د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د الله جل جلاله د اوامرو سرعت.

محمود سعيد
26.05.2012

السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته.
دلته يو وخت د ځمکې او آسمانونو د پيدايښت په اړه بحث شوی وو، ما و لټولو، پيدا شو او څرګندونه مې هم پرې وکړه، خو اوس نه ښکاري.
د هغه بحث په لړ کې د دې آيت شريف په اړه بحث نيمګړی پاته شو، هيله ده اوس ېې درانه عالمان روښانه کړي.
الله جله جلاله د سجده سورت په پنځم آيت کې فرمايي:
(يُدَبِّرُ الْأَمْرَ مِنَ السَّمَاء إِلَى الْأَرْضِ ثُمَّ يَعْرُجُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ أَلْفَ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّونَ)
ژباړه: الله پاک ټول کاینات له ځمکې تر آسمانه تر خپل تدبير لاندې لري او وروسته د هغه د امورو تدبير په ورځ کې چې کچه ېې ستاسې د شمېر له مخې زر کاله ده، د هغه لور ته ورګرزي.
د پورتني آيت له مخې زموږ د زرو کلونو په لړ کې سپوږمۍ هر کال دوولس ځله له ځمکې راګرځي او په ۱۰۰۰ کلونو کې دوولس زره ځله کيږي چې په دې ترڅ کې ۲۵،۸۳۱۳۴۷۲۳ ميليارد کيلومتره واټن وهي.
اوس پوښتنه دا ده چې د الله جلاله د اوامرو تېزوالی څومره دی؟
آيا د نور له سرعت سره پرتله کېدای شي؟
موږ له الله (ج) څخه د لرېوالي ټکی کارولای شو؟
که موږ د نور په سرعت حرکت وکړو نو له ميليونونو کلو وروسته هم ځينو سيارو ته حتی نشو رسېدلای، په داسې حال کې چې دا کشف شوې سيارې موږ ته تر نورو ناکشف شوو سيارو ډېرې نږدې دي.
په درنښت


محمود سعيد
28.05.2012

لا هم ستاسې ښاغلو ځواب ته په تمه يم.



ع کريم حليمي
29.05.2012

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته
[quote:b65fd97bf2] اوس پوښتنه دا ده چې د الله جلاله د اوامرو تېزوالی څومره دی؟
آيا د نور له سرعت سره پرتله کېدای شي؟
موږ له الله (ج) څخه د لرېوالي ټکی کارولای شو؟ [/quote:b65fd97bf2]
ګرانه وروره ! نه ّهیڅ کله يې د مخـــــــــــــــــــلوق د سرعت سره نشې پرتله کولای ، که رب العزت أراده وکړي د "کن فیکون" نو په داسي أراده کښي وخت ځای نه لري ، اما که اراده وکړي چه فلان خلقت دي په ۶ ورځی وشي
نوبیا ۶ ورځی وخت اخلي

هو ! خود او طبعآ ویلی شې چه فلان بنده له رب العرت نه اري دي ، يعني هر هغه څوک چه یو ټینګه رابطه (صلة) له رب سره نه لري نو دغه بنده له خپل رب نه لرېٖٖٖٖٖٖٖٖٖ دی ، او هر هغه څوک چه يو ټینګه رابطه ولري نو دغه بنده و خپل رب ته نیزدې دی ، البته خبره مادي نه ده ولي چه رب العزت د مادېٖٖٖٖٖٖ خالق دي ، او د مادیٖٖٖٖٖٖٖ سره په ذات شراکت نه لري ،‌نو هیڅ کله دانشو ویلای مادي لېري او یا نیزدې

درنښت



ع کريم حليمي
30.05.2012

السلام علیکم و رحمة الله
محترم او مکرم محمود سعيد صاحب ، تاسوته مي یو لنډ او کوتا جواب ولیکلی ، ولي چه ! د دغه لاندي جملو په ارتبات نه پوهېږم ، او څه ارتبات لري ستاسو له پوښتنو سره ، که ووایم چه څنګه ارتبات ورکوئ ستاسو له پوښتني سره ؟؟

