د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

اسلام او مستشرقین ( لنډه تعرفي څېړنه)

ahmad bilal
28.05.2012

اسلام او مستشرقين

څیړنه: عبدالحی عابد
ژباړه : احمد بلال



د استشراق لغوي څېړنه:
استشراق د عربي ژبې کلیمه ده چې له شَرَقَ څخه اخستل شوې ده، معنې یې رڼا او ځلېدل دي. په مجازي ډول دغه لفظ موږ د لمر لپاره هم استعمالولی شو، همدا رنګه شرق او یا مشرق، د لمر د راپورته کېدو ځای ته هم ویل کیږي. ابن منظور الافریقی لیکلي دي :

الشرق الضوء والشرق الشمس. وروی عمرو عن أبیه أنه قال الشرق الشمس بفتح الشین والشرق الضوء الذی یدخل من شق الباب. شرقت الشمس تشرق شروقا و شرقا طلعت و اسم الموضع المشرق( 1).
د شرق کلیمه که د استفعال په وزن راوړل شي, نو د (ا، س، ت) په زیاتېدو سره ترې استشراق جوړیږي. همدغه رنګه ورڅخه د تقاضاء یو مفهوم هم پیدا کیږي، ګویا له استشراق څخه د ختیځ (مشرق) غوښتل (طلب) دي. د عربي لغاتو له رویه دغه طلب د شرقي علومو، آدابو ، لغاتو او تر ادیانو پورې محدود ده. دغه یو نوی لقظ دی، چې په پخوانيو لغاتو کې شتون نه لري. په انګریزي ژبه کې د شرق لپاره( Orient)،د استشراق لپاره orientalismاو مستشرقینو لپاره د orientalists الفاظ استعمالیږي. په اردو ژبه کې د دې لپاره د شرق پېژندنې(شرق شناسي) اصطلاح هم راوړل کیږي، چې ددې مفهوم او د موخې واضح کولو لپاره وړ لفظ نه دی، غربي لغاتو کې استشراق یوازې د جغرافي مفهوم له امله د ختیځ غوښتلو (طلب) لپاره نه استعمالیږي، بلکې د رڼا، نور او د هدایت غوښتلو (طلب) لپاره هم استمعالیږي. ډاکټر مازن بن صلاح مطبقاني د orient لفظ په هکله د سید محمد شاهد د تحقیق ذکر په خپل کتاب کې کړي دي:
"شرق’’Orient‘‘ أن یشار إلی منطقة الشرق المقصودة بالدراسات الشرقية بکلمة تتمیز بطابع معنوي، و هو’’Morgenland‘‘ و تعني بلاد الصباح، و معروف أن الصباح تشرق في الشمس، و تدل ھذہ الکلمة علی تحول من المدلول الجغرافي الفلکي إلی الترکیز علی معنی الصباح الذي یتضمن من النور والیقظة، وفي مقابل ذلک نستخدم في اللغة کلمة’’Abendland‘‘ وتعني بلاد المساء لتدل علی الظلام و الراحة، وفی اللاتینية تعني کلمة ’’Orient‘‘ یتعلم أو یبحث عن شیء ما، و بالفرنسية تعني کلمة ’’Orienter‘‘ وجّه او ھدیٰ او أرشد". (2 )

د استشراق مفهوم:
د استشراق عامه معنی او ذهن کې تر ټولو ژر راتلونکی مفهوم دا دی، چې غرب کې اوسېدونکي علماء او مفکرین چې کله مشرقي علوم او فنون د خپل تحقیق او بحث مرکز وګرځوي، نو دې ته استشراق وایي. په عامه توګه په دې ټولو علومو او فنونو کې هر ډول علوم ګډیږي، د مثال په توګه، عمرانیات، تاریخ، انساني علوم، ادب، ژبه، اقتصاد، سیاست، دين او نور. که څه هم استشراق کوم منفي پلو نه لري او غربي مفکرین یې هم د مشرقي علومو او فنونو د مطالعې او په دې باندې له تحقیق او پلټنې کولو څخه مرادوي، لکه څرنګه چې ایډورډ سعید یې په خپل کتاب کې لیکي:

ختیځ پېژندنه (استشراق) نه کومه سیاسي موضوع ده او نه کومه د علم شعبه، چې اظهار يې د تمدن، د علم یا ادارو په صورت کې وي، نه د ختیځ په هکله په پراخو ګډوډو ليکنو مشتمله ده، نه د کوم فاسد غربي دسيسې نمائنده ګي یا اظهار کوي، چې موخه يې د ختیځ ځمکه په خپله ولکه کې راوړل وي، بلکې دا یو جغرافياوي شعور، د معلوماتو، د جمالیاتي علم، معاشي، عمراني، تاریخي او ژبې متعلق د اصل تحریرونو یو ډول خپرېدل دي( 3).
که موږ د ښاغلې ایډورډ سعید دغه خبره ومنو هم، چې د استشراق موخه یوازې د ختیځ په هکله، د علومو، دودونو، انفرادي او اجتماعي خویونو مطالعه ده، نو دا د ليکل شوو څانګو تر بريده سم ګڼل کیږي، خو چې څرنګه د اسلام ذکر راشي، نو د غرب ټول اخلاقیات، علمي مېتودونه، انصاف او رواداري هرڅه ورک شي. له دې خبرې څخه موږ هم سترګې نه شو پټولی، چې ختیځ سره د اسلام نه شلېدونکې اړیکې دي، نه د ختیځ ذکر له اسلامه پرته ممکن دی او نه د اسلام د منونکو ذکر له ختیځه پرته مکمل کیږي، ځکه خو د استشراق په درستو مراحلو کې د غربي مفکرینو لخوا خبره له اسلام سره ټکر ته اوښتې ده او له دې دین سره يې د میرې په ډول سلوک کړی. که څه هم د اسشراق لفظ د خپلولو شاته کوم خاصه موخه یا فکر نه شته، خو په اتقاق سره دا د مستشرقینو لپاره بې حده برابره او د هغوی د نیتونوبشپړه ښکارندويي کوي. د باب استفعال یوه بنسټيزه ځانګړتيا دا ده؛ که چېرته په دې کې درېم ګړی راوړل شي، نو په دې کې د تکلف مفهوم پیدا کیږي، یعنې کوم کار یا امر په تکلف سره سر ته رسول چې په شالید کې یې څه منفي موخې هم موجودې وي. په عامه توګه د استشراق هغه معنی چې د علم په خاوندانو کې مشهوره ده، هغه همدا ده چې، غربي مفکرین یې د شرقي علومو په اړه مطالعې، تحقیق او بحث کولو ته وايې. په نوو لغتونو کې هم ددې مفهوم همدا رنګه ده. د ورډ وېب انګریزي ډکشنرۍ په عبارت :
The scholarly knowledge of Asian and languages and (4)people
ژباړه: د اسیايي ثقافتونو او د هغوی د ژبو عالمانه مطالعې ته استشراق وايي.

د عربي ژبې لغت المنجد په عبارت: "العالم باللغات والآداب والعلوم الشرقية والاسم الاستشراق"(5 ).
ژباړه: يعنې د ختيځ د ژبو، ادابو او د علومو عالم ته مستشرق وايي او دې علم ته "استشراق" ویل کیږي.

له دې ټولو تعریفونو څخه جوتیږي، چې د ختیځ د علومو، ثقافت او د ادب مطالعې ته استشراق ویل کیږي، خو که دغه مفهوم ومنل شي، نو بیا یو څو پوښتنې راولاړیږي؛ موږ پوهیږو چې په ختيځ کې په اسلام سربېره دوه نور غټ دینونه هم شته، چې یهودیت او عیسایت دی. ددې دواړو ادیانو انبیاء او د اولنیو پیروکارانو تړاو له ختیځ سره و. تورات او انجیل کې بیان شوي د ټولو حالاتو، پېښو او د مقاماتو تړاو له ختیڅ سره دی، خو له دې سره سره د بایبل یا عیسایت او یا د یهودیت عالمانه مطالعې ته څوګ د استشراق نوم نه ورکوي! ددې بنسټيز لامل دا دی، چې د استشراقي خوځښت موخې سراسر منفي دي، مستشرقین د خپلو موخو د پټولو هڅه کوي، د هغوی بنسټيزه موخه د اسلام او د اسلامي تعلیماتو یواځې څېړنیزه مطالعه نه ده، بلکې دغه تعلیمات له شکونو څخه ډکول، مسلمانان بې لارې کول او نا مسلمانو ته د اسلام منفي مخ ښودل دي، چې هغوی له اسلامه منع کړي. د استشراق د کلیمې کوم پخوانی تاریخ نه شته، دغه یوه نوې کلیمه ده، چې په مخکېنیو لغاتو کې نه شته.

د (Arthur John Arberry) ای جی آربري له انده د استشراق لفظ (Orientalist) په لومړي ځل ۱۶۳۸ء کال کې د یو پادري لپاره وکارول شو(6 ).
د (Maxime rodinson) میکسم روډنسن له انده د استشراق لفظ په لومړي ځل انګریزي ژبې ته په ۱۸۳۸ء کال کې داخل شو او په فرانسوي کلاسیکي لغاتو کې يې په ۱۷۹۹ء کال کې ځای ونیو.( 7)

د استشراقي خوځښت شالید:
که څه هم د استشراق کلیمه نوې ده، خو ددې تحریک پيل له ډېر پخوا څخه شوی. دا به هم نامناسبه نه وي چې ووایو؛ له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د غرب د دښمنۍ ابتداء هم د لومړې وحې (غار حرا) څخه شوې. له غرب څخه زموږ مراد یهود او نصاری دي، چې د بني اسماعیلو له مشرکینو نه وروسته د اسلام دوهم مخاطبین ول. د یهودو او نصاری په کتابونو کې د اخري پیغمبر اړوند ذکر په ډېر ښکاره او روښانه ټکو کې شته. په زوړ عهد کې راغلي :
"زه به ددې لپاره د دوی له ورونو څخه ستا په شان یو نبي راولېږم او زه به خپل کلام په هغه نازل کړم او هغه به هغوی (پیروانو) ته هر څه ووایي، چې زه ورته امر کوم. که څوک زما له کلام نه مخ واړوي، نو زه به ورسره حساب وکړم.( 8)
عیسايي عالمان ددې ایت مصداق حضرت عیسې علیه السلام ګڼي، خو حضرت عیسی علیه السلام په هیڅ ډول هم د حضرت موسې علیه السلام په ډول نه و، حضرت عیسې علیه السلام د خپل پيدایښت، ژوند او د وفات له لحاظه د حضرت موسی علیه السلام څخه په بشپړه توګه مختلف و. یواځې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د پیدایښت، واده، اولاد، وفات او د شریعت له لحاظه ورسره مشابه (همرنګه) و. قرآن کریم کې خدای پاک وايي:
{وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِنْ بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَذَا سِحْرٌ مُبِينٌ}الصف ۶.
ژباړه : او کله چې د مریم ځوی عیسې وویل چې ای بنی اسرائيلو زه ستاسو د ټولو لپاره د الله رسول یم، د مخکیني تورات تصدیق کوونکی یم او ځان نه وروسته د راروان پیغمبر زېری درکوم، چې نوم يې احمد دی، خو کله چې هغه ورته واضح دلائل راوړل، نو هغوی ورڅخه منکر شول.
په همدی توګه په انجیل کې حضرت عیسی علیه السلام ته منسوب دغه ډول الفاظ دي:
او زه به له پلار څخه غوښتنه وکړم، چې هغه ستاسو لپاره یو مددګار راولیږي، چې هغه له تاسو سره د همېش لپاره وي. ( استثنا ۸۱:۱۹۔۸۱). همدا ډول د یوحنا انجیل په بل باب کې داسی لیکل شوي : چې کله هغه مددګار یعنې ریښتیونی روح راشي، چې زه به يې د پلار له طرفه رالیږم، نو هغه به زما په باره کې شاهدي ورکوي(9 ). د یوناني انجیل په نسخو کې د مددګار کلیمې لپاره د(Paraeletos) لفظ استعمال شوی دی، خو په انګلیسي کلیمو کې(paracletos Comfortor) ترجمه شوی، د دې سمه ژباړه (a kind friend) یا رحمة العالمین کېدای شي، خو که موږ یې د قرآن په رڼا کې وګورو، نو په ار کې دغه لفظ(paracletos) د (periclytos) دی چې په عربۍ کې یې ترجمه احمد یا محمد کیږي او په انګلیسي ژبه کې(the praised one) ده.
يهودو له پيل څخه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره حسد درلود، هغوی د خپلو کتابونو او د خپلو انبیاو د لارښوونو له امله د یو راراون پیغمبر په انتظار وو. دوې ته د نبي راتګ او د مقام ځای تردې بريده معلوم و، چې دوی مدینه خپل مرکز وګرځاوه او اکثرو به يې عربو ته دا هم ویل، چې زموږ پیغمبر راروان دی او موږ به له هغه سره په ټولو عربو کامیابي حاصله کړو. قرآن کریم دغه خبره داسې کوي :
{وَكَانُوا مِنْ قَبْلُ يَسْتَفْتِحُونَ عَلَى الَّذِينَ كَفَرُوا فَلَمَّا جَاءَهُمْ مَا عَرَفُوا كَفَرُوا بِهِ}البقرة، ۸۹.
ژباړه :او له اوله همېشه دوی په کافرانو باندې د فتح دعاګانې غوښتلې، هغه شی چې دوی ښه پېژانده، کله چې دوی ته راغی، نو دوی ورڅخه انکار وکړ.

الله رب العزت قرآن کې ویلي چې یهود او نصارا په خپلو کتابونو کې د بیان شوو نښو په دولت حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په یقیني ډول د نبي په توګه پېژنې، الله تعالی فرمايي :
{الَّذِينَ آَتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءَهُمْ وَإِنَّ فَرِيقًا مِنْهُمْ لَيَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ}البقرة ۱۴۶
ژباړه: کومو خلکو ته چې موږ کتاب ورکړی هغوی (محمد) هغسې پېژني، کوم ډول چې خپل ځامن پېژني، خو دوی کې یوه ډله ریښتونې خبره باندې په خبرېدلو باندې هم ځان ناګاره کوي.

