولي دا کار که په لنډه موده کي نتېجه ورنه کړي خو په اوږده موده کي به ان شاء الله د سکوت او جهالت تيارې له منځه ولاړې شي .
رښتینی
05.06.2012
دلته زه خپله یوه لنډکۍ لیکنه را اخلم :
ابن قیم الجوزیه ۶۹۱هـ په خپل مشهورکتاب ( اعلام الموقعین ) کې لیکې : دعمر بن الخطاب او عبدالله بن مسعود رضي الله عنهماپه منځ کې په سلو مسائلو کې اختلاف واوداراز هغه دنورو صحابه و په منځ کې هم دعختلاف یادونه کړې ده او وروسته لیکې :
ولم يستنكر احد هذا الخلاف إنما اعتبره الجميع أمرا طبيعيا لا يقطع ودا ولايفرق صفا .
یعني هیجا هم دا اختلاف بدونه باله ټولو خلکو دایو فطري اوطبیعي کارباله چې په دي سره نه خپلمنځې مینه او محبت ته تاوان رسیدی او نه دمسلمانانو په منځ کې انتشار رامنځته کیدی ،
داد رسول الله صلی الله علیه وسلم داصحابو د وخت خبره ده او دهغوی حالت زموږ مخته ږدې ، او دصحابه کرامو حالت او کړه وړه زموږ له پاه معیار ده هغه مال هرچا په ازاده توګه دخپلي رایې څرګندونه کولی شوی اوکله خو به نیوکه او تنقید په ډیرو سختو الفاظو هم کیدی خو دانتقاد کوونکي مخه چا نه نیوله او نه یې انتقاد ته په بده او مغرضانه نظر کتل .
خو ددي پرخلاف په موجوده زمانه کې دمسلمانانو حالت بلکل مختلف دی اوس که په یوچا انتقاد وکړې یا په کوم مشر نیوکه وکړل شې نو خلک په غوسه شې او دانتقاد زغم نلرې .
موږ په خپل پیر کې ځیني شخصیتونه دومره غټ کړې دي چې په هغوی باندي چاته دانتقاد اجازه نه ورکوو ، اوپه عامه توګه خپل نفسونه مو هم دومره غټ کړې دي چې دیوچا نیوکه دځان سپکاوی بولو او نه یې شو زغملی موږ که هرڅومره زیاته پوهه ولرو او زموږ کوم یو مشر که هرڅومره زموږ په نظر پاک او دینداره راته معلومیږې خو ځان او خپل مشر ته له انتقاد نه دمعصومیت حق نشو ورکولی او په دي هم باید ځان پوه کړو چې خپل او دخپل محبوب عیب سړي ته نه ښکاري که موږ رښتیا د حق په لټه کې یو باید هرډول انتقاد په سړه سینه وزغمو او ویې ارزوو چې څومره سم او څومره ناسم ده .
مسلم قلموال
06.06.2012
السلام علیکم ورحمة الله،
د صحابو او د تابعینو په وخت کې به په بعضو مسايلو کې اختلافات وو حتی سیاسي اختلافات هم وو خو داسې جامد تقلید هیڅکله هم نه وو، هغوي هیڅکله هم د یو کس پسې کلک نه وو نښتي چې د هماغه یو کس نه بغیر یې د هیچا خبره هم نه منله او نه یې داسې کړي وو چې د هغه یو کس د قول لپاره یې د نبي صلی الله علیه وسلم د احادیثو ځوابونه کول، بلکه هغوي ته به چې په هره مسله کې د یو کس خبره حق ښکاره شوه هغه به یې منله او بله مسله کې چې به ورته دبل چا خبره حق ښکاریده نو هغه به یې منله ځکه نو د هغوي اختلاف نه خپل مینځي مینه له مینځه وړې وه او نه یې د مسلمانانو صف مات کړی وو خو کله چې د شر او فساد جرړه جامد تقلید راپیدا شو نو هم یې د مسلمانانو ترمینځ نفرتونه او نفاق پیدا کړو او هم یې د اسلام واحد صف مات کړو او په څو ټوټو یې وویشلو!!