[quote:6fa8f94c53] که موږ د نور په سرعت حرکت وکړو نو له ميليونونو کلو وروسته هم ځينو سيارو ته حتی نشو رسېدلای، په داسې حال کې چې دا کشف شوې سيارې موږ ته تر نورو ناکشف شوو سيارو ډېرې نږدې دي[/quote:6fa8f94c53]
درنښت


محمود سعيد
31.05.2012

عليکم سلام ورحمت الله وبرکاته.
دروند او قدرمن ورور حليمي صيب!
ستاسې له ښکلي ځواب او څرګندونو يوه نړۍ مننه. دلته زما هدف خدای مه کړه دا نه دی چې زه د الله کړنې له مخلوق سره پرتله کړم، خو دا چې د هغه اوامر او حکمونه تر بندګانو پورې د نورو مخلوقاتو (ملائکو) له لارې رسيږي، نو ځکه مې دا پوښتنه وکړه. دا چې ملائکې له نور څخه جوړې دي، نو کېدای شي چې د نور په سرعت به حرکت کوي او دا حکمونه به د الله (ج) له لوري بندګانو ته رسوي. دلته مې د الله پاک د کائناتو د پراخوالي يادونه کړې ده.
همدا شان تاسې يادونه کړې ده، چې بندګان الله (ج) ته په لرېوالي او نږدېوالي کې توپير لري. پوښتنه مې دا ده چې په پورتني آيت کې د لرې او او نږدې نه بلکې د مطلق زرو کلونو يادونه شوې ده، دا زر کلونه څه ډول تفسير کولای شو؟


پتوال
17.06.2012

اسلام علیکم و رحمة الله وبرکاته !
سعید صاحب ،
سپوږمۍ د ځمکې یا لمر په مدار څرخېدل هغه فاصله او وخت نه ورکوي چې تاسو یې دځمکې او الهي آوامرو د مرکز (عرش) او
ځمکې ترمنځ معلومول غواړئ !

خو که ستاسې دا دلیل چې ملایکې له نور څخه جوړې او د نور په سرعت د ځمکې او عرش العظیم تر منځ زرکلن واټن
وهي او ځې راځي اساس ونیسو نو بیا که کال هم شمسي نه ، بلکې قمري حساب کړو. نو

30585600000 = (60x60x24) x(354)X(1000)
ثانیې شوې چې:

30585600000x300000

9175680000000000=
یا 9 زره یو سلو پنځه اویا تریلیارده او 680 ملیارده کیلو متره فاصله ترې لاسته راځي!

نو له نور څخه د ملایکو د جوړښت او نوري سرعت په اساس باید د معراج شپه هم د ځمکې په مخ دوه زرکاله اوږده شوې وي
څو د جبراییل (ع) په وزر عرش ته په فزیکي ډول د محمد (ص) تګ او راتګ دواړه ممکن شوي وای ، خو یواځې
د روح تګ او راتګ ( د خوب مشابه ) په ثانیه کې هم کېدای شی!
والله اعلم .


حمید هڅــاند
19.09.2012

ټولو مګلرو ته سلامونه او نېکې هیلې؛
یو وخت ؤ چې زه له ساینس سره د تړلیو پوښتنو په اړه خورا حساس وم، تل مې هڅه کوله ځان پوی کړم او ځواب ولټوم. البته، اوس هم هماغه تنده راسره ده، خو د نظر اظهار کې احتیاط کوم. سعید صیب چې کله دا پوښتنه مطرح کړه، هماغه ورځ مې غوښتل څه پرې ولیکم، خو داچې پوښتنه مفسرینو ته راجع وه، نه مې وغوښتل ځواب ولیکم. البته، یوه خبره باید رڼه کړم، دا ځواب زما خپل نظر نه دی، بلکې له بیلابیلو پرلیکه سرچینو او وېډیوګانو څخه مې راټول کړی دی.

