هنر،ادب او پښتو نحوه
د پښتو په معاصر شعر کې يار ، اشنا ، جانان ؟؟
      زهيرشينواری
      02.10.2004
    
[color=red:bd00044884]..................................د پښتو په معا صر شعر کې:
   .........................................                         جانان، يار، اشـــنا ... ؟؟[/color:bd00044884]
جانان، يار، اشنا دری واړه مترادفی کلمی دی چې زموږ د اوسنی پير د ځوانو شاعرانو په شعرونو کې په تکرار تکرار ليدل کيږی. يار او اشنا په ورستيو وختونو کې د پښتو په شعر کې  را ټوکيدلي خو د (جانان) کلمه  بيا ډيره لرغونې  ده چې نه يوازې په کلاسيک ادب کې، بلکی  زموږ د ژبې په فولکو ريک ادب کې هم زياته تر سترګو کيږي. په ځانګړې توګه په لنډيو کې ډيره کارول شوی ده:
 جانان مې ســـــــــــــر په وطـــن کيښود-  په تار د زلـــــــفـــــــو به کفن ورتــــــــــه ګنډمه
جانان  زما زه د جـــــــانـــــــــان يـــــــــم  –  که په بازار مـــــــــــــــــې خرڅوي ور سره ځمه
جانانه لاړې اســـــــــــــــماني شـــــــوې – اسمان چې ځمکې تـــه راځي قيامت به وينه
   خدايه نری نری باران کړې           _         چې د جانان ګډې تړلې پاتې شينه 
نری نری   باران    وريږي              _            شال مې لمديږي د جانان ديدن ته ځمه
جانانه خپل وطن ته راشه               _          که خلک ډير دي پرې اباد دي خپل کورونه 
له پورتنيو لنډيو څخه په څرګنده جوتيږی چې دا په پښتني ټولنه کې د ښځينه پاړکي غږ دی چې د خپل معشوق له پاره يې پورته کړي او سينه په سينه د يوه نسل څخه بل ته ليږديدلی دي.
باران  په لپو لپو اوري          _       ليلا منګی په سر ګودر غاړې ته ځينه 
که مو ږ همدا لنډۍ داسې ووايو :
باران په لپو لپو اوري                     _     جانان منګی په سر ګودر غاړې ته ځينه 
څه فکر کوې دا به سمه خبره وي  ، جانان چې يوه مذکره صبغه لري ، منګی په سر کړي او د  ګودر  غاړې ته  لاړ شي ؟ زه فکر کوم هيڅوک به   د لنډۍ ددې فورم   سره موافق نه وي . نو اصلي پوښتنه داده  چې بيا نارينه شاعر د کوم منطق له مخې ځان ته دا حق ورکوي  چې په خپل شعر کې وايي : زه د جانان په زلفو کې زانږم ، ياد يار په زلفو کې ګوتې وهم . يا د اشنا د سرو شونډو نه ځاريږم .......؟؟؟؟؟؟؟؟
 په عمومي توګه ويلی شو چې د (جانان ) کلمه په لنډيو کې سمه کارول شوی. ځکه د ژبې د ګرامري جوړښت له پلوه ( جانان ) مذکره صبغه لری او ښځينه قشر يې په خلا ص مټ د خپل مخالف جنس يعنی د نارينه سره د مينې په منظور کارولی شي .
 له اره ( جانان ) د فارسی د ( جان= روح  ) له کلمې  څخه اخيستل شوې او له فارسی ادب څخه په عينی بڼه پښتوادب ته هم را ننوتی کلمه ده .په فارسي ادب کې  د (جانان) کلمه  په دوه اړخيزه توګه کارول کيږی په دی معنی چې عاشق يې  خپلې معشوقې ته او معشوقه يې خپل عاشق ته (جانان) ويلی شي. ځکه په فارسي ژبه کې د پښتو په څير د (جانان) په کلمه کې مذکره يامونثه  صبغه نه شته . 
 دا چې د کلاسيک ادب شاعرانو د جانان کلمه زياته کارولی داد هغه وخت ځانګړی شرايط و.  ځکه فارسي ژبې نه يوازې په سيمه  ، بلکی د هند په نيمی  وچه کې  يې هم پراخه واکمنی درلوده او د عربی ژبی تر څنګ په دويمه درجه د اسلامي علومو يو شتمنه او بډايه ژبه وه. پښتنو ملايانو به خپلی اسلامی زده کړې په عربی او فارسي ژبو تر سره  کولې او همدغو ملايانو به بيا ، د کليو په جوماتونو کې لومړنی مذهبي زده کړې په عربي او  د فارسي ژبې له مشهورو کتابونو لکه:پنج کتاب، ګلستان، بوستان، او داسی نورو له مخی ماشومانو ته هم ښودلې. نوپه دی ډول هغه وخت د  فارسي ژبې اغيزه دپښتنوپه شفاهي او تحريري ادب يوه حتمی خبره وه. چې بيلګی يې موږ د پښتو د کلاسيک شعر په ځانګړی توګه د فاقيو په بڼه کې زيات ليدلی شو  لکه:
 نمايان، مژګان، ګريبان، ستاره ګان، درختان، بيابان او بلاخره د جانان په څير کلمې  په  کراتو ، کراتو تر سترګو کيږي . 
