نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پاکستاني پوځ او استخباراتو ته یو وړاندېز؛ نظریاتي جنګ کې مو هم امریکا او هند برلاسی کړی
مسلم قلموال
19.05.2012
لیکوال: مسلم قلموال
بسم الله الرحمن الرحیم
ايي ایس ايي او پاکستاني پوځه ! دا تاسو وﺉ چې امریکا ته مو نه یواځې په پوځي ډګر کې په افغانستان کې بریا ورکړه، بلکه په نظریاتي او فکري ډګر کې مو هم امریکا او هند دواړو ته لویه بریا په لاس ورکړه !
په پوځي ډګر کې بریا ورکول خو ټولو ته په ډاګه ده چې هغه د پوځي اډو او هوايي ډګرونو ورکول، د اکمالاتي کاروانونو لپاره د لویو لارو ورکول، د القاعده او طالبانو د هغو مهمو مشرانو وژل او امریکا ته سپارل چې د امریکا په ضرر وو او داسې پټ نور قراردادونه چې په ترڅ کې په ملیاردونو ډالر ترلاسه کوﺉ .
خو په نظریاتي او فکري ډګر کې مو چې امریکا او هند ته کومه بریاپه لاس ورکړې ده او ورکوﺉ یې نو هغه جبرانېدونکې او بیرته په شاکېدونکې نه ده .
له پخوا راهیسې په افغانستان کې د تخریبي کارونو لپاره چې تاسو کومې ډلې روزﺉ او د هغوي په لاس په افغانستان کې تخریبي کارونه کوﺉ، د افغانستان د ولس په ذهنونو کې یې ستاسو په وړاندې کرکه او نفرت زیږولی، اوس تقریبا ټول افغانان په شمول د طالبانو په دې اند دي چې پاکستان د افغانستان لپاره دتخریب پرته نور څه نه لري .
د مکتبونو سوځول دي، که د پلونو، سرکونو او نورو عام المنعة تاسیساتو ورانول دي، د ملتپالو او قومي شخصیتونو وژل دي او که دلوړ رتبه مهمو طالبانو نیول او وژل دي چې افغانیت او افغانپالنه غواړي لکه استاذ یاسر، ملابرادر، ملاعبید شهید، ملا اغاجان معتصم، ملا اسماعیل، مولوي قادر او داسې نور.
په اناثو زده کوونکو د تېزابو شیندل، د هغوي مسمومول، د مکتبونو بندول، په کراچۍ کې د ښوونځیو د کتابونو بندول او داسې نور.....
دا او دې ته ورته نور منفي او تخریبي کارونه هغه څه دي چې افغانان یې ستاسو په وړاندې ضد او نفرت ته پارولي، پاکستان او پاکستان پلوه ډلې د افغانانو او هېواد دښمنان بولي، او حتی دې ته مجبور شوي چې ستاسو د ازلي دښمنۍ په وړاندې د مقابلې لپاره د امریکا، هند، ایران سره ودریږي، دا ځکه چې امریکا او هند په افغانستان کې ظاهرا تعمیري کارونه کوي، لویې پروژې لري او سرمایه ګزاري کوي،او یا لږتر لږه د تعمیري کارونو مخه نه نیسي .
افغانان دې ته مجبور شوي چې حتی هند هم د پاکستان پرتله خپل دوست وبولي، دا ځکه چې یو خو تخریبي کارونه نه کوي، بل داچې ډیرې اقتصادي مرستې کوي چې د افغانستان د ولس په خیر دي اګرکه د هغوي هدف د اوسني حکومت تقویه کول وي خو بیا هم فایده یې ولس ته هم رسي.
برعکس تاسو سره د مسلمانۍ او ګاونډیتوب د پښتنو بیخ وویستو، د تعلیم دروازې مو پرې وتړلې، روغتونونه او د رفاه عامه وسایل مو پرې ودرول، مشران او د سر سړي مو ورته ووژل .
اوس دادی په غزني کې عام ولس ستاسو د حمایت یافته ډلو خلاف راپاڅېدلی ترڅو د خپلو بچو د تعلیم څخه دفاع وکړي ، دغه څپه به په ټول ولس کې خپره شي او ستاسو د حمایت یافته ډلو خلاف به ولسي پاڅون وشي، داځکه چې ټول پدې پوهېدلي چې تاسو د افغانانو او باالخصوص د پښتنو د دښمنۍ او بربادۍ پسې راغیستی .
زما وړاندیز تاسو ته دا دی چې د تخریب ، فساد او منفي کارونو پر ځاي، تعمیري، مثبت او رغوونکي کارونه وکړﺉ، افغانانو ته د اسلامي اخوت او دوستۍ لاس ورکړﺉ، ددوي ذهنونونه او زړونه خپل کړﺉ ترڅو ستاسو په وړاندې د مقابلې لپاره د هند او امریکا سره دوستۍ ته مجبور نشي، که په افغانستان کې خپل نفوذ او اثر غواړﺉ نو دغه کار په مثبتو، تعمیري، تعلیمي، اجتماعي ، فلاحي او خیریه کارونو باندې هم کیږي لکه څرنګه چې عمران خان وايي چې پاکستان باید یو اسلامي فلاحي مملکت شي.
وګورﺉ ایران په عراق، لبنان او سوریه کې څرنګه خپل نفوذ پیدا کړی، دا کار یې د فلاحي او خیریه کارونو په مرسته کړی یوازې د جنګ له لارې یې نه دی کړی، حزب الله که له یوې خوا یوه پوځي ډله ده هومره سیاسي، اجتماعي او خیریه او فکري ډله هم ده.
ایران په افغانستان کې یوازې جنګي لاره نه ده نیولې، بلکه پراخه فرهنګي، تعلیمي، او سیاسي چارې یې هم خپلې کړي او د یو سمت په خاصو قومونو کې یې خپل نفوذ دومره پراخ کړی چې د امریکا پرتله ایران ته ډیر وفادار دي، همدغه رنګ پاکستان هم پښتنو ته په خدمت کولو، دهغوي د تعلیم او پرمختګ لپاره په اجتماعي، سیاسي او اقتصادي برخه کې د اسلامي عقیدې، سنیتوب اوپښتونولۍ په بنسټ کولاي شي د پښتنو زړونه خپل کړي، پدغه کار به سعودي هم د ایران په وړاندې د پښتنو په قوي کولو کې د پاکستان سره ډیره مرسته وکړي .
