د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د جمعې د ورځې ارزښتونه او فضايل

تيمور
18.05.2012

اسلام علیکم و رحمته الله و برکاته،

د جمعې لمونځ په هر مسلمان بنده فرض دي. د جمعې د لمونځ فرضيت په لاندني آيت كښې راغلي دي :
" يا ايهالذين آمنوا اذا نودى للصلوة من يوم الجمعة فاسعو الى ذكر الله و ذرو االبيع ( الجمعه 9)

اى هغو خلكو چې ايمان مو راوړي دي ! كله چې د جمعې په ورځ د لمانځه آذان وويل شي نو تاسې د الله د ذكر په طرف لاړ شئ او خريد او فروش پريږدئ. دلته خريد او فروش يوازې په دې معنى نه ده چې دكانداران دې خريد او فروش پريږي بلكې ددې مطلب دا دي چې ټول خلك بايد خپل دنيوي كارونه پريږدي او لمانځه ته لاړ شي كه بزرګر دي، كه موټروان دي، كه نجار دي كه خادم دي ټولو ته ښائي چې خپل خپل كارونه پريږدي او په بيړه جومات ته د لمانځه دپاره ځانونه ورسوي.

۱- د جمعې ورځ د اونئ د ټولو ورځو په پرتله مهمه او مباركه ورځ ده ( مسلم )
۲- د جمعې ورځ د كوچني اختر او لوى اختر له ورځو څخه هم بهتره ورځ ده . ( مسند أحمد )
۳- خداى پاك حضرت آدم د جمعې په ورځ پيدا كړي دي . ( مسند احمد )
۴- خداى پاك حضرت آدم د جمعې په ورځ ځمكې ته راكوز كړي دي . ( مسلم )
۵- حضرت آدم د جمعې په ورځ وفات شوي دي . ( مسلم )
۶- د جمعې ورځ داسې يوه ورځ ده چې د خداى پاك په دربار كښې د مسلمان بنده دعا قبوله كيږي. ( مسلم )
۷- د جمعې په ورځ به قيامت وي . ( مسلم )
۸- د جمعې په ورځ يا شپه د كهف د سورې لوستل مستحب ګڼل كيږي . ( نسائي )
۹- د جمعې په ورځ په هر بالغ مسلمان باندې غسل كول واجب دي. ( بخاري او مسلم)
۱۰- د جمعې په ورځ هر مسلمان ته ښائي چې پاكې او ښې جامې په تن كړي او له كور څخه بهر ووځي . ( بخاري او مسلم )
۱۱- د جمعې د لمونځ د ادا كولو د پاره بايد چې هر مسلمان وختي مسجد ته ځان ورسوي .( بخاري او مسلم )
۱۲- تر څو چې امام جومات ته دا خل شوى نه وي تر هغه وخته بايد چې نفل او سنت لمونځونه ادا كړاى شي . ( ابو داوود)

والسلام،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more