مسلمانان په دې ګروهه دي چې ملایکې له نور څخه پیدا شوې دي. همدا ملایکې دي چې د الله جل جلاله اوامر پلي کوي. زموږ د مخلوق نړۍ د ملایکو راتګ ضروري خبره ده. ولي؟ کوم ځای کې مې د ذاکر نایک خبره په یاد ده، ده ویل، الله جل جلاله په هرڅه قادر دی، خو ځینې کارونه د الله جل جلاله د اوصافو خلاف دي، له دې ځایه ده چې الله جل جلاله دا کارونه نه کوي. مثلا: د نړۍ پیداکوونکی باید د نړۍ د مخلوق شویو قوانینو لاندې، مخلوق شوې نړۍ ته نه شې را، ځکه، په دې ډول د نړۍ پیداکوونکی ذات د وخت، سرعت، مکان او نور.. تر قید لاندې راځې. که پام ځېرنه وکړو، په اخلاص سورت کې الله جل جلاله فرمایي:

وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ
And there is none like unto Him.
ژباړه: (په ذات او صفاتو کې) هیڅ څوک له ده ( جل جلاله) سره د پرتلې او مشاهبت وړ نه دی.

نو چې الله جل جلاله تر مخلوق شویو قوانینو لاندې، مخلوق نړۍ ته دننه شي، زموږ سره یې پرتله ممکنه کېږي ( مثلا په سرعت، مکان) او نورو کې. او دا کار امکان نه لري، یا په بله وینا، د الله جل جلاله له ذات او صفاتو سره اړخ نه لګوي. اوس موږ پوهېږو چې ولې باید ملایکې دې نړۍ ته تر مخلوق شویو قوانینو لاندې دننه شي. البته، یوې خبرې ته مو پام را اړوم، د اوامرو په اجرا کې په اصل کې الله جل جلاله ملایکو ته نیاز نه لري، هغه جل جلاله خو چې ووایې ( وشه) هغه ( کېږی). مګر، بیا هم، ملایکې خپلې خاصې دندې لري، او دوی د الله جل جلاله له اوامرو څخه هیڅکله سرغړونه نه کوي.

نو تر دې ځایه موږ دې پایلې ته رسېږو چې الله جل جلاله د اوامرو پلې کول د ملایکو په غاړه دي، او ملایکې زموږ په څیر مخلوق دي چې له نور څخه پیدا شوې دي.

ملایکې باید دا امور په ځانګړې سرعت ترسره کړي او داچې دوی له نور څخه پیدا شوې دي، د دوی سرعت هم د نور هومره کېدای شي.

اوس راګرځو د سجدې سورت، پنځم ایت شریف ته:

يُدَبِّرُ الْأَمْرَ مِنَ السَّمَاءِ إِلَى الْأَرْضِ ثُمَّ يَعْرُجُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ أَلْفَ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّونَ
He rules (all) affairs from the heavens to the earth: in the end will (all affairs) go up to Him, on a Day, the space whereof will be (as) a thousand years of your reckoning.

ژباړه: الله پاک (ټولې) چارې له اسمان څخه تر ځمکې پورې اداره کوي. او بیا دا چارې بیرته ده (جل جلاله) ته په یوه ورځ کې ورګرځې، د کومې اږدوالي چې به زر کاله د هغه وی چې تاسو پرې حساب کوئ.

دا اداره او اوامرو لېږد د ملایکو له دندو څخه دی. نو ملایکې به په یو ځانګړی سرعت دا اوامر وړي راوړي. خو چیرته؟

د (قران معجزې ټولنه) چې یوه پرلیکه ټولنه ده لیکي، ملایکې دا اوامر له لوح محفوط (preserved Tablet) څخه وړي. یانې، د ملایکو تګ را تګ له همدې ځایه پیلېږي ( نه له عرش څخه).
اوس پوښتنه داده چې، پخوا واټن څنګه اندازه کېده؟ پخوا به خلکو واټن په کیلومتر یا میل باندي نه اندازه کاوه، بلکې پرځای به یې ویل چې د یوې مالومې کچې واټن وهلو لپاره د څو ورځو پلي تګ ته اړتیا ده. د بېلګې په توګه، ویل به یې چې یو کلی یوه ورځ لېرې ده، موخه به داوه چې همدغه کلي ته د یوې ورځې پلي تګ واټڼ شتون لري. خو په ایت شریف کې (زر کاله) د دوي د (حساب) له مخې یادونه شوې ( نه د دوی د پلي تګ له مخې). یانې څه؟؟ که پام مو وي، هغه مهال خلکو سپوږمیزه کلیزه تعقیبوله چې پکې دولس سپوږمیزې میاشتې ( پړاونه) شتون لري. په بله وینا، دا میاشتې لمریزې نه بلکې سپوږمیزې وې چې دوی به حسابولې.