هسې هم پاکستان او افغانستان د نورو ټولو پرتله ډیرې ژورې کلتوري، اسلامي، ژبني، او پښتني اړیکې او مناسباتونه لري، د روس خلاف د جهاد او هجرت په وخت دغه اړیکې او پیوندونه نور هم قوي شوي وو خو له بده مرغه چې اوس بیرته له مینځه تلونکي دي .
نو زما تجویز پاکستاني پوځ او استخباراتو ته دا دی چې د سعودي په مرسته په افغانستان کې پراخ تعلیمي، اقتصادي او اجتماعي کارونه شروع کړﺉ او د تخریب او وژنو څخه لاس واخلئ
ځکه دغه کار زمونږ د ملتونو ترمینځ نور هم نفرت او فاصلې زیاتوي او تلپاتې دښمني ترې جوړیږي چې د یو یا بل په نابودۍ به تمامیږي، نو د هغې نابودۍ په ځاي ولې دومره یو بل ته نه نزدې کیږو چې په معنوي او فکري لحاظ دومره سره نزدې شو چې فزیکی بیلوالی هیڅوک هم احساس نه کړي او په سیمه کې د هند، ایران، او نورو په وړاندې یو قوي سني مسلمان اتحاد جوړ کړو.
همدا د پاکستان لپاره یو زرین چانس دی چې دې نه باید استفاده وکړي او که اوبه د ورخه تېرې شوې نو بیا به دغه شته نفرتونه په داسې دښمنۍ بدل شي چې د یو بل په نابودۍ پسې به مو راغستې وي، او افغانستان به هم ستاسو په وړاندې مجبورا نړیوالو قوتونو ته لاس ورکړی وي او تاسې به هم خپله سرمایه د ولس د ښیګړې او ترقۍ پرځاي د هند او افغانستان د مقابلې لپاره استعمالوﺉ چې دا کار به ستاسې د اقتصادي پرمختګ په وړاندې لوي خنډ وي خو پدې به هم هیڅکله ونه توانیږﺉ چې افغانستان ټول په زوره د خپلې خیټې لاندې کړﺉ ځکه اوس دلته نورو ملکونو هم ډیره سرمایه ګزاري کړي او هیڅکله به د خپلو اهدافو او سرمایه ګزارﺉ څخه تېر نشي .
نو پداسې حال کې ستاسو د تخریب پالیسي هومره ستاسو په زیان او تاوان ده څومره چې د افغانانو په زیان او تاوان ده ، ښه فکر پرې وکړﺉ چې اتحاد ښه دی که دښمني .
ستاسو د بریالیتوب راز دا دی چې حزب اسلامي او طالبان په یو قوي سیاسي، اجتماعي او خیریه فلاحي تنظیم باندې بدل کړﺉ او حقاني شبکه دې ته مجبوره کړﺉ چې د امریکایانو او صلیبیانو پرته په مسلمانانو او باالخصوص پښتنو هیڅ کار نه لري او یوازې د خارجیانو او د ایران د لاسپوڅو خلاف سپیڅلی جهاد خپل نصب العین وګرځوي، د ولسي زیان څخه ځان لرې وساتي او خپل عملیات په خارجي فوځي اډو باندې متمرکز کړي!
والسلام علیکم
پتوال
19.05.2012
..................................طالب جان ته
دوښمن له غیږې نه کور مه جوړوه
.............................. له تور سونټو نه ورور مه جوړوه
دا سپین اسلام او لوی افغان دې بس دی
............................ له سپین سحر څخه تور مه جوړوه
نوي او زوړ استعمار ښه وهلې
........................... له داسې سوړې نه زور مه جوړوه
دا د انګرېز بچی دې نه خپليږي
........................... ځان نه شوده ورته نور مه جوړوه
که مونږ په خپلوکې لاسونه يو کړو
...................... خدايږو خپلواک يو بس شور مه جوړوه
مسلم قلموال
20.05.2012
ټولو ته :-
په عملي سیاست او خیالي سیاست کې ډیر فرق وي، عملي سیاست تلپاتی دښمن نه پيژني لکه څرنګه چې تلپاتی دوست هم نه پیژني بلکه دوستي او دښمني د ملي ګټو په تعریف باندې څرخي۰
دا یو مسلم حقیقت دی چې افغانستان په تېرو پنځوسو شپیتو کلونو کې ونشو کړاي چې د پاکستان د لاسوهنې او تخریب مخه ونیسي ولو که هغه د ظاهر شاه او داود خان خپلواکې او ټولواکې دورې وې بلکه د پاکستان لاسوهنو او تخریب ته یې دومره زمینه مساعده کړه چې د افغانستان په بربادۍ او د لسګونو کلونو په پسماندګۍ تمام شو۰
داځکه چې د افغانستان سیاستوال پدې ونه پوهیده چې پاکستان په سیمه کې د داسې چا پاتې شونی دی چې سوونه کاله یې دلته حکومت کړی او په سیمه کې د خپلو ګټو څخه تېریدونکی نه دی۰
کله چې داسې وي او د کومې بلا څخه دې خلاصی نه وي نو بیا ورته خانده! او داسې سیاسي معامله ورسره وکړه چې تریو وخت پورې د هغوي د شر څخه محفوظ وې او په ترڅ کې یې ځان بسیا کړې، له دې پرته یې بله عملي چاره په نظر نه راځي، د وخت د تقاضا مطابق د ملت د عالي ګټو په نظر کې نیولو سره د پخوانۍ دښمنۍ په دوستۍ بدلول د عملي، حکیمانه او عارفانه سیاست برخه ده۰
والسلام علیکم
حمید هڅــاند
20.05.2012
محترم مسلم قلموال او محترم پتوال صیب، سلامونه مې ومنئ.
[quote:f2ca6d2a99]داسې سیاسي معامله ورسره وکړه چې تریو وخت پورې د هغوي د شر څخه محفوظ وې[/quote:f2ca6d2a99]
کومه او څه ډ،ل معامله یادوئ؟ مسلم قلموال صیب؛ که مو په دغه خبرې باندي یوڅه روښنایی واچوئ نو ښه به وي.
مسلم قلموال
20.05.2012
[quote:54b1fadd11="حمید هڅــاند"]محترم مسلم قلموال او محترم پتوال صیب، سلامونه مې ومنئ.