بني اسرائیلو به خپل ځانونه د الله محبوب قوم باله او په همدې خوشالۍ کې مبتلاء ول، چې سره له ټولې ګمراهۍ به دوی جنت ته ځي، خو د دوی د دغې ټولې خوش فهمۍ برخلاف الله تعالی اخري نبي په بني اسماعیل کې مبعوث کړ، نو بیا یهودو جبرائیل علیه السلام د خپلو ځانونو دښمن وګاڼه، دوی بيا د دې حسد او کینې له امله له حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څخه انکار وکړ، قرآن شریف د دوی دغه حرکت په داسې توګه بیانوي:

{قُلْ مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِجِبْرِيلَ فَإِنَّهُ نَزَّلَهُ عَلَى قَلْبِكَ بِإِذْنِ اللَّهِ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَهُدًى وَبُشْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ} البقرة ۹۷
ژباړه: ووایه چې څوګ د جبرائیل دښمن دی، هغه دا کتاب د الله په حکم سره ستا په زړه نازل کړ، چې د پخوانیو کتابونو تصدیق کوي او د ایمان راوړونکو لپاره هدایت او بشارت ده.
دغه حسد یهود اوعیسایان دواړه د مسلمانانو دښمنان کړل، هغوی له خپلو کتابونو څخه د راروان نبي په هکله وړاندوینې لرې کړې، خو د دې تحریف (لاسوهنې) سره سره خدای رب الکریم د هغوی په کتابونو کې نورې ډېرې نښې پرېښودې. قرآن شریف کې ددې تحریف(لاسوهنه) په اړه پاک او ریښتونې معلومات موجود دي. د دغه شاليد په دولت غربي مفکرینو، بالعموم د اسلام خلاف منفي فکري کردار لوباوه، د اسلام ټول تعمیري کارونه به یې نظر انداز کول او هر هغه شي ته به یې مخه او زور ورکاوه، چې د غلط فهمۍ او د شک فرصت به يې مونده. موږ چې کله د استشراق او د مستشرقینو په باره کې څېړنه کوو، نو د استشراق په کلیمې کې چې کوم د تکلف مفهوم دی، ددې وضاحت په ډېره اسانه کیږي، د دې تعریف موږ داسې کولای شو چې : غربي علماء او مفکرین چې د اسلامي علومو او فنونو مطالعه کوي او په جريان کې يې خپلې ټولې هلې ځلې د منفي موخو لپاره په کار راوړي، دې ته استشراق وايي.
د ډاکټر احمد عبدالحمید غراب په اند د استشراق تعریف په دې ډول دی :
" الاستشراق: هو الدراسات الاکادیمية، یقوم بها غربیون کافرون من اھل الکتاب بوجه خاص، عن الاسلام والمسلمین، من شتی الجوانب : عقیدۃ وشریعة، وثقافة، وحضارۃ، وتاریخا، و نظما، و ثروات و إمکانات۔۔۔۔ھدفها تشویه الاسلام ومحاولة تشکیک المسلمین فیه، و تضلیلھم عنه، و فرض التبعیة للغرب علیھم، و محاولة تبریر ھذہ التبعیة بدراسات و نظریات تدعی العلمیة والموضوعیة، تزعم التفوق العنصري والثقافي للغرب المسیحي علی الشرق الاسلامي"( 10).
استشراق: د اهل کتاب کفارو له طرفه، د اسلام او د مسلمانانو په اړه، د مختلفو موضوعاتو لکه: عقائد، شریعت، ثقافت، تمدن، تاریخ او د حکومتي نظام په توګه د تحقیق او مطالعاتو نوم دی، چې موخه يې په اسلامي ختیځ باندې خپلو نسلي او ثقافتي ځانګړتياو ته لوړوالی ورکولو، مسلمانان د غربيانو د تسلط لاندې راوستلو او د اسلام په هکله د شکونو او شبهاتو راولاړولو، د خلکو بې لارې کولو او د اسلام د اصلي څېرې مسخه کولو ته وايي.

موږ دغه خبره بې له کومه ډاره کوو، چې استشراق یوازې د شرقي خلکو عاداتو، دودونو، ژبو او د علومو د مطالعې نوم نه دی، که داسې وای، نو یهودیت او عیسایت او نورو ډېرو مطالعاتو ته به هم د استشراق نوم ورکړل شوی و، دا خو د اسلام او اسلامي تعلیماتو ضد یو بشپړه خوځښت دی، چې پیل يې د اسلام له لومړۍ ورځې څخه شوی و. د غرب اوسېدونکو ته د شرق زړه راښکونکي انڅور تل غربي سیاح وړاندې کړی او خپلې تجارتي او سیاحتي کیسې به يې د ختیځ په هکله هغوی ته کولې، د مشرقي علومو ستره ذریعه هم دا سیاحان ول، ايټالوي سیاح "مارکوپولو" او "لوډو ویکو ډی وارتهیما" په اړه چا هم د استشراق دعوه ونه کړه.

د استشراقي خوځښت پيل :
دغه خبره موږ په وروستیو پاڼو کې هم کړې ده، چې د دې تحریک پیل له اسلام سره وشو. عیسایانو او یهودانو د اسلام او مسلمانانو د ختمولو لپاره هره حربه استعمال کړه، خو هغوي ناکام شول. نبي صلی الله علیه وسلم سره د شوو تړونونو په مخالفت یهود له مدینې څخه وشړل شول او د هغوی د نسلي او علمي برترۍ نشه ماته شوه. د حضرت عمر رضی الله عنه تر وخته پورې دوی(یهودو) ته خو نه کومه کامیابي ورپه نصیب شوه او نه يې د اسلام د شانداره او روښانه نظریې په مقابل کې کومې بلې نظریې یا فکر خپل وجود وساتلی شو. ان د عیسایانو او یهودو مذهبي او روحاني مرکز بیت المقدس، هم د مسلمانانو تر ولکې لاندې راغی. د اسلام له ظهور څخه سل کاله مخکې اسلام خپل ځان د نړۍ د یو روښان فکره، علم دوست، د شخصي ازادیو ضامن، عادل او منصف، روادار او د انسانیتخوښه دين په څېر په خلکو ځان منلی و. دغه کامیابي یهودو او عیسایانو هیڅ ونه شوه زغملی، د اسلام او مسلمانانو خلاف د یهودو او عیسایانو د دسيسو پيل د محمد صلی الله علیه وسلم د ژوند په وخت کې شوی و، خو عملا د دې دسيسو څه تاوان ونه رسېد. په مدینه کې عیسايي راهب ابو عامر منافقینو سره، د مسلمانان د تقسیمولو په هڅه کې یو نوی مسجد (ضرار) جوړ کړ او له دې سره يې له رومي امپراطورې څخه د مسلمانانو خلاف د مرستې غوښتنه وکړه، خو دې ټولو هڅو څه کامیابي ورنه کړه. همداسې د موته او تبوک په غزا کې مسلمانان کامیاب شول. د راشده خلافت په وخت کې مسلمانان د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم اکثره تربیت شوي صحابه موجود ول او په ټوله اسلامي نړۍ کې د هغوی د تدریس اثر ونفوذ خپور شوی و. مسلمانان له ذهني او علمي لحاظه د یهودو او نصاراو څخه ډېر مخکې وو. نو لهذا د دین دښمنانو ټولې هلې ځلې د جګړو تر میدانونو پورې محدود وې، خو په دې محاذ کې هم د اسلام اتلانو خپل رپندی(بيرغ) هسک نیولی و او د مسلمانانو جغرافيوي بريدونه پراخېدل او عیسایانو او یهودو نور د اسلام تر چتر لاندې پناه غوښته. د راشده خلافت په آخري وختونو کې د صحابه کرامو تعداد ورو ورو په کمېدو و او داسې خلک د اسلام دايرې ته داخلېدل چې د صحابه کرامو غوندې په ټينګ منهج نه وو روزل شوي، ځينې خو داسې وو، چې لا يې خپل پخواني عقائد هم سم نه وو پريښي. عبدالله بن سبا او د همدو په شان خلکو دغو مسلمانانو کې د غلطو عقائدو په رواجولو خپل کوښښونه پيل کړل. د مسلمانانو منځني اختلافاتو ته یې هم هوا ورکړه او په ساده خلکو کې یې د خلفاو په هکله غلط فهمیانې خپرې کړې او له دې سره يې غلط احادیث او د کیسو په خپرولو شروع وکړه. اولني شخص چې په لومړي ځل يې د اسلام پر خلاف په تحریري توګه د جګړې اغاز وکړ، هغه جان آف دمشق یوحنا دمشقي و، هغه د اسلام خلاف دوه کتابونه "حوار مع المسلم" او "ارشادات النصاری في جدل المسلمین" ولیکل( 11).
د بعضو خلکو رایه دا ده، چې د دغه تحریک پيل په ۱۳۱۲ کې وشو، کله چې په فینا کې د کلیسا کانفرانس راوغوښتل شو او اعلان وشو چې نور دې په اروپايي جامعاتو کې عربي، عبراني او د سریاني ژبو د تدریس لپاره د پاريس او اروپا په مېتود چوکۍ کېښوول شي.
دځينو پوهانو په اند دغه خوځښت په لسمه پېړۍ کې شروع شو، چې کله فرانسوي پاپ (جربرټ ډی اوریلیک) د تحصیل لپاره اندلس ته راغی او د هغه ځای له جامعاتو څخه له فارغېدو وروسته له ۹۹۹ء نه تر ۱۰۰۳ء پورې پاپ سلویسټر ثاني په نوم د روم د پاپ په منصب ناست و. ځينې وايي چې ددې آغاز ۱۲۶۹ء کې وشو، چې کله قشتالیې شاه الفانسو لسم په ۱۲۶۹ء کال کې په مرسیا کې د لوړو زده کړو یوه اداره جوړه کړه او مسلمانان، عیسايي او یهودي علماء یې په تالیفو او د تصانیفو لیکلو او په ژباړلو ولګول( 12).
دځينو نورو په اند ددې خوځښت بنسټګر پطرس، د فرانسې د کلوني اوسېدونکی و. هغه د اسلامي علومو د تراجمو لپاره د مختلفو علماو یوه کمېټه جوړه کړه، چې مشهور انګریز عالم (رابرټ آف کیټن) هم په کې و، د قرآن شریف لومړۍ ژباړه هم ده په لاتیني ژبه کې وکړه او مقدمه يې بیا همدې پطرس ولیکله(13 ).
د غرب اوسېدونکي په دې اهمیت پوه شوي وو، چې په مسلمانانو د غالب کېدو لپاره باید هغوي ته په علمي میدان کې ماتې ورکړي، د همدې لپاره هغوی مختلفې طریقې اختیار کړې. له یوه پلوه یې خپل خلک د مسلمانانو د علومو او فنونو په زده کولو باندې ولګول او له بل پلوه یې په مسلمانانو کې د هغوی د افکارو پرېمینځل شروع کړل. ۱۵۳۹ء کې په فرانسه کې ۱۶۳۲ء په کیمبرج کې په ۱۶۳۸ء کې په آکسفورډ کې د عربي او اسلامي علومو لپاره څوکۍ ځانګړې شوې( 14)

د مستشرقينو موخې او اهداف
۱- ديني اهداف
یهودیانو او عیسایانو چې خپل ځانونه يې د الله تر ټولو محبوب قومونه ګڼل او د راروان نبي په منتظر وو او له هغه سره یې په ټولې نړۍ د حکومت کولو خوبونه لیدل، خو چې کله الله د هغوی د نافرمانیانو او بدکاریو لامله د لوړ او فاضل منصبه راوغورځول او د نبوت او رسالت ټوله ذمه واري یې د بنو اسماعیل پر یو فرد حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندې واچوله، نو هغوی د حسد له امله خپل حواس وبایلودل او له دې سره سره چې هغوی محمد صلی الله علیه وسلم ریښتینی پېژانده، د محمد صلی الله علیه وسلم له نبوت څخه انکار وکړ. اسلام لکه څنګه چې په ډېر سرعت او تېزۍ د عربو له سیمو څخه راووت او د نړۍ په نورو برخو کې خپور شو، نو ځکه یهودو او نصاراو ته دا خطر وبرېښېد؛ که چېرته اسلام په همدارنګه رفتار خپرېده، نو یوه ورځ به د دوی دین بیخي ختم شي، نو ځکه هغوی دا فکر وکړ، چې له یوه پلوه به په اسلام کې د شکونو او شبهاتو تورې وریځې خپرې کړي او هغه به ناقص، ناکام او غیر الهامي فلسفه وښايي او له بله پلوه به عیسایان او یهودان د اسلام له قبلولو څخه وژغوري او په درسته نړۍ کې به د خپل دين رپندی(بيرغ) ورپوي. ددې کار لپاره هغوی د پاپانو روزنه وکړه او د اسلامي علومو کتب یې راجمع کړل چې په کې داسی کمزورۍ ولټوي، چې په مرسته يې اسلام او مسلمانان بدنام کړي. هغوی د نبي صلی الله علیه وسلم په ذات محترم، په ازواجو مطهراتو يې، په قرآن کریم، په احکامو، احادیثو، په صحابه کرامو، بلکې په هر څه کې د شکونو پیدا کولو کوښښ هم وکړي، د مسلمانانو اتحاد او اخوت هم ختم کړي او په دوی کې مختلف ژبني، نژادي او سمتي تعصبات پو کړي.

۲- علمي اهداف
که څه هم په مستشرقینو کې داسی کسان هم شته، چې کله نا کله له خولې سمه خبره هم وباسي، خو دا چې د دوی روزنه کې دا خبره داخله ده چې بس یواځې عیسایت ریښتونی دین دی، نو ځکه هغوی اسلامي تعلیمات تل له خپل ليدلوري ګوري. له پېړیو راهيسې د مسلمانانو پر ضد د پروپاګند له امله غربي ذهنونه په اسانۍ او مطلقا د اسلام خبره نه مني. د هغوی علماء، علمي خوځښتونه او تحقیقي ادارې د علم په نامه یوازې د اسلام پر ضد مواد جمع کوي. یهود او عیسایان چې تل د یو بل دښمنان پاتې شوي او عیسایان یهود د حضرت عیسی علیه السلام قاتلان هم ګڼي، خو د مسلمانانو په مقابل کې هغوي بیا له یو بل سره لکه ګوړه او شکر شي. دوی په هر هغه کار باندې متفق دي چې مسلمانانو او اسلام ته تاوان رسوي. مختلف انجمنونه یې جوړ کړي، چې مسلمانان له خپل دین څخه وګرځوي. مسلمانانو ښځو کې د بې پرده ګۍ او آزادۍ تعلیم(؟!) خپروي. په غریبو ممالکو کې عیسايي مدني ټولنې د ښېګڼې دکارونو په بڼه خلک عیسویت ته رابولي. په مسلمانو سياستوالو باندې خپل جارح اغېز شيندي او له دې سره سره دښوونې مېتودونه هم په خپله خوښه برابرول غواړي.