بل پلو، د ستور پېژندنې علم له مخې، یوه ځمکنۍ ورځ ( د ستورو په پرتله) ۲۳ ساعته، ۵۶ دقیقې او ۴.۰۹۰۶ ثانیې ده. یانې یوه ورځ ۸۶۱۶۴.۰۹۰۶ ثانیې ده.
ولي؟
ځکه، د انشټاین له خولې، وخت پرتلیز دی، یانې له یوه ځایه بل ته توپیر کوي. څنګه؟ ده به ویل چې زما ګړۍ ممکن ستا د ګړۍ برابره نه وي، ځکه فشار او د جاذبې قوه ورباندي تاثیر لري. دا او نور لاملونو پایله دا کېږی چې (وخت) پخپله پرتلیز شي ( نه مساوي).

راځم اصلې خبرو ته، نو په یوه ورځ کې ملایکه د زرو کالونو واټن وهې چې موږ یې حسابوو ( یاد مو وی چې زموږ کلنی حساب سپوږمیز دی). څنګه چې ایت شریف واټن ته اشاره کړې، نو ملایکې به دومره واټن وهې چې زر کاله یې سپوږمۍ وهي ( زموږ حساب). هر کال سپوږمۍ دوولس ځله په سپوږمیز مدار ګرځي، نو زر کاله کې به دوولس زره ځله شي ( ستا د خبرې په تائید، سعید صیب).

له بل پلوه، موږ دا لاندې فورمول لرو:
speed=Distance/time
مهال/واټن=سرعت
لاندې اړیکې په پام کې ونیسئ:

ــسرعت = د چارو سنمبالښت
ــ مهال=یوه ورځ
ــ واټن=زر کاله

([color=red:8f68e79dca]زر کاله[/color:8f68e79dca] ستاسې د [color=green:8f68e79dca]حساب [/color:8f68e79dca] له مخې)
۱۰۰۰ کاله=۱۲۰۰۰ میاشتې
واټن= په یوه میاشت کې په سپوږمیز مدار باندې د سپوږمۍ سفر
نوـ

[color=red:8f68e79dca]واټن[/color:8f68e79dca]
=۱۲۰۰۰L څخه.
له بل پلوـ
L=v.t
v=v0.cosα

[color=green:8f68e79dca]
v0=3682.07 km/hr
α=26.92848
t=655.71986hrs
نو-
t=86164.0906sec[/color:8f68e79dca]

=12000. (v0 . cosα).T= 12000x3682.07km/hr X 0.89157 X 655.71986hr

[color=red:8f68e79dca]== 25831348015.086
[/color:8f68e79dca]

اوس نو:
speed=Distnace/time

speed=25831348015.086 km/ 86164.0906sec
speed=299792.49

او وروستی عدد د نور سرعت دی چې په لنډ ډول یې خلک ۳۰۰۰۰۰ کیلومتره پر ثانیه حسابوي، خو دقیق عدد یې 299792.49 کیلومتره پر ثاینه دی.

یانې، ملایکې له نور څخه پیدا دي، او د ایت په اړه حسابوي څېړنې هم همدغه سرعت ته ګوته نیسي. نو دا د الله جل جلاله د هغو اوامرو سرعت دی چې ملایکې یې ترسره کوي او ملایکې له نور څخه پیدا دي ( والله اعلم)

د نور سرعت په قران کې: ( کیلومتره په ثانیه)
299792.49

U.S. national bureau of standards
299792.4574
+0.0011

the British national physical laboratory

299792.4590
+0.0008

نوربیا...


