نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
افغان قوماندانان د امریکایانو له اوامرو څخه سرغړوي
مسلم قلموال
19.05.2012
[url]http://pa.azadiradio.org/content/pressrelease/24578947.html[/url]
مطبوعاتو ته کتنه / نړېوالې ورځپاڼې
افغان قوماندانان د امریکایانو له اوامرو څخه سرغړوي
ایکونومیسټ مجلې په وروستۍ ګڼې کې د حقانې شبکه: مار هیواد. تر سرلیک لاندې یوه تحلیلي مقاله لیکلې او په پیل کې یې راغلي، یوه پاکستاني متقاعد جګ پوړي چارواکي د اسلام آباد په یوې عصري غونډې کې چې د شرابو ګیلاس یې په لاس کې و، د خبرو پر مهال وویل:
̎پاکستان په افغانستان کې د جهادیانو له ملاتړ پرته بله چاره نه لري.̎ د ده په وینا، هندیان د خپلو مقصدونو لپاره په افغانستان کې پیسې لګوي، روسان او ایرانیان هم دا ډول عمل کوي، نو پاکستان هم باید چې ورته لوبه وکړي.
دا چارواکی وایي، پاکستان پیسې نه لري خو لیونیان لري، همدا لیونیان مو په کاریږي.
ایکونومسټ مجله لیکي، په دې لیونیانو کې تر ټولو ستره ډله د حقانې شبکه ده چې د افغانستان د جګړو دېرش کلنه تجربه لري.
دې ډلې د تېرکال سپټمبر میاشت کې په کابل کې د امریکا پر سفارت او نورو ودانیو د شلو ساعتونو لپاره حملې وکړې او یوه اوونۍ وروسته د افغانستان د سولې د عالي شوری مشر برهان الدین ربانې د یوه ځان وژونکې له خوا ووژل شو. ویل کیږي، چې ځان وژونکي له حقانې شبکې سره تړواو درلود.
مجله زیاتوي، له دغې پیښې څخه لږ وروسته د امریکا د پوځ د لویو درستیزانو د کمیټې مشر مایک میولن اعلان وکړ؛ چې د حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتي اداري (ای. اېس. ای) ښی لاس دی.
په افغانستان کې د لویدیځو هیوادونو په هدفونو باندې د وسله والو حملو له وجې د امریکایي چارواکو لفظي حملې هم زیاتې شوي دي.
ایکونومسټ وړاندې لیکي، مایک میولن به په روانې اوونۍ کې تقاعد وکړي، خو داسې بریښي، چې په خبرو کې یې مبالغه کړې ده.
دا نه ده څرګنده، چې ̎ای. اېس. ای̎ دې په افغانستان کې د وسله والو حملو امر ورکړی وي. بله مهمه خبره دا ده، چې امریکا دا توان نه لري، چې د پاکستان په استخباراتو کې نفوذ وکړي.
د مجلې په باور، د مایک میولن څرګندونې ممکن له پاکستان سره د امریکا اړیکې نور هم خراب کړي او په دې هېواد کې به د امریکا ضد احساسات راوپاروي.
ایکونومسټ وړاندې لیکي، ̎ای. اېس. ای̎ له جلال الدین حقاني سره له ۱۹۷۰ لسېزې راهیسې اړیکې لري او نوموړی د طالبانو او بل هر چا په نسبت د پاکستان لپاره معتمد او وفاداره کس دی.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې، ̎افغان قوماندانان د امریکایانو له اوامرو څخه سرغړوي̎ ترسلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې لیکي، چې افغان قوماندانانو په تېرو دوو میاشتو کې څو ځلې د وسله والو مخالفانو په اړه د امریکا د استخباراتي راپورونو خیال ونه ساته او استدلال کوي؛ چې د شپې د تیارې په عملیاتو کې ملکي خلکو ته زیاته مرګ ژوبله اوړي.
د ورځپاڼې په باور، د افغان قوماندانانو دا سرغړونه یا مخالفت د دې معنی لري، چې دوی له خپل نوی قدرت څخه کار اخلي او د هغو عملیاتو اجرا کول ردوي چې د ناټو له خوا یې دوی ته وړاندیز کیږي.
ورځپاڼه زیاتوي، په تېرو لسو کلونو کې به د ایتلافي ځواکونو د جګړې د ستراتیژۍ د عملي کولو لپاره افغان ځواکونو ته هدایت ورکاوه خو تېره میاشت د تړون په لاسلیک سره افغان ځواکونو د شپې د عملیاتو مسوولیت په غاړه اخیستی او دا د وسله والو پر ضد جګړې کې تر ټولو مهمه مساله ده.