نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ډاکتر محرم دئ، خو ډاکتر شکیل افریدئ یو قهرمان هم دئ.
اتل
02.06.2012
ډاکتر محرم دئ، خو ډاکتر شکیل افریدئ یو قهرمان هم دئ.
ډاکتر شکیل افریدي خپل ټول قيمتي ژوند د خپل ولس خیر، ښېګڼې او خدمت ته وقف کړ. ډاکتر شکیل افریدي د خپلو خلکو د علاج په لار کې نه یوازې، نه ستومانېدونکي خدمتونه وکړل، بلکه د حاجت مندانو لاس نیوئ یې خپل د عالي مدارجو ویاړ هم ګاڼه. ډاکتر افریدي د خپل ځان آرامي او نېکمرغي دیوه بې وسه او بې وزله ناروغ په علاج کې لټوله.
ډاکترافریدي دداسې وژونکو امراضو په علاج کې د عوامو سره مرسته کوله چې په ولس کې زیات عام وو، مګر خلک نه وو ورسره آشنا لکه تو ژېړئ، سپین ژېړئ، ټاکسو پلازموسز او داسې نور.
ډاکتر افریدئ د خلکو هم ورورؤ، هم پلار او هم زوي. ډاکتر شکیل افريدئ د زنانه محرم او یو ډېر تکړه او مهربانه معالج ؤ. زما دُعا داده چې پاک رب دې یو ولس دیوې داسې فرشتې لکه ډاکتر افریدي د لاس نیوي نه، نه محروموي.