۳- اقتصادي اهداف
که څه هم د استشراق د خوځښت پيل د اسلام له خپرېدلو څخه وشو، دا د دې لپاره پیل شو، چې د دې صحرايي طوفان مخه ونیسي، خو وروسته د دې په موخو کې اضافه وکړی شوه. غرب د اسلامي نړۍ د تخنیکي مهارت د حاصلولو لپاره او دخپلو اقتصادي ګټو او تجارتي معاملاتو د لا ښه کولو لپاره د عربي ژبې، د اسلامي ثقافت او تهذیب مطالعه وکړه، په مسلمانه نړۍ کې یې خپل اثر ونفوذ خپور کړ او سيمييز کورني حالات یې داسې جوړ کړل چې ټول نه، بلکې تر یو څه بريده لږ وسائل د غرب لاسونو ته ورسوي. غرب په شرقي هېوادنو کې خپل نفوذ خپور کړ او ستعمار يې کړل. ددې لپاره هغوی خپل شوم او غیر اخلاقي وسايل استعمال کړل. غربي لیکوال (سډنی لو) د خپلو غربي قومونو په اړه داسې وایي :
غربي عیسايي حکومتونو چې د کلونو راهیسې له شرقي علومو سره کوم ډول سلوک کړی، دا نو د هغه غلو ډلو سره څومره مشابهت لري، چې پر امنه او په پر سکونه ابادیو ته داخلیږي، ددې ابادېو کمزوري خلک وژني او ټول مال، اسباب يې لوټي یا یې له ځان سره تښتوي، دا څه وجه ده چې دغه حکومتونه ددوی حقوقونه د پښو لاندې کوي ؟ ددې ظلم څه لامل دی، چې ددې کمزورو خلاف یې روا بللی دی؟ د سپيو په څېر لالچ څه روا دی چې د قومونو شته لوټي؟ دغه عیسايي قوتونه خپله ددې عمل تايید هم کوي، چې زور او قوت ورته دا حق ورکړی، چې د کمزورو حقوق پایمال کړي( 15)

۴- سياسي او استعماري اهداف
په اتفاق سره؛ چې کله د یهودو او نصاراو د دسيسو او د مسلمانانو د خپلو داخلي کمزوریو له کبله مسلمانان د زوال ښکار شول، نو په همدغه وخت په غرب کې علمي او ساينسي پرمختګ پيل شو. څه د اسلام دښمنه مفکرینو او مصنفینو له کبله او څه د صلیبي جنګونو د اثراتو له امله ددوی ټوله خواري د اسلامي نړۍ د څېرې د مسخ کولو لپاره، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم او د هغه د ملګرو اصحابو د مرتبې کمولو، په قرآن او حدیثو کې د شک او شبهاتو راوستلو پورې وڅرښېده. د مثال په توګه "فلپ کی هټی" د خپل همدينو په رویه څه داسې تبصره کوي :
"د منځنیو پېړیو عیسایانو محمد غلط وپېژنده او هغه یې یو حقیر کردار خیال کړ، د دوی د دغه رویې زیاتره اسباب نظریاتي نه؛ بلکې ډېر اقتصادي او سیاسي هم وو، د نهمې پېړۍ یو پېښليکوال چې د یو درواغجن او مکار نبي په حیث کوم تصویر کښلی و، وروسته یې بیا د جنس پرستۍ، لوفرۍ او قزاقۍ له تېزو رنګونو نه ډک کړ، د پاپانو په حلقو کې یې محمد صلی الله علیه وسلم په مسیح دښمنه حیث مشهور کړ( 16).
له اسلام سره د دښمنۍ او د مسلمانانو له نشاة ثانیه(بیا پرمختګ) څخه د وېرې له کبله یهود او نصارا په یو داسې خبط کې ولوېدل چې پرته د اسلام له ختمیدلو نه ختمیده. هغوی له یو پلوه مسلمانان د دیني او اخلاقي لحاظه د خرابولو کوښښ وکړ او له بله پلوه یې یوه داسې پلان ګذاري جوړه کړه، چې مسلمانان بیا هیڅ هم په خپلو پښو ونه دریږي. د خپلو پخوانیو تجربو په دولت هغوی ته دا جوته شوه، چې مسلمانان د جنګ او قتال په ذریعه د ختمېدو نه دي، نو ځکه هغوی له جنګي اقدامو سره سره نورې متبادلې لارې ولټولې، چې مسلمانان کمزوري کړي او د هغوی په وسايلو د قبضه کولو لپاره یې یو پلان جوړ کړ. د یوې اوږدې او غټې پلان ګذارۍ پر مټ دوی مسلمانان کمزوري کړل او له دې سره یې سیمه ایز، نژادي او مذهبي تعصباتو ته هم د هوا ورکولو کوښښ وکړ، په اوله مرحله کې یې د مسلمانانو مذهبي او سیاسي اتحاد له پاره پاره کولو نه وروسته خپل اثر او نفوذ په وړو وړو هېوادونو کې زیات کړل. دغسې له یوه پلوه مسلمانان له هر لحاظه کمزوري شول او له بله پلوه د هغوی په وسايلو باندې د غرب قبضه راغله. جرمني مفکر(پاول شمټ) په خپل کتاب کې د مسلمانانو د شان او شوکت د درېو شیانو سبب وباله او په دې درېوو شيانو واک او ددوی لرې والی د دوی شان ماتولای شي :
۱- اسلام، عقاید يې، اخلاقي نظام او له مختلفو رنګونو، نژادونو او ثقافتونو ترمنځ د اخوت او ورورولۍ صلاحیت!
۲- د اسلامي هېوادونو طبيعي وسايل.
۳ - د مسلمانانو مسلسل عددي قوت.
د مسلمانانو د قوت له ذکر کولو وروسته هغه لیکي : که دغه درې قوتونه یوځای شول، مسلمانان د عقیدې په دولت له یوه بل سره ورونه شول او خپل طبعي وسايل یې په سمه توګه استعمال کړل، نو بیا به اسلام د یو داسې قوت په توګه راشي، چې اروپا به تباه کړي او د درستې نړۍ واک به د مسلمانانو لاسونو ته ورشي( 17)

د مستشرقينو ډولونه :
مستشرقین په پېړیو د اسلام په هکله او د اسلام د تعلیماتو په اړه په څېړنو کې مصروف دي، د دوی تعداد په درجنونو دی. د دوې اړه نه له کوم هېواد او نه له کومې سیمې سره ده، بلکې دا د نړۍ په مختلفو برخو کې پراته او په خپلو مبارزو کې مصروف دي. که څه هم دوی په خپلو کې اړیکې نه لري، خو د دوی بنسټيزه موخه یوه ده. د مسلمانانو پر ضد شکونه پیدا کول او د غلطيو اوازې ګډول دي. پنځه واړه ګوتې هم سره برابرې نه دي، دغسې مستشرقین هم په یوه درجه کې نه شو ایښودی، په دوی کې ځينې ډېر زیات متعصب دي، چې مقصد يې د اسلام بدنامول دي او ځينې منصفين هم لري، نو ځکه موږ دوی په دې لاندې مختلفو درجو کې وېشو :

۱- علماء او محققين :
د نړۍ په ټولو ځایونو کې داسې ډېر محققین او علماءشته، چې د علم او تحقیق پتنګان دي. د هغوی بنسټيزه موخه څېړنه او پلټنه وي. علم یوه داسې رڼا ده چې د انسان په زړه او نظر کې پراخوالی راولي او انسان له حقایقو څخه خبر ساتي او په هغه کې دننه یو تحول راولي؛ ځکه خو په نړۍ کې داسې ډېر کسان اوسیږي، چې تل د علم او څېړنې حوصله افزايي کوي. دغه ډول خلک په شرق او غرب کې هم پیداکیږي او همدا ډول په شمال او جنوب کې هم، له دغه ډول څخه نړۍ خالي نه ده. دوی خپل علم او تحقیق بې له کومه ډاره په همغه ډول بیانوي، چې په کوم ډول یې څېړنه کړې وي. دوی ددې خبرې هيڅ پروا نه لري، چې ددوی د تحقیق او څېړنې له امله به یو چاته فايده یا نقصان ورسیږي، دوی یواځې ریښتیا وايي. دغه ډول خلکو له اسلامي شرق څخه د علم او آدب ذخیره په ژباړلو غرب ته ورسوله، چې د تحقیق او د افادې پر مټ اوس په نړۍ باندې خپل حکومت کوي. هغوی د شرق د هر ځای علم چاڼ چاڼ کړ او چې چېرې به یې څه وموندل، هغه به یې لاس ته راوړل، د شپې او ورځې له زیاره وروسته يې دغه زیار د علم پتنګانو ته وسپاره. د اسلامي نړۍ ستره علمي خزانه، چې زموږ ورته اړتیا وه، هغه هم دوی پيدا او خلکو ته يې وښوده، خو موږ په دې خبره هم په حیرت کې ولیږو، چې د دغو مستشرقینو رویه په هغو مسایلو کې په بالعموم بې پرې وي، چې له عقايدو څخه لرې وي، خو چې کله هم خبره عقايدو ته راشي، نو دغه متعصب محقیقین بیا له حقیقته لرې ولاړ شي. لهذا موږ ته هم په کار دي، چې د دوې په تصانیفو په پټو سترګو یقین ونه کړو. تحقیق او پلټنه په اصل کې د مسلمانانو میراث ده، ځکهالله جل جلاله مسلمانانو ته یو ځانګړي اصول په قرآن کې ویلي، چې پرته له تحقیقه هیڅ خبره هم مه منئ، الله سبحانه وتعالی فرمايي : }یَٰایُّھَا الَّذِیْنَ اٰمَنُواْاِنْ جَائَکُمْ فَاسِق بِنَبَاٍ فَتَبَیَّنُوْا اَنْ تُصِبُوْا قَوْماً بِجَھَالَة فَتُصْبِحُوْا عَلیٰ مَا فَعَلْتُمْ نٰدِمِیْنَ}الحجرات ۶. ای ایمان لرونکو! که تاسو ته کوم فاسق خبر راوړي، نو تاسو يې په ښه توګه تحقیق وکړئ، داسې ونه شي، چې تاسو په نادانۍ کې کوم قوم ته نقصان ورکړئ او بیا په دې خپل عمل باندې نادم شئ....

۲- اسلام دښمنه متعصب مستشرقين :
د مستشرقینو دغه طبقه په یهودو او عیسایانو مشتمله ده، چې بنسټيزه موخه يې همدا ده چې اسلام او مسلمانانو ته نقصان ورسوي، په دې کې ځينې د غرب د ادبياتو له امله د اسلام پر ضد خپلې ملاوې تړلي او ځينې نور یهودو او نصاری په خصوصي توګه د مسلمانانو مقابلې ته تیاروي. دغه خلک خپل ژوند د مسلمانانو پر ضد او د خپل افکارو او عقایدو د خپرولو لپاره تېروي. دغه خلکو چې له شرق څخه هم کومه فایده اخستې، نو هغوی د علمي دیانت بالعکس د دې ماخذ پټ ساتلی او کوښښ یې کړی، چې له غرب سره یې تړاو پيدا کړي. همدغه ډول د اسلام پر ضد یې داسې خبرې خپرې کړي، چې یو عام وګړی هم کولای شي، چې د دې مستشرقینو بې ديني(خيانت) ښکاره کړي. دوی چې د خپلو لیکنو په مرسته اسلام تر دې بريده بدنام کړی، چې د ډېر هجوم لاندې يې خپلو خلکو پ پټو سترګو قبول کړ. غربیانو چې څه هم له مسلمانانو څخه واخستل هغه يې خپلو ځانونو ته منسوب کړل. د مسلمان سانیسپوهانو نومونه يې په غرب ډوله نومونو بدل کړل، نن په غرب کې چاته هم نه ده معلومه چې غرب تر ننه پورې له کومو تحقیقاتو څخه کار اخيسته؟؟؟ هغه خو یا خپله مسلمانان ول یا له مسلمانانو څخه ماخوذ . کرسټوفر کولمبس په ۱۴۹۲ء کې امریکا کشف کړه، چې په کې خلک د هغه وخت له تمدن، علم او فن څخه لاعلمه وو او په اتفاق سره په همدې کال د هسپانيې اسلامي سلطنت د خپل اوج انتها ولیده او بلاخره صلیبي پوځونو ته په ګونډو شو، کله چې په ۲ جنوري ۱۴۹۲ کې سلطان ابو عبدالله محمد دولسم د غرناطې قبضه شاه فرډینینډ او ملکه ازابیلا ته په لاس ورکړه (۱۲ اکتوبر ۱۴۹۲ء امریکا کې د کولمبس داخلي او هسپانیه کې هم د کولمبس ورځ لمانځل کیږي) د مسلمانانو په سلګونو کلونو عروج او ورسره د میسحيانو او یهودانو د تعصب او دښمنۍ دغه نتیجه راووتله، چې څه يې هم له مسلمانانو څخه واخستل، پرته له دې چې د مسلمانانو ذکر وکړي، په خپلو ټولنو کې یې خپور کړ، د مسلمانانو پنځونې او اختراعات یې غرب ته منسوب کړل، ډاکټر غلام جیلاني برق لیکي : "دا یو حقیقت دی، چې مسلمانانو بارود، قطب نما، الکحل، عینکې او د نورو لسګونو شيانو موجدین وو، خو د رابرت بریفالت په قول غربي اروپایانو به چې کله د مسلمانانو د پنځ او انکشاف لومړنی ذکر کاوه، نو نسبت به يې ځانته کاوه!! د مثال په توګه د قطب نما پنځ يې یو فرضي شخص (فلویګوچه) ته منسوب کړ، د الکوحلو موجد یې( ولی ناف کی ارنلد) او د بارودو یې (بیکن) وګاڼه. دا هغه خوفناک او درواغجن بیانونه دي، چې غربي تهذیب ویلي. یواځې د ا نه؛ بلکې هغوی د اسلام تر ټولو مشهور کیمیاپوه(جابر بن حیان) کتاب د لاتينۍ ژباړن (جبير) ته منسوب کړ( 18).