[quote:54b1fadd11]داسې سیاسي معامله ورسره وکړه چې تریو وخت پورې د هغوي د شر څخه محفوظ وې[/quote:54b1fadd11]
کومه او څه ډ،ل معامله یادوئ؟ مسلم قلموال صیب؛ که مو په دغه خبرې باندي یوڅه روښنایی واچوئ نو ښه به وي.[/quote:54b1fadd11]
وعلیکم السلام ورحمة الله،
ډیر ښه چې دغه پوښتنه مو کړې، ځکه دغه پوښتنه ښايي د نورو په ذهن کې هم ګرځي۰
زما مراد د سیاسي معاملې څخه کومه پټه معامله نه ده بلکه څرنګه مې چې په لومړۍ لیکنه کې واضحه کړې چې زمونږ ترمینځ بعضې مشترکې ګټې، اهداف او مناسباتونه وجود لري چې د هغې په رڼا کې کولاي شو یو سیاسي تړون او اسلامي اتحاد رامینځ ته کړو چې په سیمه کې زمونږ د ګډو دښمنانو په وړاندې زمونږ سره مرسته وکړي، دغه اتحاد به د پاکستان او عربو د مزید تخریب مخه ونیسي او منفي لاسوهنې به په مثبتو دوستانه اړیکو بدلې شي چې مونږ ته به ډیرې فایدې ولري چې د هغې څخه یې لویه فایده د دوي د شر څخه خوندي کیدل دي، او د بیا رغونې تعلیمي او اجتماعي چاروکې به ددوي مرسته د افغانستان په بیاجوړونه کې یو بل مثبت اقدام وي، او پدې توګه به په افغانستان کې د نړیوالو ترمینځ په بیارغونه، تعمیري کارونو او پانګه اچونې کې دیو بل سره سیالي شروع شي چې دا به د افغانستان د چټک پرمختګ لامل شي۰
مننه
پتوال
20.05.2012
ښاغلی قلموال صیب او درنو لوستونکو ته سلامونه !
[quote:da3ced0ff0]زما مراد د سیاسي معاملې څخه کومه پټه معامله نه ده بلکه څرنګه مې چې په لومړۍ لیکنه کې واضحه کړې چې زمونږ ترمینځ بعضې مشترکې ګټې، اهداف او مناسباتونه وجود لري چې د هغې په رڼا کې کولاي شو [color=darkred:da3ced0ff0]یو سیاسي تړون [/color:da3ced0ff0]او [color=blue:da3ced0ff0]اسلامي اتحاد[/color:da3ced0ff0] رامینځ ته کړو چې [color=red:da3ced0ff0]په سیمه کې زمونږ د ګډو دښمنانو[/color:da3ced0ff0] په وړاندې زمونږ سره مرسته وکړي،[/quote:da3ced0ff0]
اسلامی اتحاد یعنې ؟؟؟؟
یعنې ګډ اسلامی آمارات ؟؟؟؟؟
یا کوم ګډ سیاسی فیدرېشن ، کنفدرېشن ؟؟؟؟؟ لنډه نتیجه : په چټلکُستان کې د افغانستان ادغام او منحلول؟؟؟
او سیاسی ښکاره تړون یعنې د ډیورن کرښه منل ؟؟؟؟؟؟؟
دا ټول ولې ؟؟؟؟
ستاسې عذري جواب :
[quote:da3ced0ff0] دغه اتحاد به د پاکستان او عربو د مزید تخریب مخه ونیسي او منفي لاسوهنې به په مثبتو دوستانه اړیکو بدلې شي ....چې د هغې ... لویه فایده د دوي د شر څخه خوندي کیدل دي،[/quote:da3ced0ff0]
یو عذر تر هغې پورې لا هم مٍثبت ګڼل کېدای شي چې عذر لا تر ګناه بدتر نه وي ! خو متاسفانه ستاسې دغه عذر تر ګناه ډیر بدتر،
دی !
دا لکه څوک چې د چا د ناروا ښکلولو له ګناه څخه ځان په دې پلمه ساتل غواړي چې پر ځای يې ورسره سمې جنسي زنا ته
ملا وتړي(!!!!)
پوښتنه :
آیا دا تر ملی خیانت او جنایت هم بدتر عذر به د طالبانو وړاندیز وي ملت ته (؟) او که
دا ستاسې یو شخصي وړاندیځ دی د کابل حکومت ته ؟؟؟
او که له سیاسی تړون او اسلامی اتحاد څخه یې دا پورتني ملي خیانتونه مراد نه وي، نو بیا پاکوستان ولې دغسې
یو تړون او اتحاد د کرزي له حکومت سره نه رامنځته کوي ؟؟؟؟ نوموړی خو د هرې خبرې لاندې هم او باندې هم
پاکوستان ته اسلامی ورور وايي !
بله پوښتنه :
د ایران لاسوهنه او شر خو هم کم نه ګڼئ ، نو ستاسې بورتنی وړاندیز رښتیا هم د حل لاره وه ، نو ولې
له ایران سره ورته یو اتحاد او سیاسی تړون نه غواړئ؟؟؟؟
[quote:da3ced0ff0]دا یو مسلم حقیقت دی چې افغانستان په تېرو پنځوسو شپیتو کلونو کې ونشو کړاي چې د پاکستان د لاسوهنې او تخریب مخه ونیسي ولو که هغه د ظاهر شاه او داود خان خپلواکې او ټولواکې دورې وې بلکه د پاکستان لاسوهنو او تخریب ته یې دومره زمینه مساعده کړه چې د افغانستان په بربادۍ او د لسګونو کلونو په پسماندګۍ تمام شو۰
[/quote:da3ced0ff0]
نه ، دا هیڅ یو مسلم حقیقت نه دی ، ځکه د داود خان د صدارت او ظاهر خان د بادشاهۍ په دوره کې پاکوستان
مداخله نه کړې وه او نه یې کولای شوه، د پاکوستان شر او مداخلې دجمهوریت په دوره کې شوروي ته د داود خان
د بېحده نږدې کیدلو ، د خلق او پرچم د کمونستی حکومت د رامنځته کېدلو او ISI ته د جهادي تنظیمونو
له تسلیمېدلو وروسته پیل شوې ! که جنګ ختم او افغانان یو موټی او حکومت ملی وي پاکوستان هېڅکله مونږ ته شر
نشي جوړولای ، خو که حکومت د پاکوستان یا امریکا لاسپوڅی وي حال به یې د کرزي د حکومت وي او یا تر دې به هم بدتر اوسي!
