نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د طالبانو ملاتړ د الله تعالی د رضا له پاره !
پتوال
28.05.2012
[color=blue:14b9aeb9b7]............................... بسم تعالی ...........................
که څوک دنیوي پرمختګ غواړي نو له طالبانو څخه دې لاس ووینځي
خو که څوک د الله تعالی رضا غواړي نو د طالبانو ملا دې وتړي
که څوک د ISI حاکمیت نشی زغملی نو له طالبانو څخه باید لاس ووینځي، خو که څوک د cia حاکمیت نه زغمي کولی شی د طالبانو ملا وتړي
که څوک ملي ګټې ، بشري او ولسواکیز حقوق غواړي له طالبانو څخه دې لاس ووینځي، خو که څوک د مسلمان امت ګټې،
اسلامی حقوق ، شریعت او د اسلام بیاوړتیا ، د آزادۍ اسلامی جهاد غواړي د طالبانو ملا تړ دې وکړي!
خو زه صرف د الله سبحانه و تعالی د رضا له پاره د اسلام د پیاوړتیا او د اسلام دپیاوړتیا له پاره د خپلو طالبانو ورونو ملاتړ کوم
او د لوی خدای له درباره ورته دا توفیق غواړم چې د ISI له ولکې څخه هم خپل غورځنګ ، خپل هېواد او خپل ملت وژغوري !
امین ،امین ، ثم امین یا رب العالمین ! [/color:14b9aeb9b7]
حمید هڅــاند
29.05.2012
[quote:12a100b905]که څوک دنیوي پرمختګ غواړي نو له طالبانو څخه دې لاس ووینځي
خو که څوک د الله تعالی رضا غواړي نو د طالبانو ملا دې وتړي
که څوک د ISI حاکمیت نشی زغملی نو له طالبانو څخه باید لاس ووینځي، خو که څوک د cia حاکمیت نه زغمي کولی شی د طالبانو ملا وتړي
که څوک ملي ګټې ، بشري او ولسواکیز حقوق غواړي له طالبانو څخه دې لاس ووینځي، خو که څوک د مسلمان امت ګټې،
اسلامی حقوق ، شریعت او د اسلام بیاوړتیا ، د آزادۍ اسلامی جهاد غواړي د طالبانو ملا تړ دې وکړي! [/quote:12a100b905]
پټوال صیب؛ دا تاسو لیکلي؟؟؟؟؟
Re: د طالبانو ملاتړ د الله تعالی د رضا له پاره !
khoshalkhan
29.05.2012
ای لېونيه !
(+)+ (-)= 0
مونږ دواړه غواړو خو له طالبانو لاس نه مينځو !
له هر غليم سره به که پټ وي که ښکاره په خپل وخت او شرائطو مبارزه کوو!
اوس د cia پر ضد مبارزه راباندې فرض دی که ISI دومره مضر شي لکه cia
نوپه هغه پسې به هم خپل سوټی را اخلو !
دومره مايوسې مه ښکاره کوه !
ځوانان ژوندي دي ، نوي پيداکېږي لويېږي او جهاد ته ځي !
[quote:1c4d0efa2d="پتوال"][color=blue:1c4d0efa2d]............................... بسم تعالی ...........................
که څوک دنیوي پرمختګ غواړي نو له طالبانو څخه دې لاس ووینځي
خو که څوک د الله تعالی رضا غواړي نو د طالبانو ملا دې وتړي
که څوک د ISI حاکمیت نشی زغملی نو له طالبانو څخه باید لاس ووینځي، خو که څوک د cia حاکمیت نه زغمي کولی شی د طالبانو ملا وتړي
که څوک ملي ګټې ، بشري او ولسواکیز حقوق غواړي له طالبانو څخه دې لاس ووینځي، خو که څوک د مسلمان امت ګټې،
اسلامی حقوق ، شریعت او د اسلام بیاوړتیا ، د آزادۍ اسلامی جهاد غواړي د طالبانو ملا تړ دې وکړي!