حمید هڅــاند
19.09.2012

په تیر پسې...
سعید صیب، د ایت شریف تشریح په پورته ډول ده، او ستا پوښتنې:

[quote:2ec9b92968]اوس پوښتنه دا ده چې د الله جلاله د اوامرو تېزوالی څومره دی؟
[/quote:2ec9b92968]

الله جل جلاله چې ووایې (وشه) نو ( کېږي). الله جل جلاله د وخت له قید څخه بهر ده، ځکه خو ورته اذلي او ابدلي ویل کېږي، له دې ځایه ده چې اوامر یې هم د وخت له قید څخه بهر دي، چې ووایې کن، هغه کېږي. خو داچې زموږ مخلوق هرڅه د وخت تابع دي، نو زموږ د پوهاوي لپاره یې اوامر د ملایکو په لاس پلي کړل، څوک چې موږ غوندي د وخت تابع دي ترڅو زموږ سر خلاص شي. داسې یو کار چې وخت پکې دخیل نه وي، هغه زموږ له اعصابو او فکر نه لوړ دي، خو چې وخت داخل شي، زموږ اعصاب کار پیلوي او سر مو خلاصېږي. نو قرانکریم هم زموږ د پوهاوي لپاره راغلی دی، خبرې یې باید زموږ لپاره اسانه او د پوهاوي وړ وي. د ملایکو په لاس د اوامرو پلي کول هم له همدې ځایه دي ترڅو وخت داخل شي او هرڅه زموږ د پوهاوي وړ شي. یا د غربیانو په اصطلاح د طبیعت تر قوانینو لاندې اجرا شي.

سعید صیب، که د پورته تشریح په اړه دي پوښتنه وه، بیرته یې مطرح کړه.

[quote:2ec9b92968]آيا د نور له سرعت سره پرتله کېدای شي؟
[/quote:2ec9b92968]

سعید صیب، زما له پورته توضیح نه به دې پایلې ته رسېدلی یې چې، دا د ملایکو له خوا د اوامرو پلي کېدل دي چې تاسو یې په اړه پوښتنه لرله. ځکه خو، د الله جل جلاله په قدرت او خوښه، د ملایکو له خوا د اوامرو پلې کېدل د نور له سرعت سره پرتله کولی شې، نه د خدای جل جلاله. او د نور سرعت په اړه ما په مخکینۍ لیکنه کې محاسبه په ګوته کړه.

[quote:2ec9b92968]موږ له الله (ج) څخه د لرېوالي ټکی کارولای شو؟
[/quote:2ec9b92968]

نه، ځکه الله جل جلاله شتون د واټن تابع نه دی. زموږ فکر نیمګړی ځکه دی چې زموږ هرڅه د وخت او مکان تابع دی. د هرڅه په فکر کې موږ ته دا پوښتنې وي: چیري، څومره، څنګه، څه وخت. خو د الله پاک ذات له قیدونو لرې دی، ځکه خو موږ ته منع ده چې د الله په ذات کې فکر وکړو. علت دادی چې زموږ ناقص ذهن د داسې قیدونو تابع دی چې د الله ذات ورڅخه بري دی، نو زموږ ذهن نه شي کولی داسې یو فکر وشې کړای. هو کې، د الله پاک د کایناتو په اړه چې راته سپارښتنه شوې، علت دادی چې ټول کاینات د ټولو هغو قیدونو تابع دي، چې زموږ ذهن یې تابع دی، له دې ځایه ده چې په اړه یې زموږ څېړنه پایلې ته رسېدای شي. هسې خو الله پاک موږ ته ترشارګ هم لنډ دی.

[quote:2ec9b92968]که موږ د نور په سرعت حرکت وکړو نو له ميليونونو کلو وروسته هم ځينو سيارو ته حتی نشو رسېدلای، په داسې حال کې چې دا کشف شوې سيارې موږ ته تر نورو ناکشف شوو سيارو ډېرې نږدې دي. [/quote:2ec9b92968]

دلته څو خبرې په پام کې وساته، سعید صیب:
لومړی: ملایکو د اوامرو پلي کولو یوه ورځ زموږ له زرو کلونو سره برابره ده؛
دویم: ملایکې له کوم ځایه اوامر اخلي، دا نه ده مالومه، خو ځینې، لکه پورته یاده ټولنه لوح محفوظ ته ګوته نیسې چې موږ ته لنډ، یا لومړي اسمان ته لنډ ځای دی.

