د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

طیب زابلي ورورته

حمید هڅــاند
16.05.2012

اسلام علیکم ورحمة الله
طیب زابلی وروره؛ هیله لرم روغ او خوښ به یاست. پراخه څېړنه مو پیل کړې ده. د حق په لار کې ستاسو د بریاؤ غوښتونکی یم.
د ډاکتر ذاکر نایک په اړه مو په ځانګړې توګه نن ستاسو لیکنه وویله. د ډاکتر ذاکر نایک لکچرونه، کتابونه، ډیتیټونه او پروګروامونو څخه برخمن شوی یم. زه له هغو کسانو څخه یم چې ډاکتر ذاکر نایک ته داعي، په اسلام مین او له اسلامه دفاع کوونکی وایي. په ذاکر نایک باندي نیوکې یواځې د دارالعلوم له خوا نه دي؛ د نورو دینونو، له خدایه منکرو، مېډیا، حکومتونو، د هند تبلیغیانو او ...له خوا په وار وار غندل شوی دی. د ده په خلاف یوه فتوا نه بلکې څو فتواګاني د هند له بېلابېلو مرجع ګانو څخه راووتي چې یوه هم د دیوبند وه. د ده په خلاف مظاهرې هم وشوې. خو ترټولو ډېر خصومت چې دده په اړه ښکاره شو هغه د شیعه ګانو له خوا ؤ ځکه ده یزید رضي الله عنه ویل او ورڅخه دفاع یې کوله. خیر؛
ذاکر نایک یو داسي عالم دی چې تل قران او صحیحو احادیثو ته د لومړۍ او دویمې مرجع په توګه ګوري؛ دی په استدلال کې تکړه دی او ماشاالله خدای پاک ورته پراخه پوهه او تېز ذهن ورکړی دی. خو؛
محترم زابلی صیب ؛ کاشکي چې دغه د فتوا ګانو خلکو دومره کولی شو چې له ده سره کيني او مخامخ ورسره پوښتنه او ځواب وکړي. کاشکي هغوی د دې په ځای چې د ده تخریب وکړي؛ له ده سره غږېدلي وای. انسان له سهوې خالي نه دي او ذاکر نایک هم مکمل نه شي کېدای خو له بده مرغه د ده پرضد اوس خلکو دښمني پیل کړې ده. ذاکر نایک تاسو په سلفیانو کې داخل کړی ده؛ ذاکر نایک هیڅکله ځانته سلفي نه وایي بلکې مسلمان ځانته وایي. هغه پخپله وایې چې یونوم که هرڅومره ښه مانا ولري خو ماته ځان مسلمان ویل ترټولو له مانا ډک او ښکلي ځکه ښکاري چې رسول الله (ص) او صحابه ؤ ځانته بل نوم نه دی ورکړی.
هوکې ؛ ذاکر نایک کفارو ته د قرانکریم نسخې ورکړې دي او مالومه ده چې کفار خو پاک نه دي خو طیب صیب؛ په سړه سینه ځواب راکړه؛ تاسي دا ایت شریف څنګه تفسېروئ؟ ذاکر نایک خپل ځواب لري خو کاشکي تاسي دومره کولی شوای چې له هغه څخه مو پوښتنه کړې وای؟؟ سیده فتوا ورکوئ چې دا سړی بېلاري دی او نور هم بېلاري کوي!
اقتباس:
او دارنګه ذاكرنا ئيك په اوس زمانه كي مسجد ته د ښځو د راتګ ممانعت هم ناجائز بولي.

طیب صیب؛ تاسي هم لکه دا اوسنۍ مېډیا د
خلکو خبري په بله مانا لیکئ؛ ذاکر نایک هیڅ ځای کې هم په دغو الفاظو چې تاسو لیکلي نه دي څه ویلي. هوکې، دایې ضرور ویلي چې ښځې کولی شي مسجد ته ولاړې شي خو د ټولنې حالات باید په پام کې ونیول شي.