مسلم قلموال
21.05.2012
[quote:314274689b="پتوال"]ښاغلی قلموال صیب او درنو لوستونکو ته سلامونه !
[quote:314274689b]زما مراد د سیاسي معاملې څخه کومه پټه معامله نه ده بلکه څرنګه مې چې په لومړۍ لیکنه کې واضحه کړې چې زمونږ ترمینځ بعضې مشترکې ګټې، اهداف او مناسباتونه وجود لري چې د هغې په رڼا کې کولاي شو [color=darkred:314274689b]یو سیاسي تړون [/color:314274689b]او [color=blue:314274689b]اسلامي اتحاد[/color:314274689b] رامینځ ته کړو چې [color=red:314274689b]په سیمه کې زمونږ د ګډو دښمنانو[/color:314274689b] په وړاندې زمونږ سره مرسته وکړي،[/quote:314274689b]
اسلامی اتحاد یعنې ؟؟؟؟
یعنې ګډ اسلامی آمارات ؟؟؟؟؟
یا کوم ګډ سیاسی فیدرېشن ، کنفدرېشن ؟؟؟؟؟ لنډه نتیجه : په چټلکُستان کې د افغانستان ادغام او منحلول؟؟؟
او سیاسی ښکاره تړون یعنې د ډیورن کرښه منل ؟؟؟؟؟؟؟
دا ټول ولې ؟؟؟؟
ستاسې عذري جواب :
[quote:314274689b] دغه اتحاد به د پاکستان او عربو د مزید تخریب مخه ونیسي او منفي لاسوهنې به په مثبتو دوستانه اړیکو بدلې شي ....چې د هغې ... لویه فایده د دوي د شر څخه خوندي کیدل دي،[/quote:314274689b]
یو عذر تر هغې پورې لا هم مٍثبت ګڼل کېدای شي چې عذر لا تر ګناه بدتر نه وي ! خو متاسفانه ستاسې دغه عذر تر ګناه ډیر بدتر،
دی !
دا لکه څوک چې د چا د ناروا ښکلولو له ګناه څخه ځان په دې پلمه ساتل غواړي چې پر ځای يې ورسره سمې جنسي زنا ته
ملا وتړي(!!!!)
پوښتنه :
آیا دا تر ملی خیانت او جنایت هم بدتر عذر به د طالبانو وړاندیز وي ملت ته (؟) او که
دا ستاسې یو شخصي وړاندیځ دی د کابل حکومت ته ؟؟؟
او که له سیاسی تړون او اسلامی اتحاد څخه یې دا پورتني ملي خیانتونه مراد نه وي، نو بیا پاکوستان ولې دغسې
یو تړون او اتحاد د کرزي له حکومت سره نه رامنځته کوي ؟؟؟؟ نوموړی خو د هرې خبرې لاندې هم او باندې هم
پاکوستان ته اسلامی ورور وايي !
بله پوښتنه :
د ایران لاسوهنه او شر خو هم کم نه ګڼئ ، نو ستاسې بورتنی وړاندیز رښتیا هم د حل لاره وه ، نو ولې
له ایران سره ورته یو اتحاد او سیاسی تړون نه غواړئ؟؟؟؟
[quote:314274689b]دا یو مسلم حقیقت دی چې افغانستان په تېرو پنځوسو شپیتو کلونو کې ونشو کړاي چې د پاکستان د لاسوهنې او تخریب مخه ونیسي ولو که هغه د ظاهر شاه او داود خان خپلواکې او ټولواکې دورې وې بلکه د پاکستان لاسوهنو او تخریب ته یې دومره زمینه مساعده کړه چې د افغانستان په بربادۍ او د لسګونو کلونو په پسماندګۍ تمام شو۰
[/quote:314274689b]
نه ، دا هیڅ یو مسلم حقیقت نه دی ، ځکه د داود خان د صدارت او ظاهر خان د بادشاهۍ په دوره کې پاکوستان
مداخله نه کړې وه او نه یې کولای شوه، د پاکوستان شر او مداخلې دجمهوریت په دوره کې شوروي ته د داود خان
د بېحده نږدې کیدلو ، د خلق او پرچم د کمونستی حکومت د رامنځته کېدلو او ISI ته د جهادي تنظیمونو
له تسلیمېدلو وروسته پیل شوې ! که جنګ ختم او افغانان یو موټی او حکومت ملی وي پاکوستان هېڅکله مونږ ته شر
نشي جوړولای ، خو که حکومت د پاکوستان یا امریکا لاسپوڅی وي حال به یې د کرزي د حکومت وي او یا تر دې به هم بدتر اوسي![/quote:314274689b]
وعلیکم السلام ورحمة الله،
موضوع خورا اسانه ده، خو داچې د پاکستان سره زمونږ حساسیت نهايي درجې ته رسېدلی نو په ذهن کې دا او دې ته ورته پوښتنې راپورته کیږي۰
ځواب دی اسلامي اتحاد: لکه اروپايي اتحاد لکه صلیبي اتحاد
لکه څرنګه چې صلیبیان او امریکایان د اسلامي هېوادونو د ښکیلاک او اشغال لپاره خپل مینځ کې پوځي، اقتصادي او سیاسي اتحادونه جوړوي او په ګډه د مسلمانانو خلاف سنګر نیسي، دغه رنګ اسلامي هېوادونه هم کولاي شي چې ورته اتحادیې جوړې کړي ترڅو قوت یې د مشترک غلیم په وړاندې مجتمع شي، ادغام او منحل کولو ته اړتیا نشته!