۳- مادي مفاد پرسته محقيقين :
د مستشرقینو داسې ډول هم شته، چې کوم علمي یا قومي موخه يې نه وي، بلکې د خپلې مادي ګټې، شخصي شهرت، مال او دولت لپاره دې میدان کې قدم ږدي.. څرنګه چې غربیان د مسلمانانو پر ضد په هر رنګه تحقیق- که هیڅ معیاري اصول نه لري، بی بنسټه وي، له علمي او عقلي لحاظهډېر کمزوری وي- ډېر ژر قبلوي، همدا وجه ده چې دغه ډول مستشرقین تل په همدې تکل کې وي، چې له غرب څخه خپلې ترلاسه کړي. د دغه ډول خلکو له جملی څخه یو سلمان رشدي او تسلیمه نسرین هم شامل دي. همداسې یوه واقعه یو څو ورځې د مخه پاکستان کې هم وشوه، د هالینډ د مطبوعاتو یو څو افراد په بلوچستان کې پر طالبانو د یو درواغجن فلم په جوړولو بوخت وو، چې ګېر شول، د دغه ډول خلکو تحقیقات همېشه درواغ وي!

۴- ملحد مستشرقين :
اروپايي ټولنه کې چې کله علم او معرفت په خپلو پښو ودرېد او هر ځای د ساینس او تحقیق کار شروع شو، نو خلکو هر شی د دليل په توګه قبلاوه. دا چې یهودیت او عیسویت د تحریف ښکار شوی و، نو ځکه د عقل او د دلائلو په معیارونو ونه رسېدل. موږ بې له ډاره دا ویلی شو، چې انساني کوښښ که څومره هم په محنت او احتیاط سره وشي، بیا هم له غلطيو پاک نه شي پاتې کېدای، یواځې د الله جل جلاله د احکامو په باره کې موږ دا دعوه کولای شو، چې دا له هر ډوله غلطۍ څخه پاک دی.
کله چې د کلیسا او د اهل علم و تحقیق په منځ کې جګړه پیل شوه او کلیسا به د هر هغه شخص خلاف کېدله، چې نوي نظریات يې راوړل، چې نوي تالیفات به يې کول، نو دغه خلک به یا د "اینکویزیشن" ښکار شول یا به جېل ته ورټېل وهل شول یا به يې ورته ډېره سخته سزا ورکوله، نو دغه خلکو له دې سزا څخه د ځان ژغورلو په خاطر اسلام باندې خپلې ناوړې حملې پیل کړې، چې له دې کبله هغوی نه یواځې د کلیسا له ظلم و ستمه خلاص شول، بلکې هغوی خپل کار هم په دې چوپړ کې کاوه.

د علمي معيار له رويه د مستشرقينو اقسام :
په عامه توګه په ټولنه کې چې کوم ډول رجحان پیدا شي، خلک همغه پلو ته منډې وهي. په کومو ورځو چې اروپا کې د استشراق خوځښت پيل وشو، نو د هر چا به چې څلور ټکي یاد ول، خپل ځانونه به یې څرګندول او د خپل اهمیت د ښودلو لپاره به هغوی د علمي تحقیق پلو ته قدم راواخيست. همدا ډول بلا ډېر مستشرقین هم پيدا شول، چې شالید يې نه یواځې له نشت سره برابر و او نه هغو له علمي اخلاقیاتو څخه خبر وو. دغه ډول خلکو په اسلام او مسلمانانو باندې ډېر بې بنسټه او له اخلاقي معياره لویدلي الزامات ولګول. مولانا شبلي نعماني دغه ډول مستشرقین په درې اقسامو تقسیم کړي :

۱- له عربي ژبې، ادب او تاريخ څخه ناخبره مستشرقين :
چې معلومات يې هیڅ هم نه دي، بلکې دوی له ژباړو څخه مرسته اخستله
۲ - دغه مستشرقین له عربي ژبې او تاریخ څخه واقف ول، خو له ديني ادب او فنونو څخه هیڅ هم خبر نه وو، مثلاً د اسماء الرجال، د روایت اصول، له پخواني ادب او روایاتو څخه هیڅ هم خبر نه وو.
۳- هغه مستشرقین چې يې د اسلامي علومو او ديني ادب مطالعه کړې وه، خو خپل مذهبي تعصبات یې له خپلو زړو څخه ونه شو باسلی، هغوی د اسلامي علومو په باره کې تل له تعصب او تنګنظرۍ څخه کار اخيسته.


وروستۍ برخه بیا....


ماخذونه

1 - لسان العرب، إبن المنظور الأفريقي، دار صادر بيروت، ج 10، ص 1174.
2- الإستشراق، مازن بن صلاح مطبقاني.
3- شرق شناسی، ايډورډ سويډ، مقتدره قومي زبان اسلام اباد، ص ۱۴.
4- word web(software dictionary) word orientalism
5- المنجد.
6- الإستشراق، ډاکټر مازن بن صلاح مطبقاني، ص ۲، انټرنېټي مقاله.
7- تېر ماخذ.
8- انجيل استثنا، ۱۹ : ۸۱- ۸۱.
9- انجيل يوحنا، ۱۶ : ۹۱۴.
10- ضياء النبي د (الأضواء على الإستشراق والمستشرقين) په حواله، ج ۶، ص ۱۲۶، ضياءالقرآن پبلکيشنز لاهور چاپ.
11- الإستشراق، مازن بن صلاح مطبقاني، ص ۴.
12 - تېر ماخذ، ص۵
13- ضیاء النبي، پير محمد کرم شاه، ضیاء القران خپروونکي لاهور، ج ۶، ص ۱۲۶ 14- تېر ماخذ، ۱۵۶ مخ.
15- تېر ماخذ، ۲۸۰ مخ.
16- تېر ماخذ، ۳۲۹ مخ.
17- تېر ماخذ، ۲۵۲ مخ.
18- يورپ پر اسلام کی احسانات، غلام جيلاني برق، ۲۸ مخ، شيخ غلام علي اينډ سنز لاهور.


ahmad bilal
11.06.2012

آخري برخه.

د مستشرقینو خصوصي اهداف:

مستشرقینو د خپلو موخو او د خپلو اذهانو مطابق په اسلام باندې د مختلفو خواوو څخه ګذارونه وکړل. د دغو مستشرقینو له جملې څخه که په لږو کې څه لږ شانتې اخلاقي اقدار هم موجود وه، هغوي به د اسلام د بعضو تعلیماتو څه لږ ډیر تعریف کوه خو بیا به هم د هغوي د اسلام سره تعصب او دښمني هغوي تل د دغه حق (اسلام) قبلولو څخه منع کول.
په دوي کې داسی سلیم الفطرته مستشرقین هم ول چا به چې اسلامي تعلیمات فطرت ته نیزدې باله او قرآن پاک به يې هم یو آسماني تعلیم او هدایت ګڼه او د لوي لایزال،الله، په وړاندی به یې هم خپل تندي په خاورو کې سپیره کول. د دغو مستشرقینو له جملې څخه د مثال په توګه : ډبلیو ایچ کویلیم (شیخ عبدالله ابوبکر سراج)، مارټن لنګز، رسل ویب، علاء الدین شلبیو ناصر الدین الفونس اتبین، لارډ هیډلی الفاروق(رحمت الله الفاروق)، ډاکټر عمر رالف ایرنفلس، علامه محمد اسد، مریم جمیله، خالد شیلډرک وغیره دي.

لومړې ذکر شوي مستشرقینو به د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په ذات، د وحي په نزول ، د محمد صلی الله علیه وسلم په کورنۍ، په اهل بیتو، په اصحابو، نه یوازې په قران شریف بلکه په احکامو یې، په احادیثو، او د ازواجو په تعداد باندې په مختلف ډول اعتراضونه او نیوکۍ کړې دي. غلامي او جهاد هم د دوې د هدف څخه ندي خلاص شوي.

په دغه اخرنې برخه کې به مونږ د دغه پورتني ډول ناوړه اعتراضونو جائزه واخلو.

۱- د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ذات په هکله د مستشرقینو د اعتراضاتو په ځواب کي:

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د اسلام د مبارک دین یوازینې ماخذ دی او موږ ته اسلام هم د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په واسطه د قرآن او حدیث په بڼه کې رارسیدلي دی. نو ځکه مستشرقین تر ټولو زیات د محمد صلی الله علیه وسلم په ذات باندی خپل ناوړه اعتراضونه کوي ترڅو د اسلام د دین په اصلي بنسټونو کې ابهام پیدا کړي. په عامه توګه خلک د مذاهبو د مخکښانو او راوړونکو څخه متاثر کېږي او بیا د هغوي اتباع کوي نو ځکه مستشرقین هم د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پر ذات، په مستقیمه توګه حملې کوي . د مستشرقینو د اعتراضونو د یادولو نه مخکښې باید موږ د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د سیرت مختصره جائزه وړاندې کړو ترسو موږ ته دا جوته شي چې مستشرفین څومره د محمد صلی الله علیه وسم د ذات په هکله ریښتونې دي او څومره یې د انصاف څخه کار اخستې دی.

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پیدایښت د میلادي کال په ۵۷۱ء کې په مکه کې وشو، محمد صلی الله علیه وسلم د خپل پيدایښت څخه نیولی تر نبوته پورې خپل ټول عمر په مکه کې تیر کړ، پرته د یو څو تجارتي سفرونو چې محمد صلی الله علیه وسلم پکې د مکې څخه بیرون ووت نور هغه مبارک د خپل ټاټوبي څخه ندی وتلې. خدای (ج) چې څرنګه مخکښې دا پریکړه کړې ؤه چې د نبوت عظیم منصب به محمد صلی الله علیه وسلم ته حواله کوي نو ځکه په ځانګړي توګه د یو څو خبرو لپاره د توجې اهتمام وشو. محمد صلی الله علیه وسلم ته عام رسمي تعلیم ورنکړای شو او د کتابي علم څخه هم ناواقف پریښودلی شو د دې یوازینې وجه دا ؤه چې کومو خلکو ته حضرت محمد صلی الله علیه وسلم لیږدول شوې ؤه ترڅو هغوي ته دا یقین ورکړي چې دا دین د هغه ایجاد کړې ندی بلکې دا یو الهامي او د خداې له پلوه رالېږدول شوی دین دی.

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم چې کوم ژوند په مکه کې تیر کړ هغه یو عام ژوند ؤ او په دې ژوند کې څه داسی خبره هم نه ؤه کومه چې غیر معمولي وي. د محمد صلی الله علیه وسم څخه کومه داسی کارنامه هم نه ؤه شوې د څه شي په بناء چې محمد صلی الله علیه وسلم په ټولنه کې کوم خصوصي د اهمیت مقام ګټلې وي، نه محمد صلی الله علیه وسلم کوم ادیب ؤ او نه کوم شاعر. خو، خدای پاک د محمد صلی الله علیه وسلم د ذات څخه یوه داسی د اخلاقو مجموعه جوړه کړې ؤه چې د پيدایښت څخه نیولې تر نبوته پورې د محمد صلی الله علیه وسلم ټول ژوند د پاکوالۍ، ريښتنولۍ، امانت دارۍ، د انسانیت په احترام او د خلکو په خدمت کي تیر شوې وه او دا د اخلاقو مجموعه یې بیا یو داسی مثال ؤ چې اعتراف یې د محمد صلی الله علیه وسلم مخالفینو هم کاوه. هم هغو دښمنانو بیا حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته د صادق او امین خطاب ورکړ، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته د نبوت منصب ورکولو نه پس هغه د یو څه وخت لپاره خپل نیزدی خپلوان د خپلې عظیمې ذمه واری او د مقصد څخه آګاه کړل او کله چې د هغوې له پلوه محمد صلی الله علیه وسلم ته تعاون او حمایت پيدا شو نو خدای پاک محمد صلی الله علیه وسلم ته حکم وکړ چې خپل خپلوان وډار کړه، قرآن شریف کې خدای پاک فرمايي:

وانذر عشیرتک الاقربین (الشعراء ۲۶:۲۱۴)
ترجمه: او خپل نیزدو خپلوان (د خپل رب په معامله کې) وویراوه

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د خدای پاک د حکم پوره کولو لپاره د صفاء په غونډی وخوت او د ټولو په وړاندې یې خپل ذات د مکې قریشو ته مخکښې کړ ترڅو خلګ په کوم ابهام کې ونه لویږي چې خدای نخواسته محمد صلی الله علیه وسلم د کومې دهوکې، بددیانتۍ، یا د کوم بل دنیاوي ګټې او مقصد لپاره دغه کار کوي.

د حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه په روایت کې د دغې واقعه تفصیل څه دارنګه ده:

عن ابن عباس رضی اللہ عنھما قال لما نزلت ’وانذر عشیرتک الاقربین‘ صعدالنبی صلی اللہ علیہ وسلم علی الصفا فجعل ینادی یا بنی فھر یابنی عدی لبطون قریش حتی اجتمعوا فجعل الرجل اذا لم یستطع ان یخرج ارسل رسولا لینظرما ھو فجاء ابو لھب و قریش فقال اَراَیْتَکُم لو اَخْبَرْتُکُمْ اَنَّ خَیْلاً بالوادی ترید ان تُغِیْرَ علیکم اکنتم مُصَدِّقِی۔قالوا نعم ما جَرَّبْنَا علیک الا صدقا قال فانی نذیر لکم بین یدی عذاب شدید فقال ابو لھب تبا لک سائر الیوم الھذا جَمَعْتَنَافنزلت: تبت یدا ابی لھب وتب ما اغنیٰ عنہ مالہ و ما کسب۔(بخاری ، کتاب التفاسیر)

ژباړه : د عبدالله ابن عباس څخه روایت دی، هغه وايي چې کله دا آیت نازل کړی شو (وانذر عشیرتک الاقربین) (ای رسوال الله علیه وسلم خپل خپلوان وډار کړه) نو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د صفا په غره وخوت او په لوړ اواز یې غږ کړ. ای بني فهر! ای بني عدي! د قریشو ټول خلګ یې راوبلل، کله چې خلګ راغلل او څوګ چې نشو راتلی هغوي خپل نمائینده ګان راولیږدول، ابو لهب او قریش هم راغلي ؤل، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
که زه تاسو ته دا ووایم چې یو ستر لښکر پر تاسو د حملې کولو لپاره چمتو دی نو آیا تاسو به پر ما یقین وکړئ؟ ټولو په یو آوار وویلی چې ضرور (هو)، ځکه تر اوسه پوری موږ ستا خبری صحیح لیدلي. حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وویلی که تاسو د خپل شرک او کفر څخه خلاص نشوی نو بیا پر تاسو یو عذاب راتلونکي دی،په دغه وخت کې ابو لهب وویل: چې هلاک شې، آیا تا موږ دلته د همدی خبری لپاره راغوښتلي ؤؤ، په دی وخت کې بیا دا سورة نازل کړای شو:

’’ تبت یدا ابی لھب وتب ما اغنیٰ عنہ مالہ و ما کسب‘‘

ښکاره خبره ده چې یو چا په یوه داسی ټولنه کې د پيدایښت څخه نیولی تر څلویښت کلنۍ پوری وخت تیر کړې وي او د هغه په کردار کې، د هغه دښمنان او مخالفین هم معمولي خامي هم نشي بیان کولی. نو عقلاً دا خبره خو د دی خبری ثبوت شوه چې محمد صلی الله علیه وسلم پخپل مکي ژوند کې هم د خپلی ژبۍ او بیان نه څوګ ندي آزار کړي.

کله چې قرآن شریف نازل کړی شو او څوګ به چې د قرآن شریف څخه واقف ول هغوي ته د دی خبری پوره یقین ؤ چې داسی کلام لوی نه لوی شاعر یا ادیب هم نشي تخلیق کولی نو محمد صلی الله علیه وسلم به څرنګه داسی کلام وویلی شي، او بلی خواته که چېری محمد صلی الله علیه وسلم د دنیاوي ګټې لپاره دا کار کړی وای نو هغه ته به د مکی کفارو د عربو پادشاهي، مال او دولت او د بعضو روایتونو مطابق د عربو ښایسته ترینې ښځې هره کومه به چې د محمد صلی الله علیه وسلم خوښه وای د واده لپاره به یې چمتو کړی وای خو د دی هر څه په بدل کې به محمد صلی الله علیه وسلم د بت پرستۍ خلاف خبری بندی کوي، خو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د مشرکینو دغه وړاندیزونه رد کړل.

ابو الولید عتبه بن ربیعه د مشرکینو له طرفه محمد صلی الله علیه وسلم ته راغۍ، او د قریشو له طرفه یې ډیر تیرایستونکې وړاندیزونه وکړل :

وراره! دا چې تا دلته کومه معامله راوړې ده، که له دې څخه ستا مطلب مال حاصلول وي نو موږ به تاته دومره مال راجمع کړو چې ته به په موږ ټولو کې مالداره شې، او که له دې څخه دې مطلب عزت او اعزاز حاصلول وي نو موږ به تا خپل سردار جوړ کړو، حتی تر دې پورې چې پرته ستا به موږ کومه معامله یا پریکړه نه کوو، او که ته بادشاه کېدل غواړې نو موږ به تا خپل بادشاه جوړ کړو، او چې دا تاته کوم پیری راځي خو د خپل ځان څخه یې شړلې نشئ، نو موږ به ستا د دې مرض لپاره علاج پيدا کړو او په دې سلسله کې به موږ دومره مال خرڅ کړو تر دې پورې چې ته صحت یاب شوې نه وی، هو کله کله داسی هم کیږي چې پر انسان کوم پیرې غالب راشي نو بیا د دې علاج کول پکار وي. (۱۹)

حضرت محمد ص داسی ټول وړاندیزونه رد کړل او د خپل مقصد په لیاره کې په اخلاصه ولاړ او بیا په اخر کې دا ټول عرب کوم چې د کوم عقلي بنیاد باندې نه ، بلکې یوازې د تعصب له وجهې د محمد ص خلاف ول ، ځکه هغوي ته دا سخته وه او زور به يې ورکاوه چې په کومه لیار د دوي پلارنیکونه خپل پلونه ایښودلي ؤ څرنګه پریږدوي؟ خو وروسته بیا هم دغه خلګ ټول د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ملګري او محافظان جوړ شول.

مستشرقین چې کله هم پر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم اعتراض کوي نو دا د هغوي د تاریخ څخه ناخبرتیا او د تعصب څخه ډک اظهار وي. هغوي ټول هغه حقائق شاته غورځوي او داسی اعتراضونه کوي چې د هغه وخت عربانو او یهودیانو به هم نه وي کړي،. نو ځکه موږ د دې اعتراضاتو په ترتیب سره جاج اخلو کوم چې مستشرقین په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم کوي.

۲- د نبوت څخه انکار:
مستشرقین د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت څخه داسی انکار کوي لکه څرنګه چې د هغه وخت یهودو او نصاری کوه، یهودو نبوت او رسالت په بنی اسماعیل کې ونشوه زغملای او پخپلو ټولو تعلیماتو او کتابونو کې یې ډیر زیات تحریفونه وکړل، هغوي د حضرت اسماعیل د ذبح کیدلو څخه انکار وکړ او ویل یې پیل کړل چې ذبحه حضرت اسحاق علیه السلام شوی ؤ. خو د نړۍ د معلوم تاریخ څخه دا ثابتیږي چې کله هم د کوم مذهب منونکي د خپلو مذهبي مقاصدو لپاره د خپلو اولادونو قرباني ورکوي او یا یې وقف کوي نو دوي تل د دی مقصد لپاره خپل مشر ځوی استعمال کوي یا ټاکي. څنګه چې واضحه ده چې اسماعیل علیه السلام د حضرت اسحاق علیه السلام څخه په عمر کې مشر ؤ نو ځکه دا خبره پخپل ځای صحیح ده چې د خدای په لیار کې د قرباني کولو اعزاز حضرت اسماعیل علیه السلام په برخه کې راغلې.
دغه روایات چې کعبه حضرت ابراهیم علیه السلام او حضرت اسماعیل علیه السلام جوړه کړی ؤه او عرب د حضرت اسماعیل علیه السلام اولاد دي، دا د عربو په تاریخ کې تسلیم کړل شوی ده. د دی په هکله خو نه د هغه وخت یهودو اعتراض کړی و او نه نصاری. همداسی یهودو او نصاری د خپلو کتابونو څخه داسی ټولی نښی د پاکولو کوښښ وکړ کوم کې به چې د محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت تائید شوی ؤ، قرآن هم په واضحه دا وايي چې هغوي محمد صلی الله علیه وسلم د نبي په رنګ داسی پیژني لکه څرنګه چې خپل اولاد پیژني. د دی باوجود هم، څرنګه چې انساني کوښښونه د غلطیو څخه خالي ندي، د دوي په کتابونو کې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت متعلق یو څه آیات پاتی شوی دي، د کوم ذکر چې موږ په تېرو صفحو کې کړیدی. د عیسایانو په کتابونو کې د ذکر شوي وړاندوینو په ذریعه د نبی صلی الله علیه وسلم د نبوت په هکله معلومات او د اسلام متعلق د رویو اندازه به موږ د پروفیسر ټی ډبلیو آرنلډ (۱۹۳۰-۱۸۶۴)
د هغه بیان څخه وکړو کوم چې هغه پخپل کتاب
the preaching of islam
کی د یو نوي مسلمان عبدالله بن عبدالله د اسلام قبلولو په واقعه کې ذکر کړی، د ارنلډ په قول دغه واقعه عبدالله په خپل لیکل شوي کتاب
The book of the present of the scholar to refute the people of the cross
کې ذکر کړیده، دغه کتاب په ۱۴۲۰ء کې لیکل شویده. آرنلډ وايي، عبدالله په میورقه کې پيدا شو، هغه یو عیسايي راهب ؤ، هغه په مختلفو پوهنتونو کې د عیسائیت د تعلیماتو حاصلولو نه پس د یو معروف عیسايي پادري سره یوځای شو، دغه یاد کړل شوی پادري ډير تعلیم یافته نیکولس مارټیل
Nicolas Martil
چې په مسیحي ټولنه کې د ډیر عزت او احترام خاوند ؤ. عبدالله وايي چې یوه ورځ دغه پادري خپل ښوونځي ته ولاړ نشو، نو د هغه په غیر موجودګی کې محصلینو د حضرت عیسی علیه السلام بیان کړل شوی راروان شخصیت پارسلیټ
Paraclete
په هکله بحث کوه. هر محصل خپل خپل نظر وړاندی کوه ، دغه بحث بغیر د څه نتیجی څخه ختم شو، کله چې ما پادري ته د دی بحث واقعه ذکر کړه نو هغه راته وویلی چې تاسو د فارقلیط د معنی صحیح تعین ونشوه کړی ، ما خپل ځان د هغه پښو کې وغورځاوه او د هغه څخه مې د دی لفظ صحیح معلومات حاصلول وغوښتل نو هغه راته وویل چې تا زما ډیر خدمت کړیدی او ته ماته ډیر عزیز هم یې خو که ما تاته صحیح معنی وښودله نو عیسایان به تا ژوندې پرینږدوي، ما راز پخپله سینه کې د پريښودلو لوظ وکړ او د هغه څخه مې غوښتنه وکړه ترسو ما هم له دې راز څخه آګاه کړي، نو پادري راته وویل:

بچی! تا ته دې معلومه وي چې فارقلیط د اسلام پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم د نومونو څخه دی، او دا هم هغه پیغمبر ده په کوم چې څلورم کتاب نازل کړل شوی دی، د چا ذکر چې د دانیال د ژبۍ څخه هم شوی و، د اسلام دین یقیناً ریښتونې دین دی او د هغه مذهب هم هغه ډول د نور څخه ډک او شانداره دی په کوم ډول چې په انجیل کې راغلی. ۲۰

نو ما د هغه څخه پوښتنه وکړه چې آیا اسلام قبلولو باندی نجات حاصلیږي نو هغه وویلی چې هو، په دواړو دنیا او اخرت کې نجات د اسلام سره مشروط دی، په دې خبره ما د هغه سره مشوره وکړه چې څه وکړم؟ نو هغه راته د اسلام قبلولو مشوره راکړه، خو کله چې ما هم هغه مسلمانیدلو ته راوبله نو هغه وویلی چې زه اوس سپین ږیرۍ شوی یم او په عیسايي نړۍ کې زما ډیر زیات عزت دی، که چیری زه مسلمان شم نو ماته به خپل ژوند ژغورل تقریباً ناممکنه وي، په اخره کې ما د هغه په مشوره عمل وکړ او بالاخره په اسلامي هیواد تونس کې می اسلام قبول کړ.

په پیړیو پوری چا ته هم د نبي صلی الله علیه وسلم د بني اسماعیل څخه کیدل هېڅ د اعتراض وړ نه ؤ او نه چا له دې حقیقت څخه سترګی پټې کوی شوی خو په اوسني دور کې مستشرقینو بغیر د کوم دلیله د محمد صلی الله علیه وسلم له دې حیثیت څخه هم انکاري شوي دي، مشهور مستشرق ولیم میور پخپل کتاب
The life of muhammad
کې د دی خبری ذکر په څه دې انداز کې کوي:

د دی خبری خواهش چې محمد صلی الله علیه وسلم د حضرت اسماعیل له اولاد څخه وګڼل شی او دا چې دا خبره ثابته کړای شي چې تاسو د حضرت اسماعیل علیه السلام له اولاد څخه یئ، دا هرڅه د پیغمبر علیه السلام پخپل ژوند کی وشول. او د دې لپاره د ابراهیمي نسب نامی په ابتدايي سلسله کې تحریفات وشول او د حضرت اسماعیل او د بني اسرائیلو بی شمیره کیسی په عربي ژبه کې شامله کړای شوی.۲۱

د ولیم میور دغه مفروضه مټمګري واټ زیاته خپره کړی او هغه دا دعوه هم وکړه چې عربانو ته د دی خبری هیڅ هم علم نه ؤ چې هغوي د حضرت ابراهیم او حضرت اسماعیل اولاد دي بلکه دا تصور محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه ملګرو ته په هغه وخت کی پيدا شو کله چې هغه مدینی ته هجرت وکړ او هلته یې یهودي روایات او لټریجر وکتل. د دی خبری دلیل هغه دا ورکړی چې په مکي سورتونو کې د دی معاملی په هکله هیڅ کوم ثبوت یا ذکر نشته، په کومو آیاتو کې چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم تعلق د حضرت ابراهیم علیه السلام سره ښودل شوی ده هغه ټول په مدني سورتونو کې دي، له دغه خبری څخه دوي دا تاثر هم ورکړي چې قرآن شریف معاذ الله د محمد صلی الله علیه وسلم خپل تخلیق دی او کوم چې د مختلفو ضروریاتو په نتیجه کې تخلیق کیده.په حقیقت کې دغه اعتراضات ډیر زیات کمزوري دي
د عربانو په روایت کې د خانداني حسب او نسب یادول ډیر زیات د اهمیت وړ دي، د هغوي حافظه هم د کمال وړ ؤه او د هغوي د نسب په هکله علم او مهارت او د نسب خالصوالي خواهش دومره قوي ؤه چې هغوي به د آسونو او اوښانود نسلونو لحاظ هم ساته. او کومو خلګو به چې مجهول النسبه ځناور ساتل نه خوښول نو هغوي باندی به بیا دا اعتراض کیده چې هغوي به هم په خپل نسب کې ګوتی وهي.
د ژبې په هکله د مستشرقینو الزام او اعتراض هم د حماقت څخه ډک ده، د نسب سره د ژبۍ د خالص ساتلو خواهش هم په عربو کې دومره قوي او کلک دی چه عربان خپل د ځیګر برخې (ځامن) په کلنوکلنو د کلیوالو ښځو ته حواله کوي، هغوي د خپلو ځامنو جدايي زغملی شي خو پخپلو ژبو کې څه قسمه بدلون نشي زغملی.
مکي سورتونه د مکی په ماحول کې نازل کړل شوي ؤ او عرب د خپل تاریخ او نسب څخه خبر ول نو ځکه هغوي ته د دی په هکله ذکر کول بی سوده ول. یو عرب هم د محمد صلی الله علیه وسلم سره د مخالفت او دښمنۍ باوجود هم د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په حسب او نسب باندې هیڅ ډول اعتراض ندی کړی، دغه ضرورت هم هغه خلګو ته پيدا شوې کومو چې پخپلو کتابونو کې د تحریف له وجهی په نورو ډیرو مشکلاتو کې ګیر شوي دي.
په عربو کې د ابراهیمي دین بعضی روایات په څه ناڅه صورت کې باقي ول لکه حج، لمونڅ، قرباني، طواف، د مړو خښول وغیره. همداسی د کعبی کوټه د هغوي قبله وه او هغه هم هغوي د ابراهیم علیه السلام په پیروی کی خپله قبله ګڼله.