طیب صیب؛ د ذاکر نایک په اړه که کومه پوښتنه لري او یا یې د کار په اړه نیوکه لرې نو مخامخ له IRF سره په تماس کې شه؛ انشاالله چې ځواب به یې ترلاسه کړې. هسي په خلکو باندي بد نومونه ښوولو څخه ځان وژغوره. د دارالعلوم دیوبند فتوا زموږ لپاره اساس نه شي کېدای؛ هغوی وایې چې ده په تفسیر کې ګوتې وهلي دي؛ زه شاهدي ورکوم چې ذاکر نایک له ځانه تفسیر نه کوي؛ د بېلابېلو نوموتو مفسرینو قولونه نقلوي.

په درنښت


khoshalkhan
16.05.2012

[quote:110acd0b12].............................. زه شاهدي ورکوم چې ذاکر نایک له ځانه تفسیر نه کوي؛ [/quote:110acd0b12]

حميدهڅانده ! ته له کومه درکه شاهدي ورکوې ?
- ملګری،استاد دې دی اوکه شپې دې ورسره تېرې کړې دي !
- ولې دزابلي خبرو ته تغير ورکوې او بيا يې بل رنګ تشريح کوې !
دساري په توګه زابلي دښځې له امامته خبرې کوي او ته يې دجومات تګ يادوې !
ولې ?


مسلم قلموال
17.05.2012

د وتلي نړیوال اسلامي عالم ډاکټر ذاکر نایک او اهلحدیثو په هکله د طیب زابلي صیب خبرې په شخصي فکر او خیالونو ولاړې دي، دۀ د خپلو خبرو لپاره هیڅ کومه علمي، تاریخي، حواله او استناد نه دی وړاندې کړی، بلکه د هماغه سوچ او فکر زیږنده ده چې زمونږ د ټولنې صوفي، بریلوي او دیوبندي ملایان یې کوي ځکه چې د جدید او مستند تحقیق په راتلو سره د دوي زاړه اقاویل او قیصې له مینځه ځي۰
دوي د اسلام په وتلي محقق او ستر عالم علامه مودودي صیب هم دغسې ړانده ګوزارونه کول۰
ثابته او پریکنده خبره دا ده چې زاړه فکرونه نشي کولاي اسلام ته د متوجه جدیدو خطراتو مخه ونیسي او د اسلام د دښمنانو لخوا ټولو ګواښونو ته ځواب ووايي۰

والسلام


وصيل پېروز
17.05.2012

سلامونه

د ښاغلي ، دروند ، عالم ، پوهاند او مبارز ډاکټر ذاکر نايک پر خلاف د طيب زابلي خبرې له يوه لبه ناسمې او غلطې دي . د ښاغلي طيب زابلي خبرې ټولي له حقيقته پر ناخبرۍ ، ړانده تقليد او تعصب بنا دي چي هيڅ ډول منطق او استدلال پکي نه دئ کارول شوی او هيڅ داسي لاسوند نه دئ په ګوته شوی چي لوستونکي ته ډاډ بښونکی ځواب ورکړای شي بلکي تکيه يې ټوله پر پرديو اندونو ، نظرونو او خبرو ده چي له همدې کبله يې ليکنې ګڼې نيمګړتياوې لري .
ډاکټر ذاکر نايک چي کومې خبرې کړې دا خو يې په بشپړ ډول سمې خبرې کړې دي کولای شي چي ښځه مسجد ته ولاړه شي ، کولای شي چي حايضه ښځه قرآن ولولي او ...
په دې اړه د دروند حميد هڅاند صاحب خبرې ټولي پر ځای دي او ښاغلی خوشال صاحب ! ډاکټر صاحب هيڅکله دا نه وايي چي ښځه امامت ورکولای شي بلکي په خپله يې په يوه کتاب کي له دې کاره ډډه او منعه کړې ده او ښاغلی طيب زابلي هم دا وآيي چي دی مسجد ته د ښځو تګ روا بولي .