دریم: د اسمانونو د څرنګوالي په اړه لا هم موږ نه یو پوهېدلي.

که دې د دا وروستو خبرو په اړه کومه پوښتنه وي، بیرته یې مطرح کړه.

درنښت


تخاري
20.09.2012

دلچسپه مباحثه مو کړی ده، ماته یو ضمني سوال پیدا شو :-

د ملایکو د سرعت اټکل د دوی د نوري جنس له مخې کوی، کنه بل او بیل دلیل ورته لری ؟؟


حمید هڅــاند
21.09.2012

تخاری صیب، که دې زما لومړۍ لیکنه په دقت لوستلې وای، داسې پوښتنه به دې نه کوله :wink: خیر؛ د ایت شریف ژباړه او تشریح ولوله، انسان تېر وځي، خو د منطق په رڼا کې ممکن سم تفسیر شوی وي، په هغه صورت کې، د ملایکو د تګ پرتله له نور سره د ایت شریف له تشریح څخه زه ترلاسه کوم. البته، که څوک په تشریح کې نیمګړتیا پیدا کړي، بیا نو بیله خبره ده.

درنښت


تخاري
22.09.2012

هڅاند صیب

ما ستا د حساب کتاب له لوستلو وروسته خپله پوښتنه مطرح کړه.

زه په دی کی تردید نلرم چی:-

1( د نور سرعت هغه نه دی چی تاسو حساب کړی
2( یا دا چی ملایکی له نور څخه نه دی پیدا شوی

زما پوښتنه داوه او ده چې د نوري جنسیت او نوري سرعت تړاو مو له کومه کړ؟؟؟

په بل عبارت مونږ او تاسو له خاورو جوړ یو، نو ایا زمونږ د خاورین جنسیت له مخی مونږ ته د Soil Mechanic د تیوری له مخی د خاورو د یو تر ټولو مشخص صفت نسبت کیدلای شي؟

او یا هم یخ یا واوره چې له اوبو څخه جوړ دی ایا د اوبو مشخص صفات لرلای شي؟


حمید هڅــاند
22.09.2012

سلامونه تخاری صیب،
نه تخاری صیب، تاسو زما لومړۍ لیکنه سمه نه ده ویلې. ځکه:
تاسو لیکلي چې زه په دې کې تردید نه لرم چې:
[quote:0eb30392b5]1( د نور سرعت هغه نه دی چی تاسو حساب کړی [/quote:0eb30392b5]
زه هم نه وایم چې ته به د نور په سرعت کې تردید لرې، خو ما د نور سرعت نه دی محاسبه کړی!!
د نور سرعت ثابت دی چې 299792.49 کیلومتر پر ثانیه دی. په دې کې اختلاف شتون نه لري، نو بیا ما څه محاسبه کول؟ هغه د ادم خان او درخانۍ کیسه شوه ګوره. ما د نور سرعت نه محاسبه کاوه، بلکې د ایت شریف په رڼا کې مې د اوامرو سرعت محاسبه کړ چې د نور سرعت ترې جوړ شو. نو داچې دا اوامر ملایکې پلي کوي، زما محاسبه شوی (البته دا زما محاسبه نه بلکې، د نړۍ د بیلابیلو اسلامپوهانو څېړنه ده) قیمت ( چې تصادفا د نور سرعت دی)، د ملایکو سرعت شو.
هوکې، ملایکې ممکن له دې سرعت څخه په کم هغه هم حرکت وکړي، خو زیات نه. بیا هم وایم چې والله اعلم.
داچې ما خپله لیکنه درته خلاصه کړه، کېدای شي اوس دي دا لاندي پوښتنې پخپله حل شوې وي:
[quote:0eb30392b5]
زما پوښتنه داوه او ده چې د نوري جنسیت او نوري سرعت تړاو مو له کومه کړ؟؟؟

په بل عبارت مونږ او تاسو له خاورو جوړ یو، نو ایا زمونږ د خاورین جنسیت له مخی مونږ ته د Soil Mechanic د تیوری له مخی د خاورو د یو تر ټولو مشخص صفت نسبت کیدلای شي؟

او یا هم یخ یا واوره چې له اوبو څخه جوړ دی ایا د اوبو مشخص صفات لرلای شي؟[/quote:0eb30392b5]

که بیا هم کومه پوښتنه وي، بیرته یې مطرح کولی شې.