خو زه صرف د الله سبحانه و تعالی د رضا له پاره د اسلام د پیاوړتیا او د اسلام دپیاوړتیا له پاره د خپلو طالبانو ورونو ملاتړ کوم
او د لوی خدای له درباره ورته دا توفیق غواړم چې د ISI له ولکې څخه هم خپل غورځنګ ، خپل هېواد او خپل ملت وژغوري !
امین ،امین ، ثم امین یا رب العالمین ! [/color:1c4d0efa2d][/quote:1c4d0efa2d]
پتوال
29.05.2012
الله تعالی د خپلې رڼا (اسلام ) ساتونکی دی ، چې قران او سنت دي او صراط المستقیم هم ورته وایي! الله تعالی دغه
د اسلام رڼا، دغه روښانه او رڼه لار یا صراطالمستقیم تل د یوه قوم په وسیله خپره کړې او بیا ساتلې ده .
الحمد لله له عربو وروسته د اسلام ساتنې رسالت الله تعالی په پښتون قام لورولی دی اود ایمان، تورې ، غیرت، سرښندنې او
وفادارۍ له مخې ورته خدای پښتون جوګه کړی دی خو د سر ، عقل ، علم ، پوهې او تدبیر له پلوه د تورُم او نیمګړتیا سره
مخامخ او په ځانځانۍ او خودسرۍ اخته شوي چې له امله يې سیاست د پردیو د لاسوهنو ډګر ګرځېدلی دی!
له دې کبله باید سره یوموټی شو ، هر مسلمان افغان
او ټول پښتون قام باید طالب ورونو ته لاس ورکړو - په تېره د سیاست عقل او تدبیر په ډګر کې کوټلي افغاني ګامونه
پورته کړو او دا ماته بیړۍ مو د بری ساحل ته پورې باسو!
ومن الله التوفیق !
khoshalkhan
29.05.2012
خدای پاک دې ژوندی لره !
دغې ليکنې دې دډېرو زړونه نری کړل اوله لعل او جواهرو ارزښتمنده ده!
[quote:eff3651d4c="پتوال"]الله تعالی د خپلې رڼا (اسلام ) ساتونکی دی ، چې قران او سنت دي او صراط المستقیم هم ورته وایي! الله تعالی دغه
د اسلام رڼا، دغه روښانه او رڼه لار یا صراطالمستقیم تل د یوه قوم په وسیله خبره کړې او بیا ساتلې ده .
الحمد لله له عربو وروسته د اسلام ساتنې رسالت الله تعالی په پښتون قام لورولی دی اود ایمان، تورې ، غیرت، سرښندنې او
وفادارۍ له مخې ورته خدای پښتون جوګه کړی دی خو د سر ، عقل ، علم ، پوهې او تدبیر له پلوه د تورم او نیمګړتیا سره
مخامخ او په ځانځانۍ او خودسرۍ اخته شوي چې له امله يې سیاست د پردیو د لاسوهنو ډګر ګرځېدلی دی!
له دې کبله باید سره یوموټی شو ، هر مسلمان افغان
او ټول پښتون قام باید طالب ورونو ته لاس ورکړو - په تېره د سیاست عقل او تدبیر په ډګر کې کوټلي افغاني ګامونه
پورته کړو او دا ماته بیړۍ مو د بری ساحل ته پورې باسو!
ومن الله التوفیق ![/quote:eff3651d4c]
پتوال
29.05.2012
......................بسم تعالی.............................
الله سبحانه و تعالی ددې او هغې دنیا د عالمونو خالق او رب دی
( [color=white:f5b1cfa741]الحمد لله[/color:f5b1cfa741] [color=blue:f5b1cfa741]رب العالمین [/color:f5b1cfa741]) . دا دنیا طبیعت یا مادي کاينات دي
او د کاوسالیټي ( د علت او معلول رابطې ) په قوانینو يې عیار کړي دي، خو په هغه دنیا (آخرت) کې د کاوسالیټي ( علیت) قوانین نه چلیږي .
د اخروی دنیا یا عقبی بیژندل هم مشاهده غواړی او ددې دنیا پیژندل هم ، خو د اخرت پیژېندل تر مشاهدې مخکې هم عقیده غواړي،
وروسته هم عقیده غواړي او د مشاهدې په بهیر کې هم !