د ښاغلي ډاکټر صاحب افکار د نننۍ له منځه تلونکې مسلمانې نړۍ لپاره د ژغورنې او بريا لار ده ، که مسلمانان زاړه او زنګن فکرونه خوشي نه کړي ژر به په ډلييز او ټوليز ډول د داسي غلامۍ کندې ته ولوېږي چي ترې راوتل به ورته بېخي ناشوني وي .
په مينه او درنښت


مسلم قلموال
17.05.2012

پدې لاندې لنک کې د دیوبندیانو په هکله د سید طالب الرحمن کتاب (دیوبندیان د هغوي افکار او عقاید) په اردو ژبه ډاونلوډ کړﺉ، طالب الرحمن صیب د دیوبندیانو د کتابونو څخه په استناد دا ثابته کړې چې دوي په شرک کې د بریلویانو څخه هم څو ګامه وړاندې دي۰
کڅوک یې ژباړلی شي او دلته یې وړاندې کولی شي نو حقیقت به روښانه شي چې دیوبندیان څومره د توحید سره مخالف او د شرکیاتو څخه ډک عقاید لري۰

[url]http://www.islamhouse.com/pr/208207[/url]

د کتاب د ډاونلوډ کولو لپاره د پاڼې په ښکته چپ طرف کې د ډاونلوډ علامه کیکاږﺉ

مننه او درنښت


مسلم قلموال
17.05.2012

د مسلک اهلحدیث او د اهل السنة والجماعة د عقایدو په اړه د شیخ القرآن والحدیث علامه غلام الله رحمتي کندهاري پښتو تقریر د سوالونو او ځوابونو په توګه واورﺉ!!
[url]http://www.islamhouse.com/media.php?f=77129[/url]

مننه


حمید هڅــاند
19.05.2012

محترم وصیل پیروز ورور او محترم مسلم قلموال وروره ستاسو له ګډون څخه نړۍ مننه؛
زه بیا هم وایم چې ذاکر نایک هم له سهوې خالي نه دی خو؛
دا اوسني غندونکي د ذاکر نایک په دې ځای خوښ نه دي چې هغه د هر ملا، شیخ، مدرسې او کتاب خبره د قران او احادیثو په تله تلي او داچې د ذاکر نایک هره خبره بې شمېره خلکو ته ژر رسېږي نو دا خلک اندېښمن دي چې په یو نه یو ډول ذاکر نایک له دې کاره راوګرځوي. تاسې د دارالعلوم په فتوا کې د طیب زابلي را اخیستی لنډیز یوځل بیاوګورئ:

[quote:2c9022394a]د ډاکتر ذاکر نایک صیب په بیاناتو کی له صحی عقیدی څخه انحراف ، دقرآن کریم په تفسیر کی تحریف او خود رایی،له ساينسی تحقیقاتو څخه مرعوبیت ، له مغربی افکارو سره هم آهنګی او په فقهی مسائلو کی دامت د سلف صالحینو او جمهورو له لاری یوی خواته کیدل کوم چی ګمراه کونکی خبری دی داټولی موجودی دی ، او دغه رنګه دی ددی کوشش کوی چی امت مسلمه دمجتهدینو امامانو له اتباع څخه واړوی او ددی کوشش کوی چی عوام له دینی مدرسو او دینی علماؤو څخه بدګمانه کړی . [/quote:2c9022394a]
ښه خو داده چې طیب زابلی ورور دي د دارالعلوم ټوله فتوا له ژباړې سره دلته راواخلي چې ده ته یې هم حقیقت څرګند شي. له طیب ورور نه زه یوه پوښتنه کوم او هغه داچې د irf هڅې یې رښتیا په سړه سینه ارزولې دي او که د نورو خبرې یې نقل کړې دي؟

درنښت


حمید هڅــاند
19.05.2012

[quote:dd55ae8252]حميدهڅانده ! ته له کومه درکه شاهدي ورکوې ?
- ملګری،استاد دې دی اوکه شپې دې ورسره تېرې کړې دي ! [/quote:dd55ae8252]
محترم خوشال خان وروره، لومړی درته ښه راغلاست وایم او بیا؛
تر اوسه مې لا جوړ پخیر نه دي ورسره کړي نو ملګری به مې څنګه وي؟
:)
هوکې استاد مي دی ځکه ډېر څه مي ترې زده کړي. لکه ذاکر نایک چې یو ځای کې وایی چې د هرشي پوښتنه به یې د مسلک له سړي نه کوي؛نو خوشال وروره د قرانکریم هغه شمیر ایاتونه چې د ساینس د بیلابیلو څانګو په اړه دي؛ د هغو په سمه مانا د یو مسلمان منطق پوه نه یو مسلمان د هغه مسلک ساینس پوه ښه پوهېږي.
[quote:dd55ae8252]- ولې دزابلي خبرو ته تغير ورکوې او بيا يې بل رنګ تشريح کوې !
دساري په توګه زابلي دښځې له امامته خبرې کوي او ته يې دجومات تګ يادوې !
ولې ?[/quote:dd55ae8252]
زه نه تاسو تغیر ورکوئ.