درنښت


تخاري
22.09.2012

هڅاند صیب

هڅاند صیب تاسو سره ویره ده چی ګنی ما به تاسو ستاسو د خبرو له مخی تر پوښتنی لاندی نیولی یاست، داسی نده

زما پوښتنه عامه فرض کړی

زما پوښتنه داسی ده چی ایا نوري جنسیت کې ضرور ده چې د نور خاصیتونه به لري؟

د مثال په فرض که زه داسی ووایم چی

"دا چې یخ له اوبو څخه جوړ دی نو كه په هر لوښي کی یی واچوو نو د هماغه لوښي شکل به غوره کوي"

نو ایا زما دا پورته خبره د خندا نه شوه؟

دلته یخ د اوبو له جنسه ده خو ضرور نه ده او نه هم کولای شی چی د اوبو خواص به ولری، نو ځکه ما دا پوښتنه وکړه چی د نوري سرعت تړاو له ملایکو سره په جنسیت بنا ده که څه ؟

تاسو یا نورو پوهانو چی دا له نوری سرعت سره مساوی حساب راایستلی ده زه پکی څه نه وایم، بلکه قدر یی کوم ، خو دا اضافه کول چی ووایو ملایکی له نور څخه جوړی او نور هم دومره سرعت لری نو د ملایکو سرعت هم د نور سرعت شو ماته د قناعت وړ نه بریښي یعنی نوری جنسیت سره حتمی نه ده چی د نور خواص به لري. مګر دا چی بل او بېل (مشخص) دلیل ورته ولرو.


حمید هڅــاند
22.09.2012

تخاری صیب، سلامونه

زما او ستاسو ترمینځ د افهام او تفهیم خلا راغله، البته نه ته ګرم یې او نه زه. هیله ده زما لاندي خبرې په دقت ولولې:

زه نه وایم چې ملایکې له نور څخه پیدا دي او داچې د نور سرعت 299792.49 دی، د ملایکو هم دغومره شو. یانې ما په پورته لیکنو کې هیڅ ځای هم داسې استدلال نه دی کړی چې ملایکې مې د نور له جنس څخه بللې او بیا مې یې سرعت هم د نور هغه بللی دی.
ما د ایت شریف له ژباړې، او تشریح څخه، د فزیک د قوانینو په رڼا کې، د اوامرو سرعت د سپوږمۍ له مداریز حرکت څخه حساب کړ چې بالاخره 299792.49 شو. نو که دا د نور سرعت نه وي هم، زما د محاسبې له مخې دا د ملایکو سرعت شو. خو، پورته عدد په تصادفي ډول د نور سرعت کېږي. بیا هم یادونه کوم، محض په تصادفي توګه د نور سرعت کېږي. اوس که ملایکي له نور څخه پیدا نه وای هم دا سرعت یې لاره. خو داچې دلته دواړه تصادفه شتون لري، هم ملایکي له نور څخه پیدا دي، او هم پورته عدد د نور سرعت دی، نو زه وایم چې ملایکې د نور په سرعت حرکت کوي. زما پورته پایله، هیڅکله داسې نه ده چې ګواکي ملایکې له نور څخه پیدا دي، نو سرعت یې هم د نور دی. یانې، دلته د ملایکو د نور جنیسیت هسي یوه ضمني خبره شوه، چې په تشریح کې ورڅخه د صفر سلنې په کچه هم کار نه دی اخیستل شوی. نو تخاری صیب، تاسو وایاست
[quote:c2e8d89ed3]خو دا اضافه کول چی ووایو ملایکی له نور څخه جوړی او نور هم دومره سرعت لری نو د ملایکو سرعت هم د نور سرعت شو ماته د قناعت وړ نه بریښي[/quote:c2e8d89ed3]
ما ته هم د قناعت وړ نه ښکاري، بلکې د خندا وړ برېښي. خو ما داسې استدلال نه دی کړی.

