نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
څوک او ولې زمونږ قومي مشران وژني؟
تيمور
21.05.2012
ټولو درنو هیوادوالو ته د زړه له کومې سلامونه وړاندې کوم،
په دې وروستيو کلونو کې په پرله پسې توگه د ډيورنډ د کرښې دواړو غاړو ته پښتانه قومي مشران په نخښه شوي دي. د خوست په دوه ولسوالۍ کې وسله والو کسانو شپږ قومي مشران له خپلو کورونه د شپې وايستل او ووژل.
که پښتون مشر ونه لري جرگه او مرکه نه لري . دود او دستور نه لري . هر سړى او هر کور به يې ټوپکوال وي او هر کس به يې د خپل سر وي په داسې شرايطو کې دښمن له دې ساده ولسه ښه گټه اخيستلى شي.
څلور ورځې وروسته د باجوړ په سيمه کې يو بل قومي مشر په خپل کور کې د وسله والو کسانو له خوا ووژل شو.
دا لومړى ځل نه دى چې پښتانۀ قومي مشران وژل کيږي ، په لوى لاس د پښتنو قومي مشرانو د وژنې دليل معلوم نه دي.
ستاسو په گومان د ډيورنډ د کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو قومي مشرانو په وژنه کې څوک لاس لري او ولې زمونږ قومي مشران په نخښه کيږي؟
په درنښت،