درنښت



ع کريم حليمي
20.05.2012

[quote:4702848524="م . وصيل پېروز"] کولای شي چي حايضه ښځه قرآن ولولي او ...
[/quote:4702848524]

دا خو نه ښه اخلاق دي ، او نه تقوا ده چه: یوه معذره ښځه دي‌ پر المصحف لاس کښېږدي ، او تلاوة ئې وکړي ، البته که معذره ښځه د قرآن حافظه وي ، نو بیا کولای شي چه په قلب تلاوة وکړي یعني نه ده مجبوره چه کتاب الله ورقي او صفحی په لاس واړوي

بسم تعالی : لَا يَمَسُّهُ إِلَّا الْمُطَهَّرُونَ ( نه مسه کوي مګر پاکان خلګ )
له پورته آیت شریف نه ابن عباس رضي الله تعالی عنه او اکثرو مفسرینو دا مراد اخلي چه له الْمُطَهَّرُونَ نه مراد ملائکه دي ،‌ او نورو جمهورو علماء کرامو پیا دا مراد ځني‌ اخلي چه دا قرآن هغه لاسونه مسه کوي چه له جنابت او بې اودسۍ پاک وي ، او بعضو علماء ویلي دي چه : مسه کول د ًقرآن شریف بې اودسه لره هم روا دي ، او د ایران اخوندان ئې داسي اخسته ځیني کوی چه په قرآن یوازي الْمُطَهَّرُونَ پوهېږي (یعني اهل بیت )

داچه زموږ استادانو او زموږ د علماء مذهب دا دی چه ناپاکه ښځه دي المصحب ته لاس نه وروړي ، دا د ًقرآن احترام او قدر دي او عالي درجه تقوا ده او بس

درنښت


طیب زابلی ,,...
22.05.2012

محترم هڅاند ، قلموال ،خوشال ، پیروز او حلیمی صاحبانو ستاسو له تبصرو او نظرونو نه مننه ، نه غواړم چی ډیر بحث وکړم خو صرف ستاسو دنظرونو په ځواب کی څو کرښی لیکم :
ډاکتر صیب سلفی نه ده او نه ماسلفی بللی ده البة غیر مقلد به می ورته ویلی وی ،
دډاکتر صیب په اړوند چی ما کوم نظر سرګند کړی ده دا زما خپل نظر ده البة دنورو داسی خلګو نظرونه چی زه پری اعتماد او باور لرم او داحترام په سترګه ورته ګورم هغه به می هم مطالعه کړی وی ،

دډاکتر صیب لیکنی می پخپله لوستلی دی او دده بیانونه می اوریدلی دی .

دا یو مسلم او اتفاقی حقیقت ده چی په یو فن کی د مهارت ترلاسه کولو او ددی فن پر ټولو جزئیاتو علم راوړلو لپاره ددی فن دټولو مبادیوتحصیل اولا ضروری او لازم ده
قرأن کریم چونکه دعربی ژبی په یو فصیحه او بلیغه لهجه نازل شوی ده نو ځکه دقرأن کریم دأیاتونو دتفسیر او له هغوئ څخه داحکامو درا ایستلو لپاره داضروری ده چی مفسر به دعربی ژبی له قوانینو او ادبیاتو څخه پوره خبردار وی او هغه ته له به علم صرف ، علم نحو، علم معانی او علم لغت څخه یوه داسی ملکه او قوه حاصله شوی وی چی ددی په برکت سره به دی دایت دیوکلمی ټول اړخونه په یوه شیبه کی معلومولی شی او پردی سربیره به دحدیثو او صحابه کرامو داقوالو او اعمالو پوره معلومات ورته حاصل وی دأیاتونو شان نزول او تاریخ نزول به ورته معلوم وی داصول التفسیر او اصول الفقه له قوانینو به پوره خبردار وی ، چی دغه ټول شرائط په یو چاکی موجود شی نو بیا کولی شی چی ځان مفسر وبولی ، او که په چاکی دغه شرائط موجود نه وی او ځان مفسر یا محدث یافقیه بولی نو ددی پایلی به بیا ډیری خرابی وی (فی بیر لاحور سری وماشعر)