د مستشرقینو په دی بیهوده او د حقیقت څخه لیری د اعتراضونو په رد کې مشهور مستشرق آيډورډ ګبن لیکي:

د محمد صلی الله علیه وسلم خانداني بنیاد تحقیرول او د هغه غلط ښودلو کوښښ د عیسایانو یو غیر عالمانه تهمت دی، چې د دی په دولت د هغوي د مخالف مقام ټیټ نه بلکه نور هم لوړ شوی دی.۲۲

۳- د کیفیاتو وحي غلط تعبیر:

د مستشرقینو د منفي ذهن او د ذهانت اندازه خو تاسو له دی خبرو څخه هم اخستلې شئ چې هغوي حضرت آمنه رضی الله عنه ته د فرښتو زیرۍ، د شق صدر واقعې او د نزول وحي د کیفیاتو په اړه اسلامي روایاتو ته غلط رنګ ورکړی دی.
د دغه روایاتو توجیه داسې شوې چې فرښتو حضرت آمنه رض ته د نبي کریم علیه السلام د پيدائیښت زیرۍ ندی ورکړی بلکه دا يې د حضرت آمنه رض په خاندان کې د میرګي یو میراثي مرض سره تشبیه کړی چې دا یو میرګي مرض و.
همداسې مستشرقینو د شق صدر واقعه هم د نبي کریم علیه السلام د میرګي دوری سره ښودلی ده. په محمد صلی الله علیه وسلم به چې کله د وحی نزول کیده نو د محمد صلی الله علیه وسلم په کیفیاتو کې به تغیر راته، په سخته یخنۍ کې به په محمد صلی الله علیه وسلم باندې خولې راماتې وی، که محمد صلی الله علیه وسلم به په کوم ځناور سپور ؤ نو هغه ځناور به د بوج د شدت څخه په ځمکه کیښناست، دغه کیفیات په مختلفو روایاتو کې بیان شویدي، د مثال په توګه د حضرت عایشه رضی الله عنها څخه یو روایت ده:

حارث بن هشام د حضرت محمد څخه وپوښتل چې یا رسول الله تاسو ته وحي څه ډول راځي؟ محمد صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ: وحی کله ماته د زنګ د آواز په شان راځي او دا پر ما ډیره سخته تمامیږي، او کله چې هغه څه ووايي او زه یې یاد کړم نو هغه په هغه حالت کې له ما څخه لیری شي، او کله فرښتۍ د سړي په شکل کې ماته راشي او ماسره غږیږي او څه چې هغه ووايي هغه زه یادوم. حضرت عایشه رضی الله عنها بیانوي چې د یخنۍ په سختو ورځو کې ما په محمد صلی الله علیه وسلم د وحي نازل کیدل لیدلې دي او کله به چې وحي ودریدله نو د محمد صلی الله علیه وسلم د تندي مبارک څخه به خولې څڅیدلې. (بخاري- کتاب الوحی)

مستشرقینو دغه کیفیات د مرګي دوره ګڼلی، ښکاره خبره ده چې د خدايي جلوو او د خدای کلام زغمل د انسان د وس کار ندی. الله تعالی په خپل خصوصي اهتمام او نګرانی کې پیغمبران دې خبرې ته تیاروي چې هغوي د خدای پاک پیغام وصول کړي او بیا یې نورو ته ورسوي.
مستشرقین د دی باوجود هم چې هغوي د حضرت موسی علیه السلام د کوه طور په واقعه کی د رب په جلوی او د حضرت موسی علیه السلام د بی هوښه کیدلو باندی یقین لري خو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندی د وحي کیفیات د میرګي سره تشبیه کوي.

بعضې د غرب څخه متاثر شوي مسلمان عالمان هم د غرب هر څیز معیاري ګڼي، دوي هم د مستشرقینو په خپور شوي جال کې ګیر شي. د خفګان ځای خو دا دی چې یو هم د سوچ کولو کوښښ نه کوي د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په لاس نه یوازې د عربو غریبو او د لاندینېو طبقو خلګو ایمان راوړی وه بلکه د عربو سترو عالمانو، شاعرانو، خطیبانو، فوځیانو، طبیبانو، فلسفیانو او د یهودو او نصاری و علماؤ هم ایمان راوړی ؤه او خپل ټول عمر یې د محمد صلی الله علیه وسلم سره تېر کړی ؤه.
دغه ټولو نوموړو ته د وحي په کیفیاتو کې د کوم میرګي یا د کومې بلې ناروغۍ نښی نښانې نه ښکاریدی. همدغه رنګه په هغه دور کې مخالفینو هم په محمد صلی الله علیه وسلم باندی همدا رنګه الزامونه لګولي وه خو دغه کیفیتونو ته یې د میرګي ناروغۍ نه وه ویلې، د دغې میرګي د ناروغۍ په متلعق او له دې ناروغۍ څخه متاثر شوي ناروغانو په باره کې د علم او د فن خلکو ډیر څه لیکلي دي خو له دغو څخه یو کیفیت هم په محمد صلی الله علیه وسلم د لګول شويو الزامونو تائید نه کوي.

قرآن شریف۴-:

مستشرقینو د اسلام روښانه مخ او د رخ د کمولو- په هر ممکن کوښښ- په خاطر د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ذات نه پس ستر کتاب، قران شریف، خپل هدف ګرځولې دی. مستشرقین په دې خبره ښه پوه دي چې ترڅو پورې د مسلمانانو قرآن شریف سره اړیکې وي تر هغه پورې به مسلمانان د صراط المستقیم د لیاری څخه اخوا کول تقریباً د ناممکناتو څخه وي. ولیم جیفورډ بالګراف دغه راز په دا رنګه بیانوي:

کله چې قرآن او د مکې ښار د نظر څخه لیری کړای شي نو بیا ممکنه ده چې موږ عربان په هغه تهذیب کې په ورو ورو په داخلیدلو ووینو کوم تهذیب چې محمد صلی الله علیه وسلم او د هغوي کتاب نه پرته بل هیڅ څیز هم نشي ایسارولی.۲۳

همدا رنګه مسلمانان د خپلی د نیغې لیاری څخه لیری کول د مستشرقینو له پلوه ډیره ضروري وه، هغوي په دې عظیم کلام داسی اعتراضونه وکړل چې له دی څخه مخکې د چا په وهم او ګمان کې هم نه راتلل. د قرآن مخاطبین ، د چا په مورنۍ ژبه چې قرآن نازل شوی ؤ، هغوي په دې باندې د اعتراض کولو جرائت ونشو کړی خو دوي وکړ! د ژبو او بیانونو ماهران ،عربان، چا به چې د خپل ځان نه پرته نوری نړۍ ته عجم ،مطلب ګونګیان ،ویل، قران د دوي د بیان قوت متحیر کړی ؤ. قرآن شریف هغوي مقابلی ته راوبلل ، که تاسو قرآن د خدای کلام د منلو څخه انکار کوی نو بیا پخپلو ژبو او د بیان په مضبوطوالۍ باندی، په کوم چې تاسو ډير نازیږې، د قرآن شریف په مقابله کې یو نوی کلام راوړئ؟!

وان کنتم فی ریب مما نزلنا علیٰ عبدنا فاْتوا بسورۃ من مثلہ وادعوا شھداء کم من دون اللہ ان کنتم صٰدقین۔ فان لم تفعلوا ولن تفعلوافاتقوا النار التی وقودھا الناس والحجارۃ،اعدت للکٰفرین۔(البقرۃ۲:۲۴۔۲۳)
که تاسو ته په دی کتاب کی کوم شک وي کوم چې موږ پخپلو بنده ګانو نازل کړی ده نو بیا تاسو هم همغه رنګ یو سورة جوړ او راوړئ او د الله نه علاوه خپل ټول مدد غوښتونکي راوغواړئ که چیری تاسو پخپلو وعدو کې ریښتونۍ یې، خو که تاسو داسی ونشو کړای، هیڅ کله به هم داسی ونشی کړی، نو بیا د اور څخه څان وژغورۍ ....

موږ ته معلومه ده چې د ژبۍ او بیان قوتونه چې د چا له طرفه موږ ته بښل شوي دي، د هغه مقابله به څوګ وکړي. خدای پاک رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دغه کلام، د محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت په تائید، د معجزې په طور ورکړې ؤ.

د دې معجزي د خصوصیاتو په هکله هغه څوګ پوهیږي د چا چی خپلې ژبۍ عربي وي، او یا چې د ژبو او بیان ماهران وي.

د خدای پاک طریقه د انبیاء په سلسله کې دا پاتی شوی ده چې کوم امت باندې به یې کوم نبي مبعوث کوه نو د هغه حالاتو مطابق به يې ورته معجزې هم ورکولې ترڅو د هغه قوم یقین پيدا شي چې دا شخص د الله له طرفه دی او په دې معاملې کې هغوي سره هیڅ هم شک پاتې نشي، مثلاُ د حضرت موسی علیه السلام وخت د جادوګرۍ ؤه ، د دې فن په سلهاؤ ماهرین د مصر په علاقې کې خپاره ول، خدای پاک هم حضرت موسی علیه السلام ته داسی معجزه ورکړه چې د جادوګرۍ سره یې تعلق ؤ خو په حقیقت کې د هغې معجزې نوع په بل ډول وه کوم چې یوازې د جادوګرۍ فن ماهرینو وپیژندلو او د هغه نه پس یې اعلان وکړ چې موږ د حضرت موسی علیه السلام او د حضرت هارون علیه السلام په رب ایمان راووړ.
همداسی د حضرت عیسی علیه السلام په زمانه کې هم طب او د حکمت فن په خپل عروج باندې ؤ، خدای پاک هم دې فن سره متوسط معجزات عیسی علیه السلام ته ورکړل، مثلاً حضرت عیسی علیه السلام به ړانده بینا کول، او مړه سړي به یې د الله په حکم را ژوندي کول. د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مخاطبینو کې د شعر او خطابت او د ژبۍ او بیان رواج ؤ، نو ځکه خدای پاک د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت په تائید کې قران مجید د یو معجزې په صورت کې نازل کړ ترڅو د ژبۍ او بیان عرب ماهرین دا خبره په آسانې سره وپيژني چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د خپل ځانه څه شی نه وايي بلکه دا کلام د خدای له طرفه ده.
نو همدا وجه ده چې قرآن د عربانو ژبۍ ګونګې کړی، هغه څوګ چې د ژبۍ او بیان ماهرین ؤل هغوي په قرآن داسی د اعتراض کولو جرائت ونشو کړای، دا قسمه کارونه هغه رنګه مستشرقینو کړي څوګ چې د عربانو د کلیوالي ژوند او د عربانو د ژبۍ او ادب څخه ناواقف ول، دغه خلګو خو کله قرآن د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم تخلیق ګڼلی او کله یې د کوم عیسايي پادري یا د کوم یهودي عالم څخه مستعار اخستل شوي خیالات ګڼلی دي. او کله یې دا الزام هم لګولې چې دا کتاب د ګډوډوو خیالاتو مجموعه ده چې یو بل سره هیڅ تړاو نه لري. د قرآن شریف ترجمه کوونکې مشهور مستشرق جارج سیل
George Sale (1697-1736)
د قرآن متعلق د خپلو خیالاتو اظهار د خپل ترجمه شوي قرآن په مقدمه کې داسی کړی:

په دې حقیقت کې هیڅ هم اختلاف نشته چې د قرآن مصنف یا موجد محمد (صلی الله علیه وسلم) دی، خو د دې خبری امکانات هم موجود دي چې په دې سلسله کې څومره کومک چې د نورو لخوا محمد(صلی الله علیه وسلم) ته شوې ؤ هغه هم کم نه ؤ، لکه څرنګه چې د ستاسو هیوادوالاو په تاسو باندې دغه رنګه اعتراض کړې ده خو البته د هغوي د هغه شخص په هکله چا به چې محمد (صلی الله علیه وسلم) سره مرسته کوله، مفروضې دومره متضادې وې چې هغوي هیڅ کله هم په دغه ونه توانیدل ترڅو خپل الزامات ثابت کړي. خو موږ دا فرض کولې شو چې محمد (صلی الله علیه وسلم) دغه معامله په راز کې ساتلو لپاره دومره غوره اقدامونه کړي وه چې دغه رنګ راز هیڅ کله هم افشا کیدای نه شو. ډاکټر پیریډیکس د دغې مسئلې په هکله داسې تفصیلونه بیان کړې دي کوم چې حقیقت ته ډیر نیزدو دي. دغه تفصیلونه د اکثرو عیسايي لیکوالانو د کتابونو څخه اخستل شوې دي، کوم چې په خپلو بیانونو کې د غلطې کیسې خلط ملط کړي، د کوم په وجه چې هغوي اوس د هیڅ اعتبار وړ نه دي. ۲۴