د شلمې پيړۍ په نيمايي کې پښتو ژبه ديو شمير نومياليو پوهانو  لکه : پوهاند عبدالحی حبيبي  ، پوهاند صديق الله رښتين ، مولانا قيام الدين  خادم ، ګل پاچا الفت ، عبدرالروف  بينوا ، عبداشکوررشاد قاضي عطاالرحمن ، ظفرکاکاخيل .............او په سياسي ډګر کې خان عبدالغفار خان او وزير محمد ګل خان د هلو ځلو او هڅو په مرسته  دسکوت اوجمود له حالته راوو تله او د نړۍ د ژونديو ژبو په ليکه کې ودريده  .په دې پير کې پښتو ژبه خپلې اصلي بڼې ته راواوښتله ، ګرامر  يې وليکل شو ، دسمې  ليکنې  املااو انشا له پاره يې  معيارونه و ټاکل شول .او ورسره سم پښتو ادب په پښتني  ګاڼه سينګار شو .ځوان کول ورور د بهرنيو ژبو له اغيزې راووت او پښتو ادب ته يې نوی روح او نوې ساه ورکړه . خو  هغه څه چې تر اوسه يې  په پښتو شعر کې  خپله واکمني ښه په درزچلوي   هغه د ( جانان ) کلمه ده . 
زه دا منم چې د جانان کلمه اوس موږ ته پردی نه ښکاري ، هغه راته ډيره خوږه او په زړه پورې   ښکاري  ځکه  زموږ په مغزو کې حک شوې نو له دې امله هرچا په بيلا بيلو بڼو کارولې ده . څوک خپل ورک ارمان جانان بولي ، څوک د خپل زړه پټ معبود جانان بولي ، څوک  خپل وطن جانان وطن يادوي ، ښځينه يې خپل مين ته کاروي  ، دغه ډول ورته ډير موارد شته چې د جانان دکلمې  کارونه او استعمال  ښه او په ځای ښکاري خو په يو مورد کې ډيره پيکه او بې خونده ښکاري  اوهغه چې په مستقيمه توګه   د معشوقې له پاره د جانان خطاب کوي : 
زما نيوکه په همدې مورد کې ده ځکه چې يوه ورځ مې په يوه اخبار کې د يوه ځوان شاعر شعر په دې ډول ولوست :
زما  جانان ، د ګودر په غاړه _ په سرو لاسونو ، سره منګي ډکوي 
نو اوس تاسو پخپله قضاوت وکړی چې دلته شاعر د   جانان کلمه  سمه کارولې ؟ څومره به ښه وای که د جانان په ځای يې ليلا راوړې واې 
زما  ليلا، د ګودر په غاړه _ په سرو لاسونو ، سره منګي ډکوي 
جانان او ليلا دواړه پردۍ کلمې دي  خو د جانان په ځای  ليلا ځکه سمه ده چې مونثه صبغه لري او  د شعر محتوی سره هم په  ټکر کې نه راځي .
ځکه په پښتني ټولنه کې  د ګودر په غاړه يوازې ښځې راټوليږي او همدا ښځې دي چې خپل لاسونه سره کوي او بيا په خپلو سرو لاسونو منګي ډکوي . نو اوس تاسو پخپله فکر وکړی چې زموږ د ځوان نسل شاعران د کوم منطق له مخې د ليلاا ، محبوْبې ، معشوقې ، نازولې ، نازنينې او داسې نورو کلمو په ځای د مذکرې صبغې لرونکې کلمه  يعنې جانان  کاروي . په دغسې مواردو کې زما په نظر  د جانا ن د کلمې کارونه او استعمال هيڅ منطق او جواز نه لري ځکه دا زموږ د ژبې د ګرامري جوړښت  سره په هيڅ ډول اړخ نه لګوي . 
ما څو څو ځلې دا خبره د ځنو شاعرانو سره د بحث له پاره وړاندې کړې خو هيچا يې  سم ځواب نه دی راکړی او يوازې دومره استدلال کوي چې پروا نه لري  ، دا له پخوانيو را پاتې کلمه  ده او د ډيرو لويو لويو شاعران په شعرونو کې هم راغلې ده . خو زه وايم په پټو سترګو د نورو تقليد به سمه خبره نه وي ، هغه وخت بيل شرايط وو او نن بيل ، نن ژبې ډيره وده کړې او د همدې ودې په رڼا کې زموږ شاعران بايد له نو ښت نه کار واخلي نوي نوي ترکيبونه او استعارې په کار واچوي . زما په نظر د تيرو سوليدلو کلمو بيا بيا استعمال او کارونه او هغه هم چې د ژبې د ګرامري جوړښت سره سل په سلو کې سمون نه لري ،  راوړل به يې سم کار نه وي .