نوربیا...


تخاري
22.09.2012

هڅاند صیب

منګر ما ویلي چی تاسو دا استدلال کړی دی؟ نه مې ده ویلي! ما مخکی درته ولیکل چی تا سره هسی ویره پیدا ده چی ګني زما نیوکه په تا ده ! ما په تا نیوکه نه ده کړی یانی ته می نه یی نیولی - خو تا ځان نیولی ولید او په خلاصون؟ دی ځان ستړی کړ.

خو دا استدلال مشهور دی چی د نمونی په توګه محمود سعید صیب هم دلته یاد کړی ده، چی زه یی 100 فیصده غلط ګڼم.

محمود سعید صیب ته وایم چی د باران د یوې قطرې سرعت د هماغه قطرې د کنګل یانې ژلی یا واورې له سرعت سره یو شان نه دی حال دا چی د واورې څپرکی او د ژلی نُقل دواړه له اوبو جوړ دي.

والسلام


حمید هڅــاند
22.09.2012

تخاری صیب، تاسو زه هسې ستړی کړم، او اوس له خپلې خبرې واوښتې. ته دې دا لاندې پوښتنه وګوره چې هسې عامه پوښتنه کوې، که زما د لیکنې په اړه:
[quote:7604082be1]زما پوښتنه داوه او ده چې د نوري جنسیت او نوري سرعت تړاو مو له کومه کړ؟؟؟
[/quote:7604082be1]
ایا دا پوښتنه زما نه نه ده شوې؟
او چې شوې، دلته تاسو ته داسې اېسې چې ګواکې د ملایکو د جنسیت په پام کې نیولو مې ورته د نور سرعت فرض کړی دی.
او دا بله پوښتنه دې هم ولوله:
[quote:7604082be1]د ملایکو د سرعت اټکل د دوی د نوري جنس له مخې کوی، کنه بل او بیل دلیل ورته لری ؟؟
[/quote:7604082be1]

داسې نو مه وایه چې دا پوښتنه دي هم له سعید صیب نه وه.

خیر، ستاسو اوسنیو پوښتنو ته را ګرڅم.

درنښت


تخاري
22.09.2012

هڅاند صیب د پیروز صیب چل به نه راسره کوی په دی بحث کی زما لومړی لیکنه زما همدا پوښتنه وه لاندی یی درته بیا نقلوم:

"""""""""""""دلچسپه مباحثه مو کړی ده، ماته یو ضمني سوال پیدا شو :-

د ملایکو د سرعت اټکل د دوی د نوري جنس له مخې کوی، کنه بل او بیل دلیل ورته لری ؟؟"""""""""""""""""""""

اوس نو ووايه چی دا پوښتنه چاته راجع ده؟؟؟

ځواب: په عام ډول هر هغه چاته چې وایي ملایکی له نور څخه پیدا دی نو کیدای شی د نور سرعت به لري،

ښه هڅاند صیب، نو ایا تا داسې څه ویلي یا لیکلي وو؟

ځواب : نه ،

نو بیا دې ولې ځان ستړی کړ؟

ستړی مشی


حمید هڅــاند
23.09.2012

تخاری صیب، ستا پورته پوښتنه زما له لیکنې سمدستي وروسته شوې وه، مالومه ده چې ماته راجع وه، اوس هسې له خپلې خبرې شاته شوی یې. ځه خیر دی، دومره خبره نه ده، خو زړه مې درڅخه سخت ګیله من شوی دی.

درنښت


تخاري
23.09.2012

[quote:bdc0035d33]
ستا پورته پوښتنه زما له لیکنې سمدستي وروسته شوې و[/quote:bdc0035d33]

دا نو ستا دلیل شو؟ چې ستا په لیکنی پسی جوخته که چا لیکنه یا پوښتنه پورته کوله نو هغه به خامخا تاته راجع وي!!

رشتیا ما ستا په حق کی کوم تیری کړی ده چی زړه دی سخت ګیله من شو، که می کړی وی راته په نښه یی کړه تر څو په زغرده لومړی خپله خطا ومنم او بیا بخښنه درنه وغواړم!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more