نو اوس زه له تاسو څخه داپوښتنه کوم چی ایا په ډاکتر ذاکر صیب کی دغه شرائط ټول یا نیمایی مو جود دی ؟ جواب واضح ده چی نه دی موجود .

په یوکال یا دوه کاله یاپنځه کاله کورس لوستلو سره په چاکی دااستعداد نه شی راتلی تر څو چی ئی داعلوم ټول باقاعده له استاذه نه وی حاصل کړی ، مٍثلا یو ملا چی نه ئی یوه ټولګۍ مکتب لوستی ده او نه ئی دپوهنتون تحصیل کړی ده او نه په انګریزی پوهیږی او یوکال یادوه کاله دډاکترۍ یا انجنرۍ کورس لولی او دانګریزی ژبی پښتو یا فارسی ژباړی له ځان سره مطالعه کوی او بیا یو پر مخ تللی هسپتال یا موسسی ته راځی او دیو لوړ ډاکتر یا انجنر وظیفه غواړی ایا خلګ به ده ته لیونی وه نه وایی او ده ته به دا ونه وایی چی تاخو نه دولس صنفه مکتب لوستلی ده او نه دی پوهنتون نو ته بیا څنګه ډاکتر یا انجنر شوی ،
نو چی ډاکتری او انجنری دولس صنفه مکتب او پوهنتون اوخصوصی زدکړی غواړی نو دا دینی علوم : تفسیر ،حدیث ، فقه او افتاء بیا ولی دومره اسانه دی چی هرسړی یی مستعد اومستحق ده .
که تاسو وایاست چی ډاکتر صیب ځان مفسر نه بولی بلکی دنو رو مفسرینو اقوال نقل کوی نو دامو نه منم ددی به زه یو مثال ذکرکړم :
(الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ )

ټول مفسرین ددی ایت په تفسیر سره داثابتوی چی نارینه پر ښځه فضیلت لری
مګر ډاکتر صیب په ډیر صراحت سره دارایه غلطه بولی او وایی چی نارینه پر ښځه څه فضیلت نه لری اونه دایت دامعنا ده (اسلام مین خواتین کی حقوق ص ۳۷)
اوعجبه خویی لا داکړی ده چی دلته دی دخپلی خبری تائید په ابن کثیر سره کوی او سره له دی چی ابن کثیر داسی وایی (قول تعالى: { الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ } أي: الرجل قَيّم على المرأة، أي هو رئيسها وكبيرها والحاكم عليها ومؤدبها إذا اعوجَّت { بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ } أي: لأن الرجال أفضل من النساء، والرجل خير من المرأة؛ ولهذَا كانت النبوة مختصة بالرجال وكذلك المُلْك الأعظم )

او دحائضی ښځی لپاره دقرأن دلوستلو دجواز دلیل داوایی چی : دحائضی لپاره په حدیثو کی دلمانځه رخصت شته خو دقرأن رخصت نشته .

او سره له دی چی دترمذی حدیث ده : (عن ابن عمر : عن النبي صلى الله عليه و سلم قال لا تقرأ الحائض ولا الجنب شيئا من القرآن )
داحدیث که څه هم یو څه ضعیف خو ده مګر خو چونکه په مقابل کی بل معارض دلیل نه لری نو قابل داستدلال ده .