د لومړۍ پوښتنې په اړه: دا زما شخصي وړاندیز دی د پاکستان پوځ او استخباراتو ته چې د افغانانو سره د دښمنۍ پرځاي دوستي وکړﺉ او د ګډ دښمن په وړاندې د اسلامي اخوت رښتینی لاس ورکړﺉ، د تخریب په ځاي تعمیر وکړﺉ! ددې لپاره چې ستاسو په وړاندې د افغانانو حساسیت او کرکه لېرې شي ۰
کرزی خو د امریکا لاسپوڅی دی خپل واک او اختیار نه لري، او پاکستان پدې پوهیږي ځکه یې بې واکه او کاواکه خبرو ته ارزښت نه ورکوي اما زما د وړاندیز څخه هدف د افغانستان ولس او محکوم اکثریت یعنې پښتون ملت دی۰
د دوهمې پوښتنې په اړه: د ایران سره ورته تړون زمونږ د ملت او مذهب مخالفو ډلو ټپلو کړی دی او هغوي سره زمونږ تړون د ژبني ، مذهبي او کلتوري بېلتون له امله ناشونی دی اما د پاکستان سره د مشترک کلتور، مذهب ، ژبې او نورو تاریخي مناسباتونو له امله شونی دی۰
لکه څرنګه چې ستاسو په وینا د جمهوریت په دوره کې د پاکستان مداخلې شروع شوې ځکه چې داود خان روسیې ته بې حده نزدې شوی وو په هماغه ډول اوس هم د پاکستان مداخلو ته زمینه مساعده ده ځکه چې کرزی او د هغه متحد جنګسالاران او جنایتکاران امریکې ته سر په سجده دي۰
نو پداسې حال کې جنګ څنګه ختم شي او څنګه یو ملي یو موټی دولت جوړ شي، پداسې حال کې چې د جنګ دواړه اړخه سوله نه غواړي، نه شمالي ټلواله او نه طالبان !
نه طالبان شمالي ټلوالې ته تسلیمیدلاي شي او نه شمالي ټلواله طالبانو ته او د امریکایانو په شتون کې یو سیاسي جوړجاړی هم ناشونی دی، پداسې حال کې چې شمالي ټلوالې د ایران، هند او امریکې او نورو صلیبي هېوداونو په اتحاد د ملي یو والي او ملي حکومت امکانات له مینځه وړي دي نو اوس به خپلواکي په زور ترلاسه کیږي او ترڅو چې اکثریت په بشپړه توګه نه وي برلاسی شوی او خپلواکي یې نه وي ترلاسه کړي تر هغې د جنګ ختمیدل او د یو موټي ملي حکومت رامینځ ته کیدل امکان نه لري او د یو فیصله کن جنګ لپاره اتحاد ضرور دی ترڅو د مقابل اتحاد ځواب ووئیل شي .
په درنښت
ستاسې م . ق
حمید هڅــاند
21.05.2012
مسلم قلموال ورور په زړه پوري ټکي ته ګوته نیسي:
که اروپا وروسته له لسیزو لسیزو او لسیزو جګړو او ورانیو سره یو کېدای شي نو بیا د دوه اسلامي ملکونو یووالي کې څه ستونزه ده؟
پتوال
21.05.2012
م . ق( مسلمان قلموال) صاحب او نورو دوستانو ته سلامونه !
[quote:bd11ea469e]موضوع خورا اسانه ده...ځواب دی اسلامي اتحاد: لکه اروپايي اتحاد لکه صلیبي اتحاد لکه څرنګه چې صلیبیان او امریکایان
د اسلامي هېوادونو د ښکیلاک او اشغال لپاره خپل مینځ کې پوځي، اقتصادي او سیاسي اتحادونه جوړوي او په ګډه د مسلمانانو خلاف سنګر نیسي، دغه رنګ اسلامي هېوادونه هم کولاي شي
چې ورته اتحادیې جوړې کړي ترڅو قوت یې د مشترک غلیم په وړاندې مجتمع شي، ادغام او منحل کولو ته اړتیا نشته! [/quote:bd11ea469e]
۱- په اروپا کې پوځی او اقتصادی اتحاد شته لکه ناتو او د د آروپا اقتصادي اتحاد ، ولې د اروپا صلیبی اتحاد نشته ، حال داچې
پاکوستان اسلامي اتحاد او هغه هم صرف د خپلو سیاسی ګټو له پاره غواړي ! نو آیا دغسې اتحاد دوام کولی شی؟؟؟؟
او که نه فکر کوئ چې پاکوستان به ددې اتحاد د رامنځته کولو له پاره اول افغانستان ته خپله خاوره (پښتونستان )
بېرته وروسپاري؟؟؟؟؟
او بلوڅ به آزاد شي (؟) ځکه چې ستاسې په اند نور :[quote:bd11ea469e]ادغام او منحل کولو ته اړتیا نشته!؟؟؟؟؟[/quote:bd11ea469e]
تر څو پورې چې پښتونستان د پنجابیانو په خېټه کې مدغم پاتې وي ایا ستاسې ددې فرمودې پر ضد چې په عملي سیاست کې
[quote:bd11ea469e]دوستي او دښمني د ملي ګټو په تعریف باندې څرخي۰
[/quote:bd11ea469e]کولی شو چې د خپلې خاورې او ملت تر نیمایي زیاته برخه هیره او له پنجابي دوښمن سره «اسلامي» اتحاد وکړو ؟؟؟؟
هېڅکله نه! ، مګر داچې د غول او اانپړو افغانانو تور لښکر يې ور سره ومني(!!!!)
۲- د اروپایانو دا دواړه اتحادیې د [color=red:bd11ea469e]آزادو او مستقلو ملتونو [/color:bd11ea469e]تر منځ د کمونستی بلاک د خطر په مقابل کې رامنځته شوي وې ،
حال داچې د یو واحد ملت سطحې ته نه افغانستان رسیدلی دی او نه هم پاکوستان ، او د ملی آزادۍ او خپلواکۍ په برخه کې خو وینئ ګورئ چې د پښتنو د خاورې پراخه سیمې پاکوستان لاندې کړي ، نو د یو سم نیم اشغال شوي هیواد او اشغالګر تر منځه
اتحاد څنګه منځته راتلای شي ؟؟؟ آیا اسلام د اشغالګرو غلامي پر اشغال شوي مسلمانانو مني؟؟؟
د ناتو او اروپايي اتحادیې دوام تر نن ورځې پورې په همدې اساس ممکن شوی چې غړو هیوادونو یې یو دبل
خاوره نه ده لاندې کړې!
هڅاند صیب ستاسې په تایید لیکي:
[quote:bd11ea469e]که اروپا وروسته له لسیزو لسیزو او لسیزو جګړو او ورانیو سره یو کېدای شي نو بیا د دوه اسلامي ملکونو یووالي کې څه ستونزه ده؟[/quote:bd11ea469e]
که اسلامي اتحاد منځته راځي نو اول به د ا اتحاد دعربی هیوادونو تر منځ جوړیږی او بیا به نورو اسلامي
هیوادونو ، منجمله پاکوستان ته هم پراختیا موندي ، ولې پاکوستان څه کونه ده چې د نورو هیوادونو د اسلامی اتحاد منشا
وګرځي؟؟؟؟؟
نو د انپړو د تور لښکر له پاره شاید پاکوستان هم یوه قبله وي، ولې زما په اند خو د سلیم عقل لرونکو افغان مسلمانانو له پاره
دا یو ناممکن خیال او جنون دی او بس!