مستشرقینو په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دغه الزام هم ولګوه چې هغه قرآن د انجیل، تورات او د اهل کتابو د روایاتو څخه اخذ کړې ده. چونګه له دغه خبرې انکار کول ګران دي چې رسول الله صلی الله علیه وسم د روایتي تعلیم او کتابت څخه ناشنا وه، نو ځکه هغه خلګو دا وینا شروع کړه چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ورقه بن نوفل، د بحیره راهب، د شام په سرحد میشت عیسویان، په مقامي میلو کې راتلونکو عیسایانو او عیسايي غلامانو څخه د دغو واقعاتو له وجهې قرآن مجید تخلیق کړ. خو بیا د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ادب او د ژبې او بیان سره ناآشنايي د مستشرقینو لپاره د ستونزې باعث جوړ شي. دغه خبره چې قرآن بیخي د حضرت محمد صلی الله وعلیه وسلم خپل تخلیق کړل شوې کتاب ده په دغه هم مشکل ده ځکه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم امي کیدل په هر لحاظه ثابته ده خو د بلې خوا د قرآن شریف کلام وايي چې دا د کوم انسان کلام نشي کیدی. جارج سیل هم
(George Sale)(1697-1736)
د قران شریف د دغه خصوصیت اعتراف څه دا رنګه کوي:

د قرآن کلام به چې د خپلو اوریدونکو په ذهنونو کوم اثر اچوه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د هغه څخه بی خبره نه و، همدغه وجه وه چې هغه خپل ټول زیار د دغه نام نهاد الهامونو د اسلوب په بیان کې د وقار او د رفعت قایمولو لپاره خپل صلاحیتونه استعمال کړې دي، کوم چې د هغه ذات د شان یو شان وي کوم چې د هغه سره منسوب کیږي او دغه اسلوب ته اختیار څه دی چې د پخوانې عهدنامه قدیم
Old testament
د پیغمبرانه اسلوب سره هم اهنګ شي. ۲۵

خدای پاک د اسلام مخالفینو د دغه جرائت په هکله کوم چې د اسلام د پيل سره تر اوسه پورې او له دغه ځاې څخه تر قیامته پورې، ډير ښکلې ځواب ورکړې دی، کوم خلګ چې دغه کلام د چا سره د کوم راهب ملاقاتو نتیجه ګڼي او کله وايي چې خپله حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خپله لیکلې او کله د کوم بل عام د مغیره د غلام یعیش او کله د عیش او جبر نامي تعلیم ګڼي ۲۶ نو دغه رنګه خلګو ته خدای پاک ویلې:
ولقد نعلم انهم یقولون انما یعلمه بشر لسان الذی یلحدون الیه اعجمی و هذا لسان عربی مبین (سورة النحل ۱۶:۱۰۳)

دغه خبره واقعاً د غور وړ ده، کوم خلګ چې دغه مشرکین او مستشرقین، بلکه دواړه، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم استاذان ګڼي هغه په اصل کې عجمیان دي او د هغو څخه د چا هم خپله مورنې ژبه عربي نده. د دغه عظیم الشان کتاب، د چا تاثیر، قوت او د عظمت اقرار د عربو ټولو مسلمانانو او غیر مسلمانانو د ادب او ژبو څخه ربط لرونکو کړې ده، او قرآن نورو خلګو ته منسوبول به د جهالت او د نادانې نه پرته بل څه وي. د قرآن شریف د ریښتنولي او د اعجاز لپاره همدا بس دي چې د څوارلس سوه کلنو څخه د علم او فن ماهرین د دغه پلو ته رجوع کوي. په لکونو خلګ د تبلیغي پروګرامونو په واسطه نه ،بلکه د همدغه قرآن د لوستلو په نتیجه کې مسلمانان شوې دي، د مثال په توګه ډبلیو ایچ کولیم، رسل ویب، دکتور مارټ لنګز کین، جان سنټ، د جرمنې مفکر علاء الدین شلبی، علامه محمد اسد، خالد شیلډرک، مریم جمیله وغیره. ډاکټر موریس بوکائیلې په خپل کتاب
The Bible, The Quran and Science
د بائیل څخه د شلو څخه زیات داسې آیات نقل کړې کوم چې په خپل منځ کې متناقضو سائنسي نظریاتو متعارض او د تحقیق او د تنقید په معیار نه پوره کیږي، خو د بلې خوا هغه د قرآن شریف یو داسې آیت هم ندی بیان کړې په کوم کې چې داسې شوې وي چې انساني عقل او د سائنسي نظریاتو خلاف وي. موریس بوکائیلې لیکي:

د قرآن د سائنسي مطالعې نه پس دغه پایله راوځي چې په اومه پیړۍ کې د هیڅ چا په واک کې هم داسې نه ول چې په قرآن کې بیان کړل شوي مختلف نوع بیانونه ورکړي، کوم چې د هغه زمانې سره هېڅ هم تعلق نه لري او د کوم په هکله چې د پیړیو د تحقیق او زیار نه پس کومه نتیجه قائمه کړای شوې ده، زما په نزد د قرآن هیڅ انساني توجیه ممکنه نده ۲۷

د ازواجو د تعدد په هکله د مستشرقینو الزامات۵-:

د مستشرقینو بل اعتراض د ازواجو د تعداد په هکله د اسلام اجازت دی. په دغه موضوع کې هغوي تر ټولو زیات تنقید پخپله د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په ذات او په اسلامي تعلیماتو کوي، خو ډیره د حیرت خبره ده چې د عیسائیت او د یهودیت په اوږده تاریخ کې چې په ښځو باندې څومره ظلم او ستم روا کړل شوې ؤ، په انجیل او تورات کې د ډیرو ودونو او د بی شمېره کنیزو سره د رفاقت واقعات ذکر شوې دي، خود مستشرقېنو لخوا د عیسویانو او د یهودیانو خلاف هیڅ ډول اعتراضات او تنقیدونه نشته.

کله چې موږ د یهودیت او د عیسائیت اوږد تاریخ ته زیر شو نو په هر دور کې د ښځو حیثیت د سړیو په مقابله کې ډیر کم ښکاري، د ښځو مقام په هغو ټولنو کې ډیر پست ؤه، د مذهب ټیکه دارانو ښځۍ د نړۍ د ټولو خرابیو او فسادونو ریښۍ ګڼلي او د هغوې څخه به یې په لیري والي کې عافیت محسوساوه.
په بائیبل کې د ډیرو انبیاءو د ډیرو ښځو ذکر شته، د مثال په توګه د حضرت سلیمان علیه السلام په یوه شپه د اتیاؤ ښځو ته د ورتللو ذکر په اسلامي تفاسیرو کې د همدغو یهودي کتابونو څخه راغلې دی.
په یوناني علومو کې یې یوه خیالي ښځه پانډورا د نړۍ او د انسانانو د مصیبتونو ذمه واره ټاکلې شوی ده. همدغه رنګه د یهودو او نصاری په خرافاتو کې ښځه د آدم علیه السلام د جنت څخه د وتلو غټه وجه ګڼل کیږي. په یوناني او ایراني تهذیبونو کې هم د ښځو او سړیو ربط د اخلاقي بندیزونو څخه خلاص شوې وه او په ډیرو ودونو هیڅ ډول اعتراضات نه ول.
په مسیحي تعلیماتو کې ښځه یوه خطره او مصیبت وګڼل شوه، مذهبي خلګو به د ښځو څخه لیرې والۍ د تقوی، تقدس او د اعلی اخلاقو علامت ګاڼه، همدغسې ښځه د دغی ټولنۍ دریم مخلوق یا جنس جوړ کړای شو. څرنګه چې مذهبي طبقو ته په ټولنه کې فوقیت حاصل وي او د ټولو قوتونو او ضابطو مرکز او محور هم همدا مذهبي طبقې وي نو ځکه ښځو ته په ټولنه کې څه حقوق حاصل نه شول.
په عربي ټولنه کې هم د یو څخه په زیاتو ودونو باندې هم څه بندیز نه ؤ او همدغسی په طلاق باندې هم څه قسمه بندیز نه ؤ، په دغه رنګه حالاتو کې که مونږ اسلامي تعلیماتو ته وګوورو نو هر شخص به دا تسلیم کړي چې د نړۍ په ټول تاریخ کې په لومړي ځل اسلام د ښځو حقوق برابر ورکړې دي، په لومړي ځل د ودونو یو حد وټاکل شو، هلته اسلام د څلورو حد وټاکه او ورسره په څنګ کې یې دا شرط هم کیښود چې د دوي په منځ کې به انصاف لازمي وي
یوه بله اهمه خبره، اسلام د واده اراده، د ښځۍ انتخاب، د هغې څخه لیرې والۍ د اختیارولو معاملات د یو شخص خپله ذاتي معامله ګڼلې ده او ریاست ته یې پکې هیڅ ډول اجازه نده ورکړی، ترڅو افراد پخپله دې معامله کې ونډه واخلي، خو په دغو معاملاتو کې یې د ښه او بد تمیز هم کړی دی. همداسی په اسلام کې څلور ودونه لازمي هم ندي. د اصحابو کثرت سره په شهادت رسیدل او د هغوي پاتی شويو بجیانو د کفالت په سلسله کې د ټولنیزو مسائلو او د منفي چلندونو څخه د ژغوریدلو په خاطر مسلمانانو ته دا هدایت وشو چې یتیم ماشومان د کومو مسایلو ښکار دي د دغو ستونزو څخه د بچ کیدلو په خاطر دغو کونډو سره وادونه وکړئ. د دغه اجازت یوه وجه دا هم ده که چیری په نړۍ کې څه دغه دا ډول حالات هم پيدا شي چې د ښځو تعداد د سړیو څخه زیات شي ، یا کوم شخص ته د طبي یا د بل څه په بنیاد باندې د واده کولو ضرورت وي نو هغه یې وکړی شي،د مثال په توګه که د یو کس ښځه په کوم مرض کې ښکار وي، یا د چا په کور کې د هغه د ورور وفات وشي وغیره. په دوي باندې یې هم دا پابندي لګولی ده که چیری دوي د خپلو ښځو په منځ کې انصاف نشي کولای نو هغوي دی په یو واده باندې اکتفاء وکړي، قرآن شریف کې الله تعالی فرمايي:

و ان خفتم ان لا تقسطوا فی الیتٰمیٰ فا نکحوا ما طاب لکم من النساء مثنیٰ و ثلٰث و ربٰع، فان خفتم الا تعدلوا فواحدۃ۔ ( سورۃ النساء ۴:۳)
ترجمه: که چیری تاسو ته د یتیمانانو په معامله کې د انصاف ونشی کړائ نو د هغوي مورګانو سره کومی چې ستاسو خوښۍ وي له هغو سره نکاج وکړئ، دوه دوه، دری دری، څلورو څلورو سره، خو که چیری تاسو ته دا ویره وي چې تاسو به له هغو سره انصاف ونشی کړای نو بیا په یوی باندې اکتفاء وکړئ.

اسلام په تاریخ کې په لومړي ځل ښځو ته د طلاق او د واده په سلسله کې اختیار ورکړې، ښځو ته یې په ټولنه کې د عزت او احترام مقام ورکړې، هغوي ته یې د جائیداد جوړولو حق ورکړی، د ماشومانو د پرورش او د هغوي په متعلق پرېکړو کې یې د همکارۍ اختیار ورکړې. ښځۍ او سړي یې د یو بل لباس ، د سکون او اطمینان ذریعه ګڼلي.

له دې څخه زیات نور درواغ څه دي چې د داسی مذهب په هکله مستشرقین دا ووايي چې اسلام خو د ښځو سره زیاتي کړی، دا خو په عمومي ډول د مسلمانانو د ښځو د تعدد په سلسله کې د مستشرقینو د اعتراضونو ته سرسري ځوابونه ول اوس به موږ د محمد صلی الله علیه وسلم باندې د ډیرو ودونو (تعدد ازواج) الزاماتو پلو ته راوګرځو.

مستشرقینو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د امهات المومنین د تعدد په سلسله کې زمونږ خوږ نبي تر حده زیات د جنسي تجاوز کوونکی انسان په بڼه پیش کړی، دغه ډولو خلګو خو د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خلاف داسی ژبه استعمال کړی چې د علمي او تحقیق له معیاره ډیره پسته ده، عام انساني اخلاقیات هم د داسی ناوړې ژبې د استعمالولو اجازت نه ورکوي، او د ټولو نه زیاته دردونکې خبره دا ده چې دغه ډول خلګو ته بیا سکالر (عالم) او محقق هم ویل کیږي. ویلیم میور د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په هکله لیکي:

د محمد (صلی الله علیه وسلم) عمر اوس د شپیتو کلونو ته نیزدو ؤ خو بالمقابل جنس پلو ته د هغه کمزوري د هغه د عمر سره زیاتیده، د هغه د حرم زیاتیدونکۍ ښایست محمد (صلی الله علیه وسلم د وسیع حدودو څخه د تجاوز لپاره کافي نه ول (۲۸)