ترمذی رحمه الله وایی : ( وهو قول أكثر أهل العلم من أصحاب النبي صلى الله عليه و سلم والتابعين ومن بعدهم مثل سفيان [ الثوري ] و ابن المبارك و الشافعي و أحمد و إسحق قالوا لا تقرأ الحائض [ ولا ] الجنب من القرآن شيئا وإلا طرف الآية والحرف ونحو ذلك ورخصوا للجنب والحائض في التسبيح والتهليل. )

او قرأن کریم ته بی اودسه لاس وروړلو په مسئله کی هم ډاکتر صیب کوم ایت یاحدیث نه ده وړاندی کړی دده یو ویډویی بیان چی له ماسره شته په هغه کی دی یو ډیر ساده عقلی دلیل ذکرکوی دی وایی : که موږ دقرأن دراخستلو لپاره اودس لازم وبولو نو بیا هروخت چی دچا زړه وغواړی نه شی کولای چی قران تلاوت کړی .

او دایو ډیر کمزوری دلیل ده ځکه چی که داسی وی نو بیا خو دی دلمانځه یا نورو عباداتو لپاره هم ډیر شرائط ساقط شی نو بیا هروخت څوک کولی شی چی لمونځ اداکړی .

({ لا يَمَسُّهُ إِلا الْمُطَهَّرُونَ } أي: من الجنابة والحدث. قالوا: ولفظ الآية خبر ومعناها الطلب، قالوا: والمراد بالقرآن هاهنا المصحف،.( ابن کثیر)

(عَنْ أَبِى بَكْرِ بْنِ مُحَمَّدِ بْنِ عَمْرِو بْنِ حَزْمٍ عَنْ أَبِيهِ عَنْ جَدِّهِ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- : أَنَّهُ كَتَبَ إِلَى أَهْلِ الْيَمَنِ بِكِتَابٍ فِيهِ الْفَرَائِضُ وَالسُّنَنُ وَالدِّيَاتُ ، وَبَعَثَ بِهِ مَعَ عَمْرِو بْنِ حَزْمٍ ، فَذَكَرَ الْحَدِيثَ وَفِيهِ :« وَلاَ يَمَسُّ الْقُرْآنَ إِلاَّ طَاهِرٌ ».
(البیهقی)

ذَهَبَ عَامَّةُ الْفُقَهَاءِ إِِلَى أَنَّهُ لاَ يَجُوزُ لِلْمُحْدِثِ حَدَثًا أَصْغَرَ أَنْ يَمَسَّ الْمُصْحَفَ ، وَجَعَلَهُ ابْنُ قُدَامَةَ مِمَّا لاَ يَعْلَمُ فِيهِ خِلاَفًا عَنْ غَيْرِ دَاوُدَ .
(الموسوعة الفقهیة)