مسلم قلموال
22.05.2012
خبرې اوږدې او سر یې یو!!
د پښتونستان د راستنولو او د لوي افغانستان د لاسته راوړلو همدغه یو اوږود مهال، سوړ خو موړ عملي ګام دی ۰
د ډیورنډ کرښه حتی طالبانو او مجاهدینو نه وه منلې نو بل څوک به څنګه ومني، د بلوچستان مسله بیله ده هغوي د پنجابیانو سره مشکل لري، کله چې واک د پښتنو لاس ته ولویږي نو دغه مشکل به هم حل شي۰
د اتحاد د رامینځته کیدو سره به د لرو او برو پښتنو اړیکې پیاوړې شي، په مینځ کې به یې یوون راشي د ډیورنډ کرښه به په عملي توګه موجوده نه وي، دغه اړیکو به د ډیورنډ د کرښې اهمیت له مینځه وړی وي، په سیمه کې به د پښتنو اکثریت رامینځ ته شي، اکثریت به د پښتنو د واک ته د رسیدو لامل شي او د پښتنو د واک ته د رسیدو سره سم به د لوي او متحد افغانستان وجود یقیني شي، البته دا اخیري او لوي ګول یا هدف دی چې تر ټولو وروسته به ترلاسه کیږي۰
في الحال ضمني اهداف به دا وي چې افغانستان کې لاسوهنې بندې شي، تعمیري کارونه شروع شي، پښتانه قوي شي ترڅو په افغانستان کې واک ته ورسي، افغانستان په پخو ودریږي او په خپل وخت کې بیا کوزو پښتنو ته لاس ورکړی شي چې هغوي هم د ځان سره راپورته او د لوي افغانستان وجود یقیني کړي۰
بې له شکه چې پاکستان به خپلې سیاسي ګټې ولري خو مونږ هم خپل عالي اهداف لرو، پاکستان هم په اوس وخت کې مجبور دی چې پښتنو ته لاس ورکړي ځکه بې له پښتنو یې بقا په خطر کې ده او مونږ به د دغه چانس څخه استفاده وکړو!
نو دا یو جنون نه بلکه یو حکمت دی، او د غول افغانانو نه بلکه د بیدارو افغانانو کار دی، او هسې هوايي ډزې کول چې د هیڅ مشکل لپاره عملي حل نه وي بلکه نور مشکلات هم ایجادوي نو دا کار که د انپړانو نه وي نو د هوښیارانو هم نه دی۰
مننه او درنښت
م . ق
پتوال
22.05.2012
م . ق صاحب !
خبرې اوږدې او سر یې یو :
پاکوستان دې لومړی لوی افغانستان په رسمیت ومني چې په اساس یې اتحاد ته ور سره داخل شو، نه داچې څنګه پاکوستان
غواړي او وايي اتحاد دې د پنجابیانو له پاره راسره جوړ کړي، نور دې پښتانه بیا ګرځي . والله که رانه بیا سره یو شي .
غیر پښتانه افغان قومونه خوبه ټول ددوی په ضد ودروم او که په نوموړي اتحاد کې تاجکستان، ازبکستان
ترکمنستان او قزاقستان هم راونغاړو نو بیا خو به په ګډه د پښتنو د ګوښی کولو او غلامولو کې راسره ملاتړ کوي!
م . ق صاحب دا منطق به څوک ومني چې اول په ISI خپل وطن ورانوم ، بیا یې د یو اوبل اتحاد په نامه په واک کې
هم شریکوم له هغې وروسته به ما آزاد پریږدي چې خپل پښتانه ددوی په ضد سره راټول کړم او لکه بیګ بنګ دا اتحاد مات او لوی افغانستان جوړ کړم ( :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: ) او هغه هم یواځې په پښتنو او نورو ټولو پر ضد (؟):lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
[color=blue:38d4005c7c]نو محترمه ! ځان غولول خو بیا هم خیر !، ولې قام ملت او تاریخ ته به دوکه نه ورکوو ! والسلام ![/color:38d4005c7c]
حمید هڅــاند
22.05.2012
پتوال صیب؛ کله چې ما پوښتنه وکړه چې که اروپایې هیوادونه یو بل ته لاس ورکولی شي نو د دوه مسلمانو هیوادونو په یوځای کېدو کې څه ستونزه؟ زما موخه دا نه وه چې اوس دي له پاکستان سره یو ډول سیاسي معالمه وشي بلکې زما موخه داوه چې زموږ د یووالي لپاره د هغوي د یووالي په پرتله ډېر لاملونه شته. تاسې وایاست چې د اروپا یو موټی توب د روسیې په وړاندې یو ډول ځواب ؤ؛ په ښکاره کې همداسي ده خو د دوی یووالي د یو ډېر لوی حرکت پیلامه وه. دا چې زه د کوم ډول حرکت یادونه کوم، په دې نه غواړم و غږېږم ځکه زما نظر به ښایې ستاسو لپاره له حیرانتیا ډک وي او موضوع به په بله بوزو..
د پاکستان ناځوانۍ به د چا هېرېږي! ستاسو په تایید وایم چې حقیقت دادی چې افغانستان اوس په هغه دریځ کې نه دی چې له پاکستان سره سیاسي جوړجاړی وشي کړای. سیاسي جوړ جاړی د give and take په اصل کېږي. له بده مرغه موږ هغه اولس یو چې هرڅه ته اړتیا لرو خو په بدل کې له خپلې خپلواکۍ نه بغیر هیڅ هم بل ته نه شو ورکولی. هو دا حقیقت دی چې د پاکستان شاخوا ۹۷ سلنه خلک مسلمانان دی او د افغانستان هم څه دپاسه همدومره. خو چارواکي اوس دیموکرات شوي دي او اسلامي ارزښتونو ته لږ ژمن دي، ځکه خو ویلی شو چې لږ تر لږه دا اوسني چارواکي د اسلام او مسلماني ورورولۍ په شعار نه سره یوځای کېږي. له بله پلوه د پاکستان په دې لوی نفوس کې جې په نړۍ کې خدای مي دي نه غلطوي اتم دی، د پښتنو سلنه ۱۵.۴۲ ده. هو دا کېدای شي سمه وي چې د پښتنو په تعداد کې پنجابیانو کېدای شي درغلي کړې وي خو بیا هم موږ هلته تر پنځمې برخې هم کم یو. نه یواځي کم یو بلکې زموږ ټولنیز، علمي او سیاسي ونډه زموږ د شمېر په پرتله خورا ټیټه ده. مطلب داچې د افغانستان -پاکستان په یووالي کې پښتانه لا ګوښه کېږي.
