نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د افغانستان د اسلامي امارت نه پوښتنه
میرویس
25.05.2012
په الله مینو خویندو وروڼو اسلام العلېکم.
د افغانستان د اسلامي امارت د ویندوي مجاهد صاحب ذبیح الله نه مې دا لاندې پوښتنه کړېده. ما ویل ښه به وي چې ستاسې سره یې هم شریکه کړم، ددوی د ځواب په هیله. په درناوي.
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
محترم او قدرمن ذبیح الله مجاهدصاحب!
د لوي او بښونکي خداي(ج) نه د اسلام د بریالیتوب او نصرت په هیله.
د افغانستان د اسلامي امارت په پیغام کښې داسې راغلي:
"تېره ورځ ځینو رسنیو بې اساسه خبر خپور کړ چې د اسلامي امارت یوې (ناڅرګندې منبېع) د برتانیې څلورم چنل ته ویلي چې د اسلامي امارت او امریکا تر منځ بیا خبرې پیل شوې او تر اوسه پورې یي د امریکا د استازي سره دوه ځله غونډې کړېدي، پداسې حال کې چې دغه خبرې هېځ حقیقت نلري، یوازې یوه بې بنیا ده ادعا ده."
زه ستاسې خبره د زړه د اخلاص نه منم چې خبرې اترې ندي روانې. خو دا هم یو مسلم حقیقت دی چې دا ډول خبرې اتري په لمړي ځل نه بریا لې کېږي. البته خبرې ډب کېږي او دواړه لوري د خپلو اړخونو سره د سلا مشورو نه وروسته د راکړې ورکړې دپاره بیا خبرو ته کېني. دشیکاګو په غونډه کې هم فيصله شوېده چې د سولې د خبرو بهیر بېرته پر خپل مسير روان کړي شي. بنیادي خبره داده چې تاسې بېرته د خبرو اترو مېز ته را ستانه شي او دا خبره خپل ولس ته ثابته کړي چې اسلامي امارت د پراخ بصیرت خاوند دي او ریښتیا سولې ته متعهد دي. تاسې د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړي چې د هغوي آرزو تمثیلوي. ولس سوله او امن غواړي، او اميرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد هم ویلي چې د افغانستان د خلکو د ښېرازې او سوکالې يه لاره کې به زیار وباسي.
اوس داد اسلامي امارت دنده ده چې که سوله کوتره شي او والوزي پسې ورټوپ کړي او د پښو نه یې راونیسي، ځکه چې تاسې افغانان یاست او د خپل ملک په خیر او ښېګڼه بهتره پوهېږي. تاسې چندي مسلمانان یاست او پدې هم پوهېږي چې ( وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ) - ترجمه: او که میل وکړي کفار صلحې ته نو ته هم میل وکړه صلحې ته او توکل وکړه په الله (او مه وېرېږه له مکره ددوي) بې شکه چې دغه (الله) هم دي ښه اورېدونکي. (د تولو اقوامو) ښه عالم (دانا پر ګردو (ټولو) احوالو
چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي ـ چا ویل په دریاب کې ګوهر نشته؟
پتوال
25.05.2012
وروره دا پوښتنه به دې په لومړی مخ کې د نشرولو له پاره وېبماسټر ته استولې وه د یوښه مضمون په توګه، هلته یې طالب-
او نور رسنوال لوستلو ته ژمن دی، خو دلته بحثفورمونو ته نه!
بیا هم که ذبیح الله مجاهد تصادفاًپه دې لاره راپېیښ شي نو په لوستلو خو به یې و لولي ، ولې جواب ته به قانوناً نه، خو اخلاقاً به ژمن اوس!!
نور خو د سولې دخبرو په اړه تاسو ورته ډیر قوي دلیل ( ایت شریف) ورمخکې کړی، نو بې اعتنایي په کې حرامه ده !
محمود سعيد
26.05.2012
عليکم سلام ورحمت الله وبرکاته.
ميرويس ورور ډېره ښکلې پوښتنه مو ورته وړاندې کړې ده.
هيله ده مجاهد صيب ېې قانع کوونکی ځواب درکړي.
میرویس
12.02.2013
محمود سعید او پتوال صاحب، اسلام علیکم ور حمت الله وبرکاته
محترمو وروڼو، زما پوښتنې ته خو تر اوسه پورې قدرمن ذبیح الله مجاهد ځواب ندئ راکړئ. تاسې څه نظر لرئ چې څه وکړم. آیا تاسې فکر کوئ، چې مجاهد صاحب زما د پوښتنې د ځواب په ورکولو کې عاجز دئ؟ او که دخلکو دا خبره صحیح ده چې مجاهد صاحب یوازې هغو سوالونو ته ځوابونه وايي چې د طالبانو په زړه براربرې خبرې کوي، ولو که هغه ناروا هم وي؟
زه فکر کوم چې زما پوښتنه ډیره پر ځای پوښتنه ده.