او بل دساینس تاسو ډیره یادونه کوئ ددی په مقابل کی زه داوایم چی نه دقرآن کریم موضوع ساینس ده او نه قرآن کریم دساینسی معلوماتو لپاره نازل شوی ده اونه په قرآن کریم پوهیدل تر ساینس پوری موقوفه ده ، بلکی قرآن کریم دانسانانو دهدایت او داحکامو دتشریع لپاره نازل شوی ده ، البة ضمنًا به څه ساینسی معلومات پکی راغلی وی مګر خو ددی نو دامطلب نه شو چی په قرآن کریم پوهیدل نو ترساینس پوری اړه لری ، ځکه له صحابوو رانیولی بیا تراوسه پوری په مفسرینو کی کوم ماهر ساینسدان نه ده تیرشوی نو ایا ددی معنا داشوه چی صحابه کرام او له هغه راورسته ټول مفسرین په قرآن نه پوهیدل او قرآن یی غلط تفسیر کړی ده العیاذ بالله او دا څوارلس پیړۍ مسلمانانو په جهالت کی تیری کړی دی او اوس ډاکتر صیب یا بل ساینس پو ه ددی صحی تفسیر وکړ ، ستاسو له خبرو خو همداسی معلومیږی چی زاړه فکرونه او خیالات زنګن او بی نتیجی فکرونه بولئ او دانوی ساینسی اټکلی او خودساخته فکرونه سم بولئ.
ډاکتر صیب دساینس تر رعب لاندی دومره راغلی ده چی دقرآن یابل اسمانی کتاب حقانیت په ساینس سره معلوموی او سره له دی چی دساینس دیوی ورځی حقائق بله ورځ بدلیږی شپږ پیړۍ مخکی چی دفلکیاتو په باره بطلیموسی یا یونانی نظریه وه هغه نن سراسر درواغ او باطله نه شوه ؟ نو اوس که شپږ پیړۍ مخکی ډاکتر ذاکر صیب موجود وای او ده دقرآنی ایتونو تطبیق له ساینس سره کولی نو یابه تطبیق راتلی یانه که نه راتلی نو بیاخوبه دډاکتر صیب دقانون پربناء قرآن الهی کلام نه بلل کیدای العیاذ بالله
او که تطبیق راغلی وای نو بیا به نن چی بطلیموسی نظریه درواغ شوه مسلمانانو به معاندینو ته څه جواب وایو؟ ځکه دوی به ویل چی دقرآن ایتونه خو تاسو له بطلیموسی نظریی سره موافق بللی وو نن چی هغه درواغ شوه نو خو ستاسو دقرآن ایتونه هم درواغ دی العیاذ بالله .
که څه هم ډاکتر صیب خو دی خبر ی ته اشاره کړی ده مګر خو دی وایی چی زه دقرآن کریم دایتونو تطبیق له هغو ساینسی حقائقو سره کوم چی هغه مسلم دی ، مګر خو زه داوایم چی کوم حقائق چی اوس مسلم دی تاته دا اطمینان له کوم لو ری حاصل شو چی دا به نه بدلیږی ایا شپږ اووه پیړۍ وړاندی بطلیموسی نظریه مسلمه نه وه؟
ایا څو کاله وړاندی داڅیړنه مسلمه نه وه چی په سپوږمۍ کی اوبه نشته ؟
او اوس د چاندریال له څیړنو ورسته په دی کی شک پیدا شوی ده ،
ایاڅوکاله وړاندی دامسلمه نه وه چی له ځمکی پرته په نورو سیارو کی دژوند امکانات نشته ؟
او اوس دناسا له څیړنو ورسته په دی کی شک پیدا شو،
داسی نوری ډیری مسلمی څیړنی وی چی په نږدی وخت کی درواغ شوی ،
البة داسی څیړنی شته چی هغه په مشاهده سره ثابتی شوی وی او دبطلان توهم یی نه شی کیدی مګر خو ډاکتر صیب پر دارنګه څیړنو کفایت نه ده کړی بلکی ډیری داسی څیړنی یی ذکر کړی دی چی هغه دواهماتو او خیالاتو پر څنډه ولاړی دی .
دقران کریم دحقانیت لپاره داسلوب اعجاز دمغیباتو بیان دتیرشویو امتونو بیان او داسی نو ر،،،،،،،، کفایت کوی دساینس تطبیق ته ضرورت نشته ،
والسلام
په مینه او درنښت


حمید هڅــاند
27.05.2012

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
طیب زابلی وروره نن مې ستاسو په ځواب سترګې ولګېدې او خوښ شوم چې ګډون مو وکړ. ستاسو له پورته ځواب او په ذاکر نایک له دویم ځلې نیوکو څخه داسې مالومېږي چې تاسې په څو ټکو باندي نیوکه او تبصره لرئ:
۱) ذاکر نایک په خپله تفسیر کوي او دی د دې وړ نه دی چې تفسیر دي وکړي؛
۲) د (الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ...) ایت شریف په تفسیر کې ذاکر نایک په ناسمه تللی؛
۳) حایضې ښخې ته یې د قران د لوستلو اجازه ورکړې؛
۴) لا يَمَسُّهُ إِلا الْمُطَهَّرُونَ څخه هم په بله تللی؛
۵) په ساینس باندي، ذاکرنایک او په اصطلاح موږ بې ځایه تکیه کوو.

محترم طیب زابلی وروره؛ که ستاسو نیوکې همداپورتنۍ وي او نورې نه لرۍ نو انشاالله زه به هم له ځواب سره راوګرځم خو یوه بله هیله هم درڅخه کوم. کېدای شې تاسو نورې ګوتنیونې هم ولرئ، هغه او دا اوسنۍ له reference سره درڅخه غواړم، یانې دا هم راته وویاست چې په کوم لکچر، کوم کتاب او کومه پاڼه کې ذاکر نایک دا پورتنۍ او نورې(که درسره پاتې وي) تېروتنې کړې دي.

درنښت
نوربیا....


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more