د دې تولو ستونزو له شتون سره سره ،او سره له دې چې په اوس کې دا ډول یو اتحاد له خیاله لرې خبره ده؛ دا دوه هیوادونه اړ دي چې یا یو شي او یا یو بل سره ووهي لکه همدا اوس چې لګیا دي...افغانستان پاکستان او پاکستان افغانستان ته اړ دي....مګر د اوس لپاره افغانستان ته په کار ده چې یو بین الافغاني حل لاره ولټوي.
په درنښت
khoshalkhan
22.05.2012
داچې موضع خصوصي نه ،ملي ده نو لازمه يې بولم چې زه هم خپل نظريات
ډېر لنډ درته وليکم :
** مسلم قلموال صيب ډېر خوشاله شوم چې اسلام پلوه ليکوال يې او په زړه پورې
ليکنې کوې، خو دا ديووالي پروڅيس ته بې له اقتصادي ، سياسي او نفسي
ژور تحليله په احساساتي سترګو ګورې !
اسلام خو په ټولنه کې ډېر اوصاف ځانته اخيستي دي ، چې له هغو څخه يويې عدالت ,برابري او حقوق دي :
- که د پاکستان مسلمانان او اسلامي ګوندونه يې دومره ووايې چې دپښتنو تقسيم غير قانوني او دانګليس دا را پاته شوی ميراث او پاکستان خوړلی ميراث پاکستان ته حرام حرام دی نوافرين يې، بيابه کتل کېږي چې په اقتصادي او شعوري بڼه دغه دوه ملکونه
څومره مخ ته دي، تر څو چې يو اسلامي يووالی په اقتصادي او کلتوري برابري رامخته
شي٠
هڅاند ځوان ته !
ډېر دالله فضل دی چې ليکنې دې زما په نظر دملت په ګټه دي، خو يوشي
ته دبايد فکروي چې اروپايې اتحاد، اقتصادي، کلتوري او شعوري بازس (باسس)
لري ،که يونان کېښودل شوي اقتصادي شرائط پوره نکړي نو له ډلې څخه به وايستل شي ٠ دافغانستان او پاکستان له منځه داخبره امکان نلري !!
حاجي پتوال صيب !
ستاخبرو ته :
ډېرې دې سر چپه ليکلې !
- صليبي يووالی شته خو نه دکليسا په اساس ، هغه هغه سيکولر يوالی دی چې هرڅه
پکشې نغتي او داسلام او شريعت په مقابل کې هر ډول مخالفت او تخريب کوي٠
ددوی په ديموکراتي ځان مه غولوه !
- دپښتونستان خبرې :ګوړه، ګوړه ياده خوله به دې خوږه وي !
ماخو يو فورمول درکړی وو:
دکوزو پښتنو ازادي او دټولو پښتنو يووالي مستقم متانسب دی :==>
دبرو پښتنو ترقدرت اخيستلو + قوي اقتصاداو قامي شعور پورې .
پرېږده چې طالبان وروڼه يو وارې خپل نهر ، بياله تېره کړي !
اوس خو پښتنوته نه ننګ پاته دی نه ناموس !
حمید هڅــاند
22.05.2012
خوشال ملګرې، هغه د کرزي خبره الله پاک دي راوله......
زما او ستا ځواب لکه چې یو وخت کې انټر شوی دی، یو ځل زما ځواب پاس بیا وګوره؛ اوس راځم ستا دې خبرې ته:
[quote:c91cb3e350]خو يوشي
ته دبايد فکروي چې اروپايې اتحاد، اقتصادي، کلتوري او شعوري بازس (باسس)
لري ،که يونان کېښودل شوي اقتصادي شرائط پوره نکړي نو له ډلې څخه به وايستل شي ٠ دافغانستان او پاکستان له منځه داخبره امکان نلري ![/quote:c91cb3e350]
باالکل مې ورته پام دی خو ګوره یوې بلې خبرې ته ستا پام را اړوم:
هر اتحاد هغه ستا خبره خپل بېسس لري؛ که هغه اروپایې ټولنه ده، که د شمالي امریکا د ازادي سوداګرۍ ټولنه ده او که زموږ خواره او له ستونزو ډکه سارک ده او... ستا د خبرې په تایید د اروپایي ټولنې یووالی یوڅه توپير لري خو په یوه خبره کې تېروتنه کوئ. اروپايي تولنه په دې نه ده خوښه چې یو هیواد ورڅخه په هر ډول چې وي ووزي. په حقیقت کې دا خلک د یورو له مینځه تګ نه غواړي او نه د اروپا مرکزي توب زیانمنېدل غواړي بلکې دوی د هغو لویو موخو په لرلو سره چې له پیله تر اوسه یې لري، دا خلک غواړي خپل مرکزي توب خو ثابت وساتي بلکې نړۍ هم د مرکزي والي په لرو کش کاږي چېري چې به بیا د افغانستان او پاکستان یووالی بې مانا وي...
پتوال
22.05.2012
هڅاند صیب له نیک نظر او نېکې هڅې مو یو عالم مننه !
همداسې ده چې :
[quote:9fcc8904b9]سره له دې چې په اوس کې دا ډول یو اتحاد له خیاله لرې خبره ده؛ [quote:9fcc8904b9]دا دوه هیوادونه اړ دي چې یا یو شي او یا یو بل سره ووهي [/quote:9fcc8904b9]لکه همدا اوس چې لګیا دي...افغانستان پاکستان او پاکستان افغانستان ته اړ دي....مګر د اوس لپاره افغانستان ته په کار ده چې یو بین الافغاني حل لاره ولټوي. [/quote:9fcc8904b9]
خو په لږ تغیر سره :
پاکوستان اړدی چې یا افغانستان په زوره شنډ او ضعیف وساتی او یا یې له ځان سره اتحاد ته اړباسي!
