د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د وروستي مهال/قیامت نښې؛ د عیسي (ع) او امام مهدي راتګ

حمید هڅــاند
04.06.2012

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

کله چې په یاده موضوع مې مطالعه کوله نو د وروستي پیر او مهال او له قیامته وړاندي نښې نښانې هغه لومړي څه ؤ چې ومې ویل او په اړوند مې یې له خلکو پوښتنې هم وکړې او قانع کوونکي مواد مې ترلاسه کړل. یواځې د امام مهدي د ظهور په اړه مې راز راز خبرې واورېدلې. شیعه ګانو، تر ډېره، د امام مهدي ظهور ګرمه موضوع ګرځولې. ما د امام مهدي په اړه د اسلام انلاین په انګرېزي ژبې فورم کې په ۲۰۰۹ کال کې پوښتنه د -
End Times' Major Signs and the Emergence of Imam Al-Mehdi تر سرلیک لاندې مطرح کړې وه. هلته مې ضد او نقیض ځوابونه ترلاسه کړل چې ځینو خو بېخي د امام مهدي په راتګ باندي باور هم نه درلود.

په یو ځای کې یو شیخ [color=white:c7ea3c4321]له افغانستان څخه د تورو بیرغونو لښکر [/color:c7ea3c4321] نومي وېډیو کې وایې چې یو داسي لښکر به له افغانستان څخه را ووزي چې بیرغ به یې تور وي او هیڅوک به یې هم مخه و نه شې نیولا تر څو جیروشیلم ازاد کړي؛ البته دا د (خدای مې دي نه غلطوي) د ترمذي شریف د حدیث په حواله ؤ.

له محترمو دینپوهانو څخه هیله ده چې په ټولیز ډول د وروستي مهال د نښو او په ځانګړې توګه د امام مهدي د ظهور په اړه مالومات راسره شریک کړي. او د پورته حدیث په اړه څه ویاست؟؟

درنښت


حذيفه
04.06.2012

سلام علیکم !
په دې اړه زياتو پوهانو په مخلتفو ژبو ډېره څه ليکلي دي ، په مجموعي کي دا موضوع شعيه فکره خلکو زياته ګرمه ساتلې ده ، که د سيمې خلک په دې فکر وروزل شي نو بيا په دې بانو پرې ښې مزې کېدای شي ، د مهدي په اړه راغلي روايات ما کتلي دي چي د جرحې وتعديل په مېزان کي مي تر اوسه يو هم کره او په صحيح سند نه دئ موندلی .


حمید هڅــاند
29.09.2012

نو ښاغلی حذیفه، ستاسو په نظر او ستاسو د مالوماتو له مخې، امام مهدي څوک دی، شته که نه شته؟ راځې که نه. که راځې، ځنګه راځې، له عیسي علیه سلام نه مخکې که وروسته؟

پوښتنه یواځې حذیفه صیب ته نه ده راجع، هیله ده ټول راسره مالومات شریک کړئ.

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more