خو پر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندی د جنس پرستۍ اود هوس پرستۍ الزام لګوونکو خپل تعصب، تنګ نظري او د اسلام د دښمنۍ باعث ډیر داسی حقایق نظر انداز کړل، که د ازواجو تعدد د جنس پرستۍ ثبوت ده نو بیا په نړیوال تاریخ کې داسی ډیر شخصیات دي چې د دی الزام په لمن کې راګیریږي، د دغو شخصیاتو له جملی څخه د یهودو او نصاری قایدین او نور ډیر انبیاء کرام هم دي، دمثال په توګه د بائبل مطابق د حضرت سلیمان علیه السلام اوه سوه ښځۍ او دری سوه کنیزۍ وی. همداسی د حضرت موسی علیه السلام او د حضرت یعقوب علیه السلام متعلق د څلورو څلورو ښځو ذکر موجود دی. د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ژوند جاج اخستلو نه پس موږ ته دا جوته کیږي چې د مستشرقینو د دغه رنګه الزاماتو هیڅ هم حقیقت نشته. تاسو محمد صلی الله علیه وسلم د ژوند په هغه وخت کې، کوم ته چې د جسماني تقاضا او د نفساني خواهشاتو زرین دور ویل کیږي، د یوی څلویښت کلنۍ کونډی حضرت خدیجه رضی الله عنها سره نکاح وکړه، د حضرت خدیجه رضی الله عنها په ژوند کې هغه کوم بل واده ونکړ. د هغی د وفات نه پس چې کله ماشومان یوازی ول او تاسو محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت په ذمه واریو کې بوخت وی او تاسو د ماشومانو ضروریات په صحیح توګه نشو پوره کولی، له دی امله حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د یوې زړې ښځې حضرت سوده رضی الله عنها سره نکاح وتړله په دی وخت کې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم عمر د پنځوسو کلنو څخه زیات ؤ، د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خاندان او د هغه شخصیت تاثر دومره عمده ؤ که چېری هغه د عربو هری ښځۍ سره واده کول غوښته، هغوي به د واده لپاره تیاریدلائ، له دې نه مخکښې عربانو محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت څخه د منع کولو په خاطر د عربو د ښایسته پیغلو د ودولو وړاندیز کړی وه، کوم چې بیا محمد صلی الله علیه وسلم رد کړ. حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پخپل ټول ژوند کې د یوی پیغلۍ سره واده کړی ؤ. د محمد صلی الله علیه وسلم ټول ژوند د الله د احکامو مطابق تیر شوی ؤ او دغه ټول ودونه هم یقیناً د الله په حکم شوي ؤ، او د اسلامي روایاتو مطابق د محمد صلی الله علیه وسلم دغه واده خالصتاً د الله تعالی د خوښۍ مطابق شوی ؤ. حضرت عایشه رضی الله عنها د الله له طرفه د ښځو په معاملاتو کې د نبوت په ذمه واریو کې د محمد صلی الله علیه وسلم معاونه جوړه کړای شوی ؤه. د محمد صلی الله علیه وسلم ټول ودونه د نبوت او رسالت د ذمه واریو پوره کولو لپاره د مختلفو مقاصدو لاندی ترسره شوي ؤ، مثلاً د حضرت خدیجه رضی الله عنها په هغه حالاتو کې کله چې ټول عرب د محمد صلی الله علیه وسلم خلاف ؤ، د محمد صلی الله علیه وسلم مددګاره او معاونه جوړه شوه او خپل ذات، مال او اولاد یې بلکه هر څه یې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په نظر کړل. د اسلام په لیاره کې لومړۍ شهید حضرت حارث بن ابی هاله ؤ، څوګ چې د حضرت خدیجه د لومړي خاوند ابو هاله څخه واحد نر اولاد ؤ، او د حضرت محمد په غیږه کې لوی شوی ؤ. حضرت عائشه سره د محمد صلی الله علیه وسلم د نکاح وجه دا وه چې د ښځو په خصوصي معاملاتو کې د کومی معاونی ښځې ضرورت اړینه ؤه، او د فطري شرم له وجهی به ښځو داسی مسایل د سړیو مخامخ نشو بیانولی، د حضرت سوده رضی الله علیها سره واده د ماشومانو د کفالت له وجهی ؤ. د حضرت زینب بنت جحش سره نکاح د شرعي مقاصدو لپاره، د متبني ښځې سره نکاح د حرمت ختمولو لپاره، کوم چې عربانو د الله د حکم خلاف پخپلو ځانونو مسلط کړی ؤ، وکړ. حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ټولنیز مقاصدو لپاره او د اسلام په خاطر قربانی ورکوونکو ملګرو د زړه خوښوالۍ او هغوي سره پخپل تعلق کې د کلکوالي لپاره د حضرت ابوبکر، حضرت عمر، حضرت عثمان او حضرت علی رضی الله عنهم سره خیښي وکړی. د سیاسي مقاصدو لپاره محمد صلی الله علیه وسلم د بنو مصطلق د سردار لور حضرت جویریه رضی الله عنها سره واده وکړ، چې د دی په دولت یوه مخالفه قبیله د اسلام طرفداره جوړه شوه، یهود د اسلام او د نبي صلی الله علیه وسلم سخت مخالف ؤل، د خیبر په غزاء کې د یهودي سردار حی بن اخطب لور حضرت صفیه رضی الله عنها جنګي اسیره شوه نو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ورته د نکاح وړاندیز وکړ کوم چې هغوي قبول کړ، د یهودانو د روایاتو مطابق د داماد خلاف جنګ کول بد ګڼل کیږي نو ځکه له دې نه پس یهودو د مسلمانانو خلاف خپلی لښکرۍ رامخته نه کړی. همداسی د حضرت ابوسفیان رضی الله عنه لور حضرت ام حبیبه رضی الله عنها سره د نکاح په ذریعی محمد صلی الله علیه وسلم د اسلام یو غټ مخالف او عربانو کې د تقدس او احترام وړ شخص د دښمنۍ زور مات کړ. د حضرت زینب بنت خزیمه پرله پسی دوه خاوندان عبیده بن حارث او عبدالله بن جحش شهیدان شول نو ځکه محمد صلی الله علیه وسلم د هغی د زړه تسلی او هغه د مسائلو څخه د ژغوریدلو لپاره د هغی سره نکاح وتړله، په دغه وخت کې د هغی عمر شپیته کاله ؤ. د حضرت امه سلمه حند بنت ابی امیه خاوند حضرت عبدالله بن عبدالاسد د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د خاله زوی او رضاعي ورور ؤ، د هغه د شهادت نه وروسته محمد صلی الله علیه وسلم د هغه کونډه لاوارثه پریښودلو پر ځای هغی ته د نکاح پیغام ولیږدوه. حضرت میمون بنت حارث یوه زړه کونډه ؤه، د چا چې اته نوری خورګانۍ د عربو په اهمو خلګو واده وی، محمد صلی الله علیه وسلم د حضرت عباس په ترغیب د هغی سره نکاح وتړله، د دی په نتیجه کې د محمد صلی الله علیه وسلم خپلوي د عربو په مهمو خاندانو کې وشوه. د اسلام د نظره تر ټولو اهمه خبره دا ده چې خدای پاک محمد صلی الله علیه وسلم ته د عام مسلمان په مقابل کې د نکاح په معاملاتو کې خصوصي مراعات ورکړل او ورسره یې اضافي بندیزونه هم ولګول، د کوم ذکر چې خدای تعالی د الاحزاب په سورت د ۵۰ نه تر ۵۲ آیتونو کې کړی.


ahmad bilal
11.06.2012

د غلامۍ مسئله۶-:

یوه بله اهمه موضوع کومه چې د مستشرفینو د طنز څخه هم بې برخې شوی نده هغه په اسلام کښې د غلامۍ مسئله ده.مستشرقینو په عامه توګه د دغه احساس ورکولو کوښښ هم کړې چې اسلام غلامۍ ته وده ورکوي (یا غلامي خوندي کوي). د مستشرقینو د دغې غلط تاثر وجه چیرې چې د مستشرفینو د اسلامي تاریخ او د اسلامي احکامو د نزول د طریقه کار سره نه پيژندګلاوه ده ، نېزدو ورسره د بعضو اسلامي سلاطینو له پلوه د اسلامي احکامو څخه سرغړونه هم شامله ده.

خدای رب العزت اسلامي احکام د خلګو سهولت په نظر کې د نیولو نه پس نازل کړې دي. په یوه ټولنه کې که د خرابیو ریښۍ تر لیرې لیرې پوری خپری شي نو د دې ریښو په یو واري ختمول ډير سخت بریښي. په دغه طریقه که موږ د یوه ټولنی څخه خرابی په یو واري د ختمولو کوښښ وکړو نو په ځای د دی چې هره خوا خیر خپور شي، هره خوا بدنظمي او د انتشار خپریدلو ویره وي. په اسلامي احکامو کې د تدریج باعث هم همدا دي. الله تعالی د شرابو احکام هم همدغه رنګ نازل کړل. څرنګه چې غلامي په عربو کې د یوی ادارې په بڼه کې موجوده وه، او هر کس سره به شل ، شل، دیرش دیرش او سل سل غلامان ول، اسلام د دی لعنت،غلامۍ، آغاز نه ؤ کړی بلکه عربو دغه کار(غلامي) د پیړیو پیړیو راهیسې کاوه. د عراق، شام او مصر په فتح کیدو چې کوم نوي ریاستونه په لاس راغلي ؤل نو په دی ټولو سیمو کې په کروړونو غلامانو کارونه کول که چیری دغه ټول په یو ځلي ختم کړای شوي ول نو په ټولنه کې به بدنظمي او انتشار خپور شوې ؤه. په لکهاؤ ښځې، سړي او ماشومان به لاوارثه او بی کوره شوي ؤل. د غلو، ډاکوانو، سوالګرو، او د بدکارانو یو فوځ به منځ ته راغلی ؤه چې د هغه کنټرول کول به د چا په وس کې نه ؤه. نو ځکه اسلام د دغې ستونزې دا حل راوباسه چې مسلمانان یې د غلامانو سره د ښه وضعیت حکم ته راوبلل، او له دې نه پس یې دا پابندي ولګوله چې کوم څیزونه دوي اغوندي هغه به خپلو غلامانو ته هم ورکوي. تاریخ ګواه دی چې مسلمانانو په دې حکم داسی عمل وکړ چې پکښې د غلام او بادار ترمنځ د فرق کولو مشکل پیښ شو. له دې نه پس مسلمانانو ته دا حکم ورکړل شو چې د غلامانو او کنیزو صحیح تربیت وکړي. خپلې کنیزې آزادول او ورسره نکاح کول یې بیا دوه چنده اجر وګاڼه، غلامان آزادول خدای پاک تر ټولو لوی عمل وټاکه او د دی نه پس د مختلفو ګناهونو د کفاری د پوره کولو لپاره د غلامانو د آزادول حکم راغې او په آخر کې قرآن د مکاتبت اصول ورکړ، که چیرې یو غلام آزادیدل غواړي نو هغه به یوه ټاکلې اندازه پیسي خپل مالک ته په قسطونو کی ورکوي . همداسی قران د صالحو غلامانو او کنیزو د نکاح کولو حکم ورکړی، انسان یې د غلامۍ د ټولو طریقو څخه په کوم کې چې د انسان خرصیدل او اخستل کیږي، ودرول. له دغو ټولو احکامو نه پس چې د غلام جوړولو کوم صورت پاتی شو هغه دا شو چې کوم خلګ په جنګ کې ګرفتاره شي هغه ټول غلامان کړئ، خو خدای پاک په اخر کې په دې صورت هم پابندي ولګوله، قرآن شریف کې خدای تعالی فرمايي:

فاذا لقیتم الذین کفروا فضرب الرقاب، حتیٰ اذا اثخنتموھم فشدوا الوثاق فامامنا بعدُ واما فداء حتی تضع الحرب اوزارھا۔(سورۃ محمد۴۷:۴)

چې کله ستاسو د کفارو سره جنګ راشي نو په سټونو یې ووهئ، چې کله هغوي ته سم شکست ورکړۍ نو بیا یې ګرفتار کړی ( له دی نه پس تاسو ته اختیار ده) خوښه مو که احسان پری کوی او که فدیه تری اخلی او پریږدوئ یی تر هغه پوری چې هغوي خپلی اسلحی وغورځوي

د بحث نتیجه:

په دې ټول بحث کې چې کوم بنیادي ټکي د یو مسلمان لپاره یادول اړین دي هغه په لاندې ډول دي.

۱- د استشراق مفهوم یوازې د مشرقي علومو مطالعه نده بلکې د دې تر شا د څوارلس سوو کلونو د دښمنۍ تاریخ پروت دی چې یهودو او نصاری لا تر اوسه ندی هیر کړی. ددې تحریک بنیادي ټکي هم همدا دي که څه هم هغوي دې ته د علم او تحقیق جامه ور اغوندي.

۲- د مستشرقینو بنیادي مقصد په اسلامي علومو کې تحقیق نه، بلکې د دې دین د بنیادي ماخذونه لکه د محمد صلی الله علیه وسلم ذات ، د هغه نبوت مشکوک کول، د صحابه توهین، او د اسلام څهره داغ داره ښودل دي.

۳- او اسلامي احکام په شک او شبهې کې اړول دي. د دې خلګو په هکله خدای پاک قرآن کې وئیلې دي چې یهود او نصاری به ستاسو هیڅ کله هم دوستان نه شي، همدغه رنګه د بقرة په سورة کې ۲:۱۲۰ الله تعالی فرمائیلی دي:

چې ستاسو نه به تر هغه پورې یهود او نصاری خوشحاله نشي ترسو چې تاسو د هغوي دین قبول نه کړې

همداسی سورة عمران کې الله تعالی وئیلی دي:

ای ایمان والاو! غیر خپل راز دار مه جوړوئ، هغوي به تاسو د خرابي رسولو پورې هیڅ هم چانس نه پریږدوي، هغوي خو هغه څیز خوښیږي کوم چې تاسو ته ضرر در رسوي. او بیا په سورة ممتحنه کې مسلمانانو باندې زیاتۍ کوونکو په باره کې الله فرمايي چې الله تعالی تاسو د هغه خلګو دوست جوړولو څخه منع کوی چا چې د دین په معامله کې تاسو سره جنګ وکړاو چې تاسو یې د خپلو کورونو څخه وشړلی یا یې ستاسو په شړلو کې کمک وکړ. او هر چا چې هغوي خپل دوست جوړ کړ په ریښتونۍ توګه هغوي ظالیمان دي.

حوالې:

19۔۱۔الرحیق المختوم، صفی الرحمن مبارک پوری، المکتبہ السلفیہ لا ہور،مئی ۲۰۰۰ء ، ص۱۵۳۔
20..The preaching of Islam, T.W.Arnold, W. Archibald Constable & CO.1896
21.. The Life of Muhammad,William muir,Smith Elder &Co London,1861,p34
22.History Of The Decline And Fall Of The Roman Empire,E Gibbon Vol 5,p 58.
23۔ضیاء النبی، ج۶، ص۲۵۳۔
24..The Koran, George Sale,Trubner & Co., Ludgate Hill,London,1882,P107
25.The Koran, George Sale,Trubner & Co., LudgateHill,London,1882,P105
26۔ ضیاء النبی ، ج۶، ص۳۷۰۔
27..The Bible, The Quran And Science,Maurice Bucaille,Dar Al Ma’arif Cairo, Egypt,P125
28.ضیاء النبی، ج۷، ص۴۶۹۔
29۔ سلاطین۱۱:۳۔


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more