ولې ددې مادی دنیا یا طبیعت او کایناتو پیژندل له مشاهدې پیل کیږي او په عقیده انجام مومي! د کایناتو د علیت (Causality)
په بیژندلو سره د الله تعالی ربوبیت درک او پیژندل کیږي ، ځکه الله تعالی په علیت سره طبیعت چلوي او د کایناتو پالنه کوي
نو ځکه خو الله سبحانه وتعالی د کایناتو پالونکی(= رب) دی!
لهذا د ساینس او طبیعي علومو پواسطه دطبیعت پیژندل د مسلمانانو له پاره د الهی ذات د پېژندنې لار او د معرفت بهیر دی !
طالبان ورونه باید د خدای او د هغه د رسول دوښمنان پرې نږدي چې دغه تاریخي بهیر پر ښونځیو او تعلیمي
موسسو باندې د مصموم کولو او خودکش بریدونو پواسطه قطع کړي !
دا عقیده بالکل کفایت نه کوي چې شیدې د ماشوم له پاره
ښې او شومبلې ورته بدې دي، بلکې پرې پوه شو چې په شیدو کې کوم غذايي مواد ، ویټامینونه، مینرالي توکي او نور
دغه ګټور خصلت تضمینوي او په شومبلو کې د هغوی نشتوالی د ماشوم روغتیا ته زیان اړوي! د همدغو طبیي، بیولوژیکي، کیمیاوي، فزيکي ، میتریولوژیکي ...آن دایکولوژیکي قوانینو
په شمول د ټول نړیوال ، کاسمولوزیکي او کایناتی علیت فعال ساتل د الله تعالی د ربوبیت پورې تړلي دي چې د قران عظیم په
[color=blue:f5b1cfa741]کُلٌ یَومٍ هُوَ فِی شآن ، فبِایْ ا لآ اِ ربٌکُما تُکذبان: [/color:f5b1cfa741]
سره ښودلی او تثبیت کړی دی!
الله تعالی آدم (او آدم زادو) ته د وَ عَلَّمَ اسمأ کلَّها سره سم مفاهیم ،پوهه او تفکر د همدې لپاره ورکړ چې په نړۍ
ډ طبیعت یا کایناتو کې د شیونو تر منځ دعلیت آړاو تړاو پرې وپیژني او ویې کاروي ، کوم مفاهیم پوهه او پوهنه چې نه له
عزازیل پیري سره او نه له ملایکو سره موجوده وه ! ملایکو خو د الله په امر ادم ته د فکر او پوهې په درناوي سجده وکړه
او عزازیل په غرور او انکار سره ورټل او له جنت څخه وویستل شو ! نو د انسان (ادم) مفاهیم عقل ، پوهه او پوهنه
هغه فرق و چې د شیطان جهالت او ناپوهي يې رسوا او هغه يژ له ماتې سره مخ کړ، نو ددې دویم سبب شوه چې شیطان لعنتي او له جنت څخه وویستل شو .
نو بدکوي هغه څوک چې وایی عقل د شیطان کار دی !
نه نه، بالکل نه ! ، د بیریانو او شیطانانو له عقل سره ورانه ده او مفاهیم، افهام او تفهیم ، فکر، عقل ، پوهه او پوهنه یواځې د انسان ځانګړتیاوي او بېلګې دي، څو په ژوندانه، نړۍ او کایناتو باندې
د الله تعالی د پادشاهۍ اوتسلط راز یا علیت او Causality پرې وپیژني او ا لله تعالی ربوبیت ته تسلیم شی ! د علم په مټ د الله ربوبیت ته تسلیمېدل دخلقت او خالق په پیژندلو انجامیږي!
دا د ادم د زامنو یو بل سخت عقلي او علمي ګوزار دی چې د خپل آرنیکه آدم په څیر یې د شیطان په سر واردوي!
اسلام ځکه بشپړ او وروتنی دین دی چې ددنیا له پاره یې په ساینسي
علومو او د آخرت له پاره یې په دنیا کې په عقیدوي علومو (دینیاتو باندې ) تکیه کړې ده .