تاسې ددې ځواب په اخیستلو کې مرسته راسره وکړئ. الله تعالابه یې په آخرت کې اجرونه درکړي.
tandar
12.02.2013
سلامونه
ميرويس خانه وروره ډيره ګرمه يې مه خوره خلکو ته لږ وخت ورکړه
دامجاهد صيب شپه او ورځ دټول افغان دليکونکو سوال او ځواب ته ناست نه دي اونه شايد ورته وخت ولري بلکه دټولي نړي دابر قدرته سره دمقاومت په حالت کي قرارلري
چه وخت يې پيدا کړو اولازم وه ځواب به يې هم درکړي
تر هغي پوري شايد نور ورونه ستاسو په پوښتنه خپل نظر ښکاره کړي
نن مو په وطن کي حرب سرد نه دي روان چه پوښتنه وکړه او ځواب واوره بلکه تن په تن جنګ او حرب ګرم روان دي چه نن به يې څومره شهيدان ورکړي وي اوڅومره به يې له اشغالګرو مردار کړي وي؟
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي
pattang
12.02.2013
زما نظر:
زه خو دا پوښتنه پر دې منطق ( هلته ،دلته دهغه او دغه ...) بې
بنسټه بولم ، ځواب ورکول يې مجهول په يوه محور ګرزي
راګرځې!
يانې صليبي اشغالګرهسته او طالب يې په تړلي مدار کې لکه
اليکترون منډي وهي اورا وهي ، نو کله چې هسته وغواړې هغه
به څانته کش او خنسا به يې کړي نو نه به دم شي نه دوعا !
طالب به د هستې خواص هيڅکله له لاسه ورنکړي !
پرون ورڅ د فاسد او بيکاره، اجنټ اومذدور دولت رسول زلمي
دسولې د خبرواودفتر خلاصېدو کارونه او ارادې په خپل فاسد
دولت پورې تړلې نه په خپلو صليبي بادارانو پورې !
لوچکي او ناپوهي نور څای پکښې نلري!!.
طالبان دافغانانو سره په اسلامي او افغاني دودونودحق ساتلو
اوحق پالنوپه چوکات کې هروخت سولې ته تياردي !
سوله خو هلته کېږي چې دوه پلوه په يووواحد شي دعوه لري
اوحقوقي غوښتنې لري، نو تاسو ماته دا واضح کړۍ چې صليبيان
کو مې غوښنې لري ! او کوم حقوق غواړي چي مونږ په سوله
خبرې ورسره وکړو ! دوی زمونږ هېواد اشغال کړی هره ورځ
مو وژني اودا دديموکراسي په پړومي کې پټ خائنين سوله هم راڅخه غواړي!
مونږ بېله شرطه ددوی وتل غواړو او که يو نفر يې هم پاته وي
جنګ به روان وي !
اسلا دسولې خبره په دې محتوياتو کې غلطه خبره ده !
*** داسلام دوښمنان ډېر سرونه لري :
صليبيان اوس په مالي کې راغونډ شوي چې دمالي په شمال اوغرب
کې ديورانيمو لوی او بډا کانونه ، معدنيات د خپلو اتومي بټويو
لپاره د مالي له اولسه ځانته په ډېره ارزانه بيه وساتي اوهلته
بيداره پوهيدلي مسلمانان په مختلفو تهمتونووځبي !!
میرویس
21.02.2013
تندر صاحب، وعلیکم اسلام
ورورګله، زه خو ولله که دومره بې حوصلې او بې انصافه وم چې دومره زر د پوښتنئ څواب د اسلامي امارت نه وغواړم.
زما دپوښتنې کم ترکمه پنځه میاشتې کیږې چې مجاهد صاحب یې ځواب نه راکوي.
مجاهد صاحب زما د پوښتنې نه وروسته لسګونو سوالونه ته ځوابونه ویلي دي. او هغه هم داسې مشکوله غوندې ځوابونو ته، چې دطالبانو صفتونه یې کول. که د مداحۍ لیک ورواستوې فوراً یې ځواب درکوي.زه به نور څه پکې ووایم، مجاهد صاجب او آخرت یې.
پتوال
06.04.2013
دروند ورور میرویس خان ته سلامونه !
ذبیح الله مجاهد په فیسبوک کې لنډ ګنډ ځوابونه او لیکنې نه سپموي، زمونږ دبحثفورمونو یو میرنی ورور د ټول افغان لومړی مخ دی،
د لومړی مخ والا تل دې بحثونو ته د مور او میرې کتنه کړې ده، بحثونه فیسبوک ته سم او سیخ نه وړاندې کیږي او ګتونکي یې په محدود شمیر ساتل کیږي. ډیر خلک له بحثفورمونو څخه خبریږي
هم نه، نو له اړونده موضوعاتو ، پوښتنو او ځوابونو څخه به څه خبر شي. ښايي یو علت هم دا وي چې مجاهد صیب ولې په ټول عمر کې ټول افغان ته کله سر نه دی راښکاره کړی، حال داچې په فیسبوک کې ، چیرې چې د چا د نظر چندان درناوی هم نه کیږي لیکنې کوي.
نو که تاسو هم خپله پوښتنه په فیسبوک کې مطرح کړئ او بیا یې تاسو ځواب دلته نشر ته وسپارئ ښايي ژر مطلب ته ورسئ !
والسلام