دې موخې ته پاکستان به خپلو افغاني انپړانو لار پرانیزي ، خو د افغانستان اړیکې له نړیوالو سره نه یواځې
د القاعدې مخه نیولې ، بلکې ددې هدف مخه هم ډب ساتي . له دې کبله له د ستراتیژيکي ټړونو لاسلیک له امریکا او نورو
ناتو- هیوادونو سره پاکوستان ته د سترګو خار ښکاري . اوس دا پوښتنه مطرح کیږي چې افغان ملت باید څنګه هم خپلې
آزادۍ ته ورسیږي او هم د پاکوستانی ګواښونو مخه ډب وساتي !
دې موخې ته ژمن قدرت که هغه د طالب قدرت وي نو
ډیره ښه او نور علی النور، خو که بل څوک وي هم باید کلک ملاتړ یې وشي !
khoshalkhan
22.05.2012
[quote:768acc3ae0="حمید هڅــاند"]خوشال ملګرې، هغه د کرزي خبره الله پاک دي راوله......
خو په یوه خبره کې تېروتنه کوئ. اروپايي تولنه په دې نه ده خوښه چې یو هیواد ورڅخه په هر ډول چې وي ووزي. په حقیقت کې دا خلک د یورو له مینځه تګ نه غواړي او نه د اروپا مرکزي توب زیانمنېدل غواړي بلکې دوی د هغو لویو موخو په لرلو سره چې له پیله تر اوسه یې لري، دا خلک غواړي خپل مرکزي توب خو ثابت وساتي بلکې نړۍ هم د مرکزي والي په لرو کش کاږي چېري چې به بیا د افغانستان او پاکستان یووالی بې مانا وي...[/quote:768acc3ae0]
څپاند صيب کاشکې ددې مداري ، مرداراجنټ کرزي نوم د نوی اخيسی ،
کله چې زه ددې دونهمته مرداره څېره ووينم له قهره ډوډۍ خوند نه راکوي !
هغه د کنداريانو خبره ده ....................................
اوس خبرې ته راځم اوخبرې هم زياتيږي اوهم اووږدېږي :
ماندي ليکلي چې اروپايې ټولنه په زور اويا په مکر له ګډو اساروڅخه يوملک
باسي ،څکه چې د American credit rating agencies دغه ورځ له خدايه
غواړي د ايرو قيمت کښته راځي او اروپايې متعلق بانګونه په ټيټونومرو ارزيابي
کيږي چې بيا دا په export ، import ، په بېکاري او په ټول اقتصادي سيستم
لوی تاسير لري ٠
خو که يو ملک دايرو € ساتلو کېښودل شوي شرائط پوره نکړي نو له کډ اسار
ځخه يې باسي او دانور غړي هيوادونه هروخت ددې ملک جيبونه نشي ور ډکولی
( لکه cia يې چې د مداري دولت ته ور ډکوي).
دغه پروڅيس يانې اقتصادي عمليات د سرمايې تر psychology پورې هم
ډېره اړه لري ٠
اصلا دګډ اسار تړون يوه لودګي په توان دڅلوو ده ! ته وايه ولې?
ځکه هر ملت لکه هر کور خپل مصرف په خپله خوښه کوي څوک څوک نشي
مجبورولی چې داسې خواړه وخوره او داسې کالي واغونده !
له بلې خو هر ملت او هر مليت په مادي چارپېريالکې ځانګړي استعدادونه
او ځانګړي خواص لري ! څوک مادې ته ژاړي ، څوک کار پرې کوي ، څوک دتوليد
نبوغ استعداد لري ، څوک يې نلري ، څوک دولتي بيلانس غلط ښکاره کوي لکه
يونان اوداسې نوربلغاريا، ليتوانيا ..........................
اميد لرم چې موضع مې واضع کړې وي،له اوږدي ليکني څخه مې بد راځي!
و السلام
حمید هڅــاند
23.05.2012
خوشال وروره لومړی خو زه څپاند نه یم او چې د کرزي نوم درباندي ښه نه لګېږي، زه به بیا کله کرزی درته یاد نه کړم؛ نه یواځي کرزی بلکې د کرز د هیڅ اوسېدونکی نوم هم نه درته اخلم؛ اوبیا...
ما غوښتل دا ووایم چې اروپایې ټولنه یا په ځانګړې توګه یوروسیمه اوس نه غواړي چې سره وپاشله شي؛ هو په ستونزو کې راګېره ده خو خپل مرکزیت نه غواړي له لاسه ورکړي. که مو یاد وي؛ د ۲۰۱۱ په لومړي کوارټر کې د اقتصادي بحثونو په فورم کې ما د یونان د احتمالي وتلو په اړه موضوع لیکلې وه او دا مې هم ویلي ؤ چې له یورو د یونان وتل د دې بانکنوټ د له مینځه تګ پیلامه ده....اروپایې ټولنې دادی له یوه کاله زیات وخت یونان له وتلو راوګرځاوه....
نور به خپل اصلي بحث ته بېرته ځای پرېږدو...
په درنښت
khoshalkhan
23.05.2012
هڅاند صيب سلامونه !
دشپې ناوخته وو(؟)، معذرت غواړم نوره املايې غلطي ... هم شته
په هر نوم چې وې خوچې بد نه وي زما قدرمن ورور يې ،زه او نورهېوادوال داسې
ځوانانوته بری غواړوچې دوهېواد په منځ کې ناست اوخپل هېواد ته چوپړ وهي .
په پښتني مينه
[quote:a87904b25a="حمید هڅــاند"]خوشال وروره لومړی خو زه څپاند نه یم او چې د کرزي نوم درباندي ښه نه لګېږي، زه به بیا کله کرزی درته یاد نه کړم؛ نه یواځي کرزی بلکې د کرز د هیڅ اوسېدونکی نوم هم نه درته اخلم؛ اوبیا...
ما غوښتل دا ووایم چې اروپایې ټولنه یا په ځانګړې توګه یوروسیمه اوس نه غواړي چې سره وپاشله شي؛ هو په ستونزو کې راګېره ده خو خپل مرکزیت نه غواړي له لاسه ورکړي. که مو یاد وي؛ د ۲۰۱۱ په لومړي کوارټر کې د اقتصادي بحثونو په فورم کې ما د یونان د احتمالي وتلو په اړه موضوع لیکلې وه او دا مې هم ویلي ؤ چې له یورو د یونان وتل د دې بانکنوټ د له مینځه تګ پیلامه ده....اروپایې ټولنې دادی له یوه کاله زیات وخت یونان له وتلو راوګرځاوه....
نور به خپل اصلي بحث ته بېرته ځای پرېږدو...
په درنښت[/quote:a87904b25a]