په ورستيو وختونو کې ځنو شاعرانو د جانان د کلمې ترڅنګ د يار او اشنا دکلمو کارونه هم پيل کړې خو استعمال يې بيا هم کټ مټ د جانان  په څير دی ، لاندې شعري بيت ته د بيلګې په تو ګه  پام وکړی :
چې ولونه ولونه  دې په مخ باندې خورې شي اشنا _زلفو ته شړق ورکړه لږراته کاږه وګوره
                                                                                                                ( مينې مجله  ٤٣ مخ ) 
که پورتني بيت ته سم وکتل شي  نو په ښکاره ورنه دا جوتيږي  چې نارينه شاعر خپلې محبوبې ته  د اشنا کلمه  چې مذکره صبغه  لري کارولې ده ځکه زلفو ته شړق ورکول او کاږه کتل  د ښځو ځانګړتيا ده خو دا چې ګران شاعر ولې ورته د(  اشنا )  خطاب کړی ، کيدای شي ځواب يې همدا وي چې نورو شاعرانو هم همداسې کلمې استعمال کړي نو زه يې هم  کاروم . لاندې بيتونو ته هم پام وکړی :
تورې سترګې شونډې سرې راشه ګودر ته _ پيغلې مه کوه نخرې راشه ګودرته 
تل غمجن ناست يم په زړه ښکليه جانانه _ که مې زړه خوشالوې راشه ګودر ته 
                                                                                            ( مينې مجله -  ٤١ مخ  ) 
د پورتني شعر په  اول بيت  کې ډير ښه تصوير وړاندې شوی خو په دويم بيت کې د جانان کلمې پيکه کړی دی ځکه ( تل غمجن ناست يم ) نه معلوميږي چې شاعر نارينه دی خو ښکلی جانانه ! د کلمې استعمال سړ ی  نه لاره ورکوي  چې د شاعر مقصد څه دی ؟ 
شوخ نظره ګرم دې کړم په کوم  سبب _  ما خو ښکلولو د جانان نظر 
هير مې که اشنا مګر لږ سوچ وکړه  _  پروت دی ستا په مخ د يو افغان نظر 
####
سترګې ډيرې دي په سترګو ورته ګورم _ خو په زړه مې د اشنا سترګې خوږې شوې 
ترې چاپير مې کړل لاسونه په ژړا شوم  _ چې رايادې د هجران تورې تيارې شوې 
####
د(  جانان ، اشنا ، يار ) کلمې  فکر کوم د پښتو ژبې  د هر شاعر په شعر کې په يوه بڼه نه په يوه بڼه کارول شوي دي  . خوپه ځنو ځايونو کې په سمه بڼه او په ځنو ځايونو کې په     نا سمه بڼه دي . زه نه غواړم چې اوس د هر شاعر له ټولګو نه يوه يوه راوباسم چې په دې ځای کې د جانان کلمه سمه ده او په دې ځای کې نا سمه . خو هيله مند چې ګرانو لوستونکو به زما مقصد درک کړی وي . او په راتلونکې کې به ،  دې ډول استعارو ته چې زموږ د ژبې دګرامري جوړښت سره په ټکر کې راځي پوره پاملرنه وکړي .
      
      03.12.2004
    
[color=blue:791bd6b194]زهير صاحب  له سلامو  او نېکو هيلو وروسته په درنښت  زياتوم  چې  تاسو  د اشنا په  هر اړخيزه  ارزونې کې  بيا هم دغه دوه ټکې له پامه  غورځولي پرې ايښي دي. 
 ــ  آيا  اشنا  هم لکه خندا، رڼا ، ليلی  او وفا په څير  ښځينه (مؤنثه)  صيغه نه ده؟ داچې نارينه  دوست ته هم کارول شوې ده   اصطلاحي  معنی  يې  د نارينه دوست  په مفهوم خپله کړې ده ، نه لغوي !
ــ  سره ددې دا توپير هم په نظر کې ساتل پکار دي چې اشنا   نارينه  او  ښځينه دواړو ته پر يوه  معنی نه کارول کيږي. نارينه ته دبل نارينه له خوا د يوه دوست يا انډيوال په پوهيز سره کارول کيږي چې د عشق سره هيڅ تړاو نه لري، خو  ښځو ته د معشوقې  په معنی  کارول کيږي اوپه اشعارو کې  هم  يواځې د معشوقې  د پوهيز او مفهوم په توګه  استعمال شوی دی . البته کيدای شي چې  د معشوقې له خوا هم عاشق ته د  اشنا وييز  د ﻻلي پر ځای  کاريدلی وي ،چې هيڅ  پروا نه لري ،  خو بايددهغه ناوړه استعمال  څخه  يې چې د هيواد په ځينو سهيل لويديځو سيمو کې  د لواطت  د معشوق  له پاره  ترې کار اخيستل کيږي، په هرصورت  سخته کرکه وشي او په ژبني قاموس کی په هيڅ شان ځای ورنکړل شي . په درنښت[/color:791bd6b194]