متاسفانه د وطن او اسلام د دوښمنانو په لمسون د ښونځیو تړل، سېزل او پرې د تصمُم او خودکوشۍ بریدونه
طبعاً صرف د شیطان د خوشالۍ او بري سبب ګرځي او بس!
طالبان باید دوشمن په لمسه د شیطان لاره تعقیب نکړي او
د علم او پوهني سره په دوښمنۍ کولو د خپل پاک اسلامي جهاد لمن چټله نکړي!
هو ، د آخرت د قوانین بیا پخپله نه مشاهده کیږي ، خو نتیجې یې په اخرت کې لیدل کیږي ، چې جنتیان پرې شکرونه
باسي او ددوزخیانو له پاره يې نتیجه عذاب دی! او البته د پوهیدو لار یې یواځې عقیده ده او بس!
ددنیا له پاره په دنیا کې پوهه او د آخرت له پاره په دنیا کې عقیده (داسلام مبارک دین) لاینفک ضرورتونه دي
طالب له سیاسی قدرت غواړي دواړه باید په بشپړه معنی درک کاندي ! والسلام
محمود سعيد
30.05.2012
السلام عليکم!
ډېره عجيبه او متضاده ليکنه ده...
د طالبانو د ملاتړ په اړه:
د کوم اسلامي معيار پر بنسټ له دنيا لاس ومينځي او د طالبانو ملاتړ وکړي؟
د CIA او ISI بېلتون او توپير بايد څنګه وشي او معيارونه ېې څه دي؟
آيا د پردې تر شا دواړه د يو بل د ګټو خوندي کوونکي نه دي؟
همدا شان څه ډول ملي ګټې، بشري او ولسواکيز حقوق له اسلامي او د امت له حقوقو څخه بېلوئ؟
[quote:857b228e55]
که څوک دنیوي پرمختګ غواړي نو له طالبانو څخه دې لاس ووینځي
خو که څوک د الله تعالی رضا غواړي نو د طالبانو ملا دې وتړي
که څوک د ISI حاکمیت نشی زغملی نو له طالبانو څخه باید لاس ووینځي، خو که څوک د cia حاکمیت نه زغمي کولی شی د طالبانو ملا وتړي
که څوک ملي ګټې ، بشري او ولسواکیز حقوق غواړي له طالبانو څخه دې لاس ووینځي، خو که څوک د مسلمان امت ګټې، اسلامی حقوق ، شریعت او د اسلام بیاوړتیا ، د آزادۍ اسلامی جهاد غواړي د طالبانو ملا تړ دې وکړي! [/quote:857b228e55]
پتوال
30.05.2012
سلامونه او درناوی!
دروند ورور سعید صاحب!
تاسې د انګیرنو ترمنځ تضادونه پرېږدئ ، بلکې پخپله متن اقتباس او بیا تنقید کړئ نو زه به هم بیاد ځواب هڅه دریغ نکړم !
په درنښت!
سلامونه
tandar
30.05.2012
سلامونه
زه په اسلامي او سياسي بحثونو کي ډير کمه برخه اخلم
دا ددي معني نه لري چه نه پو هيږم
دپتوال صيب ليکنه بايد يو ځل تحليل شي چه څه واې
که څوک پري نه پوهيږي او له خبرو خبري پيدا کوي هغه دهغه کاردي٠
هغه دالله په خاطر دوطن دازادي لپاره دطالبانو بري غواړي او په ضمن کي دطالبانو له isi نه بيليدل غواړي ځکه چه دپنجاب isi هيڅ وخت کي دوست کيدلي نه شي
دا به دهر افغان هيله وي بايد ورته امين ووايو٠
مننه
اکرم
30.05.2012
السلام علیکم !
پتوال صاحب ، پدې متناقضو څرګندونو سره ،په حقیقت کې هغه فکری ،مذهبی، اوسیاسی تناقض په ګوته کړی چې دهیواد ډیر وګړي ورسره لاس او ګریوان دي .
دا تناقض تقریباً ادارکی رنځ ته تر جهله نژدې دی !!! خو په خواشینۍ سره ویلای شم چې دپتوال صاحب خبرې ترخې خو، واقعیت دي.
الله دې زمونږ مل شي.