اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د لمانځه فرضيت
شاه ولي
22.05.2012
ټولو ګرانو او مسلمانو هیوادوالو ته اسلام علیکم ورحمة الله و بركاة,
په قرآنکريم کښې ډير مبارکو آيتونه دلمانځه په باره کی نازل شوي چې په هغه آيتونو کې الله (ج) مسلمانانو ته د دې سترعبادت حکم فرمائی:«فَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَّوْقُوتًا(النساء ۱۰۳)»
قائموي تاسي (سم اداکوی سره له ټولو حقوقو) لمونځ ! بيشکه چې لمونځ دي پرمؤمنانو فرض کړي شوي په معلومو اوقاتوکې.
«مُنِيبِينَ إِلَيْهِ وَاتَّقُوهُ وَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَلاَ تَكُونُوا مِنَ الْمُشْرِكِينَ (الروم ۳۱)»
رجوع کوونکي دي دغه (الله) ته او ويريږي (له غذابه) دالله او قائموی (سم اداکوي سره له ټولو حقوقو) لمونځ اومه کيږي له مشرکانو.
«وَأَنْ أَقِيمُواْ الصَّلاةَ وَاتَّقُوهُ وَهُوَ الَّذِيَ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ (الانعام ۷۲)» حکم شوي دي مونږ ته دالله له طرفه) په دې چې قائموي (سم اداکوي سره له ټولو حقوقو) تاسي لمونځ اوويريږي تاسي له دغه (الله) نه اودغه (الله) همغه ذات دي چې ده ته به ورټول کړشي تاسي (په قيامت کی).
وعن ابن عمر رضي الله عنهما : أنَّ رَسُول الله صلي الله عليه وسلم ، قَالَ : أُمِرْتُ أنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَشْهَدُوا أنْ لاَ إلهَ إلاَّ الله ، وَأنَّ مُحَمَّداً رَسُول الله ، وَيُقيمُوا الصَّلاةَ ، وَيُؤتُوا الزَّكَاةَ ، فَإِذَا فَعَلُوا ذلِكَ عَصَمُوا مِنِّي دِمَاءهُمْ وَأمْوَالَهُمْ إلاَّ بحَقِّ الإسْلاَمِ ، وَحِسَابُهُمْ عَلَى الله تَعَالَى مُتَّفَقٌ عَلَيهِ
له ابن عمر (رض) نه روايت دي چې رَسُول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي :ماته حکم شوي چې ترهغه له خلکوسره جنګ كوم ترڅو چې هغوي گواهي ونه کړي چې بغيرله الله بل معبود نشته اومحمد (صلی الله عليه و آله وسلم) د الله (ج) رسول دي ،اولمونځ قائم نکړي او ذکات ورنکړي ،چې کله هغوي داسې اعمال شروع کړي نودهغوي وينه ،دهغوي مال محفوظ اومامون شول – بغير دحق د اسلام نه (دزړونودخبرو) حساب به دالله په ذمه وي.
«مُرُوا أَوْلاَدَكُم بالصَّلاَةِ وَهُمْ أَبْنَاءُ سَبْع سِنِينَ وَاضْرِبُوهُمْ عَلَيْهَا وَهُمْ أَبْنَاءُ عَشْرٍ، وَفَرِّقُوا بَيْنَهُمْ في المَضَاجِعِ» بخاري وسنن ابى داود
کله موچې اولادونه اوه کلنی ته ورسيدل هغوي ته په لمانځه کولو امر وکړي اوکله چې لس کلنی ته ورسيږي لمونځ ونه کړي هغوی ووهي اوپه همدي سن کې د دوی بستری ورجلاکړي.
والسلام,